(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو

[12.Apr.2022 - 15:27]

خاونده بيا دې پسرلی کړو جونه شفتل کړي وړکي سيل ته تللي دينه
خاونده بيادی مازد يګر کړ په ګودر جوړشو دمنګيو کتارونه
خاونده ټوله مې ترې ځار کړې زما په سر يې غرغرې منلي دينه
خاونده څه چارې راوشوې نه مې يار يار شو نه يې خلاص د غمه شومه
خاونده دا به دې رضا وي چې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه
خاونده دا به دې رضا وي چې نور دې ګل کړل زه غوټۍ ورژېدمه
خاونده دا به ستا رضاوي چې دځوانۍ عمر په غم کې تيرومه
خاونده دا ګناه مې معاف کړې بيا به د خوړ په غاړه نه کرم ګلونه
خاونده سل ځله ژوندراكړې چې دجانان په مينه سل ځله مړشمه
خاونده کوم يو پکې خوښ کړم مرګ او بېلتون راته جوړه راغلي دينه
خاونده ما خو داسې نه وېل چې مساپر شم څوک دې خير نه راکوينه
خاونده ما د ګودر ګل کړې چې جنکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدينه
خاونده ما دګودر ګل کړی چې جنکي مې شوکوی سرکې مې ږد ينه
خاونده مرګ په ځوانۍ ورکړې چې جنازه يې د ارمانه سره وړينه
خاونده مرګ په ځوانۍ ورکړې چې کلی کور يې د ځوانۍ ارمان کوينه
خبر مې کله کله اخله د لېونتوب آواز مې نن سبا درځينه
خپلو جامو سره مې خښ کړئ جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه
خدايه د مور يې ورته پام کړې چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه
خدايه دا مور يې لېونۍ کړې مئين پرې زه يم اوس يې بل ته ورکوينه
خدايه کوچيان په کوچ روان کړې چې دا ښايسته بدرنګې ګډې وډې شينه
خدايه ګورګورې تورې مه کړې جنکۍ سرې شونډې ورځي تورې راوړينه
خدايه مئين څوک په چا مه کړې چې وس يې نه رسي په مخ يې اوښکې ځينه
خدايه نری نری باران کړې چې د ليلا ګډې تړلې پاتې شينه
خدای به دې بيا راته محتاج کړي زومبک زومبک څڼې مې بيا راغلي دينه
خدای به دې زلفې په لاس راکړي ماته د کلي ماشومان دوعا کوينه
خدای به مو بيا سره يو ځای کړي دسمال راواخله اوښکې پاکې کړه مينه
خدای په وړې جلکۍ مئين کړم د کوټنو ګټې په ما راچلوينه
خدای خو دې دا ځلې راجوړ کړه بيا مې توبه ده ښېرې نه درته کومه
خدای خو دې دا ځلې راجوړ کړه خلک به وايي چې سپېره دی يار يې مرينه
خدای دې په تنګه کوڅه راکړه چې د سينې روپۍ دې ګډې وډې کړمه
خدای دې په داسې ځای کې راکړه چې ته نارې کړې زه دې غېږ کې ټينګومه
خدای دې په سر منګی ټوټی کړه چې په اوږدو زلفو دې راشي سېلابونه
خدای دې په واورو کې ايسار کړه چې د تودې غېږې مې درشي ارمانونه
خدای دې د پوزې پېزوان مات کړه چې د زرګر په دوکان دواړه يو ځای شونه
خدای دې د خولې لاړې دارو کړه زه درتلی نشم بس دوعا درته کوومه
خدای دې زما کړه غونډې منډې په سر به پنډې چلوم تابه ساتمه
خط مې ليکو قلم مې مات شو د جانان نوم رانه نيمګړی پاتې شونه
خلک به وايي چې وړه ده وړې زما په زړه چړې منډلې دينه
خلک تپوس له د رنځور ځي زه چې رنځور شم د جانان تپوس وړمه
خلک چارګل خونړی بولي ما د نتکۍ په ډنډر ډېر وژلي دينه
خلک دې وايي تُهمتونه زه د ليلا په غېږ کې چا ليدلی يمه
خلک زيارت له پتاسې وړي زه د جانان لپاره غونډه روپۍ وړمه
خلک شراب وڅښي نشه شي ما د ليلا د لاس اوبه نشه کوينه
خلک قيامت ته خفه کيږي زه خوشالېږم چې جانان به ووينمه
خلک له غمه امان غواړي زه د جانان په غم کې ډوب خوشاله يمه
خلک مې ټول تپوس له راغله هغه رانغلو چې يې پروت له غمه يمه
خلکو زړې يارۍ تازه کړې زما په نوې يارۍ اور ولګېدنه
خلکه ګودرګوري ګډيږی زه بې ګودره ګډيدمه لا هو شومه
خمارو سترګو ته دې وايه چې مې ماشوم زړګی نور نه ازاروينه شي
خندا کوې ياري دې نشته تشه خندا د لباسې جنکو وينه
خود به يې زه د در ملنګ يم چې سپينه خوله راته خيرات کې راکوينه
خولګۍ دې خورم نه پرې مړېږم نامردې تا پکې ګني کرلي دينه
خولګۍ دې خورم نه پرې مړېږم نامرې ټوله راپشا شه چې دې وړمه
خولګۍ مې خوره څو يې خوړای شې شکره نه ده چې په تول به کمه شينه
خوله به په زوره درنه واخلم وړوکی نه يم چې ځاري درته کومه
خوله به تر شونډو لاندې درکړم په تورو غاښو مې لونګ کرلي دينه
خوله به د خدای په رضا درکړم منګۍ مې ولی ښوروی لنده دې کړمه
خوله د ډېوې رڼا کې راکړه په توره شپه کې دې زلفان خولي له راځينه
خوله د ملا د لور خوږه وي د شکرانې چرګان يې ټول خوړلي وينه
خوله دې د تريو انار دانه ده د رنځورانو قافلې درپسې ځينه
خوله دې د سپينو زرو جام دی زما پرې پام دی چې موزي پرې اوبه څښينه
خوله مې غوښته ژبه يې راکړه خدايه سخي نجلۍ ته ورکړې جنتونه
خولې ته مې سوړ اوسېلی راغی زړګيه بيا به دې جانان ياد شوی وينه
م ن و هـ ي

