(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان

[24.Mar.2021 - 16:37]

پاکستان

لیکوال: قامي شهید ارمان لوڼی

بابا ،بابا ماښام مو هم شی نه دی خوړلی دا پنځم هور دی چي وږي ناست يو ، زه خو لا لږ لوی يم ګزاره کولای سم ، خو ساجده ډېره وړوکې ده هغه به څنګه کوي؟

ګلباران ناست سر يې د شرم له جوره کښته ځړولی دی ځکه چي دسجاد جواب يې نه درلود، په زړه کي ډېر غمجن وو او دا احساس يې کاوه چي های ارمان که زما هغه پخوا ځواني وه، خو اوس سرت(بدن) لاس اېله کړی وو، چي سجاد ور باندي ږغ کړ ، بابا زه به ورسم دا نژدې کورله لږ اوړه به ځني په سوال و غواړم ...

 

ګلباران!     هلکه موږ ته خپلو بابا ګانو هم  ويلي  دي ، او  هغه بله ورځ په جلسه کي مشرانو هم  و ويل چي مېړني خلګ سوال نه کوي محنت کوي، هغه خو زموږ پېغمبران دي د هغو خبره به سر ته رسوو، خو هلته يې  د همسايه تبليغي ملک هغه خبره هم په زړه کي داسي جګه ولاړه وه لکه کرونډې(اغزی) چي ورته ويلي يې وو په ټول کلي کي دغه يو منحوس ته يې خلقيه نور ټول کلی هم مسجد ته راځي هم زما خبره مني، چي خدای غایب کړی وې نو ښه به وو، ځکه زه ټول کلي ته هم ډوډۍ هم خيرات ورکوم او تاله يې د خلقيتوب له جوره نه درکوم، په تا خيرات  هم نه کېږي کافره...

 

ګلباران؛   چي له ډېره وخته وروسته سر راپورته کړ او په سرو سترګو او په غریو نيولي ږغ و ويل زويه ! زه ځم  که مي يو څه زهر وګټل پرون  باران  سوی وو، ټوله ورځ نه يم وتلی کور وم قلفي نه خرڅیدې ، نن به که خدای کول څه ګزاره و سي. ته فکر مه کوه زويه خدای مهربانه ذات دی...

 

خاتو ! وه خاتو،  چیري غایبه يې ، راسه دا بائيسکل له هوا  ورکه  چي ولاړ سم که مي يوڅه زهر پيدا کړل هلکان له لوږي ټکڼي ګرځي.

خاتو ؛ وار وکه درځم.

  خاتو و خاتو، ته ماته و ګوره دا سترګي دي ولي داسي سرې دي؟ 

خاتو ؛ وئ ګلبارانه نن به قلفي چېري خرڅوې ؟ 

ته خو ملک له کلي منع کړی يې ، په بل کلي کي خو ټول غريبان اوسي ، او مکتب  هم نسته پکي چي قلفي خرڅه کړې؟

  ګلباران؛ خاتو ته غم مه کوه نن به زه د پاسري کلي ته ولاړسم ، دملک کلي ته به نه ځم بس اوس خوشحاله يې ، دا خپلي اوښکي پاکي کړه ، دغه هلکان کراروه زه ځم چي څه و ګټم ....

 

 خاتو چي خپلي اوښکي يې سپا کولې په ژړغوني ږغ يې پسي ږغ کړ ځه په مخه دي ښه سه .

  خاتو ؛    سړيه!!  خو د بائيسکل ګنټۍ دي هم خراپه ده....

 

  ولي خدای خولۀ راکړې ده خو په خولۀ بي نارې وهم  ګلبارن چي بائيسکل تر ښکرانو کشاوه  تر شا يې ورته وه نه کتل او وډر سو..... . . . .

 

       قلفي والا ،، قلفي والا، قلفي واخلئ قلفي ، ښې قلفي ، خوندوري قلفي واخلئ......

 

 اوس ګلباران (له ځانه سره و بڼودیهای سودګر  بيا له کمي خوا را نازل سو....

رشيد ؛ ګلبارانه ! پرتا بله روزي دریدلې ده چي دا د غم قلفۍ دي را اخستي دي  د کلي هلکان ټول ستا له قلفيو ناروغه  دي. ..

ګلباران؛  (له ځانه سره  وویل بیخي پر هلکانو يې ، پر پيسو دي ایمان راوړی دی) رشيد اکا،  زه د زړه ناروغه يم بل دروند کار کولای نه سم ، دا لږ هوسا کار دی زما تر وس لاندي دی.

ستا د ناروغۍ له کبله خو موږ خپل هلکان نه سو وژلای  رشيد سور او شين کېدی ورته.

ګلباران ؛  رشيده اکا څه وکړم هلکانو په والله که دا پنځم  هور  دی  په شي رزق وهلی دی  له لوږي دغی ټکڼي ګرځي ...

