(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملالۍ یوسپزۍ ته

[12.Apr.2022 - 15:55]

ملاله یوسفزي ته  پرانستے ليک د نوي اضافو سره 

د اېبټ اباد نه / د اکتوبر شپاړسمه - دوه زره وولس 

 

د سوات دنګو واورینو غرونو ښاپېرۍ ملاله یوسفزۍ 

سلامونه او نیکې هېلې ...

 

دا زه نن تاته په داسې حال کښې لیک لیکمه چې زہ د شانګلې او سوات د یو اوږد سفر نه بېرته ایبټ اباد ته ستون شوم ،شانګله هو هغه شانګله چرته چې ته پېدا شوې چرته چې ستا بابا پېدا شوې 

چرته چې تا خړپوسې کړي دي ... هم هغه شانګله ....

دا د چکېسر کلی دی زه هسپتال کښې ناست یم 

دا یوه ماشومه راغله هو بچې ستا څه نامه ده 

ماشومه خبرې نه شي کولې ورسره راغلي کاکا وایې دا بخت مینه ده د دولس کالو ،

تېرو پنځو میاشتو نه  ورته ټوخې دی 

او دشپې یې مړه مړه تبه وي 

خوراک نه کوي 

‌‌‌‌‌‌ډاکټر صېب زه ‌‌‌‌‌‌ډېر پریشان یم 

د

بخت مینه معاینه اوشي ،تیسټونه یې اوشي 

او په یوشتمه پيړۍ کښې چې ټوله نړۍ د نري رنځ (ٹی بی ) نه خلاصه شوې خو بخت مینې ته ټي بی دی 

بچیه ته سبق وې 

نه نه نه 

ولې سکول نشته 

د بخت مینې نه د هغې بابا خبره واخلي 

مونږ هغه بره کلي خدنګو کښې اوسېږو هلته نژدې سکول نشته دلته چې راځي د یوې ګهنټې لار ده 

غرونه دي تنګې  لارې دي 

‌‌‌‌‌‌ډاکټر صېب سکول ته یې څنګه دومره لرې اولېږو 

دا تقریبا د هر دویم دریم ناروغه ماشوم قېصه ده 

زما د ننګ او غېرت نه ‌‌‌‌‌‌ډکې ملالې 

دا نرۍ رنځ خو قابل علاج ناروغي ده زه باور درکوم چې د بخت مینه به د شپږ میاشتو د علاج سره د نري رنځه خلاصه شي 

خو د دغه د جهل تورې تیارې چې د بخت مینې په شان د لکهونو ماشومانو په برخه دي دوي به څه کوي ؟؟؟؟؟

دغه تیارې د نري رنځ او د ای‌‌‌‌‌‌ډز نه هم غټې ناروغې دي 

بس داسې حال کښې ستا زیار اوکړاو څومره لوې دی 

تعیلم د ټولو د پاره دا ستا شعار او نعره هېڅ کله وړه خبره نه ده 

خداې به کړي چې ستا دغه خوب رشتیا شي 

او جینکې ماشومانې ټولې سکولونو ته لاړې  شي 

 

د کاڼا د خاورې پتمنې ګلالې !

دویمې خبرې ته راځم چې نېغه سیاسي خبره ده 

ما او ته ستا بابا او ټول پښتون قام د یو داسې ریاست برخه یو چې هغه ریاست زما قام ، کلتور ،تاربخ ژبه د هر څه نه منکر دی ، او په یوې نوې ریاستي قام کښې مو دا هره څه شاملول غواړي 

تاته د دختر پاکستان وایې 

خو تاته به یاد وي هم ستا بابا ته چې دغه اعزازونه ،القابات،او خطابونه څومره دروغژن او دردونکې دي ...

