(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د انقلابي حکومت

[25.Apr.2022 - 09:51]

د هېواد د اوږدمهال ناورين لاملونه 

لیک: اصف خواتي

د انقلابي حکومت د جوړېدو  جنجالي غونډه

         وروسته له هغې چې د شوروي اتحاد د کى جى بى مرستيال کريچکوف کابل ته راغى او نور محمد تره کى يې قانع يا اړ اېست چې پرچم ته په کابينه کې نيمايي برخه ورکړي  په همدې ورځ شوروي اتحاد نوى حکومت په رسميت وپېژاند  او د ګوند دسياسي بېرو غونډه هم راوبلل شوه.پدې غونډه کې کارمل  په نيمايي وزارتونو کې پدې ټينګار کاوه چې هرو مرو پرچميانو ته د کورنيو او بهرنيو چارو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه ورکړل شي.د وزارتونو د وېش پر مهال د خلقيانو اوپرچميانو تر منځ د ناندريو ترڅنګ  د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په څوکۍ باندې د لايق او بارقترمنځ څه خبره هم را پورته شوه. "  سياسي بېرو د دواړو شاعرانو د خوشالولو په موخه  د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دوو برخو د اطلاعاتو  او د راديو تلويزيون په وزارتونو  وويشه او مشران يې انقلابي شاعران و ټاکل . د کورنيو چارو وزارت هم پرچميانو ته ورکړل شو او دا غنيمت نور احمد نور ته ورسېد. خو د بهرنيو چارو د وزارت په مقام د ثور انقلاب قوماندان امين ډډه ولګولهد اناهيتا راتبزاد لپاره نوى وزارت د ټولنيزو چارو وزارت جوړ شود نويو وزارتونو جوړول ښيي چې د کارګرې طبقې د ګوند په مشرانو کې د وزارت شوقيان ډېر وو خو وزارتونه لږ  .دې کار وښودل چې يوشمېر ګوندي مشرانو زعامت او وزارت ته درسېدو په موخه ظاهرأ د طبقاتي مبارزې او د ټولنيز عدالت د ټينګولو نغارې ډنګولې . د حکومت د جوړولو دا ډول بهير وښودل چې انقلابي حکومت به له ګڼ شمېر کورنيو ستونزو سره لاس ګرېوان شي ، په خپل منځ کې به لکه د ګور چنجيان يوبل وخوري، حالات به کړکېچن او له کنټرول څخه ووځي خو کفاره به يې عادي ګونديان او ولس ورکوي .البته د ګوند ټول مشران د څوکۍ پالنې او ځانغوښتنې په ويروس ککړ نه وو او هغوى د ګوند اېديالونو او د خلکو چوپړ  ته ژمن وود نوي حکومت د نوملړ څخه څرګند شول چې مشرانو ترلاسه شوي غنيمتونه (وزارتونهپه خپل منځ کې وېشلي دي . پدې ډول يې د ګوند د کړنلارې دې برخې  ته چې د ملي دموکراتيکې جبهې  جوړول او يا حکومت به له ملي او مترقي ځواکونو جوړوي  شا کړله .

       که څه هم په نړۍ کې معمول و او اوس هم معمول دي چې د ټاکنو اويا له هرې لارې  که کومه سياسي ډله يا سياستوال واک ته رسېدلي دي  بل څوک په واک کې نه شريکوي .خو هغه مهال د ګوند وړتياوو او شونتياوو او د هېواد واکمن وضعيت ته په کتو سره  معقوله دا وه چې نوې واکمنۍ د پراخ ولسي ملاتړ د ترلاسه کولو په پار بايد ملي شخصيتونه ، مجرب تکنوکراتان او د سمونپالو سازمانونو استازي په حکومت کې ورګډ کړي واى او ځېنې وزيران يې سرپرست وزيران نومولي واى تر څو د نورو سره د سلا مشورو او پوهاوي وروسته هغوى په واک کې ور ګډ کړي واى.

