(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فاروق سرور

[11.Apr.2022 - 12:48]

فاروق سرور او د هغه ادبي هلې ځلې او چوپړ

لیک:  اقبال احمد افکار

{{  سپيځلې هنرمند فاروق سرور ژوند ، فن او خدمات  }}

 ښاغلي فاروق سرور زه د کال 1992 نه د يو جديد استاکار اديب په هيڅ پيژنم - ښاغلے فاروق سرور  د پښتنو په يو علمي کورنۍ کوئټه ښار کښې په 25 مئ 1962 زيږېدلے دے ابتدائي تعليم يې تر لسم جماعته په اسلاميه هائي سکول کوئټه وئيلې دے - بيچلر يې د ګورنمنټ کالج کوئټه نه کړې دے ، د کوئټه يونيورسټي نه يې په انګلشي ادب کښې د ماسټر ډګري اخستې ده. او ګورنمنټ لاء کالج نه يې ايل ايل بي کړې ده . د پيشې د لحاظه د هائي کورٹ او سپريم  سينئر وکيل دےيعنې قانون پوهه اعلي تعيلم يافته دے سرپ ماسټر نه د انګلشي ادب سره يي د دنيا د ګڼ شمير ژبو د ادب د قيقه لوسته لري - دغه لوسته د هغه په نثري ليکونو ادبي تبصرو او کالمونو کښې مونږ ته په شدت سره په نظر رازي د  اردو ورځ پاڼه " جنګ " کوئټه  او انګريزۍ ورځ پاڼه " بلوچستان ټايم" کښې په اردو او انګريزۍ ژبه ددې کالمونو په وسيله  پښتانه ليکوال او شاعران په دنيا ورپيژني. د پښتو ژبې ادب د خورونې او روزنې دغه عمل  ښاغلے فاروق سرور په سوشل ميډيا هم په اردو انګلشي ژبه په پښتنه مينه په روڼ تندي تر سره کوي. فاروق د مينې جوړ انسان دے  هغه په په وينه تشه مينه ده هغه هر چاته په مينه ورکولو کښې بخل نه کار نه اخلي د هغه په شونډو مسکا څه چې هر وخت  په خله په بړق بړق خندا وي. د هغه دا خندا لکه د سيلاب د بنده غمونه يوسي او خوشحالۍ ورکړي  د هغه شخصيت سره يې  مينه له زياته شي.

د فاروق سرور د اردو ددغې کالمونو دوه مجموعې د " ادب سير " په نوم چاپ دي او منظر عام ته راغلي ديفاروق سرور د پاکستان ټيلي ويژن کوئټه سنټر ډرامه رائټر او ډرامه ممثل { ډرامه آرټسټ} دے په دې مد کښې ورته دغه ټيلي ويژن سنټر د بهترين ډرامه ليکونکي او اداکار ايوارډونه ورکړي دي - د مناسب قد کوټلي وجود خنده رويه څهرې لرونکې دا ښاغلې د خداې په مخلوق مئين دے - او دخپل قام نماينده اديب دے - د پښتو ژبې اوستاکار سپيځلے افسانه نګار کالم نګار په حيث خپله پيژندګلو لري - په اسلام آباد کښې د نړيوال کچ په سيمينارونو کښې دپښتو ادب افسانې ناول په بابله د ليکچرو به زما سر د فخر نه اوچت کړو چې نړيوالو اديبانو به هغه ته خيراج وړاندې کولو او د هغه ليکچر به يي ستائيلو - دښاغلي فاروق سرور سره زما د مينې سبب د هغه مسکين سپيځلے شخصيت علميت د هغه د فن عظمت دے ـ د جديد پښتو ادب د افسانې په هنر کښې ځان له جوت او ځانګړې مقام جوړ کړېدې دے ـ

