(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څلورګوډېز اتحاد

[24.Mar.2021 - 16:39]

د کـــــواد ( QUAD ) يا څـــلور ګوډېز(ضلـــعــي ) اتــحـــاد :

ليک : اميرګران 

د هند او ارام سمندر د اتحاد لپاره د امريکا د جمهور رئيس ، د هند ، جاپان او استراليا د صدراعظمانو لخوا لومړني مجازي کنفرانس د روان ميلادي کال د مارچ د مياشتي په ۱۲ نيټه ترسره شو ، د QUAD يا Quadrilateral په نوم اتحاد چي د څلورګوټي يا څلورضلعي اتحاد په مانا ده د هند او ارام اوقيانوس يوه جيوپوليټيکي پــېــښه او په دغه سيمه کي د ستراتيژيکي اتحاد په لور ، بڼه ورکوونکي بلل کيداي شي ، د کواد اتحاد نوښت د لومړي ځل لپاره د جاپان د پخواني صدراعظم شينزو ابي ( Shinzo Abe ) لخوا مطرح شوي وو او د ياد شويو څلورو هيوادو د خارجه چارو وزيرانو له څو کالو راپديخوا د هند او ارام سمندر کي د چين لخوا امنيتي او بحري ګواښونو ته په کتو غير رسمي ډيالوګ جاري ساتلي وو چي د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د دموکرات ګوند د برياليتوب او هم د ۲۰۲۱ م کال د جنوري د مياشتي په شلمه نيټه په سپينه ماڼۍ کي د جو بايدن واکمني د کواد اتحاد ته د رسيدو په موخه د لومړي ځل لپاره د نوموړو څلورو هيوادو د رهبرانو انـــــلاين غونډه د مارچ د مياشتي په دولسمه نيټه وشوه او د څلورضلعي اتحاد په تشکيل موافقي ته ورسيدل ، په انلاين کنفرانس کي د استراليا ، هند ، جاپان او امريکا رهبرانو ويناوي وکړي او د جاپان د پخواني صدراعظم شينزو ابي د ابتکار ستاينه وشوه ، هغه د QUAD ( څلور ضلعي اتحاد ) ته د Asian Arc of Democracy  ياني د دموکراسۍ اسيائي کمان نوم ورکړي وو ،

د سيمي د امنيتي او سياسي چارو شــــنونکي په دي نظر دي چي څلورضلعي اتحاد به د چين په وړاندي په اقتصادي ، سياسي او دفاعي چارو او نــنګونو کي د يوي جبهي حيثيت ولري ، د دغه اتحاد د غړو هيوادو په منځ کي به تجارتي راکړه ورکړه پراخه او وده ومومي او کيداي شي له چين سره په تجارتي اړيکو هم منفي اغيز ولري او په دريو کالو کي 3 / 1 تجارت قطع او د دغه هيواد په توليداتو او مصرفي کالو بنديز ولګوي ، په هند کي د امنيتي او سياسي مسايلو يوه څيړونکي ، پـــرادهان Pradhan  په دي اند دي " په داسي حال کي چي اينده تاريخ ليکونکي به په ښه او مناسب وضعيت کي وي چي د کواد اتحاد د اهميت په تړاو ارزونه وکړي ، ولي په اوسنيو شرايطو کي د 21 پيړۍ له يوه ډير مهم انکشاف څخه شميرل کيږي ، اوسني ګواښونو او مشکلاتو ته په کتو ، شايد د څلورو هيوادو د رهبرانو د انـــلاين کنفرانس اهميت به د يالتا ، پوتسدام او سانفرانسيسکو له کنفرانسونو څخه کم نه وي کوم چي د ګواښونو او بحران د حل عملي لاره ئي هواره کړه " همداډول په ځينو امريکائي او هندي مطبوعاتو او ويب پاڼو کي څلور ګوټي اتحاد د اسيائي ناتو په نوم هم تعبير شوي ، د کنفرانس په ګډه اعلاميه کي د هند د صدراعظم نريندرا مودي څرګندونو ته اشاره شوي چي ويلي ئي دي " ... موږ د خپلو دموکراتيکو ارزښتونو او د ازاد ، څرګند او جامع هند ـ پاسيفيک لپاره ژمن او متعهد يو " ، د يادولو وړ ده چي جو بايدن او د جاپان ، استراليا صدراعظمانو د نريندرا مودي څرګندونو ته ورته ويناوي کړي ،

د نوموړي اتحاد يو له اجنداوو څخه داده چي څلور واړه هيوادونه به  د ګـــډ ليدلوري ( shared vision  ) په چوکاټ کي د کرونا ( covid-19 ) واکسين توليد او ويش ، اقليمي بدلون او د راټوکيدونکي تخنالوژۍ په ساحه کي همکاري کوي ، د کويد ـ ۱۹ واکسين د توليد په برخه کي به هند تر 2022 م کال پوري يو ميليارد دوزه واکسين توليدوي او څلورو هيوادو ته به ئي ورکوي ، مالي لګښت ئي امريکا ، جاپان او استراليا ورکوي ، په ګډه اعلاميه کي د کواد اتحاد د غړو هيوادو لخوا په Blue Water Navy ياني د چين د ساحل څخه د 1000 ميل په فاصله هاخوا سمندر کي په شرقي او جنوبي بحيره کي د بحري ځواکونو د بيړيو مانورو او مداخلو ته هم اشاره شوي ، دغو ګواښونو ته په کتو ، د څلور ضلعي اتحاد سمندري ځواکونه به په خپل منځ کي د Exercise Malabar په نوم مانورونه او تطبيقات کوي ، دا تطبيقات د ۲۰۲۰ م کال د سيپتمبر په مياشت کي هم اجرا شوي ول ، همدارنګه په اعلاميه کي په چين غـــږ شوي چي د مـــلــګرو مـلتو د بــحري کنوانسيون په رڼــــــا کي اسانتياوو او همکاريو ته زمينه برابره کړي ، د نړۍ د پوځي انډول د نشر شوي احصائي له مخي د چين ولسي جمهوريت وسله وال ځواکونه د خلکو د ازادۍ پوځ ( PLA ) په نوم پيږندل کيږي چي د افرادي قوت له امله د نړۍ تر ټولو ستر پوځ دي او شمير ئي 22 لکه او 55 زره ښودل شوي له هغي جملي څخه د چين د بحري قواوو شمير 2 لکه 55 زرو ته رسيږي ، د چين حکومت په 1990 لسيزه کي د خپلو سمندري ځواکونو زياتولو او تقويه کولو ته توجه وکړه او هغه ئي د شمالي ، شرقي او جنوبي بحري بيړيو مرکزونو باندي تقسيم کړي ، نوموړي بحري قواوي کله کله په ازاد سمندر Blue Water کي د جاپان ، استراليا له بحري قواوو سره په ټـــکر کي شي همدا ډول د هند او چين سرحدي ځواکونه د لداخ او دوکلام په سرحدي سيمه کي يو له بل سره جګړي پيل کوي چي د 1962 جګړي څخه را پديخوا ئي دواړو خواوو ته تلفات اړولي دغو لانجو او سياليو ته په کتو او هم د چين چټک اقتصادي ودي او پرمختګ له امله د QUAd اتحاد د رامنځ ته کيدو دليل کيداي شي ، اميرګران

د مقالي د ليکلو لپاره :

ــ. د هند د ديپلومات ورځپاڼي ويب پاڼه 

ــ. د واشنګټن پوست سايټ، مطالعه شوي .

-
بېرته شاته