(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښاد محمد دېن

[24.Mar.2021 - 17:02]

ارواښاد محمد دین زاخېل

د پښتو ادب د اصلي موسیقۍ او ټنګ ټکور ادبي او هنري تاریخ ډېر اوږد او روڼ دی ' د پښتو ولسي سندرې ' لوبې ' سروکي ' بګتۍ غریزې سندرې ټپې او مسرۍ ( مصراعد رزم او بزم د مستۍ او جنګ جګړو ننګونې او پنځونې دا د دې میړني قام د پیدایښت سره سم لرغونی تاریخ لري ' د پښتو ادب ځانګړي ژانرونه ( ټپې او ولسي فلکلورپه نړۍ کې لا تر اوسه ځانګړي دي او ددې ادب په هره پنځونه ( هر بیت) کې یو عالم تاریخ ' نکلونه او حکایتونه پراته دي د پښتو ادب همدغه ځانګړي ژانر ته که ووایوو چې سیند په منګوټي کې او یا سیند په لپه کې راټول شوی او ځای شوی دی نو په معنوي ډول به مبالغه ونه ګڼل شي.

د پښتو ادب د سندرو او ټنګ ټکور تاریخ د پښتنو د ژوند ژواک سره نېغه اړیکه لري ' سیتار ' رباب ' شپېلۍ ' منګی او ډول ( ډهولدا ددې قام د هرې حجرې ' دېرې ' کور ' کلي ' صحرا ' غر ' ډاګ او ګلزار د ښایست او سنګار منل شوي توکي او وسایل وو ' حتی د همدغو وسایلو نه د اسلام د مبارک دین تر راتګ وروسته پښتنو د جهاد او غزا په میدانونو او سنګرونو کې کار اخیستی دی یعنې د اسلام د مبارک دین تر راتلو دمخه یې قومي او ملي رنګ درلود او د اسلام تر راتګ وروسته د هر یرغلګر پر وړاندې ډول ډنګول او د هر ظالم او جابر پر وړاندې راټولېدل یې بیا ملي او دیني اصل ګرځېدلی دی.

دلته د پښتو ادب د سندرو  ( سندرا) او ولسي ټنګ ټکور (فلکلورد اوږد او تاریخي بحث نه تېریږم او نه یې زه د څېړلو مسلکي وړتیا لرم.

دلته یوازې د پښتو ادب د ولسي موسیقۍ د یوه ځلانده ستوري په ژوند او کړي خدمت یې لږه رڼا اچوو.

د پښتو ادب دغه ځلانده ستوری ارواښاد محمد دین زاخېل دی چې پر کال ۱۳۰۸ کې د کامې ولسوالۍ د زاخېلو په کلي کې د ارواښاد سراج الدین په کور کې وزېږېده.

ارواښاد سراج الدین پخپله هم هنرپال او فنکار و د خلکو او ولس په ښادیو کې به یې د نورو فنکارانو او ګلوکارانو سره دوکڼې ( طبلهوهلې همدا و چې ارواښاد استاد زاخېل هم په ذاتي او کسبي ډول د هنر سره مینه درلوده د ښې وړتیا له مخې یې شهرت ورو ورو له سیمېوالې او کلي والې کجې لوړ شو او کله چې د پښتو ژبې وتلي او منل شوي ملي شاعر ارواښاد محمد امین ملنګجان د کابل راډیو د موسیقۍ سبالوونکی ( منتظمشو نو ځوان محمد دین یې هم د راډیو د څپو او ملګرو سره بلد او اشنا کړ.

ځوان محمد دین د سندرو په ویلو پیل وکړ د نوم سره یې د زاخېل هنري او کورنی نوم هم ور زیات کړ.

د وخت د غوښتنو او د ملي داعیې سره سم یې د وطن او د محکومو پښتنو د ملاتړ او ننګونې په پاره غږ کړ :

د پښتنو په خاوره کیږي یرغلونه 

بیا په خیبر جنګ دی راپاڅئ.