د ښاغلي فاروق سرور د علامتي افسانې کمال دا وي چې دړومبې جملې سره د بنده په ذهن خپل ماحول انځور شي کوم چې د خپل کلتور هنداره وي - د هغه د تخليق ژبه دخپل ماحول سره سمه وي - ساده سپيځلي کردار يا کردارونه يي هم د خپل طبعي ماحول سره څنګ په څنګ روان وي - دغه رنګ مکالمه يي هم د کردارونو سره څنګ وهي او ميچ کوي جوړښت خوري - علامتونه يي ژوندي وي چې  د ژوند په مړو رګونو کې ساه پوک وهي او ژوند له حرکت ورکوي - ماته چې کله وخت ترلاسه شي د فاروق سرور افسانه ضرور لولم ولے چې هغه مختصر هم وي د فن په زرزرين چوکاټ کې د فکر په لوړوالي اړه وي - او زما په ذهن داسې چاپ شي چې د مودو ترې هغه لذت اخلم کوم چې فاروق ددې تخليق په وخت ترې اخستې وي - " دريهغالبا د فاروق سرور د لنډو کيسو ړومبې مجموعه وه دغه وخت د پښتو ادب په آسمان دطاهر آفريدي ,زرين انځور , کبري مظهري ,بريالي باجوړيحسن خان سوز، عبدالکافي اديب په څير ځلنده ستوري پړقيدل  - هم په دغه مهال زمونږ ځوان کول کښې ګڼ شمير د هغه وخت ځوانانو د اوس استاذانو د پښتو افسانې تخليق ته مخه شوې وه په دغه ټولو کښې درې نومونه داسې وو چې د علامتي افسانه ليکونکيو په هيڅ خلقو منل دغو ښاغليو کښې ښاغلےعنايت الله ضياء , ښاغلے نورالامين يوسفزے  او بل ښاغلے فاروق سرور دے ـ ښاغلي فاروق سرور په اردو او انګلشي ژبه هم بهترينې افسانې ليکلي دي چې قيصه پلاټ , ماحول ,کردارونه او مکالمه يي د خپلې پښتنې ټولنې دي - دغه وجه ده چې د فاروق سرور دغې افسانې د دغو ژبو استاذانو او نقادانو منلي او ستائيلي دي - او هغه ته يي درناوې ورکړې دے - نه پوهيږي چې د فاروق سرور دا خوش بختي ده که بد بختي چې هغه په پښتو ادب کښې د نړي وال کچ افسانې تخليق کوي خو دا د پښتو ژبې ادب ښه او لوې بخت ګڼم چې د ښاغلي فاروق سرور په څير تخليقار ورکښې افسانه تخليق کوي - او د بې وزله پښتنو دردونهتکليفونه او ستونزې د افسانې په فني چوکاټ په وسيله د نړۍ سره شريکه وي - د ښاغلي فاروق سرور ځنې افسانې اصلاحي بڼه لري - زمونږ په پښتنه ټولنه کښې چې کوم بد کردارونه عملونه دي د هغې اصلاح يي په داسې ښکلي سپيځلي انداز کړې ده چې د لوستونکي دجمالياتي حس تسکين سره دټولنې په څهره بدنما داغونه هم ورښايي - دغه رنګ د فاروق سرور د  افسانې خلق خوند هم اخلي او رنګ هم دغه خوند رنګ د يو مثالي انساني ټولنې  ښائست او ښکلا رنګونه وي چې د ټولنې د وګړو روح ته تسکين ورکوي - د خپل اولس د روح د تسکين او د ښکلا , مينې, وفا  دپاره او د يو مثالي انساني ټولنې د جوړښت دپاره نه  پوهيږم چې د فاروق سرور په څير اوستار فنکاران دکوم،  کوم ذهني اذيت سختو او تکاليفونو راتيرشوي وي - زه خبر يم چې تخليق څومره ګران کړان کار دے - او مونږ تخليق ته او تخليقارکار ته په کوم نظر ګورو شايد ارواښاد مشر ايوب صابر هم له دې وجه ېي دا اظهار په دې شعرکښې کړې دے -

