(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ټپې

[12.Apr.2022 - 15:35]

جانان زما زه د جانان يم

که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه

جانان زما سره پښتو کړي

 چې سترګې توري کړي لکۍ ورته پرېږدينه
جانان مې ستوری د اسمان دی نه ورختی شم نه مې زړه صبر کوينه
جانان مې لاړو اسماني شو اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت به وينه
جانانه تور څادر په سر کړه ځان مرور کړه چې جرګه دروليږمه
جانانه ته خو داسې نه وي د چا خبرې دې ضرور منلي دينه
جانانه ته خوداسې نه وې ښايي جواري دې دبل چاخوړلي دينه
جانانه خپل وطن ته راشه پردی وطن د مېړو قدر کموينه
جانانه خپل وطن ته راشه په دالانونو کې دې لګي خړ بادونه
جانانه خپل وطن ته راشه غمازان ستا په جدايۍ اختر کوينه
جانانه خپل وطن ته راشه که خلک ډېر دي پرې اباد دي خپل کورونه
جانانه دومره په ما گران يې چې ته روان يې زه دې شمارم قدمونه
جانانه دومره را سره واي لکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه
جانانه راشه چې پخلا شو زمونږه څوک دي چې به مونږ پخلا کوينه
جانانه راشه چې پخلا شو عمر د ژمې مازديګر دی تېر به شينه
جانانه راشه دا دی وخت دی پلار مې د سر سودا د بل سره کوينه
جانانه راشه که ديدن کړي د زنکدن خولې په ما راغلي دينه
جانانه راشه که راتلی شې ښکلی بشر مې په کفن کې پټوينه
جانانه زېری مې درباندې زمونږه کډه ستاسې کلي ته درځينه
جانانه ستا د زړه لپاره زه په غرمه د ګودر غاړی له درځمه
جانانه ستا ديدن لپاره زه په زړه شپاله کېبېرې ټولومه
جانانه ستا ديدن لپاره زه د کابله په ټکس راغلی يمه
جانانه غلی غلی ګورې يا دې څه ورک دي يا دې زه ليدلې يمه
جانانه غم دې دومره خوږ دی چې د دنيا خواږه يې خاورې ايرې کړنه
جانانه فکر پکې وکړه مينه سور اور دی وارخطا نشې مينه
جانانه ولې لېونی شوې په لاره ځې په تيګو ولې زيارتونه
جانانه ويښ يې که ويده يې ستا په کوڅه مې لاس تړلی تېروينه
جدايي راغله لارې دوه شوې مرګ مې قبول دی جدايي نه قبلومه
جنۍ د پلاره دی وير يږم ګودر ته راشه کور ته نه درسره ځمه
ځان په ازغوباندې سوری كړه كه چېرې غواړې ديارغېږه كې خوبونه
ځان د وطن په شمع سيزه چې پتنګان دې د زيارت طواف کوينه
ځان دې زما په ديدن موړ کړه بيا به مخ په سپين کفن کې پټوينه
ځان يې زړو جامو کې جوړ کړو لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه
ځای د داغلو په کې نشته جانانه څله داغوې داغلي زړونه
چا يې پلو ليدلی نه و اوس د تورخم په سرک ځي سرتور سرونه
چرګه مرۍ کې ناسور شه زه د ليلا غېږې ته اوس راغلی يمه
چنار به ولې سر لوړ نه کا چې جنکۍ ورلاندې سترګې توروينه
چې په ژوندون مې په کار نشوئ که مې د قبر مجناور شې څه دې کړمه
چې په ښايست مې خفه کيږې نور به د ځمکې خوب کوم چې ژېړه شمه
چې په مرض مې نه پوهېږې طبيبه مه ګوه زما د لاس رګونه
چې پېغله لور يې په کاله وي پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه
چې پېغله لور يې په کاله وي د هغه کور سابه جواری مزه کوينه
چې تاته ګورم ژړا راشي چې ځانته ګورم په ما لا ډير دي غمونه
چې تورو خاورو ته مي سپاري په خولې مې کېږده د سورکو شونډو سرونه