 بله مسأله چې د يادولو وړ ښکاري هغه دا وه چې د پاڅون لږ موده وروسته د پوځ دسياسي رياست له لوري د ثور د اوومې نېټې دپاڅون د څرنګوالي په اړه يوه رساله خپره شوه چې دثور انقلاب د رسالې په نامه يادېده .پدې رساله کې د ثور د اوومې وسلوال  پاڅون په هکله حقايق تحريف شوي و او هڅه شوې وه چې په پاڅون کې د امين د ارادتمندانو رول ټاکونکى انځور شي  . څرګنده بېلګه يې د نظارتخانې څخه د ګوندي مشرانو خلاصول وو چې هغه دوو ځوانو بريدمنانو  سيدرحيم سرباز او يوسف سهار خلاص کړل خو په رساله کې د بل چا نوم راغلى و.د دې افسر د نامه له يادولو څخه ځکه ډډه کېږي چې خبره په افرادو کې نه بلکې د  هغه مهال د پېښو او بهيرونو د ناسم انځور کاږل دي چې داسې بايد نه واى شوي . د واقعيتونو تحريف که له يوې خوا د واکمنې ډلې له لوري په خپله ګټه د تاريخ د جوړولو هڅه وه  له بله پلوه يې په خلقيانو کې دوه ګوني توب، بې باورۍ او مخامختيا ته لار هواروله چې بېله شکه يې په راتلونکو پېښو او بهيرونو  منفي اغېز درلود او د ناورين د ژورېدو سبب کېدل .راتلونکو پېښو  او بهيرونو هم وښودل چې دې کار خلقيان  په دوو دښمنو ډلو ووېشل او له هغې څخه مسکو - کارمل اړينه ګټه پورته کړله .

عجيبه لا داده چې امين او لايق  د پاڅون د بري  په هماغه لومړيو کې خپل زامن (عبدالرحمن او غرزى) د پولتخنيک له انستيتٶت څخه د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته چې د اشرافو د بچيانو پوهنځى يادېده تبديل کړل . دې  دا معنى لرله چې عبدالرحمن جان او غرزى جان په راتلونکې کې دپلوماتان او سياسي مشران شي . امين او لايق د مسالې په حساسيت او هغه هم په لوړو پوهنيزو بنسټونو کې چې د سياست مرکزونه ګڼل کېدل نه پوهېدل  چې د دوى دا کار د ګوند ، واکمنۍ او انقلاب اعتبار ته زيان رسوي او دښمن ته د تبليغاتو  ښه مواد په لاس کې ورکوي

     د ثور د پرتمين انقلاب قوماندان بشپړ واک ته د رسېدو په درشل کې خپلې کورنۍ ته د واک د سپارلو عملي ګامونه اوچتول. نبي مصداق چې د امين له شاګردانو او شخصي ملګرو څخه دى ليکي : "کله چې امين خپل زوم  اسدالله امين بېله کوم رسمي اعلان څخه د بهرنيو چارو د وزارت  مرستيال هم ټاکي نو پدې مقرراتو باندې د تره کي لخوا امين په خپلوۍ پالنه سره په مخامخ خبرو کې و غندل شو ، نو امين هم ډېر په قهر سو او پر تره کي يې خوله را خلاصه  کړه او داسې يې ورته وويل نو زه بايد خپله کورنۍ ووژنم."

 

په ګوند کې  د زعامت مينه والو(کارمل او امين ) خپل هدف(زعامت ) ته په رسېدو سره د ګوند د واکمنۍ ترنامه لاندې لکه  د يحيى د سلطنتي کورنۍ  په څېر  چې ددې کورنۍ غړو  بې کچې  واکونو او امتيازات لرل خو  مکلفيتونه او مسٶليتونه يې نلرل ورته دريځ غوره کړ او ټول واک يې خپلو خپلوانو ته ورکړ که څه هم دوى دواړو د دموکراسۍ په لسيزه کې د ګوند د نورو مشرانو په پرتله په مظاهرو کې په خپلو توندو انقلابي ويناوو کې پاچا پدې محکومولو چې ټول واک يې خپلې کورنۍ ته ورکړى دى خو دوى دواړو پاچا ته برأت ورکړ  او د خپلو کورنيو انقلابي سلطنتي واکمني يې ټينګه کړله.وبه ګورو چې دې انقلابي سلطنتي مشرانو څرنګه واک  په خپلو خپلوانو وېشلى  و.

