(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انګور ېا

[12.Apr.2022 - 17:21]

انګور !

چي په کره پښتو کې ورته( کوېر / کووراو ميلوه) هم وايې!!!!

د نسل نوم ېې ویتیس (Vitis)، د کورنۍ نوم ېې ویتا سیای (Vitaceae) دی. د ۶۰ ډولونو اصلي ځای ېې د شمال معتدله زون دی. انګور تازه خوړل کیږي، اوبه ترې د جوس جوړولو لپاره وېستل کیږي او یا د انګورو شراب ترې خمیره کیږي، انګور يا مېلوه وچیږي او ممیز ترې جوړیږي. د ویتیس وینیفېرا (Vitis vinifera) ډول ېې  شرابو(ملو) دجوړېدو  لپاره ديد ځمکې په شمالي نیمه وچه  کې د نیوجېن (Neogene) او پالوجېن دورې (Paleogene) چې د اټکل په ډول له ۲.۶ میلیونه تر ۶۵ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ تېرې شوې دورې دي د انګورو په ځمکه کې ښخ شوي لرغوني اثار موندل شوي. په دې معنی چې انسانانو پخوا هم انګور پېژندل او شراب ېې هم ورڅخه خمیره کول. د ځنې ډولونو په ځانګړي ډول د ویتیس لابروسکا (Vitis labrusca)، ویتیس آیستیوالیس (Vitis aestivalis) اصلي ځای شمالي امریکا ده، د ویتیس روتندیفولیا (Vitis rotundifolia) اصلي ځای سویل ختیځه امریکا ده.

 

د انګورو د بوټي که چېرې روزنه  او پالنه ونه شي اوږدوالی ېې تر ۱۷ متره زېاتیږي. په وچو سیمو کې کېدای شي  لکه د ونې په څېر پورته وده کونکی بوټی شي. واړه شین رنګه د غونچې په بڼه ګلان کوي. د میوې رنګ ېې تور، شین، سور او امبري رنګ لري. د کرني او باغدارۍ د ساینس له مخې د انګور میوه د توت (berry) یو ډول دی چې لږ یا زېات کروي يا ګردی  شکل لري. د انګور میوه منرالونه لکه کلسیم او فاسفورس لري او د ویټامین A سرچینه ګڼل کیږي. ټول انګور بورهګلوکوز (glucose) او فرکټوز (fructose) لري. کوم چې زېات ګلوکوز لري په ډېره اسانۍ د شرابو لپاره خمیره کیږي. د ګلوکوز کچه ېې د انګورو له ډول سره تړاو لري.

 

د انګورو باغداري دومره زړه ده لکه څومره چې تمدن زوړ دی. د انګورو د باغدارۍ او له انګورو د شرابو جوړلو تاریخ

 د مصر په ۱۷ او ۱۸ سلسلې کې دود وو. په انجیل کې هم د انګورو د کرنې ذکر شوی. د یونانیانو تر منځ هم د انګورو شراب څښل، پلور او پېرل دود وو. فنیقیانو (Phoenicians) له زېږېدیز کال څخه ۶۰۰ کاله وړاندې د انګور بوټی له ځان سره فرانسې ته لېږدولی وو. د روم خلکو هم د انګورو باغونه په دوېمه پېړۍ کې کرلي وو. د نړۍ په ټولو لویو وچو، هېوادونو او سیمو کې چې د انګور لپاره مناسب  او غوره اقليم لري کرل کیږي.

 

سوداګریز انګور د پیوند (grafting) او یا د څانګې پرېکېدو (cuttin) له لارې خپریږي. پرې شوې څانګې ېې په ګلبڼ کې نږدې  یو کال وخت نیسي تر څو ریښې وکړي. د انګور بوټي (vine) روزنې ته اړتیا لري تر څو د خپلې خوښې بوټی ترې جوړ شي. د روزنې لپاره ېې د واړه بوټي څانګې پرې (Pruning) کیږي. د څانګو د پرې کوونې (Pruning) له لارې ېې نږدې ۹۰ تر ۹۵ % پورې کلنۍ وده کوي او لويږي 

 

د پیلوکسېرا (Phylloxera) په په ګډون نور پرازیت هم د انګور په بوټي برید کوي. د انګور بوټي خپلې سپږې لري که چېرې له یوې سیمې بلې ته ولېږدول شي او سپږې هم ورسره ولاړې شي د یو بوټي سپږې کولای شي د ټولې سیمې باغونو ته زېان واړوي. د انګور ټول ډولونه تقریبا تر ۸۰۰۰ پورې اټکل شوي او ټول ډولونه ېې د شراب جوړلو لپاره کاریږي خو د ښه کیفیت شراب یوازې له څو ډولونو تولیدیدای شي. په ۱۹۷۰ لسیزه کې فرانسې ۳۵۰۰۰۰۰ جریبه ځمکه باندې انګور کرلي وو؛ هسپانیا او ایټالیا ۱۰۰۰۰۰۰ جریبه ځمکه باندې انګور کرلي وو؛ ترکې په ۶۵۰۰۰۰ جریبه ځمکه؛ ارجنتاین، یونان، هنگری، پرتګال، رومانیا، او متحده ایالاتو په ۲۸۰۰۰۰ جریبه ځمکه باندې انګور کرلي وو. له دې پرته نور د انګورو تولیدونکي استرالیا، بلغاریا، جرمني، سوریه او جنوبي افریقا وو. په ازبکستان ،تاجکستان کي هم لکه د افغانستان په ځېر د انګورو باغونه شته ،خو د نړۍ تر ټولو خوږ انګور په افغانستان کې کرل کيږي ، چي وچ مميز يې په ټوله نړۍ کي نوم لري ،،او خلک يې له شين يا تور چای سره خوري،،،،،

ليکوال پوهنکور!!

-
بېرته شاته