چې توره نکړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه
چې جنازه مي روانيږي پاس په کفن باندې مې وشينده ګلونه
چې چېرته ته وای هلته زه وای نصيب تقدير مې له تا لرې ګرځوينه
چې څوك له خپله ځانه دروندوي ټولې دنياته ددراندۀ ګومان كوينه
چې خط مې وايي ورته ژاړه ماچې ليکه ورته مې ډېرژړلې دينه
چې خويندې کښېنې ورونه ستايي چې ورونه کښېنې خويندې بل ته ورکوينه
چې د ديدن نصيب يې نه وي په يوه کوڅه کې سره وړاندې وروسته شينه
چې راپسې نشې قرانه زه د جانان لپاره لاس درباندې ږدمه
چې ژوندون وي جانان به راشي چې ژوندون نه وي بيابه نه وي ديدنونه
چې سا مې اوځي رانږدې شه په دواړو سترګو راته کيده سره لاسونه
چې سترگې تورې کړم شرميږم چې شونډي سرې کړم غمازان مې نه پرېږدينه
چې سر زما وي څنګل ستا وي د هغه وخت په انتظار يم رابه شينه
چې سر زما وي څنګل ستا وي مزه به دا وي چې ويده د عمر شمه
چې سړی هر څومره پښتون شي زړه چې مئين شي پښتو ټوله ترېنه ځينه
چې سور پرتوګ دې وکړو نور يې زمونږ دکلي منع کړه چې مرمه
چې عاشقي يې کړې نه وي د پادې خر دی سبا ځي بېگا راځينه
چې عاشقي يې کړې نه وي هغه به څنگه د ايمان دعوه کوينه
چې فکر بند په زولنو کړم چې رانه خلاص شي برابر جانان له ځينه
چې کله کله راپه ياد شې دېوال ته کېنم ځانته غلی وژاړمه
چې کلي واله مې ګڼلې ځکه مې سوال د سپينې خولې درته کاونه
چې ماز د يګر شی زړه مې ښه شی په ګودر حوړ شی د منګيو کتارونه
چې مازد يګر شی عاشقان ژاړی چټه له خياله منګی وړی په ګودرونه
چې مې په جېب کې دولت ډېر و خپل مې لا څه چې د پردو خپل شوی وم
چې مې د تورو سترګو وار و د چا به کار و چابه هسې غږ کوونه
چې وعده وکړې پوره يې نکړي ژبه يې پرې کړې چې وعدې پرې نه کوينه
چې وي پښتون اوپښتونكړي داسې كسانوته به ګورې كړنګونه
چې هديره باندې تيرېږې زما مزار ته مخ راواړوه مينه
چې يوړم يوړم اوبو يوړم چې بې ګودره ګډ يدم اوبو به وړمه
چېرته عاشق سړی ولاړ دی ساړه ساړه اسويلي کړي باد يې راوړينه
څانګه به نن سبا کې ګل شي ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلي دينه
څنگ ته مې مه راځه جانانه سبا به بوی د لونگين درڅخه ځينه
څنګه په سپينه جامه ګرځې رب دې مئين کړه چې خيرن دې ووينمه
څنګه د ورايه په خندا شوې لکه چې غم دې د زړه ټول هېر کړی وينه
څنګه نرۍ يې لکه لښته مور دې ړنده شه چې په تا اوبه راوړينه
څوک په رضا له ملکه نه ځي يا ډېر غريب شي يا د يار له غمه ځينه
څوک چې په چا باندې مين شي هغه غمجن شي د هر چا د خندا شينه
څوک چې په شنو سترګو مين شي پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه
څوک چې د ښکلو وفا غواړي ماته کيسه د صنوبر راياده شينه
څوک چې د يار په غېږ کې پروت وي په نورو خلکو د ړندو ګومان کوينه
څوک مې د حاله خبر نه دی لکه چنار مې په ډډ اور ولګېدنه
خا ونده دا ګناه مې معاف کړی بيا به دخوړ په عاړه نه کرم ګلونه
خال به د يار له وينو کيدم چې په شين باغ کې ګل ګلاب وشرموينه
خال يې په غونډه زنه کېده بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې کومه
خاورې د يار د کوڅې راوړئ پاس په کفن کې ( لا اله) راته ليکينه