رشيد ؛   ستا د ماشومانو  موږ مسول نه يو  هغه ورځ خو په جلسه کي داسي سپک سپک غورځیدې لکه د اتلسو کلو هلک اوس بيا بيماره سوې ..

له دې خبري سره سم ناڅاپه  موټر بريک  و واهه  که ګورو هغه ملک راکښته سو..

ملک؛  رشيده څه رش مو جوړ کړی دی؟

رشيد ؛  ملک صاحب له دا قلفي والا سره اخته يم ، د ده له قلفيو زموږ  هلکان ټول ناروغه  سوي دي .

ملک ؛   هلکه ګلبارانه !تاته ما څو ورځي ويلي دي ، چي دا قلفي به په کلي کي نه خرڅوې ، ته هيڅ شرم هم نه لرې بيا راغلی يې ؟

 

ګلباران؛    په ډېره ناهیلې  خوله  ملک صاحب دا خو ستا کلی نه دی ، دا خو بل کلی دی، ستا کلي له ، له هغې ورځي نه يم درغلی .

 

ملک ؛       دا ټول زما کلي دي. ته به دلته  هم نه راځې...

 

 ملک صاحب دا خو ډېر بې شرمه سړی دی ، له ماسره هم، اوس ډېر په بې شرمۍ ږغیدی ، اوس بيا تا له  جوابونه درکوي، رشيد چي په خبرو کي يې شيطاني له ورايه ښکاریده...

ګلباران؛   ملک صاحب د خدای پار دی، تر ږيره دي نيسم ، هلکان مه له لوږي مري د خدای  روی دی.

 

رشيده ! ته لږ لار را که دا په سمه پښتو نه  پوهیږي  ملک چي دا خبره ختموله بيا په ګلباران کي سپور وو...

رشيد چي په دې پوه سو چي اوس يې کار و سو، په ملنډو (هنک) يې ويل :

 ملک صاحب ، ملک صاحب ، مه کوه ، مه کوه مړ د کی اېله يې که ، بس اېله يې که بله ورځ به نه راځي بس بس....

 

ملک ؛ رشيده زه ولاړم بله ورځ ورته و وايه چي په  دې سیمه کي دي و نه وينم...

رشيد  چي د کلي پر کوښنیانو يې اوس قلفياني ویښلې  دکلي پر ځوانانو يې ږغ کړ چي دا مهال  پر دا ګڼه ګوڼه  (ږوږ) باندي را ټول سوي وو:

 

 هلکه دا  ګلباران پورته کړئ، کورته يې ورسوئ .

عطاولله ؛   ګلباران خو بې هوښه  (سیاهي) سوی دی ،  راسی  چي روغتون ته يې ورسوو .

رشيد؛    هيڅ نه دي په سوي جګ جوړ دی ایله يې ځان اچولی دی.

 

عطاولله ؛ يه يه قاهره تر خولې يې ځګونه توهیږي !!

 

قاهر ؛      ودره هغه دی تبليغي کاکا راغلی هغه بې و ګوري.

 

ځوانانو ټولو په يوه ږغ ور ناره کړه امير صاحب ،پير صاحب، تبليغي صاحب ، ته دا و ګوره چي څه په وسو  کورته يې يو سو که روغتون ته ؟

 

تبليغي؛ هلکه ځوانانو دا څوک دی ؟ دا خو ډېر خراب دی.

 دا خو ګلبارن قلفي والا دی ځوانانو بيا ټولو ور غربګه کړه.

تبليغي ؛   ښه!! دا هغه خلقي بې  لمانځه مردار خور ګلباران دی؟

 

عطاالله ؛  امير صاحب يو انسان ستا و مخ ته بې هوښه پروت دی  پرله اوړي ، او ته وايي دا خلقي دی ، ولي خلقي خدای نه لري که انسان نه دی؟

تبليغي؛    خلقيان  کافران دي ، کافران ...

 

عطاولله: امير صاحب خدای ته به څه جواب ورکوې ؟ 

تبليغي؛   توف، د ګلباران پر مخ يې لاړي ور تو کړې ،  ویل یې :

 زه به خدای ته پر حال د ځګندن  و وايم چي ما د يوه خلقي پر مخ  ناړي ور  تو کړې . روان سو او خپل بچيان يې تر لاس و نيول چي دګل باران د رېړۍ خيرات شوې دوې ،دوې قلفۍ هم په لاسونو کي وې.....