ستا بابا ته یاد وایې چې بشر لالا ورته وې 

دغه یو کسؤ چې دغه خلکو ورته بابا قوم خطاب کوو 

خو د زریات په سینی ټيوریم کښې د ملک وزیر اعظم. به روزانه د هغه د مرګ تپوس کولو (د فاطمہ جناح ڈائری بطور حوالہ )

او بیا چې هغه سخت شو او کراچې ته راوړې شو نو د کراچۍ د سړکونو ټریفک داسې جام شو چې هغه بابا قوم په لاره لاره مړ شو 

دغه وزیر اعظم ته بیا دغه ریاست د قاید  ملت خطاب ورکړو 

خو د پن‌‌‌‌‌‌ډۍ په یوه جلسه کښې چې هغه یو سړي په ګولۍ اویشتو نو سره د ګرفتارۍ نه هغه قاتل هم په هغه ځاې مړ کړې شو 

چې په شا یې خلکو ته مالومات او نه شي 

بیا ورپسې یوه بله تور سرۍ فاطمه جناح ته ریاست د مادر ملت خطاب ورکړې شو 

تاته به مالومه وي چې د خپل ورور مسلم لیګانو هغه په سپين سر د ایوب خان مارشل لایې جمهوریت کښې په ووټونو پسې ګرځوله چې مقابله یې د خپلو مسلم لیګیانو سره وه 

او د ریاست سند یافته غدارانو د ولې خان نیپ د هغې سره ولاړ وو 

او بیا یوه ورځ هغه مادر ملت په خپل فلیټ کښې مړه بیاموندې شوه 

دا چا ؟ دا ولې ؟؟

نه چا هغه وخت تپوس کولې شو او نه یې نن کولې شي 

د خطابونو او القاباتو دغه تاریخ لا دلته تم نه شو 

یو مارشل لاې لی‌‌‌‌‌‌ډر ته خلکو یعني عوامو قاید عوام خطاب ورکړو 

خو. په څلورم اپریل نولس سوه نهه اویا  په سهار چې عوام پاڅېدل نو په د عوامو په قاېد عوام یې ورله په ګهړي خدا بخش کښې په منونو خاوري اړولې وې 

د هغه لور چې ورته بیا عوامو دختر مشرق ويل په پن‌‌‌‌‌‌ډۍ په یو سکڼې ماښام کښې په بمبونو سورۍ سورۍ کړه 

چې لا تر ننه یې د قاتل پته نشته

 !!!!!!!

زما د قام نازولې ملالۍ 

دوي چې په داسې حال کښې تا ته دختر وطن یا قوم کی بیٹی 

وایې نو دغه اوریدو سره په ما غونې زیګ زیګ شي

ښه ده چې دلته نه یې 

ستا په عدم موجودیت کښې چې ستا د کتاب د مخکتنې دستوره کېدله نو ستا په صوبه کښې د پېښور پوهنتون کښې ستا د کتاب په مخکتنه پابندي اولګېده 

او د داسې حکومت له خوا وه چې مشر یې په تقریرنو کښې د یورپ او امریکۍ مثالونه ورکوي 

مخ یې زما غوندې پاک خریلې دی 

خو په خېټه کښې دهغه طالبانو نه هم اوږده اوږده ګز ګز ږېره ده 

....

د شاه پور د خاوري درنې ملالۍ 

 

څوک دې ته نه ګوري چې د کانا‌‌‌‌‌‌ډا په پارلیمان کښې ستا د هرې مدللې خبرې سره به ټول پارلیمان ستا په احترام کښې ودرېدو 

خو دې ته ګوري چې ستا په زات او زاتي مسلو کښې څه نکته راوباسي 

ته چې اکسفور‌‌‌‌‌‌ډ یونیورسټي ته په پينټ کښې تلې نو ستا تصویر خلکو په اولسي رسنو خپور کړو چې ستا کردرا کشي اوکړي 

د ریاست یو معتبر اخبار نن ستا د دغه تصویر سره سرخي ورکړې وه او لیکلې یېؤ 

 

 ملالہ مغرب کی رنگ میں رنگ گئُ

ملالہ کی آکسفورڈ یونیورسٹی میں پینٹ پہنی تصویر سوشل میڈیا پر وائرل ۔۔۔

 

لکه چې دوي غواړي چې ته په شټل کاک کښې یونیورسټۍ ته لاړه شې

سړې حېران شي 

چې داسې یو جزباتي او هېجان خېز عوام سره به څه اوکړې 

خو دوي ته څه ګناه دغه جزباتي او هېجان خېز عوام هم په یوې منصوبه بندۍ جوړ کړې شوي دي 

چې دغسې عوام د ریاست ‌‌‌‌‌‌ډېر اړین ضرورت دی او هم سهولت 

ګرانې ملالې 

 

ستا تازه مرکې کښې چې لا په بشپړ ډول چاپ هم نه ده خلکو ټرولنګ شروع کړو چې معاذ الله ملاله داسې فکر لري چې د واده نه پرته هم خلک کولې شي چې ژوند اوکړي .د دغه جملو پس منظر کې هغوي چې زمونږ په رنګ په انګريزۍ نه پوهېږي ترينه ورستنې جملې کټ کړي او نيغ دغه کوټ راخلي .دا بيخي داسې خلک دي چې متعرض کيدو ته ناست وي . ګنې په دغه مرکه کښې بلا نورې هم ډېرې خبرې دي . زه چې د يو نفسياتي کلينک ډاکټر يم نو روزانه د داسې مريضانو سره مخ کېږم چې د هغوي confidentiality که مانع نه وې نو دغه قيصې دردونکې نه بلکې ژړونکې وي .د مرضۍ خلاف واده کيدل . په زور زبردستۍ واده کيدل ، د خاوند ښځه نه وي خوښه او د ښځې خاوند خو د تېښتې لاره چې نه وي نو يو شمير نفسياتي ستونزو سره مخ دغه پېغلې د ژوند عذاب په اوګو ګرځوي .او د علاج لاره نه وي .ایا چرته چا دا سوال چا پورته کړې دے چې " د مرضۍ خلاف نکاح د ريپ په زمره کې راځي او کنه ؟ 

دا زياتې دے چې لور خور بغير د هغې د خوښې يو چاته واده کړې شي که د ملاله دغه سوال ؟ 

دا سوالونه معروضي حقيقتونه لري . د ايکسټرا ميريټل ريليشن په سوونو واقعات ايا د دې غمازي نه کوي چې دغه هر څه چې د نکاح په نامه شوي دي د جونو د مرضۍ پوښتنه چا کړې ده ؟؟؟ 

او چې پوښتنه اونه شي نو ايا دغه نکاح به څومره جايزه وي ؟ او دمرضۍ خلاف نکاح په ترڅ کې شوې د جبر جنسي عمل ته به په اخلاقياتو ، کښې چرته ګورو ؟ 

د ملاله سوال او کمنټ پس منظر داسي بليک اينډ وائټ نه دے . بلکې دغه يو اوږد سماجي ، سياسي ، معاشرتي ، نفسياتي ، انتهراپالوجيکل ، څېړنې او بحث ته اړتيا لري

 

زما  په وجود زخمي زخمي ملالې 

دلته څه نه کېږي 

زړه چې ښکته پورته نه کړې 

ستا همت حوصله ،مړانه ،جرات او ازمېښت زمونږ د پښتو وطن ساه ده حیا ده رڼا ده ښکلا ده ژوند دی 

او د راتلونکې وختونو د یو مترقي پښتون قام د سباون زیرې هم دی 

زمونږ مینه وینه  حوصله به تل تا سره وي 

او یوه ورځ به ستا لېدلې دغه ټول د رڼا خوبونه ، د علم خوبونه ، د ژوند خوبونه 

ریشتونې تعبیر بیامومي 

خپل بابا ،او ابۍ ته سلامونه وایا 

اتل خان یوسفزي او خوشال خان یوسفزي نه ‌‌‌‌‌‌ډېره مېنه 

 

ستا کاکا 

 

همدرد یوسفزی

-
بېرته شاته