په زړه مې غر دګيلو پروت دی         هله به يې وايم زه دې سر په زنګون ږدمه

په زنکدن دې ژبه بند شه     ماته دې ټول عمر دروغ ويلي دينه

په زنکدن کې مې رانغلې      د جنازې لاندې مې مه ځه مخ تورنه

په زنکدن مې راحاضر شه  بيا تر قيامته پورې نشته ديدنونه

په زنکدن مې راحاضر شه  چې په سلګو کې سترګې تاته واړومه

په زيارتونو به جوړ نه شم   ما به د سپينې خولې ازاد اخيستی وينه

په ژړا هغه خلک ژاړي      چې د محفل ياران يې تورې خاورې شينه

په سپينه ږيره راپسې شوې  رب خو دې مړ کړه د لمسۍ په ځای دې يمه

په سر دې کوم غماز ولاړ دی           چې دې زما غريب يارۍ ته نه پرېږدينه

په سور سالو کې ګناه نشته   ګناه نجلۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځينه

په صبر صبر پوره نشوه    سبا مې نيت دې بې صبرۍ ته ملا تړمه

په صورت روغ درته ښکاريږم        لکه غنم د زړه په سر چاودلی يمه

په غټو سترګو دې مين شوم  ځکه مې غټې غټې اوښکې په مخ ځينه

په غم کې ستانه کمه نه يم     لېونۍ نه يم چې به کلي خبرومه

په کټ کې سمه شه ځای راکړه         لکه لړم په دېوالو رااوښتی يمه

په کشمالو کې مې حلال کړئ            چې جنازه مې ښاپيري اوچتوينه

په کوڅه تېر شوم ګناهګار شوم         شړنګار يې خيږي زولنې راته راوړينه

په کوژدن شوې مئين مه شېته به ولاړ يې دا به بل ته ودوينه

په گودر سور سالو ښکاره شو          ما ويل دې سپينو اوبو اور واخيست مينه

په ګودر څه ټکه لو يدلی      چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه

په ګودر سور سالو ښکاره شو          ما وېل دا سپينو اوبو اور واخيست مينه

په ګودر سور سالو ښکاره شو          چاوې سالو دی وچاوې اور ولګيده

په لاره تلې کږه وږه شوې   د ډېره خاله دې زېړ ګل وشرماونه

په لاره تلې مخ دې راستون کړو        د ظالم لورې په ګولۍ دې وويشتمه

په لښتي ټوپ کړه بيا راټوپ کړه       چې د اوربل  روپۍ دې ګډې وډې کړمه

په لوی ګودر دی څڼی پری ولی         په نری بادی يې وچوی مين دی کړمه

په ما دې ټول کلی خبر کړ   په تا دې يو دا دا خبر دی زړه دې چوينه

په ما دې ځوانه ځواني اور کړه         په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه

په ما دې کړې څه بلا ده      چې دې د در خاورې په جېب کې ګرځومه

په مخ دې شړک د زلفو راکړو          ځکه مې اوښکې د ملالو سترګو ځينه

په مرک به دواړه سره مړه شو         ارمان مې دا دی چې به وړاندې وروسته شونه

په مرگ به مړ راپسې نشې  دا لباسي اوښکې د هر چا په مخ ځينه

په مرګ به مرم پاتې به نشمګور ته به يوسم ستا رټلي ځوابونه

په مرګ دې نه مري جانان خوږ دی   په رنځ دې پرېوزي چې پوښتنې له ی ورځمه

په مسافرو مې زړه نه سوو  اوس مې پرې سيزې چې مې يار مسافر شونه

په ناعلاجه مرض پروت يم  په اشنا دوه قدمه ګران دي نه راځينه

په نيمه شپه دې بېرې راوړې            بېرې دې نه خورم ما توتان خوړلي دينه

په نيمه شپه راشه جانانه      د زړه تمبې مې نيمکښو پرې ايښي دينه

په وينو سور لکه ګلاب شه  پښتنې ناوې به دې تور اوربل کې ږدينه

په يار مې ترخې زرغونې شوې        زه يې د ديدن په تمه يم چې رابه شينه

په يارانه دې پويه نه شم      په جدايۍ دې لکه مالګه اوبه شومه

پيزوان په کورمه کې جوړيږي          د پېښور زرګره مات دې زه لاسونه

پېزوان مې ستا برېتو کې بند شو        تر دروازې پورې جوړه درسره تلمه

پېزوانه ستا نه ګيله من يم     د ليلا سرې شونډې خو تا ښکل کړې دينه

پېزوانه کوز شه اوبه وڅښهسبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه

پېغلتوب نيمه پاچاهي وي     ورک ناويتوب شه چې دوه نيمې ورځې وينه

پیغله ګودر ته روانيږی       زړه يې منجله کړو پری منګی راوړی مينه

تا به په سرو وينو کې پرېدي            ما ژړوي د معشوقو دغه ظلمونه

تا چې په مخ څپېړه راکړه    د دلاسې سړی مې نشته وبه مرمه

تا چې کوڅه کې ټوخی وکړد مشرې لور سره له کټه ولوېدمه

تاسی دی بر ګودر ته ګورید بيغلو جنګدی منګو ټی ګذاره وينه

تپه تياره ده نه دې وينم        بنګړو ته شرنګ ورکړه چې ودې پېژمه

تر هديرې راسره لاړ شه    د جنازې بازو مې پرې نه دې مينه

تردې پوړي ټوپک دې ځار شم         په غاړه ستا دی کږه زه درسره ځمه

تکل به کله د راتلو کړې      زه دې د لارې څوکيداره ناسته يمه

تنور چې تود شي اخير سوړ شي       زړه چې مئين شي هميشه لمبې وهينه

تورو ته سپين خلک پيدا ديځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه

توره به نه کړې نو به څه کړې         چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه

ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم         زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه

ته چې په ما پورې خندا کړې            خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه

ته چې زما د يارۍ نه وې    زما ويده زړګی دې ولې ويښونه

ته چې زما قبر ته راشې      زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه

ته د کوهاټ په غاښي راشه  زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه

ته د ګودر غاړی ته راشه    ما په منګی کې پراټی راوړی دينه

ته ماز ديګر ګودر ته راشه  په ګودر کيږی په اسانه ديدنونه

ته ماز ديګر ګودر ته راشه  زه به منګی په لپو ورو ورو ډکو مه

ټبر دې ټول راباندې ګران دی           زه ستا لپاره د وړو سلام کوومه

ټکرې د ځان پسې راکاږې   خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه

ټګي دې وکړه ټکه ياره       ستا دې ټګي زما دې صبر په خدای وينه

ټنګه وعده راسره وکړه       د جنکو په وعده نه شته اتبارونه

ټوپک ويشلی به خدای جوړ کړي      سترګو ويشتلی به رنځيږي مړ به شينه

ټوټې ، ټوټې په تورو راشې  د بې ننګۍ آواز دې رامشه مينه

ټوټې ټوټې درباندې زه شوم  په بخملي سينه دې نور کوي خوبونه

ټوټې ټوټې زړه به راټول کړم           بيا به په نوم د يارانې سړی رټمه

ټول مې د زړه په سر راټول شوې     ميرات شې غمه په خندا دې تېرومه

ټيکری د ځان پسې راکاږي  خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه

جانان په هيڅ نه رضا کيږيد دروغجن ملا دې ورک شي تعويذونه

جانان زما زه د جانان يم     که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه

جانان زما سره پښتو کړي   چې سترګې توري کړي لکۍ ورته پرېږدينه

جانان مې ستوری د اسمان دی          نه ورختی شم نه مې زړه صبر کوينه

جانان مې لاړو اسماني شو  اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت به وينه

جانانه تور څادر په سر کړهځان مرور کړه چې جرګه دروليږمه

جانانه ته خو داسې نه وي    د چا خبرې دې ضرور منلي دينه

جانانه ته خوداسې نه وې     ښايي جواري دې دبل چاخوړلي دينه

جانانه خپل وطن ته راشه    پردی وطن د مېړو قدر کموينه

جانانه خپل وطن ته راشه    په دالانونو کې دې لګي خړ بادونه

جانانه خپل وطن ته راشه    غمازان ستا په جدايۍ اختر کوينه

جانانه خپل وطن ته راشه    که خلک ډېر دي پرې اباد دي خپل کورونه

جانانه دومره په ما گران يېچې ته روان يې زه دې شمارم قدمونه

جانانه دومره را سره واي   لکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه

جانانه راشه چې پخلا شو    زمونږه څوک دي چې به مونږ پخلا کوينه

جانانه راشه چې پخلا شو    عمر د ژمې مازديګر دی تېر به شينه

جانانه راشه دا دی وخت دیپلار مې د سر سودا د بل سره کوينه

جانانه راشه که ديدن کړي   د زنکدن خولې په ما راغلي دينه

جانانه راشه که راتلی شې    ښکلی بشر مې په کفن کې پټوينه

جانانه زېری مې درباندې    زمونږه کډه ستاسې کلي ته درځينه

جانانه ستا د زړه لپاره        زه په غرمه د ګودر غاړی له درځمه

جانانه ستا ديدن لپاره          زه په زړه شپاله کېبېرې ټولومه

جانانه ستا ديدن لپاره          زه د کابله په ټکس راغلی يمه

جانانه غلی غلی ګورې        يا دې څه ورک دي يا دې زه ليدلې يمه

جانانه غم دې دومره خوږ دی           چې د دنيا خواږه يې خاورې ايرې کړنه

جانانه فکر پکې وکړه         مينه سور اور دی وارخطا نشې مينه

جانانه ولې لېونی شوې       په لاره ځې په تيګو ولې زيارتونه

جانانه ويښ يې که ويده يې   ستا په کوڅه مې لاس تړلی تېروينه

جدايي راغله لارې دوه شوې            مرګ مې قبول دی جدايي نه قبلومه

جنۍ د پلاره دی وير يږم     ګودر ته راشه کور ته نه درسره ځمه

ځان په ازغوباندې سوری كړه          كه چېرې غواړې ديارغېږه كې خوبونه

ځان د وطن په شمع سيزه    چې پتنګان دې د زيارت طواف کوينه

ځان دې زما په ديدن موړ کړه           بيا به مخ په سپين کفن کې پټوينه

ځان يې زړو جامو کې جوړ کړو      لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه

ځای د داغلو په کې نشته      جانانه څله داغوې داغلي زړونه

چا يې پلو ليدلی نه و           اوس د تورخم په سرک ځي سرتور سرونه

چرګه مرۍ کې ناسور شه   زه د ليلا غېږې ته اوس راغلی يمه

چنار به ولې سر لوړ نه کا   چې جنکۍ ورلاندې سترګې توروينه

چې په ژوندون مې په کار نشوئ       که مې د قبر مجناور شې څه دې کړمه

چې په ښايست مې خفه کيږې           نور به د ځمکې خوب کوم چې ژېړه شمه

چې په مرض مې نه پوهېږې            طبيبه مه ګوه زما د لاس رګونه

چې پېغله لور يې په کاله ويپس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه

چې پېغله لور يې په کاله ويد هغه کور سابه جواری مزه کوينه

چې تاته ګورم ژړا راشي     چې ځانته ګورم په ما لا ډير دي غمونه

چې تورو خاورو ته مي سپاري        په خولې مې کېږده د سورکو شونډو سرونه

چې توره نکړې نو به څه کړې         چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه

چې جنازه مي روانيږي      پاس په کفن باندې مې وشينده ګلونه

چې چېرته ته وای هلته زه وای         نصيب تقدير مې له تا لرې ګرځوينه

چې څوك له خپله ځانه دروندوي       ټولې دنياته ددراندۀ ګومان كوينه

چې خط مې وايي ورته ژاړه            ماچې ليکه ورته مې ډېرژړلې دينه

چې خويندې کښېنې ورونه ستايي      چې ورونه کښېنې خويندې بل ته ورکوينه

چې د ديدن نصيب يې نه ويپه يوه کوڅه کې سره وړاندې وروسته شينه

چې راپسې نشې قرانه         زه د جانان لپاره لاس درباندې ږدمه

چې ژوندون وي جانان به راشي        چې ژوندون نه وي بيابه نه وي ديدنونه

چې سا مې اوځي رانږدې شه           په دواړو سترګو راته کيده سره لاسونه

چې سترگې تورې کړم شرميږم         چې شونډي سرې کړم غمازان مې نه پرېږدينه

چې سر زما وي څنګل ستا وي         د هغه وخت په انتظار يم رابه شينه

چې سر زما وي څنګل ستا وي         مزه به دا وي چې ويده د عمر شمه

چې سړی هر څومره پښتون شي       زړه چې مئين شي پښتو ټوله ترېنه ځينه

چې سور پرتوګ دې وکړو  نور يې زمونږ  دکلي منع کړه چې مرمه

چې عاشقي يې کړې نه وي  د پادې خر دی سبا ځي بېگا راځينه

چې عاشقي يې کړې نه وي  هغه به څنگه د ايمان دعوه کوينه

چې فکر بند په زولنو کړم    چې رانه خلاص شي برابر جانان له ځينه

چې کله کله راپه ياد شې      دېوال ته کېنم ځانته غلی وژاړمه

چې کلي واله مې ګڼلې         ځکه مې سوال د سپينې خولې درته کاونه

چې ماز د يګر شی زړه مې ښه شی   په ګودر حوړ شی د منګيو کتارونه

چې مازد يګر شی عاشقان ژاړی       چټه له خياله منګی وړی په ګودرونه

چې مې په جېب کې دولت ډېر و        خپل مې لا څه چې د پردو خپل شوی وم

چې مې د تورو سترګو وار و           د چا به کار و چابه هسې غږ کوونه

چې وعده وکړې پوره يې نکړي        ژبه يې پرې کړې چې وعدې پرې نه کوينه

چې وي پښتون اوپښتونكړيداسې كسانوته به ګورې كړنګونه

چې هديره باندې تيرېږې     زما مزار ته مخ راواړوه مينه

چې يوړم يوړم اوبو يوړم    چې بې ګودره ګډ يدم اوبو به وړمه

چېرته عاشق سړی ولاړ دی            ساړه ساړه اسويلي کړي باد يې راوړينه

څانګه به نن سبا کې ګل شيما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلي دينه

څنگ ته مې مه راځه جانانهسبا به بوی د لونگين درڅخه ځينه

څنګه په سپينه جامه ګرځې  رب دې مئين کړه چې خيرن دې ووينمه

څنګه د ورايه په خندا شوې  لکه چې غم دې د زړه ټول هېر کړی وينه

څنګه نرۍ يې لکه لښته       مور دې ړنده شه چې په تا اوبه راوړينه

څوک په رضا له ملکه نه ځي           يا ډېر غريب شي يا د يار له غمه ځينه

څوک چې په چا باندې مين شي         هغه غمجن شي د هر چا د خندا شينه

څوک چې په شنو سترګو مين شي     پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه

څوک چې د ښکلو وفا غواړي           ماته کيسه د صنوبر راياده شينه

څوک چې د يار په غېږ کې پروت وي            په نورو خلکو د ړندو ګومان کوينه

څوک مې د حاله خبر نه دیلکه چنار مې په ډډ اور ولګېدنه

خا ونده دا ګناه مې معاف کړی          بيا به دخوړ په عاړه نه کرم ګلونه

خال به د يار له وينو کيدم    چې په شين باغ کې ګل ګلاب وشرموينه

خال يې په غونډه زنه کېده   بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې کومه