د زړګي چې وينې وڅڅوم بيت شي

زمانې زما نقصان ته خو خيال وکړه 

 فاروق سرور له که هر څو  حکومت بلوچستان د هغه په کتابونو او د هغه په شخصيت ايوارډونه ورکړي دي - اکادمي ادبيات پاکستان ورله په کتابونو " خوشحال خان خټک " ايوارډونه ورکړي دي- د کوئټه ټيلي ويژن د هغه  ډرامه ليکونکي او   د ممثل ( ډرامه آرټسټ ) په حيث د هغه کار و زيار  ستائيلې دے ايوارډونه ، سندونه يې ورکړي عن تر دې چې حکومت پاکستان په صدارتي تمغه حسن کاکردګي هم نمانځلے دے خو بيا هم  زه ګڼم چې متاسفانه پښتنې ټولنې هغه له هغه  درناوې نه دې ورکړې کوم چې د ده حق دے - په 21 تمه پيړۍکښې هم مونږ د قبيلوي تعصب ښکار يو - خپل دغه رنګ خلق يا په زمکه منډو يا يي داسې تضحک کوو چې هغه زړه ماتې شي او ددې هر څه يو خوا ته شي مهذب او پرمخ تللي اولسونه خپل داسې خلق نازوي وياړوي - زه د ښاغلي فاروق سرور په څير هغه ټولو شخصيتونو ته خراج وړاندے کوم  چې په دې خپي خپي ماحول کښې هم خوا بدي کيږي نه او د خپلې انساني پښتني ټولنې دښائست او ښکلا دپاره خپل خداې ورکړي صلاحيتونه کاروي

 

زه  يوازې  ډير  يم  ستا  غمونو ستا دردونو له

زه چې يم ژوندے غمونه تاته در نيزدې مه شه 

 

  هر څو که د افغانستان او  ښکتې پښتونخوا په سيمينارونو کانفرنسونو کښې فاروق سرور کمې په شدت سره احساسيږي - خو هغه ددې هر څه بې پروا لګيا دې د رسا پارسا فکر د يو ذمه وار تخليقار  په حيث خپلې ذمه وارئ پوره کوي.   تيرو څلويښتو کلونو را هسې چې عالمي سامراجي قوتونو چې د خپلو مفاداتو دپاره د پښتنو په خاوره کوم اور بل کړې دے او پښتانه ځوانان ,ګلالي ماشونان , مشران ,ميرمنې ددې اور خشاک څنګ جوړ شول پښتنه ټولنه څنګ د تباهۍ سره مخ شوې ده او په  سياسي ,کلتوري ,معاشي ,معاشرتي ,مذهبي نفسياتي حواله په پښتانه ټولنه بد اثرات مرتب شوي دي؟  دا د ښاغلي فاروق سرور د افسانو دويمه موضوع ده - لکه د ژوندي عکسونو يي په خپلو افسانو کښې د راتلونکي دپاره خوندي کړي دي او د يو ذمه وار اديب په حيث يي خپل حق ادا کړې دے - زه د فاروق سرور د روغې سټې اوږد خوشحاله ژوند غواړم چې د وخت دا رهبر د خپلو تخليقي صلاحيتونو په وسيله د ښکلا ,مينې وفا په اساس د مثالي انساني پښتنې ټولنې جوړولو د پاره کار وکړي. د فاروق سرور د چاپ  کتابونه څه په دې ډول دي. دريه (تمبل )- ليوه - ندي کی پیاس اردو - تنده - سکروټي - ګريغکه - زنځيرونه- بوډا او ماشوم- مانو-سګوان - The Wolf- مجرم او آسمان - بهيڑیا اردو - د آفسانو دوه نور کتابونه زير طبع دي ژوند بريا يې په برخه شه.

ما     سره     وفا    وه    در    لوګې کړه

ياره اوس په خداې به شي په تا به شي 

 

په درناوي : اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته