(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غني خان

[12.Apr.2022 - 14:00]

 غني خان خپل کتاب کې لیکي!

 

بعضې پښتانه د دې جوګه نه وو چې امان الله خان یې بچ کړی ووخو دوي ته مالومه ده چې دوي ولې داسې ونکړئ شول، د فرنګیانو (انګریزانو) په وخت کې د هندوستان د حکومت پولیټکل انتظامیی یو مقصد دا وو چې هغه د خیبر بازانو ته د کارغانو ، ټپوسانو، ګنجۍ په څیر لارې چارې ورزده کړي

.....................

 

انګرېزانو  ټولو نه لاندې او حرص ناکه قبیلې راوپارولې هغوي ته یې ‌‌‌‌‌‌ډیر اهمیت ورکړوقبائلي علاقو کې ټول اثر رسوخ د دوه کسانو په لاس کې ولوید،  ېو ګوډاګی خان او بل مُلا. خان د دې دُنیا بادشاه دی او مُلا د هغې جهان د بادشاهۍ دعویٰ کوی. پولیټکل انتظامیې قبائلو ته هغه بزرګان مُلایان وړاندې کړل چا چې د الله د خادمانو په جامه کې د شیطان خدمت کولو. هغوي د قبائلي ولس د الله د بې کچه تابعدارۍ جذبه د ورور خلاف په بې خرته کینه کې بدله کړه او د هغوي ساده باده عقیده او ایمانداري د دهوکې او بډې خورۍ په کار راوسته ، انګریزان په ښکلي ‌‌‌‌‌‌ډول بریالي شول پښتانه د هیڅ قسمه سوچ او فکر نه بې پروا د خپل ورور په مرۍ چاړې راښکلو کې بوخت وو هر طرف ته وینه او توره تیاره وه، د فرنګي (انګريز) سلطنت سلامت او پښتون تباه برباد وو

-
بېرته شاته