 

ځوانانو څه شخول مو جوړ کړی دی ؟

مراڼ بابا د ګلباران تر خولې  ځګونه بهيږي اوس نه يو خبر چي پیريانو نيولی دی که څه په کیږې:

مراڼ بابا؛   ځوانانو هيمت و کړی  سړی روغتون ته و رسوی ،له دې خبري سره يې و رشيد ته خيا ل سو پوښتنه يې و کړه ، هلته بيا څه رش جوړ  دی؟

 

عطاالله؛  بابا هغه رشيد دی د ګلباران قلفۍ پر هلکانو ویشي

مراڼ بابا؛   دا چا وهلی دی دا ګلباران؟

عطاالله ؛  ملک او رشيد په دواړو.

 

مراڼ بابا؛    رشيده څه خيرات دي په ګډ کړی دی ؟

ته و خدای ته  شرم نه لرې؟

  تاسو وار وکړی  پر تا او پر ملک پر دواړو به کیس کوم .

 

رشيد؛     هونو دا خو هم ستاسو خلقی دی ځکه دي  دا سي خوا په بده سوه،    ته ور سه يوار د خپلو سپينږيرو  چي دېرش ، دېرش کاله يې په جیل کي تېر کړل ، دهغو غم و خوره ، بيا راسه موږ له پانسۍ(پاهای) را کړه.

مراڼ بابا؛  هغو خو دا ستا رنګه بې ضميرو  لره حق غوښتو  خو بې ضميره  قام يې ټول خرڅ دی

تبليغي چي خپل بچيان په کوڅه  کي د کور  پر خوا  برابر کړي وو بيرته راغبرګ سو ، پر مراڼ بابا يې ږغ کړ:

 ته هغه پرېږده ،  ته ورسه د بابړي د مړو چي  ۸ سله ښکاره او د  سيند ته د غورځول سوو سره ۱۳ سله مړو ، د خان شهيد ،بيا د نجيب او بيا د هري ورځي د حلالیدو لکه کرکان  دهغو  حساب و کړه ، بيا راسه چي دوی زه در پانسۍ کړم.

 

مراڼ بابا؛   های د قام دښمنه ، شيطانه چي موږ اختيار پيدا کړو په هغه ورځ به سره ګوروخو موږ د هرانسان مرګ د انسانيت مرګ بولو او دا قران وايي ، جاهيلانو تاسو قران کله لوستی سو ، تاسو خو  مرګ،  او  په دار ول  پېژنی،  قاتلانو عدم تشدد به څه و پیژنی.

تبليغي ؛  ته ورځه ، ورځه د خپل پور د اخستو نه ياست لکه میږي خلګ مو  وژني بيا واياست عدم تشدد ، عدم تشدد ، له دې  سره تبليغي  سم په قهر سو.. .

 

مراڼ بابا؛   چي د ګلباران بائيسکل يې تر ښکرو کشاوو تر شا ه یې  ورته  را ږغ کړو وخت به دا پریکړه کوي چي تاسي صيح ياست که موږ،  او دا  شعر يې ورته و  وايه.

 

                        وخت به راځي چي غاښ د زهرو به ښامار نه لري

                       مــنصـور بـه ګـرځــي مــستــانــه مــلا بـــه دار نــه لـــري 

تبليغي چي دا شعر ډېر بد پر و لګیدو   سور او شين کېدو تر خولې يې ځګونه توهیدو  د شا ه  له خوا يې را  ږغ کړ :

 پاکستان زنده اباد ، افغانستان مرده اباد،خلقيان مرده اباد.....

مراڼ بابا؛     چي ورته کتل يې نه په خندا يې  ور ناره کړه  دا ته چي زنده  اباد ورته وايې هغه زياته په خپله د مرګ په حالت  کي دی  ژغورل يې ستا کار نه دی ، زياته  تر دې تېر دی.

تبليغي بيا ور را غبرګه  کړه پاکستان زنده اباد،  چي يو  تبليغي ژوندی وي هيڅ والله که په و سو ........

 

ډاکټر صاحب ته دا وګوره هله زرکوه مړ سو عطا الله په وار خطا  وار خطا  او ساه لنډي ږغ   پرډاکټر ږغ کړو، په منډه ، منډه وارډ ته له ډاکټره سره راغلو  ، ډاکټر چي د ګلباران حالت  و کتلو رنګ يې تغير و خوړ  د ټولو سر په خلاص سو چي کیسه خرابه ده ،  ټول  حېران او پریشان و دریدل و ډاکټر ته ګوري  چي ډاکټر به اوس څه وايي ، په سترګو سترګو کي يې له ډاکټره پوښتنه وکړه ؟ 

 

 ډاکټر د سر په خوځیدو جواب ور کړ چي خوند يې نسته ، او پوښته يې و کړه چي وارث يې څوک دی ؟

 

عطا الله؛    ډاکټر صاحب وارث نه لري ، تربورونه يې سته هغه يې هم په سر پسې دي ظالمان،ټول ملايان او تبليغان دي دی يو پکي ملي(قامي) سړی وو، د هغو له لاسه دلته راغلی وو چي سوکاله ژوند و کړي، خو دلته هم پاتي نه شو بس يوه ښځه دوه کوشنيان يې پاته دي .