الف - د حفيظ الله امين واکمني

- حفيظ الله امين د ګوند عمومي منشي ، د انقلابي شورا رييس ، صدر اعظم او د دفاع وزير.

- د امين مشر  غير ګوندي ورور عبدالله امين "د هېواد په شمال کې د څلورو ولايتونو مشر او عملأ يې هرڅه پخپل لاس کې نيولي و. "  

- اسدالله امين د امين وراره او زوم  د استخباراتو (کام  ) رييس ، د بهرنيو چارو د وزارت معيين ، د کابل د ښاري ګوندي کمېټې منشي او د ټولنيزو سازمانونو د اړيکو مسٶل.

- عبدالرحمن امين د امين مشر زوى د ځوانانو د خلقي سازمان مرستيال .

ب - د ببرک کارمل واکمني

- ببرک کارمل د ګوند عمومي منشي ، د انقلابي شورا رييس او صدراعظم او مېرمن يې د  وطن د روزنتون (پرورشګاه) مشره 

د کارمل ورور محمود بريالى د ګوند منشي او د ګوند  د مرکزي کمېټې دنړيوالې څانګې مشر

-اناهيتا راتبزاد د کارمل د خوږو او ترخو شېبو همسنګره او د ورور خواښيې د سياسي بېرو غړې ، د ښوونې او روزنې د وزارت وزيره او د ښځو د سازمان مشره

شاه محمد دوست د کارمل د ورور خسر د بهرنيو چارو  وزير

- دکارمل د ترور زوى عبدالوکيل د ماليې وزير او د هغه ميرمن د سرې مياشتې مشره .

د اچې څومره د پغمان او د کمريو اوسيدونکي به په لوړو څوکيو ګومارل شوي وي ليکوال ته څرګند نه دي خو د امين لوى درستيزمحمد يعقوب او دکارمل د پوځ د سياسي چارو رييس ګل آقا يې  بېلګې دي چې لومړنى پغمانى او دوهم د کمريو و .

سلطني کورنۍ دا انصاف درلود چې غړو يې په يوه  يا دوو مقامونو قناعت کړى و خو د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوندانقلابي مشرانو د واک د بشپړ انحصار په موخه څو کليدي او مهم بنسټونه يوه تن ته ورکړي و.که د اسدالله امين ګوندي او دولتي مقامونو ته وکتل شي هغه د هېواد په ټولو ګوندي او دولتي ارګانونو کې د امين د نايب السلطنه رول درلود. د کابل د ښاري ګوندي کمېټې منشي  دصلاحيتونو څخه  دا وو چې ټول ملکي  وزيران او د ټولنيزو سازمانونو مشران احضار او د خپلو وزارتخانو او سازمانونو د چارو د څرنګوالي په اړه يې رپوټ واوري ، چارې يې کنټرول کړي او د نيمګړتياوو له امله د مصوبې په صادرولو سره هغوى ګوښه کړي . د ټولنيزو سازمانونو د اړيکو مسوليت هم اسدالله امين ته دا واک ورکاوه چې دا  سازمانونه خپلې چارې داسې سمبال کړي چې نايب السلطنه يې غواړي

هېره دې نه وي چې نورمحمد تره کى د افغانستان په مشرانو کې لومړى او يوازېنى مشر و چې خپلې واکمنۍ ته يې قبيلوي بڼه ورنکړه او خپل خپلوان يې په لوړو ګوندي او دولتي څوکيو ونه ګومارل او امتيازات يې ورنکړل .

 

