(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بې سپېن ږېرو

[24.Mar.2021 - 16:56]

بې سپين ږېرو دي نسو

لیک: حبیب الله غمخور، سویډن

ځوانانوخونازوو راسئ ددې علمی شخصيت  دژوند اوهڅونه هم  يوڅه خبرسو .

دوي دځوان نسل لپاره نه يوازي دعلمي اوڅېړنيز کار  بلکي دترجريبوکتابتون هم دي .

زما اوډيرو دوستانو له نظره دنوزادي صاحب نه هېرېدونکي خدمتونوپه لړکي د بې شميره علمي اومسلکي کدرونوروزل  هغه وياړدي چې نوزادی صاحب یې په ژوند کي له ډيرو کړاونو اوسرگردانيوسره ځوان ساتلی .

 زموږ دهيواد دعلمی اومسلکي شخصيت ،ليکوال ، ژباړونکی ،شاعر اوڅېړونکي پوهنمل حاجي محمد نوزادي لنډ پیژندلیک او فرهنګی کارونه .

پوهنمل حاجي محمد نوزادي دسيدمحمد ځوي د۱۳۲۶ کال دلړم په مياشت دهلمند ولايت دنوزاد په اولسوالۍ کښي  د سیمی په کچه په یوه نسبتا مرفع کورنی کی  نړۍ ته سترګي پرانيستلې

لیری نیکه ګان یې چی د هوتکو مخور او شتمن خلګ وه ،د بدیو له کبله د قلات نه فراری او پدغه غرنی سیمه کی یی ښایسته ډیری ځمکی رانیولی او د تل د پاره میشت سول .

لومړنۍ زده کړي ئي د هم هغي ولسوالۍ په ښوونځۍ کښي پاي ته ورسولې او دکندهار ولايت په مرکز کښي دمنځنيو زده کړو دپاي ته ر سولو وروسته په ۱۳۴۵ کال دکابل پوهنتون دطب پوهنځۍ محصل شو .

یوسیمستر وروسته د کابل پولی تخنیک انستیتوت لپاره د استادانو د روزنی په پروګرام کی شوروی اتحاد ته ولېږل سو او د مسکو په دولتی پوهنتون د جیولوجی پوهنځۍ کی می د کانو د سروی په برخه کی ماسټری تر لاسه .

په ۱۹۷۲ کال دمسکو دولتي پوهنتون دجيولوژي په پوهنځۍ کښي دزده کړو تربريالې پاي وروسته دکابل پولي تخنيک انستيتوت دجيولوژي اوکانولټولوپه ديپارتمنټ کښي د استاد په توګه وګمارل شو . په ۱۳۵۵ کال دپوهنې په همدي څانګي کښي د دوکتورادرجي اخيستلو په موخه شوروي اتحادته ولاړ اوپه ۱۹۵۷ کال هيوادته تر بيرته راستنيدو وروسته دکانو اوصنايعو وزارت دکانو اوجيولوژي دسروي په برخه کښي دعمومي رئيس په پست کي وټاکل شو چي تر ۱۹۹۷ کال پوري ئي دهمدي وزارت په راز راز پستونو کښي دندي تر سره کړيدي

نوزادي صاحب وايي : په ۱۹۸۹کال د ډګر جنرال شهنواز تڼی او ډاکتر نجیب الله تر منځ د ناندریو په پایله کی زه هم د یو ډیر شمیر کسانو سره زندان ته ولویدم . تر زندان وروسته د نوموړی وزارت د متخصصانو په بورډ کی مقرر سوم ، د تنظیمی جنګ ټولی ناخوالی می پر خپل وجود باندی تجربه کړی .

دپوهنمل نوزادي صاحب  قلمی او فرهنګي هلي ځلي  :

       اول ـ په هیواد کي دننه

     الف ـ علمي کارونه :

 علمی کارونه هغه دی څه چی د هغو پخاطر می د کابل پوهنتون د طب پوهنځۍ پریښوده او د کابل پولی تخنیک انستیتوت کی می د استادی دندی ته مخ واړاوه . څو کاله می د ځوانانو په روزلو او د جیولوجی او کان پیژندنی په اړه علمی څیړنو کی تیر کړه . ځمکه پیژندنه د بل هر علم په څیر هغه بی پایه سمندر دی چی ور غوټه کیدل اسانه خو مرغلری ورنه را ایستل د ستونزو سره تړلی کار دی . پدی علمی مرکز می چی اوس ( پولی تخنیک پوهنتون ) دی ، د خپلو علمی کارونو په لړ کی د « ساختمانی جیولوجی » ، « منطقوی جیولوجی » او « عمومی جیولوجی » لکچری ټولګی د شاګردانو د ګټی اخیستلو په موخه وړاندی کړی . لدی نه پرته می د کابل پولی تخنیک په نشراتی ارګان کی چی یوه مجله وه او همدا رنګه د کابل پوهنتون په مجله کی یو شمیر علمی مقالی چاپ سویدی .

