(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راشئ خيل ژوندي

[24.Mar.2021 - 16:58]

راسئ خپل ژوندی وهڅوو

لیک: حبیب الله غمخور 

نن درته يوبل هڅاند،دعلم او ادب په لارکي يونه ستړی کېدونکی شاعر، ليکوال او ژباړ ونکی درمعرفی کوم چې يوزيات شمېریې له نامه سره اشنادي،خودابه ډېروه ته نه وي معلومه چې محمد طاهر کاڼی څنگه کاڼی شو .

دښاغلی محمد طاهرکاڼي ژوند ليک

دمحمدطاهر کاڼي اصلي او پلرنی ټاټوبی دپکتيکا ولايت ديحياخېلو ولسوالي ده، خو پخپله دی د ۱۳۴۴ لمريز لېږدي کال په پسرلي کې د کندوز ولايت د دښت ارچي ولسوالۍ د شېر خان جم (سلېمانخېلو) په يوه بزگره کورنۍ کې زېږېدلی دی. د پلار نوم يې نظر شاه سلېمانخېل، د نيکه نوم يې عبدالکريم اودغور نیکه نوم يې خوشال دی.لومړنۍ زده كړې يې ددښت ارچي ولسوا لۍپه دوران كلي ښوونځي كې تر نهم ټولگي پورې ترسره كړې دي. د ۱۳۵۸ ل كال په وروستيو كې ددوران کلي ښوونځی هم دولسوالۍ دنورو ښوو نځيو په څېر وسوځول شو او محمد طاهر كاڼى دې ته اړوت چې له خپلې كورنۍ سره يو ځاى پلازمېنې كابل ته وكوچيږي او هلته خپلو زده كړو ته دوام وركړي. پر ۱۳۶۰ ل كال د کابل د رحمان بابا لېسې په نهم ټولگي كې شامل او پر ۱۳۶۳ ل كال د دغې لېسې له دولسم ټولگي څخه فارغ شو. د ۱۳۶۳ ل كال په مرغومي مياشت كې پوځي خدمت ته د سرتېري په توگه جلب شو. د كابل دتورې ډبرې(سياه سنگ) په پنځمه شمېره نقليه غونډ كې تريونيم كال پوځي خدمت وروسته په ۱۳۶۵ لمريز كال دلوړو زده كړو لپاره دشوروي اتحادد اوكراين جمهوريت دلووف ښار پوهنتون ته واستول شو . په ۱۳۷۰ ل (۱۹۹۱) زېږدي كال يې نوموړى پوهنتون دروزنپوهنې (پيداگوجي) او كولتورپوهنې په څانگه كې پاى ته ورساوه او د ماسټرۍ په پوهنيزې درجې سره يې سور بريليك تر لاسه كړ.

طاهر كاڼي د ښوونځي په اتم ټولگي كې په شعر ليكلو پيل كړى وو، څو کاله يې په شعر لیکنه کې لارغه راغله، خو له ۱۳۶۶ ل كاله راهيسې بیا كله، كله شعر ليكي . له ۱۳۷۶ لمريز (۱۹۹۷ ز) كاله راهيسې يې شعرونه، ليكنې او ژباړې کله ناکله په بېلابېلو افغاني خپرونوكې هم خپريږي .

دندې

محمد طاهر كاڼى پر ۱۹۹۳ ز كال له اوكراين څخه روسيې ته ولاړ او په پلاز مېنه مسکو کې مېشت شو.هلته يې تر ۱۹۹۶ زېږدي كاله دپلورونكي په توگه كار كاوه. د ۱۹۹۶ كال له پيل څخه د ۱۹۹۷ ز كال تر ورستيو پورې پنډي (جوالي) وو اوديوې گولې ډوډۍ دپيدا كولو لپاره يې دغه درانه كارته اوږه وركړې وه. د ۱۹۹۷ ز کال پر پاى او د ۱۹۹۸ ز كال په پيل کې څه موده په روسیه کې د مېشتو افغانانود«اواز» په نامه ورځپاڼې پازوال چلوونكى وو. په ۱۹۹۹ ز كال کې يې هم له مسكوه دخپرېدونكې«كابل» اونيزې دپازوالۍ چارې پرمخ بېولې، هممهال يې تر ۲۰۰۴ ز كاله په روسيه كې کله کله د مېشتو افغانانو د ښادۍ په غونډو كې دټنگ ټكورچارې هم پرمخ بېولې.