سٶقصد يا ننداره

   کله چې دپرچميانو د ګوندي او حکومتي ضد کړنو څخه پرده پورته شوله ، کې جې بې دې  پايلې ته ورسېدله چې کارمل او همفکران يې په بهر کې دپلوماتيک مسوليتونه ومني او له هغه ځايه خپل پلان چې د پوځي کودتا له لارې واک ته رسېدل دي عملي کړي او که پدې کار کې ناکامېږي د مرګ او زندان له ګواښ څخه خوندي پاتې شي . د هېواد زعامت ته د کارمل د رسېدو ليواتيا دهغه ددې وينا  " په يوه زين دوه کسه نه ځايېدو، نه مې غوښتل چې د وينو سېلاب وبهيږي نو ځکه مې د آس زين نورمحمدتره کي ته پرېښود او زه ترې را ووتلم. " معلومېږي. کارمل دا خبره هغو ګوندي کدرونو ته په مسکو کې کړې وه چې چکوسلواکيا ته تګ پر مهال څو ورځې په مسکو کې تم شوى ودې مسألې ته چې شورويانو کارمل هڅولى دى له هېواده ووځي نبي عظيمي هم ګوته نيولې او ليکي : " ګواکې هغوى (پرچميانو ) په وروستيو شېبو کې د خپل هوډ  وسلوال مقاومت  څخه ډډه کړې وي يا داچې د شوروي دوستانو له خوا ددې کار  پايلو ته متوجه کړل شوي وو. " رازمحمد پکتين چې هغه مهال په مسکو کې سفير و ليکي چې د کارمل سره ځېنو شوروي مسٶلينو هم وکتل او پدې خبرې وشوې چې څرنګه کارمل د واک په ګډۍ کېنول شي .کارمل ټينګار کاوهتر څو تره کى ژوندى وي زه دا امکان نلرم چې د لومړي شخص کار وکړم ." د هغه مهال د مرکزي کمېټې د دارالنشا ء مشر محمدعلي هوما ورته ليدلورى لري او ليکي کله چې مې د تره کي د مړينې خبر واورېد اوڅنګ ته ناست سړي ته مې په غير ارادي توګه له خولې را ووتل چې خداى دې وکړي چې حفيظ الله امين د شوروي اتحاد په ستالين بدل نه شي ...، خو څنګ ته ناست سړي په ترشه ټنډه مخ راواړاوه او غبرګه يې کړه چې هغه بايد مړشوى واى ، که نه د نوموړي پرشاوخوا د ده د پلويانورا ټولېدلو به د حفيظ الله امين رژيم د خطر سره مخامخ کړى واى." د کارمل او د امين ددې ارادتمند له څرګندونو څخه ښکاري چې د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت د زعامت دوو ځانغوښتونکو ليوالو  د تره کي د وژنې پرته واک ته رسېدل او په واک کې پاتې کېدل ناشوني ګڼل