کله چی په ۱۹۷۶زیږد کال د مسکو دولتی پوهنتون ته د ډاکتری ډګری پخاطر ولیږل سوم ، هلته می د علمی تیزس د لیکلو پخاطر د سټلایټ عکسونو پر بنسټ د ( واوری ښوئیدنی یا برف کوچونو د وړاندوینی او مخنیوی ) موضوع د پروفیسور کوستینکو په لارښودنه تر لاس لاندی ونیول . خو کله چی وطن ته راغلم ، سمدستی د کانو او صنایعو په وزارت کی د کانو او جیولوجی د سروی په ډیپارټمنټ کی د لوی رئیس په توګه وګمارل سوم . پدی کار کی می اداری بوختیاوو د علمی څیړنو کار ټکنۍ کړ .

     ب ـ د شعر سره مینه :

د ډیر پخوانه می د شعر سره مینه وه . که می څه هم وروسته په سلګونو شعرونه ولیکل ، دوی ټولګی می چاپ او یوه تر لاس لاندی ده مګر له بده مرغه شاعر نه سوم .

     ج ـ فرهنګي کارونه :

هغه وخت چی په هیواد کی اوسیدم ، هلته تر ډیره حده په علمی او بیا په اداری کارونو مصروف وم او په ځانګړی ډول می فرهنګی کارونو ته ډیر وخت نه درلود . د هغه وخت د فرهنګی کارونو څخه می کولای سم د شعرونو لیکل ، د کانو او صنایعو وزارت د دری میاشتنی مجلی د تحریر هیآت په غړیتوب کی د مجلی د نشراتی چارو سمون ته پاملرنه یاده کړم . پدی مجله کی هم زما مسلکی ـ علمی او په زړه پوری ټولنیزی عمومی مالوماتی لیکنی خپریدی .

   د ـ په نړیوالو غونډو کی ګډون :

   د کانو او صنایعو په وزارت کی می د کانو او جیولوجی سروی د لوی رئیس په توګه په یو لړ نړیوالو علمی ـ څیړنیزو غونډو کی چی د ملګرو ملتونو لخوا را بلل کیدی ، د افغانستان د استازی په توګه ګډون کړی او هلته می په افغانستان کی د جیولوجیکی څیړنو د څرنګوالی ، پرمختګ او تر لاسه سوو پایلو په تړاو بیانیی لوستی دی . د بیلګی په توګه :

۱ـ په ۱۹۸۰کال د فرانسی په پاریس ښار کی د جیولوجستانو نړیواله کنګره .

۲ـ په ۱۹۸۱کال د هندوستان په حیدراباد ښار کی د جیوفزیک نړیوال ورکشاپ .

۳ـ په ۱۹۸۲کال د اندونیزیا په باندونګ ښار کی ESCAPد د سیمی په تړاو د جیولوجیکی څیړنو نړیوال سیمینار .

۴ـ په ۱۹۸۳کال د ټایلنډ په بنکاک ښار کی د ESCAPد د سیمی اړوندو هیوادونو کی چی افغانستان هم ورسره تړلی دی ، د جیولوجیکی چارو د پرمختګ په هکله نړیوال ورکشاپ .

دویم ـ د هیواد نه بهر

 الف ـ په مسکو کي د زده کړو ترڅنګ فرهنګی کارونه :

 ۱ـ پښتو ژبی ته د کتابونو ژباړی :

هغه وخت چی د مسکو په دولتی پوهنتون کی محصل وم ، ټول پام می خپلی اصلی دندی ته اوړلی وو . ددی خبری مانا داده چی ټول وخت می په درسخانی ، کتابتون او مطالعه خانی کی تیریده . داچی د محصلانو د اتحادیی فعال غړی وم نو تل می په هغو محفلونو کی ونډه اخیستل چی کله ناکله یی په ترڅ کی د نوموړی اتحادیی لخوا د افغانستان ملی او تاریخی ورځی لمانځل کیدی .