محمد طاهر کاڼي د ۲۰۰۳ ز كال د اپرېل له ۸ مې نېټې څخه د ۲۰۰۶ ز كال د اپرېل تر ۳۰ پورې د مسكو ولايت د كډوالو په اداره كې د ژباړونكي په توگه دنده درلوده. د ۲۰۰۷ ز كال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۱۴ ز کال د ډيسمبر تر ۲۵ يې د روسيې غږ راډيو د افغانستان په څانگه كې د وياند او ژباړن په توگه دنده ترسره كوله. نوموړی د ۱۳۹۵ ل کال د غويي پر ۱۴ (د ۲۰۱۶ ز کال د می پر ۳ ) له روسيې څخه هېواد ته راستون شو او د ۱۳۹۵ ل کال د تلې له لومړۍ نېټې راهيسې يې درې مياشتې په ملي راډيو ټلویزیون کې د اديتور په توگه دنده ترسره کړه. د ۱۳۹۵ ل کال د مرغومي له لومړۍ نېټې راهيسې د ملي راډیو په ارشيف کې دنده لري.

نور فرهنگي کارونه يې

بايد وويل شي چې طاهر كاڼي په ۱۳۶۸-۱۳۶۹ لمريزو كلونو کې په راډيو افغانستان او ټلويزيون كې درې سندرې ثبت كړې دي. په ۱۳۶۸ ل کال کې يې لومړنۍ سندره په ټلويزيوني دېرې (حجرې) مجلس کې ثبت کړه چې شعر یې د عزيز تحريک او سربيت يې داسې وو: «چې ستا په ښکليو سترگو مې نظر ولگېده - په تامې خاموشي مې خود شرر ولگېده». دويمه سندره يې هم په همدغه کال کې په راډيو افغانستان کې ثبت کړه چې د سلېمان لايق يوه غزل وه، طاهر کاڼي کمپوز کړې او سربيت يې داسې وو: «بيا مې ساقي ولید د خيالونو په خوبونو کې - بيا د جنت حورې راته ناڅې په جامونو کې». درېیمه سندره يې هم پر ۱۳۷۰ ل کال په راډيو افغانستان کې ثبت کړه. د دې سندرې شعر او کمپوز د استاد گل زمان وو او داسې پيل کېده: «راشه چې د خوږ زړگي حالونه تاته ووایم - هيڅ درته نور نه وايم، هيڅ درته نور نه وايم». د «بيا مې ساقي وليد...» غزل يې د راډيو افغانستان د ملي ارشيف په ۵۲۰۲ شمېره فيته او د«راشه چې د خوږ زړگي حالونه...» سندره يې د همدغه ارشيف په ۵۳۱۲ شمېره فیته کې خوندي ده.

همدا راز يې پر ليکوالۍ سربېره پر ۲۰۰۰ ز کال دوه هنري فېلمونه «ټايټانېک» او «د اسلام ظهور» په پښتو ژبه ژباړلي دي. پرهمدغه ۲۰۰۰ ز کال يې دژويو ژوندد لړۍ يو شمېر مستند او پوهنيز فېلمونه لكه زمريان،دكايوت لېوه، گوربتان، كپېړ (ناکه)، د بېزوگانو نړۍ او ځينې نور پښتو ته راژباړلي دي.

د محمد طاهر کاڼي مورنۍ ژبه پښتو ده، خو پارسي (دري) او روسي ژبې يې هم زده دي او پښتو ژبې ته ترې ژباړې کولای شي .

شاعر او ليکوال طاهر کاڼی د ۲۰۰۹ ز کال (۱۳۸۸ لمریز لېږدي کال) د فبرورۍ له میاشتې راهيسې د پښتو ژبې برېښنايي پوهنغونډ ويکيپېډيا کاروونکی دی او تر اوسه يې په هغه کې په تېره بیا د پښتنو لیکوالو او شاعرانو د ژوند لیکونو په برخه کې په سلگونو ليکنې کړې دي .

وياړنې او ستاينې

اړينه ده وويل شي چې په جرمني كې د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې پر ۲۰۰۴ ز كال محمد طاهر كاڼي ته د اړینو او ارزښتناكو نښيرونو د ژباړې له كبله د «بېنوا» د ژباړې ډالۍ (جايزه) وركړه. همدا راز د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې محمد طاهر کاڼي ته يو ستاينليک هم ورکړی دی .