 کې جې بې د پرچميانو د کودتا د شنډولو وروسته خپلې هڅې پدې را وګرزولې  چې د تره کي او امين ترمنځ اختلافونو ته لمن ووهي ترڅو ديوبل په وړاندې د هغوى په درولو سره  يو يې له لوبې ووت او بريالى اړخ کمزورى کېده او دا مهال کمزوري اړخ په شوروي اړخ ډډه لګوله ، د هغوى غوښتنو ته يې غاړه اېښودله او پدې ډول يې کولاى شول په آسانۍ سره  هغه هم له ډګره وباسي او کارمل د يوه ګوډاګي په توګه د کابل په پلاز او يا د کارمل په وينا د آس په زين کېنوي . د کې جې بې  لخوا د  تره کي او  امين تر منځ اختلافونو ته د لمن وهلو په اړه شوروي ليکوالو او په هغو کې د هغه مهال د  افغانستان  د دفاع وزارت  پوځي او سياسي  سلاکارونو ( جنرال ګريلوف ، جنرال زاپلاتين ) يو لړڅرګندونې کړې دي چې د ليکنې د اوږدېدو له امله ترې ډډه کېږي . شوروي سلاکارانو چې ډېرى يې د کې جې بې کارکوونکي وو د خلقيانو تر منځ بې اتفاقيو او د تره کي او امين تر منځ اختلافونو ته د يوشمېر له سياسي لوبو څخه بې خبره، اېديولوژۍ ځپلو او  د شوروي د څارګرو سره د ارتباطي کدرونو څخه ګټه پورته کوله چې زياتره " سيد محمد ګلابزوى ، اسدالله سروري ، اسلم وطنجار ، شېرجان مزدوريار، اسدالله امين،ګلنواز،  عبدالرشيد جليلي، اقبال وزيري ، فقيرمحمد فقير ، صالح محمد پېروز او...ته ګوته نيول کېږي .لومړي څلور تنه پوځيان چې د ثور د اوومې نېټې د سياسي بدلون( انقلاب) مخکې له امين سره سازماني اړيکې لرلې ، امين ته سخت پالياله وو ، د پاڅون وروسته د امين په وړانديز د مرکزي کميټې غړيتوب ته را پورته کړل شول او د امين له برکته لوړ دولتي مقامونه هم ترلاسه کړل خو د وخت په تېرېدو سره  د امين خلاف دريځ نيسي. د يوشمېر لاسوندونو له مخې لامل يې دا کېداى شي چې هغوى د خپل مسلک او دولتي دندو او مسٶليتونو له کبله د وسلوالو ځواکونو (پوځ ، څارندوى ، استخباراتو ) سره اړيکې لرلې او د انقلاب ضد ځواکونو سره په مبارزه  بوخت و، ليدل يې چې امين دوى ته داسې امرونه ورکوي  چې د ګوند او حکومت اعتبار ته زيان رسوي ، يا دا چې امين د دوى واکونه محدود کړي او يا د امين پلويان ورته ستونزې جوړوي . د بېلګې په توګه  د 1979 کال د جون په پنځمه په کابل کې د شوروي سفارت د خارجي کشف اپراسيوني مامور د اګسا د مشر اسدالله سروري په هکله خپل آمر ته داسې رپوټ ورکوي: " د ژمي د وروستيو او د روان کال د پسرلي څخه د أګسا آمر اسدالله سروري پدې فکر کې دى چې د افغانستان استخباراتي شبکه څوک د څه لپاره څاري او له منځه وړي .مخکې سروري بېله چون او چرا د امين هدايتونه عملي کول، امين هغه څوک و چې سروري يې ګوند ته راوستى دى ، د ګوند په د ننه کې يې مطرح کړى او پدې مقام د امين له برکته ګومارل شوى دى ...، خو پدې وروستيو ورځو کې د اګسا آمر شکونو نا آرامه کړى دى .معمولأ داسې وو چې امين به د نيولو او اعدامولو هدايت ورکاوه ، پداسې حال کې چې نوموړى چا نه ملامتاوه چې له بېځايه بې رحميو کار اخلي ، امين پاک اوسپېڅلى پاتې دى.لدې کبله چې دى ، يعنې سروري د امين پټ امرونه پلې کوي او ټول هېواد هغهسروري )وينې زبېښونکى جلاد ګڼي. په همدې دليل د هغه لپاره ځورونکې ده چې له هغه څخه يې ډېرو دوستانو او خپلوانو مخ اړولى دى،  د پسرلي د پيل نه سروري په مختلفو پلمو هڅه کړې د امين د امرونو له اجرا څخه ډډه وکړي ..."  همدا رنګه يو غيرګوندي ليکوال غلام محمد  زرملوال ليکي کله چېما د وروستي ځل لپاره اسلم وطنجار د دفاع په وزارت کې وليدخپلې څوکۍ ته يې اشاره وکړه او ماته يې وويل چې پردې څوکۍ بېچاره رسولي ناست و او اوس يې ما ځاى نيولى دى ." د زرملوال په وينا  وطنجار د امين پلويان( لوى درستيز محمد يعقوب او سياسي رييس اقبال وزيريد ده  د واکونو  په محدودولو سره تورنوي. د د فاع وزارت په چارو کې د امين د لاسوهنو څخه عبدالقادر هم سرټکولى دى.