ښایي پورتنی شعر به هم د ارواښاد ملنګجان و همدې شعر ته ورته نورې ډېرې سندرې یې هم وویلې خو د محکوم وطن د خپلواکۍ د غوښتنو او غږ تر څنګ یې د خپل لرغوني پښتو ادب ولسي او فلکوریک ادب ته هم ځانګړې پاملرنه کوله.

په همدې اړه د پښتو غزلې وتلی سندرغاړی استاد شاولي افغان وایي چې ارواښاد زاخېل زه د غزل ویلو ته هڅه ولم او په دغه ډګر کې مې ټوله زده کړه د ارواښاد استاد زاخېل نه کړې ده ' استاد شاولي وایي یوه ورځ ترې چا پوښتنه وکړه نو ارواښاد استاد زاخېل ورته وویل چې زه لکه غوا شاولي لوشلی یم او هر څه یې رانه زده کړي دي.

همدا ډول استاد شاولي وایي چې ارواښاد زاخېل استاد قمرګل بي بي د پښتو ادب فلکلور ته هڅه وله او په دغه لار کې یې بې ساري او بې بدیله خدمت کړی دی.

د پښتو ادب او موسیقۍ او کمپوز بل وتلی استاد ګلزمان وایي چې استاد زاخېل زموږ د ټولو لوی استاد او موږ ترې ډېر څه زده کړي دي ښاغلی استاد ګلزمان وایي چې استاد زاخېل استاد یې کُل و او هیڅوک یې له هنري بلوغ نه انکار نه شي کولای ' استاد ګلزمان دا هم وایي چې یو وخت ارواښاد لطیف جلالي د راډیو لوی ریس ( ۱۳۴۸شو او سمدواره یې زه او استاد زاخېل خپل دفتر ته وروغوښتلو او موږ ته یې وویل چې تاسو ولې د پښتنو د " دېرو او حجرو " مجلسونه دلته ( راډیونه جوړه وئ ؟

استاد ګلزمان وایي هماغه و چې بیا استاد زاخېل دغه لوی کار په غاړه واخیست او د راډیو د ۴۸ سټوډیو نه به په منظم ډول د ( د راډیو افغانستان د دېرې مجلس) په نوم خپرېده تر دې چې بیا وروسته تصویري ( ټلویزیونخپرونې راووتې او دغه لړۍ به په ژوندۍ بڼه د ټلویزیون له لارې هم خپرېدله او بیخي ډېر مینه وال یې درلودل.

استاد ارواښاد زاخېل د ځانګړي هنري وړتیا له مخې د لوړو او مسلکي زده کړو په پار هندوستان ته ولېږل شو او په پنځه کالو کې یې د ارمونې ( باجېپه غږولو کې تخصص واخیست.

ښاغل استاد شاولي افغان وایياستاد زاخېل د هند په لکنو کې په کابو اتیا راګه کې علمي دیپلوم اخیستی و او داسې باجه یې غږوله چې په سیمه کې یې سیال او رقیب نه و. استاد شاولي افغان زیاتوي چې ارواښاد استاد زاخېل په باجه کې خپلې نوې نغمې وزېږولې چې ان تر ننه پورې څوک نه وایي چې په فلاني راګ او پرده کې نغمه ونیسه بلکې وایي چې د زاخېل استاد نغمه وغږوه.

د استاد شاولي ' منګل استاد او استاد ګلزمان په وینا چې وایي ارواښاد زاخېل په سلګونو شاګردان روزلي دي او همدا ډول د پښتو موسیقۍ وتلی کمپوزر او د موسیقۍ تړونکی و

د محکومې پښتونخوا د یو شمېر نوموتو او پخوانیو سندرغاړو په وینا چې وایي که څه هم د پښتو موسیقۍ د کمپوز' جوړونکې او تړون په برخه کې ارواښاد زرشادعلي ارواښاد رفیق شینواري نومونه او خدمت هم د یادونې او پام وړ دی خو د زاخېل استاد ځای او مقام ځانګړی و.

استاد شاولي ' استاد ګلزمان او د پښتو موسیقۍ نور استادان وایي چې ارواښاد زاخېل د پښتو موسیقۍ نوی مکتب جوړ کړی او پرانیستی و.

