(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د انسان دمغزو

[11.Apr.2022 - 12:12]

د انسان د مغزو په اړه ۹ حیرانونکې خبرې.

۱. د مغزو فعالیت د غذا په ډول پورې تړلی دی: څیړنې ښایي هغه کسان چې د سهار په ناشته کې سالم او قوي خواړه خوري نو د هغوي د IQ یا د هوش او درک کچه لوړه وي. نو د سالمو او قوي خوړو سره خپل د هوش یا IQ کچه لوړه کړئ

.۲. د مغزو ډيره برخه له اوبو جوړه ده: زیات خلک فکر کوي چې ماغزه په مکمل ډول جامد دي. خو داسې نه ده حقیقت دا دی، چې د مغزو  ۷۵ فیصده برخه له اوبو تشکیله شوې. نو د مغزو ډیره برخه اوبه جوړوي او د مغزو جامده برخه له غوړو جوړه شوې ده.

۳. ستاسو مغز له ۱۰ څخه تر ۲۳ واټه بریښنا تولیدوي: چې دومره بریښنا د دوو ګروپونو د روښانه کولو لپاره بسنه کوي. د مغزو له دې ځواک یا بریښنا څخه د بدن د نورو غړو ترمنځ په اړیکه نیولو کې کار اخیستل کیږي.

۴. د پیچلو کارونو ترسره کول پر مغزو باندې ډير مثبت اثر لري: د پیچلو مسایلو او کارونو ترسره کول ددې سبب کیږي چې د مغزو ځانګړې برخې ورسره وده وکړي. چې دا کړنه د مغزو د پرمختګ لامل ګرځي.

۵. هر کله چې تاسو د یوې نوې موضوع په اړه فکر کوئ، ستاسو په مغزو کې یوه نوې عصبي اړیکه رامنځته کیږي. یعنې  له دې سره مغزه د وخت په تیریدو بدلون کوي

.۶. تاسو همیشه د فکر کولو په حال کې یاست او یو عادي انسان په ورځ کې ۷۰ زره فکرونه کوي او شاید ددې اندازه په ځینو کسانو کې تر دې هم زیاته وي

.۷. د خندیدو په وخت کې د مغزو له پنځو برخو څخه کار اخیستل کیږي، نو په دې اساس خندا د مغزو د فعالیدو لپاره ډيره ګټوره ده. څیړنې ښایي هره ورځ د څو دقیقیو لپاره خندل ستاسو د روحي وضعیت د ښه والی لامل ګرځي.

۸. ماغزه یوازې کولای شي د بدن د نورو برخو درد پیدا کړي، یعنې ماغزه د خپل ځان د درد په حس کولو قادر نه دی. په حقیقیت کې مغزه په خپله درد نه کوي

.۹. په اوسط ډول د یو بالغ انسان د مغز اندازه 1.3kg کیلو ګرامو څخه تر 1.4kg کیلو ګرامو پورې ده. او په اوسط ډول مغز  ۱۵ ثانتي متره اوږده دي. په ماغزو کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه عصبي حجرې او هورمونونه موجود دي.

ملیار سهاک

-
بېرته شاته