(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سنځلې

[25.Mar.2021 - 19:44]

ګل د ګلاب بوی د سنځلې

سيوری د ولې څنګ د يار مزه کوينه

سنځلې 

------------

سنځلې چې په فارسي کې ورته سنجد، په انگریزي  ژبه deaster او Bohemian oleaster او Russian olive ، په فرانسوي ژبه chalef او Eleajne ويل كيږي او لاتین او علمي  نوم یې  Elaeagnus Angustifolia دی یو دوه مشیمه  (Dicotyledon) ونه ده چې په افغانستان ، تر کیې ، ایران ، قزاقستان  ، روسیې ، چین ، جاپان او شمالي امریکه کې پیداکیږي

سنځلې دپسرلي په مو سم کې ژیړ رنګه ګلان کوي او دمني په لومړیو   کې پخیږي . په افغانستان کې دلوګر او میدان او شمالي سیمې  سنځلې مشهورې  او ډیرې خوږې دي . دسنځلوګلان خوشبویه وي او  دګلانو نه  یې  عطر هم جوړیږي.دا بوټي په امريكا كي د ځمكي د تخريب د مخنيوي، د ځمكو د رغونې او د وحشي ځناورو نه د چاپیریال  د ساتلو او ښكلا لپاره كرل كيږي.

دسنځلې میوه سوررنګ لري او  A اواوویټامیینونه هم لريد سنځلي منځني برخه او هسته ډير غذايي اهميت لري ، د سنځلي منځني برخه دوه ډوله قندونه ،گلوكوز او فركتوز اود اووو  ډوله  اشباع شوو او غير اشباع شوو غوړیو  درلودونكي ده. د سنځلي هسته ۱۷ ډوله  امينو اسيدونه لري  او داسي ويل كيږي چي دا ميوه د صفرا لپاره دوا ده ، په ولسي  طب كي دا ميوه د قبض ،د غاښونو او د معدي د زخم لپاره ديره اغیزمنه ده. ددي وني نه  د عطر جوړولو او د لرگي په صنعت كي گټه اخيستل كيږي. دا ميوه د قي ( استفراق )د مخنيوي لپاره هم يوه ښه دوا گڼله كيږي. سنځلې  د سړو تبو دلري كولو او د زړه لپاره ښه گتوره ميوه ده. همدارنگه كه چيري دا ميوه د زيتونو په غوړو كي سره شي نو د خارښ، د بندونواو مفا صلو  د درد  دمخنیوي او همدارنگه د ويښتانو دودې  لپاره گټوره ده. په اسپانيا كي د سنځلو د گلانو له شيري نه د شديدو او خطرناكو تبو په مخنيوي كي هم گټه اخلي. همدارنگه سنځله د بواسيرو لپاره هم گټوره ده، هغه څوك چي ډيري متيازي کوي دهغو د مخنيوي لپاره ښه دوا ده. سنځله د ځیګر  د ناروغيو لكه زيړي لپاره ډيره گټوره ده، په سنځله كي د كلسيم اندازه ډيره ده نو له دي کبله  د هډوكي لپاره گټوره ده. دا ميوه د درد ضد ، سرطان ضد او د ويني د فشار مخنيوونكي ده او همدارنگه د شكر(قند) د ناروغۍ لپاره هم  ډيره گټوره ده.

-
بېرته شاته