(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

علمي څېرې

[24.Mar.2021 - 16:42]

علمي څیرې

لیک : ډاکتر لطیف یاد

دخپل فیسبوک په ملګرو کې دا ځل تاسو ته یو ه بله علمي څېره درپيژنم چې هم لیکوال او څیړونکی دی او هم دپوهنتون استاد.دغه علمي شخصیت ښاغلی اورنگزیب ارشاد دی . نوموړی د ارواښاد محمد ارشاد خان بابکرخيل زوى او دافغانستان دنامتو ملي اتل غازي محمدشاه خان بابکرخيل کړوسى دی . نوموړی د 1338 لمریز کال د ورى د مياشتى په لومړى نيټه د لغمان مرکز پورې اړوند د بديع آباد په کلى کى زيږېدلى تر 9 ټولګى يې دکټل په منځني ښوونځي او تر 12 ټولګى يې د لغمان په مرکز روښان ليسه کې زده کړى کړي دي . په 1360 لمریز کا ل کې دپښتونخوا مرکز پيښور ته تللی . په 1986 زیږدیز کا ل کې کى يې په اسلاميه کالج کى زده کړى پیل کړې او بيا په 1990 زیږدیز کال یې کې يې د پيښورله پوهنتون نه په پښتو ژبې او ادبياتو کې د ایم. ای یا ماسټرۍ سند ترلاسه کړى. ښاغلی او رنګ زیب ارشاد نن سبا په پارلمانى چارو وزارت کې کى دنده ترسره کوې او ددى تر څنګ د کابل په يوه شخصى پوهنتون کى د استاد په توګه تدريس کوى.

ښاغلی ارشاد له دووکلونوراهیسې زما دفیسبوک ملګری دی . دی دخپلې پوهې او وړتیا تر څنګ یو مهذب انسان او په پښتو او پښتواله او خپل هیواد افغانستان مین شخصیت دی . زه دده پر ملګرتیا ویاړم او ده ته دلا زیاتو بریاوو او خوشالیو هیله کوم.

دښاغلي ارشاد چاپ شوي آثار داد ي :

--------------------------------------

۱-( رژیدلي ګلونه )د۱۳۷۱ لمریزکال چاپ .

۲-( وروستۍ سلګۍ ) د ۱۳۷۱ لمریز کال چاپ .

۳-( بدیع او دپښتو نثر ) د ۱۳۶۹ لمریز کال چاپ .

۴- ( توریالی غازي ) د ۱۳۷۳ زیږدیز کال چاپ .

۵- ( افغانستان پیژندنه) د ۱۳۸۴ لمریزکال چاپ .

۶- ( نومیالی او شمله ور غازي )د۱۳۸۹ لمریز کال چاپ .

۷- ( دافغانستان دولایتونو عمومي جغرافیا) د۱۳۹۵ لمریزکال چاپ .

 

دښاغلي ارشاد ژباړل شوي آثاردادي :

--------------------------------

۱- ( افغانستان دتاریخ په رڼا کې ) دارواښاد احمد علي کهزاد تالیف ۱۳۸۹ لمریز کال چاپ .

۲- دافغانستان دولا یتونو جغرافیه دپوهاند غلام جیلاني عارض لیکنه د۱۳۸۹ لمریز کال چاپ .

۳- دافغانستان او نړۍ نومیالي ګرځندویان دپوهند غلام جیلاني عارض تالیف ۱۳۸۹ لمریزکال چاپ .

۴- ( افغانستان ته دعربو راتګ او داسلام دین خپریدل) دمیر غلام محمد غبار لیکنه د۱۳۸۹ لمریزکال چاپ .

۵- طاهریان دعلی احمد نعیمي لیکنه د۱۳۸۹ کال چاپ .

۶- ( صفاریان) دمیر محمد صدیق فرهنګ لیکنه ، د ۱۳۸۹ لمریزکال چاپ .

۷- (صفاریان ) داحمد علی نعیمي تالیف، د۱۳۸۹لمریزکال چاپ .

۸- ( غوریان) دارواښاد عتیق الله پژواک لیکنه ، د۱۳۸۸ لمریزکال چاپ .

۹- ( افغانستان دتاریخ په بهیر کې ) دمیر غلام محمد غبار لیکنه ، لومړی او دویم ټوک ؤ د۱۳۹۴ لمریز کال چاپ .

۱۰- غر غښت یا ګر شاسپ ، داحمد علي کهزاد تالیف ، د۱۳۹۵ لمریزکال چاپ .

۱۱- (دښوونکو لارښود) د۷نه تر ۱۲ ټولګيو پورې ،دثریا سدید لیکنه ژباړه .د۱۳۹۵ لمریزکال چاپ.

۲۱- ( دزده کوونکو دکار کتاب ) د۷ ټولګي نه تر دولسمو ټولګیو پورې ، دثریا سدید لیکنه . ژباړه ، د۱۳۹۵ لمریز کال چاپ .

 

دښاغلي ارشاد ناچاپه آثار :

--------------------------------

۱- (دجهاد خاطرې )، تالیف

۲- ( دلغمان مشاهیر)، تالیف

۳- (نومیالي لیکوالان ) ،تالیف

۴- (دافغانستان تاریخ دهند دکورګانیانو په دوره کې ) دارواښاد علامه عبدالحی حبیبی لیکنه ، ژباړه .

-
بېرته شاته