    مسکو د امين د شخصيت کمزوري اړخ (ځانغوښتنې) ته په کتو سره چې د زعامت ليوال دى د هغه له دريځ څخه ملاتړ کاوه ترڅو     تره کى د آس له زين څخه را وغورځوي . د هوما په وينا " کا جى بى غوښتل چې د حفيظ الله امين تر وژلو د مخه خپله نورمحمدتره کى دده له خوا ووژل شي . " چې همداسې څه د شورويانو د سناريو له مخې د 1358 کال د سنبلې په پنځه ويشتمه د ګوندي او دولتي مشرتابه څخه د تره کي د ګوښه کولو او بياد هغه د وژنې سره پېښ شول . د شورويانو د خاينانه هڅو له کبله د 1358 کال د وږي په مياشت کې د تره کي او امين ترمنځ اړيکې خورا خړې پړې شولې چې شوروي استازو ظاهرأ  د هغوى د جوړولو خو په واقعيت کې دوضعيت د لا خرابولو په موخه د منځګړيتوب هڅې پيل کړې چې وروستۍ ناسته يې د وږي په څلېرويشتمه د تره کي په استوګنځي کې ترسره شوه . د يو شمېر خلقي کدرونو له انده پدې ناسته کې شوروي استازو  داسې يوه ننداره جوړه کړله چې ګواکې د تره کي ساتونکو په امين ډزې وکړلې چې د تره کي د دفتر مشر سيد داود تړون ووژل شو او امين په تېښته بريالى شودا  شوني نه ده اوپه هېڅ منطق نه جوړېږي، د تره کي دوه ساتونکي چې د هغوى د کلشنکوفونو جاغورونه ډک وو او په شپژ - اووه  مترۍ  کې دوهم پوړ ته راجګېدونکى امين ونشي وژلى.   پدې لنډ واټن کې به د دوو کلشنکوفونو په ضربو سره نه امين او نه له هغه سره راغلي درى څلور تنه  ژوندي پاتې شوې واى  .لدې څخه ښکاري چې  د شوروي استازو سره راغلي کوم ساتونکي پدې موخه خطايي ډزې ترسره کړې دي چې امين و لمسوي ترڅو تره کى له منځه يوسي . دې ډول نندارې  ته اکادميسين ګلداد د مرکزي کمېټې غړى هم ګوته نيسي .شورويانو پدې لمسونکو ډزو سره له امين څخه لنډى مار جوړ کړ چې هرو مرو به پر ده په اصطلاح  د سٶقصد سمبالونکى له منځه وړي . د تره کي په استوګنځي کې د ډزو د څرنګوالي په اړه د خلقي واکمنۍ  د ماليې وزير  عبدالکريم ميثاق څو کلونه وروسته د يوه روسي ژورنالست د پوښتنې په هکله  وايي : " د کلونو په تېرېدو سره دې پوښتنې ته ځواب نشم  ويلى چې دا د امين د له منځه وړلو په موخه يو رښتينى سٶ قصد و يا ننداره ."

لکه څرنګه چې ددې ډزو په پايله کې  يوتن ( سيد داود تړون ) مړ او دوه تنه ( ځيرک د امين ساتونکى او جګتورن عظيم د تره کي  ډاکتر ) ټپيان شول خو له هېچا پلټنې ونشولې او نه بشپړ تحقيقات ترسره شول نو لدې امله  پدې اړه په زغرده حکم کول ستونزمن دى چې دا ډزې چا کړې دي اوملامت کوم اړخ دى. خو شته لاسوندونو او د ډزو وروسته د امين  او شورويانو عملي ګامونو اوچتولو  ته په کتو سره منطقا دا حکم کېداى شي وويل شي چې دا ډزې د شوروي اړخ له لوري يوه ننداره وه . پدې هکله شوروي ليکوالانو  ليکنې کړې دي خو څرنګه به شوروي اړخ چې دا ننداره يې جوړه کړې وه رښتيا ووايي او که څه وايي جعليات به خپروي  .د واک پر سر لوبې کې ناکام اړخ له منځه ولاړ ، بريالي اړخ پلټنې ونکړې او هغه څه يې ګوند او ولس ته وويل چې بريالى اړخ سلامت او ناکام اړخ ملامت کړي. د بريالي اړخ يعنې د امين پلويان دا هم وايي چې تره کي خپلو ساتونکو ته امر کړى و هروخت چې امين د ده استوګنځي ته ور ځي هغه به وژني  خو پدې ورځ چې له تره کي سره څلور تنه شوروي استازي ناست وو ده نه غوښتل پر امين ډزې وشي خو له ياده يې وتلي و خپلو ساتونکو ته دا خبره وکړي . پدې اړه د امين د پلويانو نه رښتينولي لدې ښکاري چې هغوى له کومه ځايه خبر شول چې تره کي دا خبره له ياده وتلې وه ځکه چې د تره کي له ساتونکو څخه چا پوښتنه ونکړه او د تره کي د استوګنځي نه په وتلو سره سيخ پوليګون ته يووړل شول او د پلچرخي د زندان مشر د عزراييل دنده ترسره کړه او دواړه يې ووژل . ددې خبرو سره سره د امين د دوو پلويانو ( محمود سوما او عبدالرشيد جليليله څرګندونو او همدارنګه د پېښې وروسته د امين له دريځ  يعنې د پېښې د نه څېړنو څخه معلومېږي چې امين ليوال نه و ګوند ته رښتيا ووايي ، حقايق بربنډ شي ځکه ده يوه پلمه غوښتله تره کى ګوښه او دى واک ته ورسېږي ځکه چې