دا مې هم اورېدلي دي چې په هند کې یې د زده کړې په وخت کې ډېر هندي فنکاران هم روزلي دي.

د پښتو د سندریز ادب لوی ملي ستوری ارواښاد استاد اول میر هم استاد زاخېل د ځانکړې باجې او د پښتو د سندرو د تړون او کمپوزر په توګه د استاد په توګه مني او مقام ته یې پوره درناوي څرګنده وي.

که څه هم استاد اول میر پخپله  د پښتو سندرو لوی کمپورز او جوړونکی و خو د پښتو سندرو او غزلو نوم وتی استاد پاینده محمد منګل په وینا چې وایي  ارواښاد زاخېل د استاد اول میر د ډېرو سندرو کمپوزر دی او د وخت د افغانستان په راډیو کې د ثبت شویو ډېرو سندرو کمپورز او جوړونکی پرته له شکه استاد زاخیل و.

نن مې اشنا راځي د ښاپېرو د باغ ملیاره

جارو کومه ورته لاره نن مې اشنا راځي د ښاپېرو د باغ ملیاره

د ارواښاد ذوق ډېر لوړ و د ښکلي شعر غوراوی او د ښې موسیقۍ تړون یې یوه ځانګړنه وه.

ارواښاد استاد زاخېل په فطرتي او کامه واله توګه شاعر هم و او دغه شاعري یې هغه وخت لاپسې ښکلې او رنګینه شوه چې کله یې د پښتو ادب د یوې بې جوړې بلبلې اغلې مېرمن قمرګلې سره ژوند شریک ( ۱۳۴۹کړ او جوړه یې جوړه شوه.

د اغلې قمرګل بی بي په وینا چې وړتیا یې فطرتي په ذات او وجود کې پرته وه خو لومړی د استاد زاخېل شاګردۍ او بیا یې ورسره د ژوند د ورګډېدو له امله دغه وړتیا وروزل شوه او د قمرګل بي بي غږ د پښتونخوا هر لور او هر کور ته ورسېده ده.

ارواښاد زاخېل استاد خپلې رښتینې مینې او بلبلې ته  ( قمر ګل او پښتو ژبه) شعرونه ولیکل ' کمپوز یې کړل او سندرې یې کړې:  

زه چې په تورو سترګو تور رانجه کړم پورې مورې 

ځواني مې ګورې مورې جدا له یاره

دا سندره او دا غږ لکه د سپرلي د سهار د ګلونو وږمې د هر پښتون کور او غوږ ته ورسېدې.

همدا ډول قمر ګل بی بی وایي قفقاز کې و ښکلی طبیعت او ښکلی چاپیریال و د اوبو د فوارې سره ناسته وم او ګلانو ته مې په لاس اوبه ورشیندلې ارواښاد زاخېل د استاد محمد عمر سره لرې ولاړ و او زما ننداره یې کوله او دغه شعر یې لیکلو:  

زه په ګلونو کې لوبېږم د لالي سره 

مه شکوه باغوانه ګلان مه شکوه.

دا پورتنی شعر هم ښکلی کمپوز شو ' ښکلې سندره شوه او د قفقاز د لوړو غرونو را دیخوا ګل رنګې پښتونخوا ته یې انګازې راووښتې.

پورته مو وویل چې د ارواښاد استاد زاخېل ذوق عالي و نو په همدې بنسټ یې د خپلې ولسي خوږې شاعرۍ ترڅنګ د پښتو ژبې د نورو ښو ښو شاعرانو شعرونه هم سندرغاړو ته غوره کول په ځانګړي توګه میرمن قمرګل ته د بېلګې په توګه 

د رحمان بابا دا لاندې کلام چې د قمرګل بي بي او ارواښاد استاد زاخېل شهکار ګڼل کیږي:

چې مې مینه خدای په تا باندې پیدا کړه 

ترکه ما په هغه ورځ خپله راضا کړه

یا د ارواښاد استاد غلام دستګیر ړنګ دغه شهکار غزله

وګوره ته ما ته ستا نظر کې څنګه ښکارم

زه لیلا د مینې دې منظر کې څنګه ښکارم 

همدا ډول د غني خان بابا کلامونه د خوشال بابا کلامونه د حمزه بابا دا کلام چې وایي:  

راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې 

او یا د ارواښاد عبدالله غمخور دا ښکلې او بې جوړې غزله چې وایي :

په لویو غرو باندې راتاو شول بارانونه 

مه ځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دی

یا:

وه ملنګه یار کېږده قدم ورو ورو 

او یا:  

زه انتظار کوم دا ستا د سترګو 

ولې پنا شوې ته زما د سترګو

پورتنۍ سندره په محکومه پښتونخوا کې خدابخښلې ګلنار بیګم بي بي هم تر قمر ګل بي بي پخوا ویلې وه خو قمر ګل بي بي د استاد زاخېل په تړون نوی رنګ او نوی خوند ورکړ.

دا فلکوریکه سندره چې وایي:  

نیمه پخه یم نیمه زېړه زرغونه یم 

زه د اشنا د باغ مڼه یم

پورتنۍ فلکلوریکه سندره که څه هم فلکلوریکه ده خو د ډېرو په اند دغه سروکی یا سندره هم د استاد زاخېل پنځونه ده .

والله الاعلم.

په وطن کې نوی بدلون او د کمونستانو بدمرغه کودتا د یو بل ناورین او کورني جنګ لړۍ پیل کړه چې په دغه روان څه دپاڅه څلوېښت کلن جنګ کې په لکونو او میلیونو افغانان ووژل شول او له بده مرغه لا روان دی د ارواښاد استاد زاخېل یو دوه کلن زوی شهید او یو نولس کلن زلمی زوی ورک او تری تم شو نو دغو ناخوالو ته په لیدو یې د ارواښاد بینا دغه شعر غوره کړ او قمر ګل بی بي ته یې وویل چې دغه د سولې او مینې غږ پورته کړه او د هر افغان غوږ ته یې ورسوه چې نور موږ جنګ نه غواړو او دغه ناروا جنګ باید ژر تر ژره ودریږی او ته به ددغې سولې د جرګې یوه استازې سپینه کوتره شې:

زه سپتنه کوتره یم د اوچته پروازونه کړم

ګرځم دنیاوالو ته د سولې اوازونه کړم.

که څه هم دغه ارمان ارواښاد استاد زاخېل ګور ته یووړ او تر ننه پردی راتبل شوی جنګ روان دی خو بیا هم دغه غږ او پیغام لا انګازې کوي او رنګ به راوړي.

د بدمرغه انقلاب ( کودتاءنه وړاندې زموږ هېواد او هېوادال د نړۍ د هر پرمختللی هېواد او ولس سیالان وو په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونو په هره برخه کې تر موږ وروسته وو.

خبره مو د ارواښاد زاخېل استاد په وړتیا ' ذکاوت او مینې پورې کوله او یوه بله خوږه کیسه یې دا ده چې قمر ګل بي بي د خپلې د یوه خوږې سندره په اړه وایي چې یوه ورځ مې لکه د نورو پښتنو میرمنو په څېر په پښو کې پایزیبونه اجولي و او کور کې ګرځېدم چې د ارواښاد زاخېل راپام شو او دغه شعر یې ولیکه چې وروسته بیا په لر او بره پښتونخوا کې د شهرت لوړ مقام ته ورسېده ان تر دې چې کله به کابل کې چا لېدم نو په لاره او کوڅه کې به یې تر شا راغږ کړ چې:

شرنګ د پایزیب دې عالمونه خبره وینه 

ورو ورو کېږده قدمونه اشنا.

همدغه پورتنی شعر او کمپوز دومره مشهور شو چې ان نړۍ وال شهرت یې وموند او د دوه زره څلورم عسیوی کال ( ۲۰۰۴په اوږدو کې د امریکا مشهور لوبغاړي ( Mel Gibson)  د هالي ووډ (Hollywood)  فلمونو نړۍ والې کمپنۍ د ( عیسی مسح غمونه/ The Passion of the Christ )  په فلم کې دغه کمپوز غلا کړ او په فلم کې یې د نړۍ والو هنري حقوقي ( Copy right) له اجازې پرته په فلم کې وکاره وه چې بیا پرې ډېرو افغانانو نیوکې وکړې او ددغه کمپنۍ د نیونې او محاکمې غوښتنه یې وکړه

زه به جارو کړم زیارتونه شینکي بابا 

که مې قبول کړې دا سوالونه شینکی بابا.