ما په ګودر د جنو ښخ کړی ګو ندې ملا له پر ما کيږدی قد مو نه
ما خو د ليرې نه صحي کړې نور دې په تورو زلفو مه وهه لاسونه
ما د کوچي د عمره ځار کړې د سبايي اور يې بليږي دوی ترې ځينه
ما د کونړ د سيند نه ځار کړي زما جانان به پکې مخ مينځلی وينه
ما د ګودر په غاړه خښ کړئ چې جنکۍ مې مات بنګړي په قبر ږدينه
ما د نصيب نه تېښته وکړه نصيب زما د لارې مل راسره ځينه
ما دګودر په غاړه ښخ کړی چې جنکۍ مې مات بنګړی په قبر ږد ينه
ما دې ټوپۍ په سر ګڼله د جنکو په وار پيدا ورکه دې کړمه
ما زد يګر تل لری خاونده چې ماز د يګر په ګودر وشی د يدنونه
ما سره سم ګودر له لاړ شه منګي مې دوه دی نری ملا مې ما تو ينه
ما سره سمه سيالي مه کړه ما د لنډيو سيپارې ويلي دينه
ما له مې وړی زړگی راکړه زه وم نادانه په يارۍ نه پوهېدمه
ما له وړوکي ريبار ځار کړې چې يوه خبره دوه ځلې راته کوينه
ما ويل يوازې زما يار يې د اختر ټال يې هر سړی دې زنګوينه
ما وې د غمه به دې مړ شم قسم دی ياره بې نېټې نشته مرګونه
ما يارانه کله کوله سرتور ولاړ وې له ښېرو دې وېرېدمه
ما يې د ورور د سترګو ځار کړې ده به د خور سترګو ته ډېر کتلي وينه
ما يې د ورور د سترګور ځار کړې دا د ورور سترګي يې د خور په شانته دينه
ماته دې دومره ديدن بس دی چې په کوڅه کې پښه نيولی شې مينه
ماته رباب په لاس کې راکړئ چې زه ده خپلې ځوانۍ وير پکې کومه
مازديگر چېرته وې چې نه وې خورې ورې زلفې په بام ولاړه ومه
مازديګر پيغلی ښی اغلی منګي په ولو دګودر غاړی له ځينه
مازديګر لمونځ دې قبول مشه ديدن دې پرېښود د ايمان کوې سوالونه
مازديګر لمونځ رانه قضا شو نوی مين وم په دیدن نه مړيدمه
مازديګری دی سوال قبليږي خلکو زما په حق کې پورته کړئ لاسونه
مازديګری دی ښېرې مکړه ستا به عادت وي ما به ورک له ملکه کړينه
مبارکي راکړئ عالمه چې پرې مين وم ترې چاپېر مې کړل لاسونه
مبارکي راکړئ عالمه د تهمتونو سره يار قبوله کړمه
مبارکي راکړئ عالمه نادانه زه نادان مې يار ورسېدنه
مخ په قبله مې د يار کور دی لمونځ مې بانه کړ د اشنا ديدن کومه
مخې ته راغله راته ژاړي د لونګين نه يې ځونډي ورک شوي دينه
مرګيه دومره صبر وکړه يو مې ځواني ده بل مې ډېر دي ارمانونه
مرګی په تنګه کوڅه راغی ما وېل سلام هغه وېل کور دې ورانومه
مړ مې د يار په کوڅه يوسئ چې د نجلۍ د دادا يخ شي اندامونه
مساپري په بې غمي کړه زه پښتنه يم په نامه دې ناسته يمه
مساپري دې ډېره وکړه راځه راځه روزي به خدای رارسوينه
مساپري سخته خواري ده باران به اوري څوک به ځای نه ورکوينه
مسافر ته شوې خواره زه شوم خواره دې مور شه چې سفر ته دې ليږينه
مسافر مه وژنئ عالمه چېرته به يې خويندې د دين په تمه وينه
مسافري دې روزي مه شه زه دې په سپينه خولې ويده پرې ايښې ومه
مسافرۍ خوړليه ياره پيزار اوباسه چې دې تلې ښکلومه
مسافرۍ خوړلی راغلی قربان قربان دې د زړو جامونه شمه
مسافرۍ مې زړه نری کړ چې تش وطن رايادوم ژړا راځينه
مسافرۍ نه ستړی مشې اول خوله درکړم که دې جېب ولټومه
مسلماني په چاكې نشته مرور ګرځم څوك مې نه پخولاكوينه
ملنګه دوه ګټې دې وکړې يو دې خير ټول کړو بل دې وکړل ديدنونه
منگيه بخت ته دې حيران يم اول دې ښکل کړي بيا دې غېږ ته خېږوينه
منګي کې موری اوبه نه شتهخ زه د اوبو لپاره کوز ګودر له ځمه
منګي يې ټول په ډنډ غو په کړل د شيطا نۍ منګی په لپو ډکو ينه
منګي يې ټول په ډنډ غوپه کړم د شيطانۍ منګی په لپو ډکوينه
منګی به تخرګ ګودر له ځمه دغه يو ځای دی چې بری کيږی د يدنونه
مور يې د کلي شومړې غواړي لور يې په سپينه روپۍ خوله نه ورکوينه
مور يې د کلي شومړې غواړي لور يې د لارې مېلمانه راستنوينه
مور يې ماڼو ورته لوګی کړې زيارت له تلې چا به يې مخ ليدلی وينه
مورې توپک کمربند راکړه په ما مينه نجلۍ بل ته ورکوينه
مورې د مخه دې شرمېږم ماله کوژدن چا کره وکړه زوړ دې کړمه
مورې کوچيانو ته مې ورکړه چې تور پېکی مې د هلبند شمال وهينه
مورې کوچيانو ته مې ورکړه کنډک کنډک مستې به خورم غټه به شمه
مورې لنډۍ توپك مې راكړه په مامينه جينۍ بل ته وركوينه
مورې لنډۍ توره مې راکړه په دين غزا ده زه خپل ځان شهيدومه
مين زړګي ته مې سلام دی چې تمامي عمر په صبر تېرومه
مينه په تګ راتګ زياتيږي مونږ کره مه راځه چې زړه دې صبر شينه
مينه په تلو راتلو زياتيږي کله راځه کله به زه درځم مينه
مينه د مينې پيدا کيږي په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه
مينه د مينې پيدا کيږي په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه
مينه دروغو زړونوكاردى زموږه زړونه غريبۍ وژلي دينه
مينه کې هر څه هر څه کيږي په تا يوه خبره راغله هېر دې کړمه
مينې دې داسې لېونی کړم په لاره ځم خپل او پردي نه پېژنمه
نارې وهم نارې مې نه اورې هله به يې واورې چې زه تورې خاورې شمه
نجلۍ په سر دې منګی مات شه چې په سرکو شونډو دې راشي سېلابونه
نجلۍ د بام په سر کږه شوه ورسره کوږ شومهد پانډه ولوېدمه
نجلۍ کږه شوه ماته نشته د کونډې لور ده مور غوړي ورکړې دينه
نجلۍ که ټوکی د بخمل دی يار يې نيستمن دی په ژړا له ملکه ځينه
نجلۍ وړه د يارۍ نه ده کم عقله مور يې ورته سترګې توروينه
نجلۍ ولاړه په لمانځه ده پېرزو مې نشي تور پيکی په خاورو ږدينه
نری نری لوګی ترې خيږي د چا په نوې يارۍ اور ولګېدنه
نړۍ مريح ته رسيدلې موږلاتراوسه وړوپه خروباندې بارونه
نښې دې ډېرې ما سره دي نښې دې څه کړم چې دې سترګې نه وينمه
نصيب مې خپل دی رارسيږي مورې زما په نصيب مه کوه جنګونه
نصيبه وسوزې ايره شي تنديه مات شې تاکې څه ليکلي دينه
نن خو مې ډير ياديږې ياره خدای دې ناڅاپه چيرته راوله مينه
نن د ګودر په لاره مه ځه ليلا ولاړه ده په زړه ويشتل کوينه
نن مې د قبر خواله راشه مبارکي د نوي کور راکړه مينه
نه به انځر د ورځې ګل شي نه به زما زړگی د غمه خالي شينه
نه دې د ځان نه دې د بل کړم د دادا کور کې دې زړه کړمه ظالمه
وايم چې داسې ځای ته لاړ وای چې ستا دې ډېرو ناکردو ته وګورمه
وخت د ځوانې مې نيمه خوا شو يار بې وفا شو ارمانې به ګودر له ځمه
ودرېدی نشمه غورزيږم تاو کړي غشي مې د غم خوړلي دينه
ودې ويشتم پورته دې نه کړم خلک ويشتلی مرغۍ ژر پورته کوينه
وربل يې پوړې پوړې راغی بخت د هغه دی چې يې پولې ورانوينه
ورشه د يار خبر دې واخله چې بې ديدنه دې ساته لېونه شونه
ورکه د کور کلي ياري شه د زنې سر مې دېوالو وسولاونه
وطن به ستا لپاره پرېږدم چې ستا د حسن دوران تېر شي رابه شمه
وطن د مور او پلاره خوږ دی جانانه درې واړه پرېږدم تا سره ځمه
وطن مې تن ،تن مې وطن دي دتن په وينويې ساتم ترڅوچې يمه
وطن مې ستا له غمه پرېښود خلکو ته وايم چې نيسۍ اخيستی يمه
ولاړه اوسه چې دې وينمه چا دې صفت راته کوو راغلی يمه
ولې دې سر په زنګنو کړ ما په ځوانانو کې خوښ کړې يې مينه
ولې دې مخ زما نه پټ کړ اشنا غماز درته دروغ ويلي دينه
ولی به زه ور پسی نه مر م اوږی په غاړه ما زد يګر ګودر له ځينه
هر کله راشې د يار غمه که سل مې نور وي تا به پاس په تندي وړمه
هر مازد يګردی لوی اختر دی ګودره ! ځکه دی صفت هر ځای کو مه
هغه دې هېر دي که دې ياد دي چې د کړکۍ شمال په دواړو لګېدنه
هغه ساعت به کله راشی چې د اشنا سره به بر ګودر له ځمه
يا خو زما په زړه تياره ده يا خو په ټوله دونيا پرېوتل ګردونه
يا خو زما نصيب خراب دی يا خو به ټولې يارانې دغسې وينه
يار مې په اوم کې زه اتم کې يو کال به پاتې شم چې دواړه يو ځای شونه
يار مې په شنو سترګو مين دی زه به دا تورې سترګې چېرته بدلومه
يار مې هندو زه مسلمان يم د يار لپاره درمسال جارو کومه
ياره زموږكلي ته راشه يوڅه په جيب كې ستالپاره ګرځومه
ياري په تور او په سپين نه ده دا معشوقې خو غنمرنګې خوند کوينه
ياري په تور او په سپين نه ده زړه چې مين شي تور او سپين نه پېژنينه
ياري خو تا پرې کړه کمبخته که ما پرې کړې وای ژړلي به دې وونه
ياري خو تا کړه ما خو نکړه اوس يې چې لنډه پرې کوې ژړا راځينه
ياري د دنګې نجلۍ خوند کړي د پلو لاندې سړی غلی تېروينه
ياري د زور خبره نه ده که زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه
ياري د شنې لښتې ګوزار دی چې چا خوړلی رنګ يې ځای ته نه راځينه
ياري دې ټوله د ټګۍ وه ښه شو چې زر دې په مطلب ورسېدمه
ياري دې نه کوم ډاريږم د لرې لرې نندراې به دې کومه
ياري دې نه وه خوب ليدل و څو چې مې سترګې غړولې سبا شونه
يم خړ پښتون خړ مې ژوندون دی خړو جامو کې به فردوس جنت له ځمه
يو اخيري مصره دې داوي اخر يې مه کړې د ځوانانو مجلسونه
يو ځلې بيا په دې لار راشه په پخوانو قدمو دې پرېوتل ګردونه
يو ځلې راغلی خوله مي ورکړه لار يې صحي کړه په غضب ککړه شومه
يو خو دې غونډه منډه خوله ده بل دې خبرې په کنډه تللي دينه
يو دې غريب پيدا کړم خدايه بل دې مين په کبرجنې نجلۍ کړمه
يو زخم نه دی چې به جوړ شي هزار زخمونه مې په زړه دي مړ به شمه
يو ګوټ اوبه منګی نه راکړه د وصال تږی يم اوبه بهانه کومه
يو وارې ټينگه غېږه راکړه بيا دې دا دا له توره ورکړه چې راځينه
يوازې خدای به پرې خبر وي د خندا ډکه خوله به چيرته ناسته وينه
يوازې ژوند مې په کار نه دی چې اشنا لاړو زه به تور لحد ته ځمه
/

