(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بل شتمن

[25.Apr.2021 - 21:59]

له بل ګېټس یې وپوښتل،له ځان نه زیات بل شتمن پېژنې؟

بل ګېټس: هو !

کلونه وړاندې د نیویارک په هوایي ډګر کې مې په یوې مجله سترګې ولګېدې.

پښتۍ او مضامین یې په زړه پوري ول،

ومې غوښتل چې مجله را ونیسم، جیب ته مې لاس کړ ماتې پېسې نه وې.

له اخیستو یې تېر شوم.

تور پوستي هلک را غږ کړ : در وا یې خله.

ما ورته کړل چې زه خو ماتې پېسې نه لرم،

هلک: در وا یې خله، مجله مې در وبخښله...

درې میاشتې وروسته په هماغه ډګر کې مې په یوه ورځپاڼه سترګې ولګېدې، مطالب یې په زړه پوري ول؛

جېب ته مې لاس کړ چې بیا پېسې نه وې او روان شوم.

هلک غږ کړ: ورځپاڼه پورته کړه ستا شوه!

ما ورته کړل چې ماشومه!

هر چا سره چې ماتې نه وي، نو ته یې ورته همداسې وړیا بخښې؟!

ماشوم: هو چې زړه مې وغواړي بخښم یې. له خپلې شخصي ګټې یې پېسې پرېکوم.

کلونه مې ذهن په دې مشغول و چې دا ماشوم دا کار د کوم احساس له مخې کوي؟

پوره ۱۹ کاله وروسته له مایکروسافټ سره د قدرت اوج ته ورسېدم.

پرېکړه مې وکړه ترڅو د یاد ماشوم نیکي ور جبران کړم؛ امر مې وکړ چې هر ډول کېږي تور پوستې هلک را پېدا کړئ.

وروسته له یوې نیمې میاشتې اطلاع راغله چې یاد تور پوستې چې اوس ۳۲ کلن ځوان دی د تئاتر او سینما په یوه سالون کې کار کوي، نو خپل شرکت ته مې را وغوښت.

پوښتنه مې وکړه: ما پېژنې؟

هلک: هو، بل ګېټس خو ټوله نړئ پېژني، ما ورته د ورځپاڼې کیسه وکړه چې هغه دې یاده ده؟

هلک: هو، هغه زما طبیعي او د زړه احساس و.

ګېټس: غواړم ستا هغه نیکي او محبت چې ما سره دې کړی جبران یې کړم.

هلک: هغه څنګه؟

ګېټس: هر څه چې وغواړې در کوم یې.

تور پوستی هلک په خندا شو: هر څه چې وغواړم را کوی یې؟

ګېټس: هو، هرڅه چې وغواړې.

ما ۵۰ افریقایي هیوادونو ته قرضه ور کړې، نو که ته وغواړې د هغو ټولو هومره پېسې درکوم.

هلک: ښاغلی ګېټس، تاسې زما احسان نشئ جبرانولی.

ګېټس: نه یې شم جبرانولای؟ 

دا څه وایې؟

هلک: ما د خپلې بېوسې په اوج کې تاته یو څه در بخښلي خو ته یې د شتمن کېدو په اوج کې را بخښې!

دا هېڅ د پرتلې وړ حالت ندی او نه هم کوم څه جبرانولای شي. همدا مهرباني او احساس دې کافي دی.

تر اوسه همدا فکر کوم چې له دغه تور پوستي ۳۲ کلن هلک پرته بل هېڅوک له ما زیات سرمایه دار ندی.

بخښنه او ورکړه د عشق تر ټولو غوره لار ده.

ژباړه...

 کوچنى رنځورپال

-
بېرته شاته