خاورې د يار د کوڅې راوړئ          پاس په کفن کې ( لا اله) راته ليکينه

خاونده بيا دې پسرلی کړو   جونه شفتل کړي وړکي سيل ته تللي دينه

خاونده بيادی مازد يګر کړ   په ګودر جوړشو دمنګيو کتارونه

خاونده ټوله مې ترې ځار کړې         زما په سر يې غرغرې منلي دينه

خاونده څه چارې راوشوې  نه مې يار يار شو نه يې خلاص د غمه شومه

خاونده دا به دې رضا وي    چې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه

خاونده دا به دې رضا وي    چې نور دې ګل کړل زه غوټۍ ورژېدمه

خاونده دا به ستا رضاوي    چې دځوانۍ عمر په غم کې تيرومه

خاونده دا ګناه مې معاف کړې           بيا به د خوړ په غاړه نه کرم ګلونه

خاونده سل ځله ژوندراكړېچې دجانان په مينه سل ځله مړشمه

خاونده کوم يو پکې خوښ کړم          مرګ او بېلتون راته جوړه راغلي دينه

خاونده ما خو داسې نه وېل  چې مساپر شم څوک دې خير نه راکوينه

خاونده ما د ګودر ګل کړې   چې جنکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدينه

خاونده ما دګودر ګل کړی    چې جنکي مې شوکوی سرکې مې ږد ينه

خاونده مرګ په ځوانۍ ورکړې         چې جنازه يې د ارمانه سره وړينه

خاونده مرګ په ځوانۍ ورکړې         چې کلی کور يې د ځوانۍ ارمان کوينه

خبر مې کله کله اخله          د لېونتوب آواز مې نن سبا درځينه

خپلو جامو سره مې خښ کړئ          جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه

خدايه د مور يې ورته پام کړې          چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه

خدايه دا مور يې لېونۍ کړېمئين پرې زه يم اوس يې بل ته ورکوينه

خدايه کوچيان په کوچ روان کړې      چې دا ښايسته بدرنګې ګډې وډې شينه

خدايه ګورګورې تورې مه کړې        جنکۍ سرې شونډې ورځي تورې  راوړينه

خدايه مئين څوک په چا مه کړې        چې وس يې نه رسي په مخ يې اوښکې ځينه

خدايه نری نری باران   کړې            چې د ليلا ګډې تړلې پاتې شينه

خدای به دې بيا راته محتاج کړي       زومبک زومبک څڼې مې بيا راغلي دينه

خدای به دې زلفې په لاس راکړي      ماته د کلي ماشومان دوعا کوينه

خدای به مو بيا سره يو ځای کړي      دسمال راواخله اوښکې پاکې کړه مينه

خدای په وړې جلکۍ مئين کړم          د کوټنو ګټې په ما راچلوينه

خدای خو دې دا ځلې راجوړ کړه       بيا مې توبه ده ښېرې نه درته کومه

خدای خو دې دا ځلې راجوړ کړه       خلک به وايي چې سپېره دی يار يې مرينه

خدای دې په تنګه کوڅه راکړه          چې د سينې روپۍ دې ګډې وډې کړمه

خدای دې په داسې ځای کې راکړه      چې ته نارې کړې زه دې غېږ کې ټينګومه

خدای دې په سر منګی ټوټی کړه       چې په اوږدو زلفو دې راشي سېلابونه

خدای دې په واورو کې ايسار کړه      چې د تودې غېږې مې درشي ارمانونه

خدای دې د پوزې پېزوان مات کړه     چې د زرګر په دوکان دواړه يو ځای شونه

خدای دې د خولې لاړې دارو کړه      زه درتلی نشم بس دوعا درته کوومه

خدای دې زما کړه غونډې منډې         په سر به پنډې چلوم تابه ساتمه

خط مې ليکو قلم مې مات شو            د جانان نوم رانه نيمګړی پاتې شونه

خلک به وايي چې وړه ده    وړې زما په زړه چړې منډلې دينه

خلک تپوس له د رنځور ځي            زه چې رنځور شم د جانان تپوس وړمه

خلک چارګل خونړی بولي  ما د نتکۍ په ډنډر ډېر وژلي دينه

خلک دې وايي تُهمتونه        زه د ليلا په غېږ کې چا ليدلی يمه

خلک زيارت له پتاسې وړيزه د جانان لپاره غونډه روپۍ وړمه

خلک شراب وڅښي نشه شي            ما د ليلا د لاس اوبه نشه کوينه

خلک قيامت ته خفه کيږي    زه خوشالېږم چې جانان به ووينمه

خلک له غمه امان غواړي    زه د جانان په غم کې ډوب خوشاله يمه

خلک مې ټول تپوس له راغله            هغه رانغلو چې يې پروت له غمه يمه

خلکو زړې يارۍ تازه کړېزما په نوې يارۍ اور ولګېدنه

خلکه ګودرګوري ګډيږی     زه بې ګودره ګډيدمه لا هو شومه

خمارو سترګو ته دې وايه    چې مې ماشوم زړګی نور نه ازاروينه شي

خندا کوې ياري دې نشته     تشه خندا د لباسې جنکو وينه

خود به يې زه د در ملنګ يمچې سپينه خوله راته خيرات کې راکوينه

خولګۍ دې خورم نه پرې مړېږم       نامردې تا پکې ګني کرلي دينه

خولګۍ دې خورم نه پرې مړېږم       نامرې ټوله راپشا شه چې دې وړمه

خولګۍ مې خوره څو يې خوړای شېشکره نه ده چې په تول به کمه شينه

خوله به په زوره درنه واخلم            وړوکی نه يم چې ځاري درته کومه

خوله به تر شونډو لاندې درکړم        په تورو غاښو مې لونګ کرلي دينه

خوله به د خدای په رضا درکړم        منګۍ مې ولی ښوروی لنده دې کړمه

خوله د ډېوې رڼا کې راکړه  په توره شپه کې دې زلفان خولي له راځينه

خوله د ملا د لور خوږه ويد شکرانې چرګان يې ټول خوړلي وينه

خوله دې د تريو انار دانه دهد رنځورانو قافلې درپسې ځينه

خوله دې د سپينو زرو جام دی          زما پرې پام دی چې موزي پرې اوبه څښينه

خوله مې غوښته ژبه يې راکړه         خدايه سخي نجلۍ ته ورکړې جنتونه

خولې ته مې سوړ اوسېلی راغی        زړګيه بيا به دې جانان ياد شوی وينه

د اباسين څپې دې يوسه       چې مور دې شګې لټوي پلار دې خوړونه

د اسری منګولې نری غاړه  ګودر ته لاړه دچا ژوند خرابوينه

د اواړه ستا د زړه لپاره       چې د همزولو نه جدا ګودر له ځمه

د اوبو غړپ کولی نشم        په زړه مې ستا د مينې ليک دی وران به شينه

د بې وفا جانان د لاسه        د زړه دپاسه مې پولۍ ولاړې دينه

د بې وفا نامه دې راکړه       تا څه ليدلي دي زما په زړه داغونه

د تور لحد نه مې زړه بد دیځوانان ايسار کړي پالنګ تش کور ته ليږينه

د تورو زلفو په ځنګل کې    يار په منگول کې گرځوم چې ورک به شينه

د تورو سترگو ديدن راکړه   راباندې جوړ کړه بيا د خاورو امبارونه

د ټپو وار راسره کېده         ماته بې واره ټپۍ خوند نه راکوينه

د ټپې وار درباندې راغی     شفتل خورکه رنگ دې زېړ وتښتېدينه

د ټولو بدو به توبه کړم        جانانه ستا دمينې نه توبه کومه

د جانان ژبې ته حيران يم     څومره خوږې پستې خبرې پرې کوينه

د جانان غم زما سايه ده       چې چېرته ځم زما نه مخکې وروسته ځينه

د جانان مرگ راته اسان دیچې دی ولاړ وي زه به بل ته وخاندمه

د جلا لا ګودره وران شې    په جنکودې سا لنډی ولګاو نه

د جنازې بازو مي نيسه       چېرته به ما په راستۍ خوله درکړې وينه

د جنکو کاپرې سترګې        لوګی بهانه کړي ژړا يار پسې کوينه

د جنۍ څانګې وانګې ونه     ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه

د چا په شنې سترګې خوښيږي          څوک به په تورو سترګو ځان قربانوينه

د خپل وطنه به دې ورک کړم           ما په ملالو سترگو ډير ورک کړي دينه

د خولې مې تورې وينې لاړې           زه د هجران ښامار په زړه خوړلی يمه

د ډاره غږ کولی نشمه         د سوال ياري ده اوس به ګډه وډه شينه

د روغيدو تمه مې نه شته     جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه

د ريبارانو ځای جنت دی     خدايه زما ريبار له ورکړې دوزخونه

د ريبارانو ځای دوزخ دی    خدايه زما ريبار له ورکړې جنتونه

د زړګي سره ناچاري ده     مين په تا يم ناز د ډيرو خلکو وړمه

د زړه دپاسه مې امبار شه    د جانان غمه د عمرونو ځای دې يمه

د زلزلې پشانتې راغلی        زه دې محفل کې د خبرو وويستمه

د زلفو تار مې اوبو دروړو   په غم شر يکه مينه نيسه ګودرونه

د سپينې خولې قيمت دې وايه            که سر پرې درکړم باقي دار به څومره شمه

د سپينې خولې ياران دې نور دي       شفتلو پنډو ته دې زه نيولی يمه

د سترګو جنګ دی ورته ټينګ شه     کاږه واږه باڼه په زړه ويشتل کوينه

د سور سالو مېرمن ته وايه   نور دې د ژوبلو زړگو نه اخلي ازارونه

د طالبانو دا عادت دی         د وظيفې سره مې ګوتې تاووينه

د غرغرې ميدان ته راشه     سبا مې ستا په تهمت دار ته خېږوينه

د غرور جام به دې نسکور شي         په عاشقانو باندې مه کوه ظلمونه

د فکر ټال دې راته جوړ کړو            ته رانه لاړې زه يوازې زنګېدمه

د کبرجن جانان د لاسه        د زړه دپاسه مې پولۍ ولاړې دينه

د کشمالو منجيله وکړه         چې خو شبوی دی د منګۍ د بيخه ځينه

د کوه قاف غر ته ختل دي    څوک چې ياري د بې وفا سره کوينه

د ګلاب مينځ کې ګل وچيږيچېرته عاشق سړي به لاس وروړی وينه

د ګودر غاړه ورته نيسه      د نجلۍ خوی د مرغاوۍ دی رابه شينه

د لرې مرم د نږدې سوزم     افغانستانه زغم د دواړو نه لرمه

د لنډۍ ونې نه دې ځار شم   لکه سيسۍ چې په کمر ولاړه وينه

د ماز د يګر ګودره وران شی           په خندا درشم په ژړا درنه راځمه

د مازد يګر ګودر ته راشه    ما په منګی کې پراټي راوړی د ينه

د مازد يګر ګودر له راشه    زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه

د مازد يګر ګودر له مه ځه   پيغلی ابو پر ځای و يني دکو ينه

د مرګي هسې نوم بدنام دی   زه د جانان مينې پخوا وژلی يمه

د مړوند خوب چې چا ليدلی  د بالښت خوب ورته مزه نه ورکوينه

د مساپر يار زنکدن دی       مخ يې وطن ته کړئ چې سا يې وخيږينه

د مسافرو ډلې راغلې          زما د يار ډله وروستۍ ده رابه شينه

د ملکنډ د سر توتي وای       په اور ستي وای تهمتی نه وای مينه

د ملنګانو سره مل وای        ګډ په ځنګل وای چې مې نه ليدای غمونه

د ملنګۍ کچکوله مات شې    چې در په  در دې ګرځوم تش دې راوړمه

د منکو ټو کتار يې جوړ کړو            لنډۍ بازار يې په ګودر ولګاونه

د منګوټو کتار يې جوړ کړولنډی بازار يې په ګودر ولګاونه

د ناز کتو دې اثري کړم       د کړس خندا دې لېونی د دنيا کړمه

د ناستې ځای دې راته ښايه  چې زه په هغه ځای کې وکرم ګلونه

د نيمې شپې راتګ دې ورک شه        زه په توده بړستن کې نېغه کيناستمه

د نيمې شپې سندرې خوند کاڅوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه

د وطن تيګې مې خوراک وای           نه وای خوراک مې په پردي وطن ګلونه

د وفا تمه ترېنه مکړه          بي وفايي خو د هر ښکلي عادت وينه

د يار يوه شوه زما بله         نصيبه داسې سوال مې کله کړې ونه

د يدن دی سین کړه را لا هو کړه        زه په غاړه دګودر ولاړه يمه

دا اوسني زلمي د څه دي      د جنکو پسې د پيازو غوټه وړينه

دا به د پاک الله رضا وي     چې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه

دا به له ما نه پوره نشي       چې هر ساعت دې په جرګو پخلا کومه

دا په ځير ځير چې درته ګورم          ما درکې نښې د يارۍ ليدلې دينه

دا خو انصاف نه دی جانانه  چې دې مين کړم اوس مې نه کړې تپوسونه

دا خو د استا د يارۍ ټس دیچې په زېړي مازديګر کډې بارومه

دا خو مې زړه دی چې لا ټينګ دی    دومره غمونه دريابونه وچوينه

دا دا مې نه درکوي تاله        راشه زما په دا دا وکړه تعويذونه

دا ستا به هېر وم که په ياد وم            زه چې قدم په قدم ږدم تا يادومه

دا ستا په سترګو کې پيريان دي         چې په تا راشي غوټې ماله راکوينه

دا ستا په مينه مې سوگند دیما دې خدای نه لري چې تا به هيرومه

دا ستا د دوه ورځو خندا وه  زه به ژړا درپسې ټول عمر کومه

دا سر تړلې مور دې مړه شه            چې پيشو ميو کړي دا به نېغه ناسته وينه

دا سر تړلې مور دې مړه شه            د ورځې خوب کړې د شپې تا رانه ساتينه

دا سرې منګولۍ نری غاړه  ګودر ته لاړه برګ منګی ترخکې وړينه

دا لېونی لېونی ګرځه          په چم کې ګرځه چې ډاډه درباندې يمه

دا ما پخپله په ځان کړي      که مې ددې نه حال بدتر شي خوښ پرې يمه

دا مخامخ دېواله پرېوزې      تانه پناه دي تورې سترګې شنه خالونه

دانازولې لور د چا ده         چې هر سبا توروي سترګې ږدي خالونه.

-
بېرته شاته