دغه شعر او کمپوز هم هنري انقلاب او شهکار رامنځ ته کړ او د لوی وطن د هر بچي په خوله به زمزمه کېدله 

دلته ښایي د شینکي بابا نه د ارواښاد استاد زاخېلمطلب د کامې ولسوالۍ د شینکي بابا د غونډې او غر وي کله چې څوک د کامې ولسوالۍ ته ورځي او د کامې تر پل ورتېر شي نو د غر او کونړي سیند تر منځه تنګ سړک کامې ته غځېدلی دی لومړی د ترۍ په نامه یو لوړ پېجومې راځي چې ترې لاندې د کامې د اوبو سربند دی او اوس مهال د غر لمن کې راستورانونه ' د تفریحۍ او میلو ځایونه حوړ شوي دي لږ نور هم چې سړی مخکې ولاړ شي نو د کامې ولسوالۍ ته ورننووځي چې دلته ښي لاس ته پخوا د مختم ( مخدومبابا لویه هدېره وه چې اوس یې تر څنګ د کامې روغتون جوړ شوی دی او کیڼ لاس ته د شینکۍ غونډ یا غر دی چې یو وخت د روسانو د اشغال پر وخت دلته په همدې ستراتیژیکه غونډې د روسانو پوسته وه او له همدې غونډې یې د ثمرخېلو د روسانو مرکزي نظامي بیس ساتلو او څارلو.

نو په غالب ګمان د ارواښاد استاد زاخېل په دغه شعر کې د خپل پلارني وطن او مورنۍ خاورې طبیعي رنګ او جغرافیي جوړښت او ارزښت پروت دی.

په هر حال په ایرو کې پروت ددغه غمي او لال په هنري او ادبي ژوند ډېر څه لیکل کېدلای شي او دا لیکل او څېړل تر موږ لا ښه ' غوره او کره هغه ښاغلي کولای شي چې د ارواښاد د هنر په اصلي راګ او راګني پوهیږي موږ یې هسې یادونه وکړه او هیله لرم چې د هنر خاوندان یې هنري حق ادا کړي او په علمي بڼه یې وڅېړي.

دلته به په تلو تلو کې د اغلې قمر ګل بي بي په وینا درسره د ارواښاد استاد زاخېل د ژوند وروستنۍ کیسه شریکه کړم:

څنګه مینه زما او ستا وه 

څنګه هېر شو د یو بل نه 

دغه پورتنی شعر او د قمر ګل بي بي خوږه سندره هغه وخت ارواښاد استاد زاخېل وویله چې کله پر کال (۱۳۶۸کې په روغتون کې بستر و او دهمدغه شعر له پنځونې څو اونۍ وروسته ومړ.

یوه بله یادونه هم اړینه بولم او هغه دا چې د افغانستان وتلي هنرمند او د طلایي ستوني خاوند احمد ظاهر هم غوښتل چې د پښتو سندور یو البم د ارواښاد استاد زاخېل په غوراوي او کمپوز او د ارواښاد استاد سرمست د موسیقۍ په تړون ثبت او را اوباسي چې البته په همدې ترڅ کې یې د پښتو یوه سندره د استاد ګلزمان په کمپوز کې لا وار دمخه ویلې وه :

اوبه درته راوړم ' سابه دربه پخوم 

یاره ځم درسره خانه دې ورانه شه جوګي.

قمر ګل بي بي وایي موږ په همدې اخته وو چې احمد ظاهر ځوانيمرګ شو او پښتو البم یې پاتې شو احمد ظاهر به قمر ګل بي بي ته مور ویل او د استاد زاخېل لاسونه یې ښکلول.

#کامه_یو کلی څو څلي. له کتاب څخه.

(اجمل اټک یوسپزی)

اجمل اټک یوسپزی

-
بېرته شاته