(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لیږدېز او سپوږمیز کال

[24.Mar.2021 - 16:35]

لېږدېز ( هجري) لمرېز (شمسي) او سپوږمیز ( قمري) کال

لیک: صفیه حلېم
اسلامي مياشتې د سپوږمۍ ( قمر) د نوي کېدو سره سمون خوري چې يوه مياشت يې د ۲۹ يا د ۳۰ ورځو وي. د کاليزې يا د کلينډر پېل يې د اسلام د پېغمبر حضرت محمد (ص) د مکې څخه مدينې ته د هجرت سره سمون خوري. ځکه د هجري کال په نوم يادېږي. حضرت محمد (ص) په ۶۲۲ میلادي کال کې د جون په ۱۷ نيټه له خپل کور ووت، خو درې ورځې په غارثور کې پټ و، بیا په ۲۱ جون له مکې ووتو او د څو ورځو د مزل څخه وروسته، په ۲ جولاي قبا ته ورسيدو. مدينې ته د جولاي په ۱۶ نيټه وردننه شو. د هجرت له پيښې ۱۶ کاله وروسته، په ۶۳۸ م کې د درېم خليفه حضرت عمر (رضی) له خوا هغه کال د اسلامي کلينډر يا د جنترۍ لومړی کال وټاکل شو.
د لمر له مدارڅخه د ځمکې د څرخېدو موده ۱۲ میاشتې او ۳۶۶ ورځې وي. په عربي ژبې کې لمر ته شمس او کال ته يې ځکه شمسي وايي. خو د دې د مياشتو نومونه لرغوني يونان، روم او د عربو د جنترۍ نه اخيستل شوي دي.
هغه لرغونې کاليزه چې په يونان، روم او عربي نړۍ ستور پېژندوونکو کاروه، په اسمان کې د لمرد سفر سره يې تړاو لري. لمر په هره مياشت کې د اسمان يو برج کې داخلېدو او د دې ۱۲ برجونو په لرغونو ژبو کې خپل خپل نومونه او نښې دي، د بېلګې په توګه عربي کې “اسد”، سانسکرت کې “سيمها” لاتيني کې “ليو” د پښتو زمری وي. دغه کاليزه شمسي نومېده او د دې لپاره چې هجري کال ورسره يو ځای کړي نو د جون پر ځای دا په ۶۲۲ م کې د مارچ د ۱۹ څخه پېل شوه چې سپرلی لومړۍ ورځ وه. هجري شمسي کال، دا مهال د افغانستان، ایران او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونه رسمي او منل شوې کالیزه ده.
په افغانستان کې د هجري شمسي او قمري کاليزه د ۱۹۵۷ م څخه رواج شوه. دلته ولس تر اوسه د مياشتو لپاره عربي نومونه کارول خو اوس د دوی پښتو بڼه هم رواج شوې ده. همدغسې د هجري شمسي لپاره لېږديزلمريز توري کارېږي.
د هجري شمسي کال د میاشتو پښتو او عربي نومونه:
۱ـ حمل – وری- د ۲۱ مارچ-۲۰ اپرېل
۲- غوایی- ثور- د ۲۱ اپریل-۲۰مۍ
۳- غبرګولی- جوزا – ۲۱مۍ-۲۰ جون
۴- چنګاښ- سرطان- ۲۱جون-۲۰ جولاي
۵- زمری- اسد- ۲۱جولاۍ-۲۰ اګست
۶- وږی- سنبله- ۲۱ اګست-۲۰ستمبر
۷- تله – میزان – ۲۱ ستمبر-۲۰ اکتوبر
۸- لړم – عقرب – ۲۱ اکتوبر-۲۰ نومبر
۹-لیندۍ – قوس- ۲۱نومبر-۲۰ دسمبر
۱۰-مرغومی – جدی- ۲۱ډسمبر-۲۰جنوري
۱۱- سلواغه – دلوه – ۲۱جنورۍ -۲۰ فروري
۱۲- کب- حوت- ۲۱ فبرورۍ-۲۰ مارچ
د هجري شمسي کال د معلومولو لاره دا ده چې د اوسني ميلادي کال ۲۰۱۵ څخه ۶۲۱ منفي کړئ. نو اوسنی هجري شمسي کال ۱۳۹۴ کېږي خو دا کال به د مارچ په مياشت کې پېل شي نو ځکه تر هغې به ۱۳۹۳ ګڼلې شي.
هجري قمري کال هم له مکې نه مدینې ته د حضرت محمد ص له هجرت کولو څخه مروج شوی دی. په عربي کې سپوږمۍ ته قمر وايي. د ځمکې له کرې څخه د سپوږمۍ له څرخېدو څخه قمري یا سپوږمیز کال زیږي، د سپوږمۍ له لیدلو سره سم د دغه کال میاشت پیلیږي او دسپوږمۍ په ورکېدو او یا د بلې سپوږمۍ په لیدو سره میاشت ختمیږي.
هجري قمري کال ۱۲ میاشتې او ۳۵۵/۳۵۴ ورځې لري. دا د ۶۲۲ م د جولاۍ د ۱۶ نه پېل شو چې د اسلامي مياشتې محرم لومړۍ نېټه وه. هجري قمري (سپوږمۍ) کال، دا کال هم ۱۲ میاشتې خو ۳۵۵/۳۵۴ ورځې لري چې هر کال د سپوږمۍ لس يا نهه ورځې پکې کمې شي. په دې حساب اوسنی هجري قمري کال ۱۴۳۶ دی.
د هجري قمري مياشتو نومونه اسلامي دي چي په پښتو کې يې خلک پخپلو نومونو يادوي. 

محرم- اشوره – د امامانو- د حسن حسين مياشت.
صفر- صفره، چوري.
ربيع الاول- لومړۍ خور- باره وفات.
ربيع الثاني- دويمه خور.
جمادي الاول – دريمه خور.
جمادي الثاني- څلورمه خور.
رجب- زبرگه يا د خداې تعالی مياشت.
شعبان- شوقدر- شبقدر- برات.
رمضان- روژه.
شوال- کوچنې اختر.
ذوالقعد- مياني- منځ يا خالي مياشت.
ذوالحج- لوی اختر.

(صفيه حليمSafia Halim)

-
بېرته شاته