الف- د پېښې يوه ورځ  وروسته(وږي پنځه ويشتمه ) پدې هکله د ګوند د سياسي بېرو  غونډې ته  امين د پېښې په اړه رپوټ ورکړ ګواکې چې پر ده د تره کي د ساتونکو له لوري سٶقصد وشو د غونډې له برخه والو څخه يوه وړانديز وکړ چې تره کى غونډې ته را وبلل شي ترڅو هغه هم غونډې ته معلومات وړاندې کړي خو  د امين لخوا منفي ځواب ورکړل شو. دابيا ښيي چې امين نه غوښتل واقعيت بربنډ شي او هرڅه پټ په تياره کې پاتې شي

ب - د تره کي د ساتونکو او نورو شاهدانو څخه د پېښې په اړه پوښتنې  نه کول  او يا د جنايي او قضايي ارګانونو له لوري د څېړنو نه ترسره کول  ښيي چې امين ليوال نه و د پېښې جاج واخلي او ظالمانه لا داوه چې دوه ورځې وروسته د تره کي دوه ساتونکي لکه د قربانۍ د پسونو په شان سمدلاسه د پلچرخي پوليګون ( وژنځاى) ته  وړل کېږي .

پ-   عبدالرشيدجليلي ليکي : " ويل کېږي دا ډزې د تره کي د ياورانو قاسم او ببرک لخوا شوې دي اوبيا نور وايي چې د پوزانوف (شوروي سفير ) د ساتونکو لخوا چې وسلوال وو شوي دي او پدې سره شورويانوغوښتل ددې دوو مشرانو ترمنځ چې خلقيان او پښتانه وو لاپسې بې باوري او بېلوالۍ ژور کړي...، البته کله چې پر امين د ننه د تره کي د دفتر د دروازې له خولې ډزې وشوې او له هغې نه بچ شو او بيرون د ګلخانې انګړ ته يې ځان ورساوه خو دماڼۍ د انګړ له هغه ځاى نه چې د شوروي سفير سره راغلي کوماندوګان ناست وو بيا پرې ډزې وشوې خو ژر يې ځان د دېواله بېخ ته پټ کړ اوبيا د احتمالي مرګ نه وژغورل شو." 

جاقبال وزيري د محمود سوما له قوله ليکي چې امين د شوروي کوماندوګانو له خوا پر  ده ډزې د ګوند څخه  پدې دليل پټوي  که ګوند خبرشي چې پدې موضوع کې د مسکو سيخ لاس دى نو ګونديان به دده څخه مخ واړوي .د وزيري په وينا امين  دا موضوع په همغه شپه سوما او جليلي ته کوي چې د دلکشاه په ماڼۍ کې دده سره شپه تېره کړې وه. همدا رنګه وزيري اضافه کوي: " خوبيا ويل کېدل چې نورمحمدتره کى د جنرال ايوانوف او پوزانوف په اشاره د امين لخوا په وحشيانه توګه ووژل شو او دا هم وايي چې دا ځل بيا شوروي کوماندوګانو امين ژوندى پرېښود ." 

له پورتنيو څرګندونو څخه دې پايلې ته رسېږو چې د 1358 کال د وږي په څلېرويشتمه د تره کي په استوګنځي کې ډزې يوه ننداره وه چې شورويانو طرحه اوعملي کړه نه د تره کي د ساتونکو له لخوا پر امين سٶ قصد.امين پدې ښه پوهېده چې دا ډزې شوروي کوماندوګانو وکړې او دى دې پايلې ته رسېدلى دى چې شورويانو او تره کي په ګډه غوښتل دى له منځه يوسي او ده ته ښه لاسوند اوپلمه په لاس ورغله چې تره کى  پر ده د سٶقصد په نامه له واکه ګوښه کړي ، واک تر لاسه کړي او وروسته تر دې د شورويانو خلاف هم بريالۍ مبارزه پر مخ بوزي خو پدې اړه تېروتى و چې شورويانو نه غوښتل دى ووژني بلکې پدې نندارې سره يې هغه ولمسولو تره کى له ډګره وباسي ، دى په ګوند کې کمزورى ،  هم دده د پلويانو پرته نور خلقيان پرې بې باوره او دى هم په نورو خلقيانو بې باوره کړي . شورويان به د دوستانو په نامه ده ته د هرډول ملاتړ او مرستې ټټر وډبوي او دى به هم په خپلو دوستانو ډډه ولګوي . وروستيو بهيرونو او پېښو هم وښودل چې امين د افغانانو پر ځاى پر شورويانو ډېر حساب کاوه تردې چې په خپل پخلنځي کې  آشپزان هم شوروي وګړي غوره کړي او ساتونکي  هم  شوروي وګړي  .دې ډول حالت شورويانو ته دا طلايي فرصت ور په برخه کړ چې ددې آشپزانو او شوروي ساتونکو په واسطه امين مسموم اوبيا ووژني او پدې توګه خپل ګوډاکى کارمل  د کابل په پلاز کېنوي چې په راتلونکو ليکنو کې به پرې بحث وشي. ددې خبرې يادول اړين برېښي  که شورويانو غوښتلاى د خپلو کوماندوګانو په واسطه چې بېله شکه  هغه ښه نښه ويشتونکي هم وو ووژني بريالي کېدل خو هغوى نه غوښتل امين ووژني بلکې پدې نندارې سره يې امين ولمسولو چې تره کى ګوښه او بيا يې ووژني  .

ښايي د نورو خلقي مشرانو په پرتله چې امين  د تره کي بې کچې درناوى کاوه ، په رسمي غونډو او خپلو ويناوو کې يې هغه ته درجن درجن په زړه پورې  لقبونه  ورکول ،دهغه لاسونه يې مچې کول او  په سياسي بېرو کې په بربنډ ډول دکارمل په وړاندې د تره کي له دريځه ملاتړ کاوه او سربېره پر دې د امين څخه د نورو خلقي مشرانو او شورويانو ملاتړ  او په پوځيانو نفوذ تره کى هڅولى او اړ اېستلى وي امين ته زيات واکونه ورکړي ترڅو دده په وړاندې کوم ګام اوچت نکړي. امين هم لدې  فرصت څخه ګټه پورته کړله چې د ملکي او امنيتي بنسټونو په کليدي مقامونو او څوکيو خپل پلويان  نصب کړي .دلته به يوازې د تره کي د ګوښه کولو په درشل کې د ګوند د مرکزي کمېټې د څانګو د مشرانو نوملړ راوړل شي چې د دارالنشاء د څانګې د مشر پرته نور ټول د امين کلک پلويان وو او د امين د راپرزولو وروسته د امين د بانډ په نامه بنديان شول.

- د دارالنشاء څانګه رييس، على محمد هوما.

- دتشکيلاتو څانګه، رييس  عبدالرشيد جليلي ، هممهاله د ښوونې او روزنې وزير.

- دنړيوالو اړيکو څانګه ، رييس ګلنواز

- د اقتصاد څانګه، رييس  محمد صديق عالميار، هممهاله د پلان وزير.

- دتبليغ او ترويج او زده کړو څانګه ، رييس محمدصديق عالميار.

-دکنترول او نظارت څانګه ، رييس خيال محمد کټوازى ، هممهاله د اطلاعاتو اوکلتور وزير

- مالي څانګه ، رييس فقير محمد فقير.

- دعدل او انصاف څانګه، رييس محمد اقبال وزيري ، هممهاله د اردو د سياسي رياست رييس.

    که نوملړ ته وکتل شي ځېنې يې شاه دوشمشېره او  عالميار بيا شاه سه شمشېره دى يعنې دوه يا درى ستر مسٶليتونه لري

Khavati Asif

-
بېرته شاته