(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ټویټر

[14.Apr.2022 - 15:55]

دا چې ټویټر افغانستان ته تازه خپل ایپس کې لوکېشن 

ورکړ او ازاد ټرېن‌‌‌‌‌‌ډ یې ورکړ نو دا یې مفت ندی ورکړی بلکه دا خپل ځينې شرطونه لري، چې زه یې پر لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول بیانووم.

اول: یو ملک کې باید هر ورځ کم از له پنځو څخه تر لسو مختلفو مسئلو باندې بحث وشي، هیشټيک ورته جوړ شي او ټرېن‌‌‌‌‌‌ډ ورباندې وچلول شي.

دوېم: یو ملک کې باید کم ترکمه له درېوو زرو څخه تر پنځه زرو فعال اکاونټونه وجود ولري او هره ورځ استعمال شي.

ځينې نور شرائط هم شته چې په اینده کې به یې روښانه کړم.

راځم دې ته چې ټویټر کومې ګټې او لاس ته راوړنې لري.

1- تاسو کولی شئ چې په ټویټر کې د یو هیشټيک لاندې پر یوه موضوع بحث وکړئ، تاسو چې څومره ټویټس کړي وي هغه ټول شمېرل کېږي تر څو د موضوع اصلي مرکز یا منبع ته خبر رسېږي چې دومره کسانو په دغه موضوع بحث کړی.

2- تاسو کولی شئ چې ‌‌‌‌‌‌ډېر په اساني سره خپل اواز د دنیا تر کونج کونج تر هر سیاستمداره ورسوئ، هغه پدې ‌‌‌‌‌‌ډول چې تاسو په ‌‌‌‌‌‌ډلیزه توګه نوموړی سیاستمدار یا اداره پکې مسلسل مینشن کړئ هغه مجبور دی چې ستاسو پوښتنو یا غوښتنو ته ځواب ووایي، ځکه هغه نشي کولی چې تاسې ټول بلاک کړي، که ځواب ونه هم وایي خو خبرېږي ضرور.

3- تاسو کولی شئ چې په یوه دقیقه کې د دنیا له هر کونج څخه هر قیسمه معلومات لاس ته راوړئ هغه ځکه چې د # علامې سره د نوموړي نوم یو ځای ا‌ؤلیکه مکمل معلومات یې د هیشټيک لاندې راځي.

4- کله چې یو خبرېال یا یو عادي کس د یو ملک تازه پېښو په اړه ځان پوهوي، او یا که چېرې یو خبریال د یو ملک په اړه ورځې راپور جوړوي خو خبرو او معلوماتو ته لاسرسئ نلري، نوموړی خبریال ځي ټویټر خلاسوي او د همغه هیواد لوکېشن ټویټر ته ورکوي چې کوم ټرین‌‌‌‌‌‌ډونه یې سر کې وو همغه ټرین‌‌‌‌‌‌ډونه د ورځې مهیم خبرونه او حالات دي، چې یو دوه غوره مثالونه به یې زه دلته ا‌ؤلیکم.

لومړی کله چې وزیریستان کې د خړ کمر پېښه وشوه د پښتون ژغورنې غورځنګ یې مقابل کې یو هیشټيک جوړکړ او هغه هیشټيک باندې د پي ټي ایم ځوانانو دومره ټویټونه وکړل چې هغه هیشټيک یې په ټرین‌‌‌‌‌‌ډ بدل کړ او د پاکستان د ټویټر د لوکېشن په سر کې یې راوست نو په دوه درې ساعتونو کې ورباندې الجزیرې، سي این این او نورو نړیوالو رسنیو خپل راپورونه جوړ کړل.

دوېم کله چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ محترم مشر منظور احمد پښتون د پاکستان ریاست لخوا ونیول شو نو د یاد غورځنګ غړو د (#ReleaseManzoorPashteen) په نامه یو هیشټيک جوړ کړ چې په دوو ساعتونو کې په ټرین‌‌‌‌‌‌ډ بدل شوو، او په دوو ساعتونو کې ټوله دنیا خبره شوه، نړۍ ټولو رسنیو ورباندې خپل راپورونه جوړ کړل.

تاسو به اوس وایئ چې ټرین‌‌‌‌‌‌ډ څه شی دی او څنګه هیشټيک په ټرین‌‌‌‌‌‌ډ بدلېږي؟

دا به هم درته واضیح کړم.

کله چې تاسو پر یوه موضوع یو هیشټيک جوړ کړئ او په همغه هیشټيک ټویټونه ا‌ؤلیکئ که چېرته ستاسو ټویټس دومره زېات او په سرعت سره وي چې له نورو تیز وي نو ستاسو هیشټيک د ټویټر سرته راځي دې ته ټرین‌‌‌‌‌‌ډ ویل کېږي، یعنې دې وخت کې ستاسې هیشټيک په ټرین‌‌‌‌‌‌ډ بدل شو، او د سر هیشټيکونه د ورځې تاوده بحثونه شمېرل کېږي، او یاد هیشټيک د ټول عمر لپاره هلته ثبتېږي، که چېرته تاسو هر وخت وغواړئ چې همغه موضوعات بل وخت وګورئ نو همغه هیشټيک ټویټر کې سرچ کړه ټول موضوعات راځي، مثال دا ( #ReleaseManzoorPashteen ) هیشټيک سرچ کړئ تاسو به وګورئ چې په زرګونو ټویټس به پدې هیشټيک درته مخې ته راشي.

بیا هم که د چا سر ورباندې نه وي خلاص شوی نو ماته پدې شماره مستقیم یا په واټس ایپ رینګ وکړئ

004915735190612

زما د لیکنې هدف : مقصد مې د لیکنې دا وو چې اوس باید هر کس د ټویټر اکاونټ جوړ کړي تر څو وکولی شوو چې د هیواد په چارو کې مستقیم ون‌‌‌‌‌‌ډه واخلو او د خپل هیواد د خدمت حق ادا کړو، زه دا لیکنه د تعصب پر بنیاد نکووم، خو زمونږ هزاره وروڼه اوتاجک وروڼه پدې برخه کې زېات چالاکه دي، خراسانیان هم لګیا دي د واټس ایپ ګروپونه جوړوي، مونږ ته هم پکار ده چې د زونونو یا ولایتونو په سطحه د واټس ایپ ګروپونه جوړ کړو، تر څو وکولی شو ځوانان سوشل می‌‌‌‌‌‌ډیا ته وهڅوو او له همدې لارې د خپل هیواد په سیاست او خدمت کې خپل ځان شریک کړو

اوس مهال د لوی کندهار، افغان غورځنګ او افغان ټرین‌‌‌‌‌‌ډ ګروپ ترنامه لاندې درې ګروپه شته د سترې پکتېا او مشریقي زون ته لا هم اړتیا شته.

#نوټ : ټویټر ازاد دی خدای ج مکړه د دښمن لاس ته ونه لوېږي چې مونږ به ناست یو او دښمن به راباندې زورور شي، ځکه دلته کس مشخص کیدلی نشي بلکه د هر چا هیشټيک چې سرته راغی هغه اول دی، ای ایس ای بېخي زېات اکاونټونه لري، هغوی کولی شي اسانۍ سره زمونږ د هیواد خلاف تبلیغات وکړي.

#هیله : زرترزره د ټویټر اکاونټ جوړ کړئ او د فیسبوک پر ځای د ټویټر استعمال عام کړئ مننه.

ستاسو د پښو خاورې عبدالقهار همت،  هامبورګ - جرمني

-
بېرته شاته