د افغانستان دفرهنگ په بډاينه کې دښې او اغېزمنې برخې اخيستو په پار ،د ۱۳۹۶ ل ل کال د غويي مياشتې پر ۱۳ (د ۲۰۱۷ ز کال د می پر ۳) د افغانستان اسلامي جمهوريت دهېوادمشر ډاکتر محمد اشرف غني له لوري محمد طاهر کاڼي ته دغازي میربچه خان دولتي مډال ورکړ شو .

بهرني سفرونه

محمدطاهر کاڼي دپخواني شوروي اتحادیو شمېرجمهوريتونو لکه وزبکستان، تاجکستان، بيلاروس، لاتوييا او همدارنگه دعربي متده اماراتو ته سفرونه کړي دي .

په سیاسي گوندونو او ډلو کې غړیتوبشاعر او ليکوال محمد طاهر کاڼی د هېڅ کوم سیاسي گوند يا ډلې غړیتوب نه لري

مدني  ژوند

ليکوال او شاعر محمد طاهر کاڼي لومړی واده پر ۱۳۷۳ ل (۱۹۹۴ ز) کال کړی، خو دویم واده يې د ۱۳۹۵ ل ل کال د زمري مياشتې پر ۷ (د ۲۰۱۶ ز کال د جولای پر ۲۸) نېټه کړی او اوسمهال دوه زامن لري چې منصور او سمسور نومېږي

ښاغلی محمد طاهر کاڼی له ۱۳۷۹ لېږديز لمريز (۲۰۰۰) زېږديز کاله راهيسې د ژباړې او ليکوالۍ پر چارو بوخت دی، چې تر دې مهاله يې دا لاندې ليکل سوی اثار چاپ شوي دي :

۱- افغانستان زما وروستۍ جگړه، ليکوال جنرال محمود احمدوويچ گارېېف (له روسي ژبې څخه پښتو ژبې ته ژباړه)، ۶۰۳ مخه، د ۱۳۸۰ ل ل (۲۰۰۱) ز كال پېښور چاپ .

۲- كوچنى شاهزاده، ليکوال انتوان دي سینت اکسيوپېري (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۲۴ مخه، د ۱۳۸۱ ل ل (۲۰۰۲) ز كال مسكو چاپ .

۳- افغانستان له شخصي دوسيې څخه، ليکوال ولاديمير الېکساندروویچ کريوچکوف (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۰۳ مخه، د ۱۳۸۲ ل ل (۲۰۰۳) ز كال پېښور چاپ .

۴- د ماسكو لاس، ليکوال ليونيد ولاديميروویچ شېبارشين، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۷۳ مخه، د ۱۳۸۲ ل ل (۲۰۰۳) ز كال پېښور چاپ .

۵- د جرمني امپراتورۍ افغاني جگړه، ليکوال يوري نيکولايوويچ تيخونوف (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۴۶۴ مخه، د ۱۳۸۳ ل ل (۲۰۰۴) ز كال پېښور چاپ .

۶- افغانستان او د پامير پرسر شخړه، ليکوال الېکسی ولاديميروويچ پوستنيکوف، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۳۸۸ مخه، د ۱۳۸۴ ل ل (۲۰۰۵) ز كال پېښور چاپ .

۷- په منځنۍ اسيا كې لويه لوبه، اوډونکې تاتيانا نيکولايونا زاگارودنيکووا، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۳۸۹ مخه، د ۱۳۸۵ ل ل (۲۰۰۶) ز كال پېښور چاپ  .

۸- د افغانستان د شمال لوېديزې پولې ټاكل، روسي او برتانوي امپراتورۍ، ارشيفي لاسوندونه، ۳۲۷ مخه، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، د ۱۳۸۸ ل ل (۲۰۰۹) ز كال پېښور چاپ .

۹- د افغانستان له لارې هند ته د فرانسې او روسيې د لښكركشيو پلانونه، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۶۱ مخه، د ۱۳۸۹ ل ل (۲۰۱۰) ز كال پېښور چاپ .

۱۰- د امير دوست محمد خان دربار ته د روسي سفير سفر او پر هرات باندې د پارس ناكام يرغل، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۶۷ مخه، د ۱۳۸۹ ل ل (۲۰۱۰) ز كال پېښور چاپ .

۱۱- په تشيال کې لومړنی افغان، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۱۴۰ مخه، د ۱۳۹۰ ل (۲۰۱۱) ز کال چاپ .