کله چی می د ډاکتری پر تیزس کار کاوه ، داچی دا مهال می د وخت او کار تنظیم تر لویه بریده خپل په لاس کی وو ، نو می د علمی څیړنو تر څنګ و فرهنګی او قلمی چاروته هم پام اړولای سو . پدی وخت می د پروګرس نشراتی موسیسی سره د یوه قرارداد له مخی یو لړ کتابونه د روسی ژبی نه پښتو ته وژباړل چی وروسته به یی یادونه وسی .

  ۲ـ د مستندو فلمونو ژباړه او دوبله :

هغه مهال د پلان سره سم د « موسفلم » پنامه د فلم جوړونی سټډیو ته دنده سپارله سوی وه چی د شوروی ټولنی د علمی ـ تخنیکی لاسته راوړنو او همدارنګه په ټولنیزو چارو کی دلاسته راغلو بریاوو په باره کی په منظم ډول مستند فلمونه جوړ او د نړۍ په ټولو هغو ژبو یی و ژباړی چی دوی ورسره تخنیکی او کلتوری اړیکی لری . ښکاره خبره ده چی افغانستان هم هغه مهال دا ډول اړیکی ور سره پاللی . پدی توګه نوموړی فلمونه په دری او پښتو ژبو هم باید ژباړل سوی وای . ما چی د پښتو لیکنو او ژباړنو په چارو کی اړینه تجربه درلوده ، و دی کارته را وبلل سوم او د حق الزحمی په وړاندی می د یوه قرارداد پر بنسټ یو شمیر فلمونه پښتو ژبی ته واړول او په خپل اواز کی یی دوبله هم کړل . دا ډول فلمونه به په اونۍ کی یو ځل د افغانستان دملی تلویزیون د لاری د اړوند پروګرام په ترڅ کی نشریدل . څرګنده خبره ده چی پدی کار سره د پښتو ژبی او ادب هنری برخی ته هم معنوی شتمنی ورکول کیده او هم پدغه اړخ کی د راتلونکی د پاره تجربی پخیدی .

پوهنمل حاجي محمد نوزاد ي  صاحب دمسلکي تدريسي کتابونو ترڅنګ يوزيات شميرکتا بونه دروسي ژبو څخه پښتو او دري ژبو ته ژباړلي اوهمدارنګه ئي يو اوږ د لړ مستند علمي ، تخنيکي اونورمعلوماتي فلمونه هم دروسي نه په پښتو ژبي ته  ژباړلې اوپه خپل اواز کي ئي دوبلې کړي هم دي

لدي نه پرته پوهنمل نوزادي صاحب  دليکنو ، شعر اوشاعرۍ سره هم مينه لري . دده سياسي ، ټولنيزي او ادبي ليکني او د ډنمارکي او روسي ژبو څخه دپه زړه پوري ليکنو ژباړنې همداګړۍ په ډيرو انترنيتي سايټونواو نورو رسنيو کښي په پښتو او دري ژبو خپريږي چي دپام وړلوستونکي او مينه وال لري . يوازي په جرمن انلاين کي ددې ليکوال دليکنو شمېر تر  ۴ ۲۰ پوري رسېږي .

همدارنګه په اروپاکښي په زياتو علمي ـ فرهنګي کنفرانونو، سيمينارونو اومشاعرو کښي تر وسه وسه ګډون کوي او داړوندو موضوعګانو په هکله خپلي  علمي اوڅېړنيزي ليکني دکنفرانسونو اوغونړو له برخوالو اودډيره ايزو چاپي رسنيوپه مټ له خپلو هيوادوالو سره شريکي کړي دي  . شعرونه ئي يوازي په پښتو ژبه ليکلې چي يوه ټولګه ئي دچاپولودپاره چمتو ده .

چاپ شوي اثار یې  : 

۱- ساختمانی جیولوجی (د تدریسی لکچرونو ټولگه). 

۲- منطقوی جیولوجی (د تدریسی لکچرونو ټولگه). 

۳- عمومی جیولوجی ((د تدریسی لکچرونو ټولگه). 

