(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فقیر

[11.Apr.2022 - 12:14]

Faqir of Ipi. The great leader of Pashtunistan.

 

فخری پښتونستان غازی ایپی فقیر.

 

فقیر د عربې ټکی دے او مطلب یی د غریب یا روحانی سړی کیږی.خو دا ټکی پښتو کې هم  خلک کاروي.

ایپی د شمالی وزیرستان د یو کلی نامه ده چی د بنو او رزمک لاره باندی پروت دے او دغه د فقیر ایپی د اوسیدنی ځای وو.

د ایپی فقیر اصلی نوم مرزا علی خان وو په 1897 کال کی د توری وزیرو د مدا خیل برخه کی د بنګل خیل خاندان کی پیده شوی وو.

هغه لا وړکے وو چی پلار یی وفات شو.

 

مارچ 1936 په بنو کی یوه داسې واقعه وشوه چی د ایپی فقیر د ژوند لاره یی بدله کړله.دا پیښه د یوې ښځې اسلام بې بې محاکمه وه.دا 15 کلنه جینئ چې مخکې هندوه وه .د سید میر نور په کور ننوتله او مسلمانه شوه.نوم یی د چند بې بې نه اسلام بې بې ته بدل شو.دامقدیمه هندوانو  او ګټله اسلام بې بې یی هغوی ته واپس کړه.او هلک  بندی شو.دغه خبرې د سیمې خلک ډیر په غصه کړل او ایپی فقیر په  مشرۍ یی د انګریزانو په خلاف جنګ شورو کړو.

انګریزانو په دی جنګ کی 34بټالین پیاده فوځ، هوائی فوځ، توپخانې او نور کمکی فوځیان استعمال کړل.دا جنګ یو کال  وشو.انګریزانو ډیر کوشش اوکړو چی ایپی فقیر ونیسی خو ناکامه شو او ایپی فقیر د وزیرستان غرونو کی پټ شو.

په دویم جنګ جهانی کی جرمنی او اټلی غوښته چی ایپی فقیر په مشرۍ کی د مقبوضه پښتونستان پښتانه د هندوستان د انګریزانو په خلاف راپاسۍ.خو چی کله هټلر په روس حمله اوکړه نو دا مبارزه لګه کمزورې شوه.

ایپی فقیر د پښتنو ستر مشر او ستر مجاهد په ژوند کی خرڅ نه شو.او خپل 2 زامن یی د وطن په لاره کی شهیدان ورکړه.

کله چی په 1947 کال کی انګریزانو پنجابی پاکستان جوړ کړو ،نو فقیر ایپی یی سخت مخالفت اوکړو.

ایپی فقیر د پښتنو د پاره د یو جدا ملک غوښتنه اوکړه.یوه لویه جرګه یی جوړه کړه. .دغې لویې جرګې ایپی فقیر د پښتونستان د مشر په هیڅ مقرر کړو.وزیرو او افریدو ډیر کوشش اوکړو چی د پښتونستان د پاره ملاتړ پبده کړی.خو د افغانستان دولت ورسره هغه  کمک او نه کړو.کم چی پکار وو داسی هغه کار ترسره نه شو کم چی ایپی فقیر او د هغه ملګرو غوښتو.

 

حاجی مرزا علی خان فقیر ایپی په 16 اپریل 1960 کال کی د دې فانې دنیا نه سترګی پټی کړی.خو تر مرګه پوری یی پنجابی پاکستان او نه منو.الله ج دی جنت فردوس نصیب کړی.امین

.انشاالله مونږ به د خپلو مشرانو دا ارمان ضرور پوره کوو.

-
بېرته شاته