ا ب پ ت ټ

اب کوثر جانانه راشه د بېلتانه پۀ سفر ځم تږی بۀ شمه
اب و دانه مې شوه تمامه ليلا په زړه راکړل د تورو گوزارونه
الله دې تا په چا مين کړي چې تن دې روغ وي زړه دې پټ کوي دردونه
الله درې ژر تياره ماښام کړي چې کچکول واخلم د يار در ته ودرېږمه
اباسين بيا پۀ څپو راغی پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه
اباسين بيا څپې څپې دی هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه
اباسين راغی غاړې غاړې پۀ سر يې راوړۀ کشميري د خيال شالونه
اپت وهلي کښت ته راغلم نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه
اټې اټې زلفې دې توی شوې د پا غوندې پۀ دود دې سر سپين شومه
اجر و جزا د عمل حق ده څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي بۀ وړينه
احمده خدای دې جنتي که تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه
اختر به بيا وطن ته راشي زړګيه تللی جانان بېرته نه راځينه
اختر پرون ؤ پرون تېر شو دا د دامان کوترو نن سرۀ کړۀ لاسونه
اختر پرون تېر شو عالمه د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه
اختر په منډه منډه راغی نه مې نتکۍ شته د نه د غاړې تاويزونه
اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه
اختر پۀ ورځ دې سينګار کړ څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه
اختر ته ډېره خوشالېږم زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه
اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه
اختر د واړو مبارک شه دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه
اختر دې تا ته مبارک شي چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
اختر له تا سره ښایېږي نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه
اختر نژدې دی روژه لاړه ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه
اختر نژدې دی ياره راشه مبارکي بۀ يو وبل ته ورکوونه
اختره ستا د برکته د جنکو په سينه زانګي زيړ ګلونه
اخر به مرم پاتې بۀ نه شم ته چې دا سپينه سينه ږدې پۀ دېوالونه
اخر بۀ پاتې شې ميدانه مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه
اخر بۀ خاورې شې بدنه که دې هر څو پر وطنو وګرزومه
اخر بۀ خاورې شې جانانه ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه
اخر بۀ خاورې شې صورته که دې هر څونه پۀ زربفتو کې ساتمه
اخر بۀ دا دنيا شي ورانه تر خاورو لاندې بۀ شي ښکلي بشرونه
اخر بۀ کند کچکول راواخلم چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه
اخر بۀ مرم پاتې بۀ نه شم که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه
اخر بۀ وران شې پېښوره د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه
اخر ته داسې درته وايم اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه
اخرنی ځای دې لحد دی ظالمه مه کوه پۀ ما ډېر ستمونه
اخيري ورځ ده راته ګوره بيا به د يو بل د ليدو ارمان کوونه
ادکې مورې څراغ بل کړه د مومن خان پۀ وينو سرۀ شول بالښتونه
اذان پۀ ځنډ کوه طالبه زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه
ارام د زړۀ مې پرې و نۀ شو که مې له سرو سترګو ويني تويومه
ارمان ارمان تېره ساعته پيدا به نشې که ملنګ درپسې شمه
ارمان ارمان خپله وطنه د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه
ارمان ارمان د دا دا کوره د ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه
ارمان ارمان دی لويه خدايه چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه
ارمان به وکړې وخت به تېر وي بيا به وطن راپسې ګورې نه به يمه
ارمان به هلته زما درشي چې سور پالنګ درته يوازې پاتې شينه
ارمان به هلته زما درشي چې کټ مې واخلي تورو خاورو ته مې وړينه
ارمان به هلته زما درشي چې مې ځوځان په قبر وسپړي ګلونه
ارمان به هلته زما درشي چې مې د سخات پيسو ته ونيسې لاسونه
آسمانه درز وهه راولېږه په ما قيامت دی چې په ټولو قيامت شينه
اسماني تندر شوې جانانه په ما راپرېوتي ذرې ذرې دې کړمه
امانتي مې ګور کې کېږدئ که اشنا راشي ما به خپل کلي ته وړينه
آواز يې اورم کتی نشم په ښاپېرو مې سر و کار دی وبه مرمه
اوبه د بر ګودر خوږې دي زه د جانان لپاره کوز ګودر له ځمه
اوبه د کوز ګودر خوږې دي لیلا د يار لپاره بر ګودر ته ځينه
اوبه دکوز ګودر خوږې دي زه د مين د پاره بر ګودر ته ځمه
اوبه دهر ګودر خو ږې دي جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه
اور چې بليږي اخر مړ شي د مينې اور سړی تر عمره سوزوينه
اوښکي مې سيند غوندې بهيږی بیا به د سيند د غاړی نهکوم سيلونه
اول به ته ورته حيران شې که مې ښکاره کړه د زخمي زړګي داغونه
اول به کله کله غم و اوس مې دوتر شو کروندې پکې کومه
اول دې ويل چې رامين شه اوس راته وايې چې خپل کار کوه مينه
اول مې فکر درته نه و اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دينه
ايمان دې ښه راته معلوم دی په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه
بابا ته لاړې سوال دې وکړو په زړه دې زه وم که دې نور کول سوالونه
بابادې ماوژلی نۀ دی چې راته نيسې دزړې ولې بندونه
باباکوچيانوته مې ورکړه چې تورپېکی مې دنښتروبادوهينه
باباګلان دباغه راوړه زۀ يې پېيمه جوړومه امېلونه
بابامې نۀ درکوي ياره لاړشه باباباندې مې وکړه تاويذونه
باباولي پرکندهاردی زماجانان يې وزيارت ته تللی ونه
بابوټيکس دې بېرته واخله زۀ مې شيرين جانان دکن ته نۀ لېږمه
بابوټيکس دې بېرته واخله مامروراشناپخلاکړبېرته ځينه
بابوکره زموږ وطن دی جندوله تاته سلامي راغلی يمه
باتۍ دتېلوپۀ زورسوځي ماته ديارغمونه اورشول ويې سومه
باچارخصت راکه چې ځمه چې پۀ وطن موغنم زېړ لويې کومه
باچاهي تخت مې پۀ کارنه دی جانان بۀ لوکازۀ بې وږي ټولومه
باد د جنت پکې لګيږي د غرمې خوب د شاليلا دېرې ته وړمه
باددبهۍ پۀ کې لګېږي دغرمې خوب بۀ دليلادېرې ته وړمه
باددپغمان له لورې راغی زمادياردزلفوبوی ماته راوړينه
باددخوتن دی راالوتی ياعنبري زلفې جانان سنبالوينه
باددې پلوله مخه يوسه چې ګلابي مخ دې پۀ سترګوووينمه
بادسبازماقاصد شه زماشيرين اشناته يوسه سلامونه
بادسبايارمې ويښ نه کړې دسهارخوب پرهلک ډېرغالبه وينه
بادمې ديارله لورې راغی پۀ وازه خوله به يې کوګل ته تېرومه
بادنن له پاسه که ښکې دی بوی دجانان مې پۀ دماغ ولګېدنه
باده پربادمې سلام وايه پرهغه بادچې داشناپۀ لورې ځينه
باده په باد مې سلام وايه په هغه باد چي د جانان په لورې ځينه
باده دخدای روی مې دروړی ژرراته وايه ګران زړګی څۀ حال لرينه
باده ديارحالونه راوړه ظالمان شته دي ماويارته نه پرېږدينه
باده ديارله لورې راشه ماته ملهم شه چې مې جوړشي پرهارونه
باده سلام پۀ جانان وايه هغه سلام چې باده تا راوړی ؤنه
باران داوښکومې ورېږي بې نيازه يارراته پۀ زړۀ راکړل زخمونه
باران که اوري باک يې نشته واورې دې نۀ اوري چې لارې بندوينه
بارانه ورو ورو واورېږه دمسافرجانان مې نشته دالانونه
بارانه ورو، وروپرې ورېږه په مسافر اشنا مې نشته دالانونه
بارانه ورو، وروپرې ورېږه وړې، وړې جنکۍ غره ته تللي دينه
باغ ته دې تګ مناسب نۀ دی ګلان شرمېږی مخ پۀ پاڼوپټوينه
باغ چې دزاغ پۀ حواله شي بلبل نری فريادکوي له باغه ځينه
باغ له دې تله مناسب نۀ دي پخپله ګل يې ګل دې ستاسلام کوينه
باغچه پۀ ګلوښه ښکارېږي لکه دپېغلې سينه ډکه پۀ ګلونه
باغچې دګلوشوې سمسورې باغوان وختي لښتي پر باغ تړلي دينه
باغوانه باغ مې دې خوښ نه شو چې پۀ کې نشته درامبېل چامبېل ګلونه
باغوانه پاڅه چې سهار دی ګلان دتندې درته خواست داوبوکړينه
باغوانه ورشه باغ سوتره که سبادرځمه دګلاب سيل بۀ کومه
باڼه دې مړه دي ښکته ګوري لکه چې مور دې نوره کور کې بندوينه
باڼه دی ورو جګ کړه شير ينې ما ته دی سم د زړه په سر ټو مبلی د ينه
بدن درياب زړه مې ګودر دی د غم ويلی پکې رګونه تللی دينه
بړستن دې واغوسته ويده شوې په زړه دې نشته د شرين جانان غمونه
بله ډيوه شه راته کښېنه زه دې پتنګ ستا د ديدن راغلی يمه
بنګړو دې نيمه شپه کې شرنګ کړو زه دې بهر تمبو ته لاس په نامه شومه
بنګړي نيم ښکته کړه نيم پورته چې په خالي مړوند دې سر ولګومه
بوټي راټول کړئ اور پرې بل کړئ زموږ دستور دی په رڼا خوله ورکوونه
بورا به خدای په گلو موړ کا باغوانه ستا نيمګړی نيت مې ژړوينه
بيا به پدې کلي رانشم د کلي مينځ د لېونۍ ورسېدنه
بيا به د کلي په منځ نه ځم د کلي منځ دلېونۍ ورسېدنه
بيا به ديار کلي ته نه ځم په خندا لاړ شم په ژړا بېرته راځمه
بيا به دې نوم په خوله وانخلم بېګاه دې مور له دروازې شړلی يمه
بيا به نرۍ جامې ونکړم باران لمده کړم اشنا ټوله وليدمه
بيلتونه چيرته چې ځی لاړ شه ګودر ته مه ځه چې بې تا پاتی شينه
بې غېر له تا مې عمر ګران دی زه به دا ګران عمر تر کومه تېرومه
بې ننګه ننګ راباندې وکړه سبا مې ستا په سر پانسۍ ته خېژوينه
بې وفا هله راته وايه چې ته لوګی شې زه لمبه نه شم مينه
بېګا مې مړ په خوب ليدلی سبا مې سرو شونډو پتري نيولي وونه
بېګاه په خوب کې ژړا راغله د مينې يار مې در په در غواړي خيرونه
بېلتون په هر چا مېلمه کيږي ماته چې راشي نو کلونه تېروينه
بېلتون د خلکو د خندا کړم ځکه هر وخت گرېوان شلېدلی گرځومه
بېلتون دې قدر رامعلوم کړ اوس به سلام په دوه لاسه درته کومه
بېلتون يواځې په ما ندی بېلتون شمال دی هره پاڼه رپوينه
بېلتون يوازې په ما ندی د بېلتانه د لاسه ډېر فرياد کوينه
بېلتونه راشه ستړی مه شې زړه مې پښتون دی مېلمه نه خفه کوينه
بېلتونه کور دې راته ښايه د زور دې نه يم ننواتې به درځمه
بیا به منګی ته ګو تی نه کړم مور د ګودر د تلو نه ما منعه کوينه
پاچائي تخت مې پۀ کار نۀ دی جانان دې لوکړي زۀبۀ وږي ټولومه
پاچائي تخت مې پۀ کارنۀ دی مادې ديارلۀ څنګه نۀ جداکوينه
پاس پراسمان راشه رامداره داسمې لارې راڼېزونيولې دينه
پاس پراوږودې منګی مات شه چې دسينې پۀ خوړ دې راشي سېلابونه
پاس پربام مه خېژه کوترې پورته اسمان کې بۀ شين لمرشرمنده شينه
پاس په کمره ولاړه ګله نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه
پاس په ګودر د پيغلو جنگ شو د سور سالو مير منې ما تې ګډوينه
پاس په ګودر ولاړه ګله يا به دې راوړم يا به مړ درپسې شمه
پاس په ګودر ولاړې ګله نصیب د چا يې او به زه در خيژومه
پاس په هوا راشه جانانه لارې کوڅې د غمازانو ډکې دينه
پاس په هوا راشه جانانه د ګودر لاري راڼيزو نیولی دينه
پاس پۀ اسمان کې ډزې وشوې چاويل ملوک دی دبدرۍ سلام ته ځينه
پاس پۀ اسمان کې ستوري ښکاري اشناويدۀ دی مايې وکړل ديدنونه
پاس پۀ اسمان کې ستوری زۀ وای نجلۍ وېده وای مايې وکړای ديدنونه
پاس پۀ اسمان کې ګړزهارشو جينکۍ ژاړي کشمالې ږاۍ وهينه
پاس پۀ اسمان کې مرحباشوه محمدوخوت دالله ديدارته ځينه
پاس پۀ بلۍ کوترې راغلې زۀ پۀ پوړوديارپوښتنه ترې کومه
پاس پۀ بنګله کې فريادخېژې يارنځوران دي يامين بېل شوي دينه
پاس پۀ تيرااوره بارانه دپېښورپۀ برخه سېل دی رابۀ شينه
پاس پۀ سينه ځای راته جوړکه مزل وهلې ځمکه ځای نۀ راکوينه
پاس پۀ کمرۀ ولاړه ګله نصيب دچايې اوبۀ زۀ درخېژومه
پاس پۀ کمرۀ ولاړې زرکې بازمې رنځوردی لۀ خولې وينې تويوينه
پاس پۀ ګودردپېغلوجنګ شو دسورسالومېرمنې ماتې ګډوينه
پاس پۀ هواراشه جانانه داکوزې لارې بېلتانۀ نيولې دينه
پاس د آسمان ستورو ته ګوره په تا مې دومره دي د سپينې خولې پورونه
پاس داسمان ستوروته ګوره پرتامې دومره دي دسپينې خولې پورونه
پاکه مولا که ته يې واخلې سړی سړی نه دی په بند يې ناسته يمه
پالنګ دسرونالۍ دزرو ليلادسروزروغنچه خوب پۀ کوينه
پالنګ ديارسره ښۀ ښکاري نۀ مې خوښېږي دابې ياره پالنګونه
پام کوه واردې خطانۀ شې دګلوڅانګه دې پرسرولاړه يمه
پانسۍ دزلفوماته راکړه زۀ بېلتانۀ پۀ مرګ خوشاله کړم مينه
پاولی ديخ سينه دې تخت دی چې درنژدې شم زړۀ مې يخ لاندې کوينه
پتنګ پۀ خاص څراغ مين دی ښايسته خولمردی ځان پرې نۀ کبابوينه
پتنګ خويوځل شهيدشوی افرين ماته چې مدام سوزم مينه
پتنګه خاورې دې پۀ سرشوې شموته جوړشوۀ پۀ ښيښوکې مقامونه
پتڼ پۀ منځ دبازارراغی شمعې مخ پټ کړويلې نۀ دې پېژنمه
پتڼ لۀ شمعې پۀ څنګ نۀ ځي زۀ بۀ ديارله غمه ولې پرڅنګ ځمه
پتڼ لۀ ما نه زده کړه وکړه ځکه خپارۀ وزرونه شمعې له ورځينه
پتڼه راشه کۀ پرې سوځې ستاداجل شمعه پۀ لاس کې ګرځومه
پټ بۀ دزړۀ دردونه تېر کړم بې درده يارته بۀ ونه وايم حالونه
پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم پټې بۀ وينې لړمانۀ ته تېرومه
پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم چې مې پۀ درد ظالم خبر نۀ شي مينه
پټ د ګودر په غاړه کينه چې ياره پټ په پټ وکړو ديدنونه
پټ کرمونه درب ډېر دي جانان ته وايه وارخطانۀ شې مينه
پټکی دې کوږ په وريځو کېده زه د همزولو په کتار کې ناسته يمه
پخوا به کله کله غم وو اوس د غمونو قافلې راسره ځينه
پر ګودر څه بلا لګيږی چې کشر ورو يې بدرګه ورسره ځينه
پر ګودر ګڼي ونی کیږده چې شا ليلا منګی په سوری ډکو ينه
پر ګودر نښه راته کيږده د ما زد يګر اوبو له ځم وا به يې خلمه
پردېس ځوانانو سره خوند کړي چې جنکۍ په سفر ځي ارمان راځينه
پرګودر سپينه سينه اوړی په لاره تير يدم ودی ويشتمه
پرګودر سور سالو ښکاره شو ماوې دی تورو اوبو اورواخيسته مينه
پرهر پرهر په توره راشې چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه
پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي په لامبوزن اشنا مې ډيره نازيدمه
پرېږده چې سپي مې غوښې وخوري بې وفا ياره در په در دې لټومه
پرېږده چې سرو وينو کې رنګ شمه د نيمې شپې له ديدن نه کراريدمه
پلار يې د بر کلي ملک دی لور يې د کوز کلي منګي راډکوينه
پلاريې دبر کلی ملک دی لور يې د کوز کلی منګی راډکو ينه
په ا خرت به لالی غواړم په دې دنيا يې ظالمان نه راکوينه
په اخرت کې به نارې کړم چې ناداني وه په ګناه نه پوهېدمه
په اوښکو لوند ګرېوان مې ګوره ستا له پېغوره مو رپه کور بند کړی يمه
په باغ کې سرې غوټۍ ته وايه چې تاته تور کشمالي ډېر سلام کوينه
په بام ولاړه يمه زنګېږم د خوبه نه يم د يار غم غلطومه
په بل وطن کې پيدا نشوې د نارنج ګله ننګرهار ته به درځمه
په بنګو چرسو مې کار نشته چي د جانان په کوڅه تېر شم نشه شمه
په پتاسو دې اموخته کړم اوس د جوارو ډوډۍ خوند نه راکوينه
په تصور مې ځان پاچا کړ چې سر مې جګ کړلو ګدا د دونيا ومه
په تن مې تور چينجي لګيا شول زړه ترېنه ساتم پکې ستا مينه لرمه
په تناره مه ورغوړېږه د وربل څوکې به دې اور وسوزينه
په تور لحد کې به نارې کړم زه د دنيا نه ارمانجن راغلي يمه
په تورو ټوک ټوک شي مړ مشې چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه
په تورو سترګو يې شهيد کړم تورې جنډې راباندې ودروئ مينه
په تُهمت مه شرمېږه ياره په ښو ځوانانو پسې تل وي تُهمتونه
په جدايۍ دې خفه نه يم خفه پدې يم چې رقيب دې خپلوينه
په جهان دوه څيزه مزه کا يا سپينه خوله يا د بوړي توپک غږونه
په څه خفه په څه جدا شوې اوس راته وايه چې توبه ترې اوباسمه
په خوله به جنګ درسره وکړم د زړه کوڅې به درنه ولې بېلومه
په خوله به جنګ درسره وکړم د زړه کوڅې درځنې کله بيلومه
په خوله به جنګ درسره وکړم د سترګو لاندې به زارۍ درته کومه
په خولې توبې توبې اوباسم په تا مين زړګی توبې نه قبلوينه
په دا يوه خبر خوشحال يم چې خان غريب به ټول يوې خاورې ته ځينه
په داسې خلكودې بدل كړم چې دعزت سرمايه بالكل نه لرينه
په ديواله مې سر اوچت کړو جنۍ لګيا ده ځانله سترګې توروينه
په زړه به لويه تيګه کېږدم جانانه تانه به يې ورو ورو صبرومه
په زړه دې ډېر داغونه راکړل ستا دجفا کيسې به چا چا ته کومه
په زړه مې غر دګيلو پروت دی هله به يې وايم زه دې سر په زنګون ږدمه
په زنکدن دې ژبه بند شه ماته دې ټول عمر دروغ ويلي دينه
په زنکدن کې مې رانغلې د جنازې لاندې مې مه ځه مخ تورنه
په زنکدن مې راحاضر شه بيا تر قيامته پورې نشته ديدنونه
په زنکدن مې راحاضر شه چې په سلګو کې سترګې تاته واړومه
په زيارتونو به جوړ نه شم ما به د سپينې خولې ازاد اخيستی وينه
په ژړا هغه خلک ژاړي چې د محفل ياران يې تورې خاورې شينه
په سپينه ږيره راپسې شوې رب خو دې مړ کړه د لمسۍ په ځای دې يمه
په سر دې کوم غماز ولاړ دی چې دې زما غريب يارۍ ته نه پرېږدينه
په سور سالو کې ګناه نشته ګناه نجلۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځينه
په صبر صبر پوره نشوه سبا مې نيت دې بې صبرۍ ته ملا تړمه
په صورت روغ درته ښکاريږم لکه غنم د زړه په سر چاودلی يمه
په غټو سترګو دې مين شوم ځکه مې غټې غټې اوښکې په مخ ځينه
په غم کې ستانه کمه نه يم لېونۍ نه يم چې به کلي خبرومه
په کټ کې سمه شه ځای راکړه لکه لړم په دېوالو رااوښتی يمه
په کشمالو کې مې حلال کړئ چې جنازه مې ښاپيري اوچتوينه
په کوڅه تېر شوم ګناهګار شوم شړنګار يې خيږي زولنې راته راوړينه
په کوژدن شوې مئين مه شې ته به ولاړ يې دا به بل ته ودوينه
په گودر سور سالو ښکاره شو ما ويل دې سپينو اوبو اور واخيست مينه
په ګودر څه ټکه لو يدلی چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه
په ګودر سور سالو ښکاره شو ما وېل دا سپينو اوبو اور واخيست مينه
په ګودر سور سالو ښکاره شو چاوې سالو دی وچاوې اور ولګيده
په لاره تلې کږه وږه شوې د ډېره خاله دې زېړ ګل وشرماونه
په لاره تلې مخ دې راستون کړو د ظالم لورې په ګولۍ دې وويشتمه
په لښتي ټوپ کړه بيا راټوپ کړه چې د اوربل روپۍ دې ګډې وډې کړمه
په لوی ګودر دی څڼی پری ولی په نری بادی يې وچوی مين دی کړمه
په ما دې ټول کلی خبر کړ په تا دې يو دا دا خبر دی زړه دې چوينه
په ما دې ځوانه ځواني اور کړه په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه
په ما دې کړې څه بلا ده چې دې د در خاورې په جېب کې ګرځومه
په مخ دې شړک د زلفو راکړو ځکه مې اوښکې د ملالو سترګو ځينه
په مرک به دواړه سره مړه شو ارمان مې دا دی چې به وړاندې وروسته شونه
په مرگ به مړ راپسې نشې دا لباسي اوښکې د هر چا په مخ ځينه
په مرګ به مرم پاتې به نشم ګور ته به يوسم ستا رټلي ځوابونه
په مرګ دې نه مري جانان خوږ دی په رنځ دې پرېوزي چې پوښتنې له ی ورځمه
په مسافرو مې زړه نه سوو اوس مې پرې سيزې چې مې يار مسافر شونه
په ناعلاجه مرض پروت يم په اشنا دوه قدمه ګران دي نه راځينه
په نيمه شپه دې بېرې راوړې بېرې دې نه خورم ما توتان خوړلي دينه
په نيمه شپه راشه جانانه د زړه تمبې مې نيمکښو پرې ايښي دينه
په وينو سور لکه ګلاب شه پښتنې ناوې به دې تور اوربل کې ږدينه
په يار مې ترخې زرغونې شوې زه يې د ديدن په تمه يم چې رابه شينه
په يارانه دې پويه نه شم په جدايۍ دې لکه مالګه اوبه شومه
پيزوان په کورمه کې جوړيږي د پېښور زرګره مات دې زه لاسونه
پېزوان مې ستا برېتو کې بند شو تر دروازې پورې جوړه درسره تلمه
پېزوانه ستا نه ګيله من يم د ليلا سرې شونډې خو تا ښکل کړې دينه
پېزوانه کوز شه اوبه وڅښه سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه
پېغلتوب نيمه پاچاهي وي ورک ناويتوب شه چې دوه نيمې ورځې وينه
پیغله ګودر ته روانيږی زړه يې منجله کړو پری منګی راوړی مينه
تا به په سرو وينو کې پرېدي ما ژړوي د معشوقو دغه ظلمونه
تا چې په مخ څپېړه راکړه د دلاسې سړی مې نشته وبه مرمه
تاسی دی بر ګودر ته ګوری د بيغلو جنګدی منګو ټی ګذاره وينه
تپه تياره ده نه دې وينم بنګړو ته شرنګ ورکړه چې ودې پېژمه
تر هديرې راسره لاړ شه د جنازې بازو مې پرې نه دې مينه
تردې پوړي ټوپک دې ځار شم په غاړه ستا دی کږه زه درسره ځمه
تکل به کله د راتلو کړې زه دې د لارې څوکيداره ناسته يمه
تنور چې تود شي اخير سوړ شي زړه چې مئين شي هميشه لمبې وهينه
تورو ته سپين خلک پيدا دي ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه
توره به نه کړې نو به څه کړې چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه
ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه
ته چې په ما پورې خندا کړې خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه
ته چې زما د يارۍ نه وې زما ويده زړګی دې ولې ويښونه
ته چې زما قبر ته راشې زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه
ته د کوهاټ په غاښي راشه زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه
ته د ګودر غاړی ته راشه ما په منګی کې پراټی راوړی دينه
ته ماز ديګر ګودر ته راشه په ګودر کيږی په اسانه ديدنونه
ته ماز ديګر ګودر ته راشه زه به منګی په لپو ورو ورو ډکو مه