۱۲- سردار عبدالرحمان خان او روسان، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۷۲ مخه، د ۱۳۹۱ ل (۲۰۱۲) ز کال لاهور چاپ .

۱۳- پاکستان د نړيوالې ترهگرۍ ځاله، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۴۰۴ مخه، د ۱۳۹۲ ل (۲۰۱۳) ز کال کابل چاپ، د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز  .

۱۴- واوره او توپان (کتاب)، ليکوال لېف نيکولاېويچ تولستوی، (له روسي څخه پښتوته ژباړه)، ۱۷۶ مخه،د ۱۳۹۴ ل (۲۰۱۵) ز کال جلال آباد چاپ،مومند خپرندو يه ټولنه .

۱۵- په افغانستان کې د شوروي پوځونو ظلمونه او جنايتونه، بېلابېل ليکوال (راټولونه او له روسي څخه پښتوته ژباړه)، ۱۴۶ مخه، د ۱۳۹۴ ل (۲۰۱۵) ز کال د خيبر خپرندويې ادارې چاپ  .

۱۶- په افغانستان کې زما پوځي دنده، ليکوال جنرال لېف نيکولاېوويچ گورېلوف، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۸۷ مخه، د ۱۳۹۷ ل ل (۲۰۱۸) ز کال کابل چاپ، اکسوس چاپخونه .

۱۷- د افغان او انگرېز دويمه جگړه، ليکوال بريد جنرال ليونيد نيکولاېويچ سوبولېف، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه)، ۶۰۴ مخه، د ۱۳۹۷ ل ل (۲۰۱۸) ز کال چاپ، کابل بهير چاپخونه .

۱۸- په ۱۸۹۷ ز کال کې د برتانوي ښکېلاک پرضد د ختيځو پښتنو پاڅون، ليکوال گريگوري ايوانوويچ نوستيڅ، (له روسي څخه پښتو ژبې ته ژباړه)، ۲۱۰ مخه، د ۱۳۹۸ ل ل (۲۰۱۹) ز کال کابل چاپ  .

۱۹- پر افغانستان د شوروي اتحاد يرغل او په کابل کې کودتا، بېلابېل ليکوال، (له روسي څخه پښتو ژبې ته ژباړه)، ۲۰۸ مخه، د ۱۳۹۸ ل ل (۲۰۲۰) ز کال کابل چاپ، دانش خپرندويه ټولنه  .

پنځونې اوڅېړنې :

۲۰- تنكۍ پاڼې، (د شعرونو غونډ)، ۷۰ مخه، د ۱۳۷۹ ل ل (۲۰۰۰) ز كال مسکو چاپ  .

۲۱- اعليحضرت آزاد خان افغان، (څېړنه)، ۲۴۷ مخه، د ۱۳۹۰ ل ل ( ۲۰۱۱) ز کال چاپ .

۲۲- کيميايي عنصرونه (کتاب)، (څېړنه، په دوو ټوکو کې)، ۱۲۸۵ مخه، د ۱۳۹۴ ل ل (۲۰۱۵) ز کال کابل چاپ، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت  .

۲۳- بهرني ليکوال (څېړنه)، ۴۹۳ مخه، د ۱۳۹۴ ل ل (۲۰۱۵) ز کال کابل چاپ، د افغانستان د علومو اکاډمي  .

۲۴- له باران سره خبرې (دويمه شعري ټولگه)، ۱۹۲ مخه، د ۱۳۹۷ ل ل (۲۰۱۸) ز کال جلال اباد چاپ، جهان چاپخونه .

ناچاپ اثار يې  : 

۱- د ماشومانو لپاره د پښتو ليک لوست درسي کتاب .

۲- د هايډروجن مرکبونه (څېړنه) .

۳- کيميايي عنصرونه د انسان په بدن کې (څېړنه) .

۴- عضوي تېزابونه (څېړنه) .

۵- اميني تېزابونه (څېړنه) .

۶- د تزاري روسيې سفارت د امير شېرعليخان په دربار کې (ژباړه).

زه زموږ دې ځوان اوهڅاند ليکوال اوشاعرکاڼی صاحب ته  دژوند په ټولوچاروکي  دلازياتو برياو هيله کوم  . دده هڅي اوقلمي زيار دپښتو ژبي دغښتلتيا، لوستونکو راجلبولو اوافغان ولس دفرهنگی غنا لپاره گټوربولم اودقدرپه سترگه ورته گورم .

-
بېرته شاته