 

ډاکټر : ځوانانو ورسی هغه خوارکۍ ښځه يې راخبره کړی .

 عطاالله : قاهره تا او جبار ورشی  هغه بد بخته را وه غواړی چي راسي دا دوه مخي سرکار  ته يو څه و وايي، او دا مړی تر کوره  و رسوي...

 

خاتو له بچيانو سره ګډه ده ، زويه ژاړه مه بابا اوس مړۍ راوړي ، زياته راځي، لږ صبر لا وکړی ، په تا کي دروازه  و ټکیده !! 

بچيه هغه دی بابا رالی! مړۍ يې راوړله

 هلکان له خوشالۍ  سپک راکښيېنستل،  ته صبر  زه دروازه ور خلاصه کړم، چي لږ ور نژدې سوه ږغ يې پر و کړ څوک يې ؟

قاهر: تروري دروازه راخلاصه کړه،

 

خاتو: ځوانانو خير دی څنګه مو ساه داسي لنډه ، لنډه کيږي، خير خو دی ؟

قاهر: تروري هو خير دی ، سړی دي  ناروغه دی ، په روغتون کي دی ، ته يې غوښتې.

خاتو چي هغه رنګه په لوڅو پښو منډي وهلې نه يې په مخ حال وو نه يې په ستر حال وو دهسپتال پرخوا يې منډې وهلې، وئ خدايه خواره  خسته سوم، دا يوه د سر سايه هم راباندي ودرېده ، وئ خدايه ته مي پر ده و کړې ، وئ خدايه کونډه سوم..... . . . وئ توبه توبه خدايه ګنهګاره سوم  ، خدايه ته خير پېښ کړې ، ته فضل و کړې توبه مي ده توبه.......

 

ډاکټر صاحب زما په ګلباران دي څه و کړل؟ 

 مړ د ي کړو ؟

 

ډاکټر :   خوره دا د خدای امر دی ،  انسان څه کولای سي ،د خدای پریکړه به منو ناشکري به نه کوو، او روان سو،  له ځانه سره لګيا وو ،  د خدای خو هم نه زړه سته نه يې پر چا سوځي.

وئ خدايه خواره سوم يتيمان راپاته سول ، خواره خستکه سوم ، زه به ژوند  څنګه کوم....

 

 لږ ګړی ورسته خاتو يو دم چي اوښکي ګڼۍ ګڼۍ پر توهیدې  سر را پورته کړو ، چي د ګلباران پر مخ يې ټينګ ايښی وو، يوه کلکه مچو يې ورکړه، او منډه يې کړل چي زما ماشومان به له ژړا مړه سوي وي ، اوس هغه  راباندي دریږي ...

ټولو خلګو حیران،  حيران ورته کتل خو د چا پر دې حال څه نه سو ويلای ځکه چي د يو چا د وس خبره نه وه،  داسي چوپه چوپتیا غوړیدلې وه ،  ټول حيران وو چي د خدای خو هم عجيبه سسټم دی عجيبه کار يې دی ،  له دې چوپتيا ټول د ډاکټر په دې ږغ را نېغ سول،ډاکټر چي له پوليس والا ته يې راپوور  ور ليکلی وو، و  دې خوا ته را روان وو،  هلکه ځوانانو دا مړی ايمبولنس ته ور  پورته کړی او کورته ور و رسوی او له هغي ښځي پوښتنه و کړی   که يې پر چا کېس کا وی بيا دي تاڼې له ور سي، اوس نور  همت و کړی...

 

ځوانانو ګل باران ايمبولنس ته ور پورته کړی او مړی يې کورته ور  ور ورساوه

عطاالله : ته ورسه و ملا اکا ته و وايه چي اعلان وکړي.

 

جبار چي ملا اکا ته ورغلی  ورته يې ويل :

ګلباران وفات سوی دی، که د يو ډنګر اعلان وکړې دا خلګ به خبر سي.

ملا؛ هلکه تاسو خو و دې ته نه ګوری چي د چا جنازه روا ده دچا  ناروا  ده دا  خو سورخلقي وو  د  دې جنازه او  اعلان نه کیږي  نه یې جنازه روا ده ،  بل وار چي را نسی زه جنازه هم نه ورکوم....

 

کله چي قبر ځوانانو تيار کړ نو عطاالله پر ږغ کړ .

قاهره ! ورسه مراڼ بابا را وغواړه چي جنازه ورکړي

چي ملا نه وو  اذان چا کاوی..

تاترین دوږخ دې ځای سي .

 

 ارمان لوڼی

 

-
بېرته شاته