ټبر دې ټول راباندې ګران دی زه ستا لپاره د وړو سلام کوومه
ټکرې د ځان پسې راکاږې خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه
ټګي دې وکړه ټکه ياره ستا دې ټګي زما دې صبر په خدای وينه
ټنګه وعده راسره وکړه د جنکو په وعده نه شته اتبارونه
ټوپک ويشلی به خدای جوړ کړي سترګو ويشتلی به رنځيږي مړ به شينه
ټوټې ، ټوټې په تورو راشې د بې ننګۍ آواز دې رامشه مينه
ټوټې ټوټې درباندې زه شوم په بخملي سينه دې نور کوي خوبونه
ټوټې ټوټې زړه به راټول کړم بيا به په نوم د يارانې سړی رټمه
ټول مې د زړه په سر راټول شوې ميرات شې غمه په خندا دې تېرومه
ټيکری د ځان پسې راکاږي خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه

 

 

اب کوثر جانانه راشه         د بېلتانه په سفر ځم تږی به شمه

اب و دانه مې شوه تمامه      ليلا په زړه راکړل د تورو گوزارونه

الله دې تا په چا مين کړي     چې تن دې روغ وي زړه دې پټ کوي دردونه

الله درې ژر تياره ماښام کړي           چې کچکول واخلم د يار در ته ودرېږمه

اباسين بيا په څپو راغی       په سر يې راوړه سپينې خولې زېړ پېزوانونه

اباسين بيا څپې څپې دی      هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه

اباسين راغی غاړې غاړې   په سر يې راوړه کشميري د خيال شالونه

اپت وهلي کښت ته راغلم     نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه

اټې اټې زلفې دې توی شوې  د پا غوندې په دود دې سر سپين شومه

اجر و جزا د عمل حق ده     څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي به وړينه

احمده خدای دې جنتي که     تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه

اختر به بيا وطن ته راشي    زړګيه تللی جانان بېرته نه راځينه

اختر پرون ؤ پرون تېر شو  دا د دامان کوترو نن سره کړه لاسونه

اختر پرون تېر شو عالمه     د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه

اختر په منډه منډه راغی       نه مې نتکۍ شته د نه د غاړې تاويزونه

اختر په ټوکو ټوکو راغی     نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه

اختر په ورځ دې سينګار کړ            څوک دې په زړه دي که ډاډه وهې ټالونه

اختر ته ډېره خوشالېږم       زما ديار وعده اختر دی رابه شينه

اختر چې تېر شي بيا به راشي          دا د ځوانۍ عمر په بېرته نه راځينه

اختر د واړو مبارک شه      دا د ځوانۍ عمر په بېرته نه راځينه

اختر دې تا ته مبارک شي    چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه

اختر له تا سره ښایېږي       نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه

اختر نژدې دی روژه لاړه   ليلا به چاته سرې منګلې ښکاروينه

اختر نژدې دی ياره راشه    مبارکي به يو وبل ته ورکوونه

اختره ستا د برکتهد جنکو په سينه زانګي زيړ ګلونه

اخر به مرم پاتې به نه شم    ته چې دا سپينه سينه ږدې په دېوالونه

اخر به پاتې شې ميدانه        مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه

اخر به خاورې شې بدنه      که دې هر څو پر وطنو وګرزومه

اخر به خاورې شې جانانه   ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه

اخر به خاورې شې صورتهکه دې هر څونه په زربفتو کې ساتمه

اخر به دا دنيا شي ورانه      تر خاورو لاندې به شي ښکلي بشرونه

اخر به کند کچکول راواخلم  چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه

اخر به مرم پاتې به نه شم    که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه

اخر به وران شې پېښوره    د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه

اخر ته داسې درته وايم        اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه

اخرنی ځای دې لحد دی      ظالمه مه کوه په ما ډېر ستمونه

اخيري ورځ ده راته ګوره   بيا به د يو بل د ليدو ارمان کوونه

ادکې مورې څراغ بل کړه    د مومن خان په وينو سره شول بالښتونه

اذان په ځنډ کوه طالبه         زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه

ارام د زړه مې پرې و نه شو            که مې له سرو سترګو ويني تويومه

ارمان  ارمان تېره ساعته     پيدا به نشې که ملنګ درپسې شمه

ارمان ارمان خپله وطنه       د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه

ارمان ارمان د دا دا کوره     د ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه

ارمان ارمان دی لويه خدايه  چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه

ارمان به وکړې وخت به تېر وي       بيا به وطن راپسې ګورې نه به يمه

ارمان به هلته زما درشي     چې سور پالنګ درته يوازې پاتې شينه

ارمان به هلته زما درشي     چې کټ مې واخلي تورو خاورو ته مې وړينه

ارمان به هلته زما درشي     چې مې ځوځان په قبر وسپړي ګلونه

ارمان به هلته زما درشي     چې مې د سخات پيسو ته ونيسې لاسونه

آسمانه درز  وهه راولېږه    په ما قيامت دی چې په ټولو قيامت شينه

اسماني تندر شوې جانانه     په ما راپرېوتي ذرې ذرې دې کړمه

امانتي مې ګور کې کېږدئ    که اشنا راشي ما به خپل کلي ته وړينه

آواز يې اورم کتی نشم         په ښاپېرو مې سر و کار دی وبه مرمه

اوبه د بر ګودر خوږې دي   زه د جانان لپاره کوز ګودر له ځمه

اوبه د کوز ګودر خوږې ديلیلا د يار لپاره بر ګودر ته ځينه

اوبه دکوز ګودر خوږې دي  زه د مين د پاره بر ګودر ته ځمه

اوبه دهر ګودر خو ږې دي  جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه

اور چې بليږي اخر مړ شي  د مينې اور سړی تر عمره سوزوينه

اوښکي مې سيند غوندې بهيږی         بیا به د سيند د غاړی نهکوم سيلونه

اول به ته ورته حيران شې   که مې ښکاره کړه د زخمي زړګي داغونه

اول به کله کله غم و            اوس مې دوتر شو کروندې پکې کومه

اول دې ويل چې رامين شه   اوس راته وايې چې خپل کار کوه مينه

اول مې فکر درته نه و        اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دينه

ايمان دې ښه راته معلوم دی  په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه

بابا ته لاړې سوال دې وکړو            په زړه دې زه وم که دې نور کول سوالونه

بابادې ماوژلی نه دی          چې راته نيسې دزړې ولې بندونه

باباکوچيانوته مې ورکړه     چې تورپېکی مې دنښتروبادوهينه

باباګلان دباغه راوړه          زه يې پېيمه جوړومه امېلونه

بابامې نه درکوي ياره         لاړشه باباباندې مې وکړه تاويذونه

باباولي پرکندهاردی           زماجانان يې وزيارت ته تللی ونه

بابوټيکس دې بېرته واخله    زه مې شيرين جانان دکن ته نه لېږمه

بابوټيکس دې بېرته واخله    مامروراشناپخلاکړبېرته ځينه

بابوکره زموږ وطن دی       جندوله تاته سلامي راغلی يمه

باتۍ دتېلوپه زورسوځي      ماته ديارغمونه اورشول ويې سومه

باچارخصت راکه چې ځمه  چې په وطن موغنم زېړ لويې کومه

باچاهي تخت مې په کارنه دی           جانان به لوکازه بې وږي ټولومه

باد د جنت پکې لګيږي        د غرمې خوب د شاليلا دېرې ته وړمه

باددبهۍ په کې لګېږي         دغرمې خوب به دليلادېرې ته وړمه

باددپغمان له لورې راغی     زمادياردزلفوبوی ماته راوړينه

باددخوتن دی راالوتی          ياعنبري زلفې جانان سنبالوينه

باددې پلوله مخه يوسه         چې ګلابي مخ دې په سترګوووينمه

بادسبازماقاصد شهزماشيرين اشناته يوسه سلامونه

بادسبايارمې ويښ نه کړې   دسهارخوب پرهلک ډېرغالبه وينه

بادمې ديارله لورې راغی     په وازه خوله به يې کوګل ته تېرومه

بادنن له پاسه که ښکې دی    بوی دجانان مې په دماغ ولګېدنه

باده پربادمې سلام وايه        پرهغه بادچې داشناپه لورې ځينه

باده په باد مې سلام وايه      په هغه باد چي د جانان په لورې ځينه

باده دخدای روی مې دروړی            ژرراته وايه ګران زړګی څه حال لرينه

باده ديارحالونه راوړه        ظالمان شته دي ماويارته نه پرېږدينه

باده ديارله لورې راشه        ماته ملهم شه چې مې جوړشي پرهارونه

باده سلام په جانان وايه       هغه سلام چې باده تا راوړی ؤنه

باران داوښکومې ورېږي     بې نيازه يارراته په زړه راکړل زخمونه

باران که اوري باک يې نشته            واورې دې نه اوري چې لارې بندوينه

بارانه ورو ورو واورېږه    دمسافرجانان مې نشته دالانونه

بارانه ورو، وروپرې ورېږه            په مسافر اشنا مې نشته دالانونه

بارانه ورو، وروپرې ورېږه            وړې، وړې جنکۍ غره ته تللي دينه

باغ ته دې تګ مناسب نه دی            ګلان شرمېږی مخ په پاڼوپټوينه

باغ چې دزاغ په حواله شي  بلبل نری فريادکوي له باغه ځينه

باغ له دې تله مناسب نه دي  پخپله ګل يې ګل دې ستاسلام کوينه

باغچه په ګلوښه ښکارېږي  لکه دپېغلې سينه ډکه په ګلونه

باغچې دګلوشوې سمسورې  باغوان وختي لښتي پر باغ تړلي دينه

باغوانه باغ مې دې خوښ نه شو        چې په کې نشته درامبېل چامبېل ګلونه

باغوانه پاڅه چې سهار دی  ګلان دتندې درته خواست داوبوکړينه

باغوانه ورشه باغ سوتره که            سبادرځمه دګلاب سيل به کومه

باڼه  دې مړه دي ښکته ګوري           لکه چې مور دې نوره کور کې بندوينه

باڼه  دی ورو جګ کړه شير ينې       ما ته دی سم د زړه په سر ټو مبلی د ينه

بدن درياب زړه مې ګودر دی            د غم ويلی پکې رګونه تللی دينه

بړستن دې واغوسته ويده شوې         په زړه دې نشته د شرين جانان غمونه

بله ډيوه شه راته کښېنه       زه دې پتنګ ستا د ديدن راغلی يمه

بنګړو دې نيمه شپه کې شرنګ کړو   زه دې بهر تمبو ته لاس په نامه شومه

بنګړي نيم ښکته کړه نيم پورته         چې په خالي مړوند دې سر ولګومه

بوټي راټول کړئ اور پرې بل کړئ    زموږ دستور دی په رڼا خوله ورکوونه

 

بورا به خدای په گلو موړ کاباغوانه ستا نيمګړی نيت مې ژړوينه

بيا به پدې کلي رانشم          د کلي مينځ د لېونۍ ورسېدنه

بيا به د کلي په منځ نه ځم     د کلي منځ  دلېونۍ ورسېدنه

بيا به ديار کلي ته نه ځم      په خندا لاړ شم په ژړا بېرته راځمه

بيا به دې نوم په خوله وانخلم            بېګاه دې مور له دروازې شړلی يمه

بيا به نرۍ جامې ونکړم      باران لمده کړم اشنا ټوله وليدمه

بيلتونه چيرته چې ځی لاړ شه          ګودر ته مه ځه چې بې تا پاتی شينه

بې غېر له تا مې عمر ګران دی         زه به دا ګران عمر تر کومه تېرومه

بې ننګه ننګ راباندې وکړه  سبا مې ستا په سر پانسۍ ته خېژوينه

بې وفا هله راته وايه           چې ته لوګی شې زه لمبه نه شم مينه

بېګا مې مړ په خوب ليدلی    سبا مې سرو شونډو پتري نيولي وونه

بېګاه په خوب کې ژړا راغله            د مينې يار مې در په در غواړي خيرونه

بېلتون په هر چا مېلمه کيږيماته چې راشي نو کلونه تېروينه

بېلتون د خلکو د خندا کړم    ځکه هر وخت گرېوان شلېدلی گرځومه

بېلتون دې قدر رامعلوم کړ    اوس به سلام په دوه لاسه درته کومه

بېلتون يواځې په ما ندی       بېلتون شمال دی هره پاڼه رپوينه

بېلتون يوازې په ما ندی       د بېلتانه د لاسه ډېر فرياد کوينه

بېلتونه راشه ستړی مه شې  زړه مې پښتون دی مېلمه نه خفه کوينه

بېلتونه کور دې راته ښايه    د زور دې نه يم ننواتې به درځمه

بیا به منګی ته ګو تی نه کړممور د ګودر د تلو نه ما منعه کوينه

پاچائي تخت مې په کار نه دی           جانان دې لوکړي زهبه وږي ټولومه

پاچائي تخت مې په کارنه دی            مادې ديارله څنګه نه جداکوينه

پاس پراسمان راشه رامدارهداسمې لارې راڼېزونيولې دينه

پاس پراوږودې منګی مات شه          چې دسينې په خوړ دې راشي سېلابونه

پاس پربام مه خېژه کوترې  پورته اسمان کې به شين لمرشرمنده شينه

پاس په کمره ولاړه ګله       نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه

پاس په ګودر د پيغلو جنگ شو          د سور سالو مير منې ما تې ګډوينه

پاس په ګودر ولاړه ګله       يا به دې راوړم يا به مړ درپسې شمه

پاس په ګودر ولاړې ګله      نصیب د چا يې او به زه در خيژومه

پاس په هوا راشه جانانه      لارې کوڅې د غمازانو ډکې دينه

پاس په هوا راشه جانانه      د ګودر لاري راڼيزو نیولی دينه

پاس په اسمان کې ډزې وشوې          چاويل ملوک دی دبدرۍ سلام ته ځينه

پاس په اسمان کې ستوري ښکاري     اشناويده دی مايې وکړل ديدنونه

پاس په اسمان کې ستوری زه وای     نجلۍ وېده وای مايې وکړای ديدنونه

پاس په اسمان کې ګړزهارشو           جينکۍ ژاړي کشمالې ږاۍ وهينه

پاس په اسمان کې مرحباشوه            محمدوخوت دالله ديدارته ځينه

پاس په بلۍ کوترې راغلې    زه په پوړوديارپوښتنه ترې کومه

پاس په بنګله کې فريادخېژې            يارنځوران دي يامين بېل شوي دينه

پاس په تيرااوره بارانه        دپېښورپه برخه سېل دی رابه شينه

پاس په سينه ځای راته جوړکه          مزل وهلې ځمکه ځای نه راکوينه

پاس په کمره ولاړه ګله       نصيب دچايې اوبه زه درخېژومه

پاس په کمره ولاړې زرکې  بازمې رنځوردی له خولې وينې تويوينه

پاس په ګودردپېغلوجنګ شودسورسالومېرمنې ماتې ګډوينه

پاس په هواراشه جانانه       داکوزې لارې بېلتانه نيولې دينه

پاس د آسمان ستورو ته ګوره           په تا مې دومره دي د سپينې خولې پورونه

پاکه مولا که ته يې واخلې    سړی سړی نه دی په بند يې ناسته يمه

پالنګ دسرونالۍ دزرو       ليلادسروزروغنچه خوب په کوينه

پالنګ ديارسره ښه ښکارينه مې خوښېږي دابې ياره پالنګونه

پام کوه واردې خطانه شې    دګلوڅانګه دې پرسرولاړه يمه

پانسۍ دزلفوماته راکړه       زه بېلتانه په مرګ خوشاله کړم مينه

پاولی ديخ سينه دې تخت دیچې درنژدې شم زړه مې يخ لاندې کوينه

پتنګ په خاص څراغ مين دی           ښايسته خولمردی ځان پرې نه کبابوينه

پتنګ خويوځل شهيدشوی    افرين ماته چې مدام سوزم مينه

پتنګه خاورې دې په سرشوې           شموته جوړشوه په ښيښوکې مقامونه

پتڼ په منځ دبازارراغی       شمعې مخ پټ کړويلې نه دې پېژنمه

پتڼ له شمعې په څنګ نه ځي            زه به ديارله غمه ولې پرڅنګ ځمه

پتڼ له ما نه زده کړه وکړه   ځکه خپاره وزرونه شمعې له ورځينه

پتڼه راشه که پرې سوځې    ستاداجل شمعه په لاس کې ګرځومه

پټ به دزړه دردونه تېر کړمبې درده يارته به ونه وايم حالونه

پټ به ديار له غمه ژاړم      پټې به وينې لړمانه ته تېرومه

پټ به ديار له غمه ژاړم      چې مې په درد ظالم خبر نه شي مينه

پټ د ګودر په غاړه کينه      چې ياره پټ په پټ وکړو ديدنونه

پټ کرمونه درب ډېر دي     جانان ته وايه وارخطانه شې مينه

پټکی دې کوږ په وريځو کېده            زه د همزولو په کتار کې ناسته يمه

پخوا به کله کله غم وو         اوس د غمونو قافلې راسره ځينه

پر ګودر څه بلا لګيږی       چې کشر ورو يې بدرګه ورسره ځينه

پر ګودر ګڼي ونی کیږده      چې شا ليلا منګی په سوری ډکو ينه

پر ګودر نښه راته کيږده      د ما زد يګر اوبو له ځم وا به يې خلمه

پردېس ځوانانو سره خوند کړي        چې جنکۍ په سفر ځي ارمان راځينه

پرګودر سپينه سينه اوړی    په لاره تير يدم ودی ويشتمه

پرګودر سور سالو ښکاره شو          ماوې دی تورو اوبو اورواخيسته مينه

پرهر پرهر په توره راشې   چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه

پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي      په لامبوزن اشنا مې ډيره نازيدمه

پرېږده چې سپي مې غوښې وخوري  بې وفا ياره در په در دې لټومه

پرېږده چې سرو وينو کې رنګ شمه  د نيمې شپې له ديدن نه کراريدمه

پلار يې د بر کلي ملک دی   لور يې د کوز کلي منګي راډکوينه

پلاريې دبر کلی ملک دی     لور يې د کوز کلی منګی راډکو ينه

په ا خرت به لالی غواړم     په دې دنيا يې ظالمان نه راکوينه

په اخرت کې به نارې کړم   چې ناداني وه په ګناه نه پوهېدمه

په اوښکو لوند ګرېوان مې ګوره        ستا له پېغوره مو رپه کور بند کړی يمه

په باغ کې سرې غوټۍ ته وايه          چې تاته تور کشمالي ډېر سلام کوينه

په بام ولاړه يمه زنګېږم      د خوبه نه يم د يار غم غلطومه

په بل وطن کې پيدا نشوې    د نارنج ګله ننګرهار ته به درځمه

په بنګو چرسو مې کار نشتهچي د جانان په کوڅه تېر شم نشه شمه

په پتاسو دې اموخته کړم     اوس د جوارو ډوډۍ خوند نه راکوينه

په تصور مې ځان پاچا کړ   چې سر مې جګ کړلو ګدا د دونيا ومه

په تن مې تور چينجي لګيا شول         زړه ترېنه ساتم پکې ستا مينه لرمه

په تناره مه ورغوړېږه        د وربل څوکې به دې اور وسوزينه

په تور لحد کې به نارې کړمزه د دنيا نه ارمانجن راغلي يمه

په تورو ټوک ټوک شي مړ مشې       چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه

په تورو سترګو يې شهيد کړم            تورې جنډې راباندې ودروئ مينه

په تُهمت مه شرمېږه ياره     په ښو ځوانانو پسې تل وي تُهمتونه

په جدايۍ دې خفه نه يم        خفه پدې يم چې رقيب دې خپلوينه

په جهان دوه څيزه مزه کا    يا سپينه خوله يا د بوړي توپک غږونه

په څه خفه په څه جدا شوې  اوس راته وايه چې توبه ترې اوباسمه

په خوله به جنګ درسره وکړم          د زړه کوڅې به درنه ولې بېلومه

په خوله به جنګ درسره وکړم          د زړه کوڅې درځنې کله بيلومه

په خوله به جنګ درسره وکړم          د سترګو لاندې به زارۍ درته کومه

په خولې توبې توبې اوباسم   په تا مين زړګی توبې نه قبلوينه

په دا يوه خبر خوشحال يم    چې خان غريب به ټول يوې خاورې ته ځينه

په داسې خلكودې بدل كړم    چې دعزت سرمايه بالكل نه لرينه

په ديواله مې سر اوچت کړوجنۍ لګيا ده ځانله سترګې توروينه

په زړه به لويه تيګه کېږدم   جانانه تانه به يې ورو ورو صبرومه

په زړه دې ډېر داغونه راکړل           ستا دجفا کيسې به چا چا ته کومه

-
بېرته شاته