۴- د وړانگو جنازې (شعري ټولگه)، د دانش خپرندويې ټولنې تخنيکی څانگه، د ۱۳۸۷ (۲۰۰۸ ) ز کال پېښور چاپ

۵- بریتور آشنا (د شعرونو ټولگه)، مالي لگښت یی غلام حضرت حساس ورکړی دی

۶- د څو گلونو بېلگه، د شعرونو هغه گډه ټولگه ده چی پخپله د نوزادي په گډون د څو تنو شاعرانو د شعرونو غورچاڼ دی او د «سلام» فرهنگي ټولنې له خوا چاپ شوې ده

۷- د کوه نور الماس له کومه راغی او چیرته ولاړ؟ (دا کتاب د محمد موسی نعیمی په مالي لگښت چاپ شوی او د په زړه پوری مالوماتي لیکنو غورچاڼ دی). 

۸- انسانان ولی یو بل مچوی؟ (د انجینر عبدالاحد عزیزي په مالي لگښت چاپ او د په زړه پورې علمي، ادبي او مالوماتي لیکنو غورچاڼ دی). 

۹- د ځان طبیب (د زړه د رگونو د ناروغیو په اړه د مالوماتي لیکنو ټولگه). 

۱۰- د شعرونو یوه ټولگه چې چاپ ته د چمتو کېدو په حال کې ده

ژباړې

الف ـ له روسي ژبې څخه پښتو ته د کتابونو ژباړې

۱- مور، د ماکسیم کورکي ناول

۲- د شوروي اتحاد اخیرنی اساسي قانون، چی په ۱۹۷۶ ز کال کی نافذ شو

۳- په شوروي اتحاد کې روغتیا ساتنه (مالوماتي کتاب). 

۴- په شوروي اتحاد کې ښوونه او روزنه (مالوماتي کتاب). 

۵- د شوروي اتحاد قضایي سیسټم (مالوماتي کتاب). 

۶- د انسان د پیدایښت په تکاملي پړاوونو کې د کار رول (د فریدریک انگلس اثر). 

۷- د ښځو د مسئلې په اړه (ددرو تنو کلاسیکو پوهانو نظرونه). 

ب ـ له دري څخه پښتو ژبې ته «دوزير فتح خان او د هغه د کورنۍ تاریخي رول په سدوزي دولت کې، اثر ژباړه. د کاندید اکاډیمیسن محمد اعظم سيستاني اثر چې په ۲۰۱۳ زکال کې چاپ شوی دی

ج ـ له ډنمارکي ژبې څخه پښتو ته «دمولس اوسیدونکو کیسې» په نامه کتاب ژباړه چې د ډنمارکي ټوکو یوه ټولگه ده

د ـ له انگریزي ژبې څخه پښتو ته د «برَگ پړی» په نامه د یوه لنډ داستان ژباړه (انگریزی لیکوال کانندوئیل، دشرلیک هولمس په هکله د یاداښتونو له لړۍ څخه). 

پوهنمل نوزادی صاحب دطالبانو دواکمنی پر مهال په ۱۹۹۸کال د وطنه را کډه او په ډنمارک کی تر دا اوسه  دخپلي درنې کورنۍ سره  د کډوالۍ شپی تیروي

څلور زامن لري چی مشر زوی یې  فرهاد نوزادی د عمومی جراحی ډاکتر ، دلدار نوزادی د ډنمارک د Aarhus پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ محصل ، دلاور نوزادی د Aalborg پوهنتون د سوسولوژۍ پوهنځۍ ته منل شوی او هیواد نوزادی لا تر اوسه د ښوونځۍ شاګرد دی

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني په ابتکار دنورو فرهنگی ټولنو لکه ،دافغانانو علمي اوفرهنگی مرکز ،افغاني کلتوري ټولني،اريانا کلتوري ټولني، دسويډن دفرهنگي اوټولنيزوسازمانو ،مدني ټولنو اودولتي اړونده فرهنگي ادارو لخوا په ۲۰۱۴ ز کال دروان کال داگست په دېرشمه (۳۰)نېټه دعلمي شخصيتونو دهڅوددرناوي اوستايني په خاطر لويه غونډه رابلل سوئ وه چې پدې غونډه کې محترم پوهنمل نوزادی صاحب هم دکنفرانس درنومېلمنو له جملې نه و اودکنفرانس په وروستی برخه کيدستاينليک په تقديمولوسره په افغاني دوداودستور  دلنگی په ورتړلو وستايل سو

موږ دپوهنمل نوزادي صاحب په نه ستړي کېدونکي علمي اوادبی زيار اوزحمت وياړو اودقدرپه سترگه ورته گورو .

دروغتيااو خوښيوسره مل اوږدژوند اوهمدا سي تاند قلم اوپراخه حوصله ورته غواړم  .حبیب الله غمخور24.03.2021

-
بېرته شاته