(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ختېځ ګلونه

[17.Mar.2021 - 15:56]

د ختیځ ګلونه/ لیک: اجمل اټک یوسپزی

ارواښاد شمس الهداء شمس 

ارواښاد شمس الهداء شمس د خدایخښلي ډګروال الحاج نور الهداء خان زوی په خټه خلیل مومند د کونړ ولایت د نورګَل ولسوالۍ د کوز نورګل د قاضیانو د کلي په یوه روحاني ' پښتونپاله او مذهبي کورنۍ کې په کال ۱۳۱۶ هه ش کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زده کړې یې نورګل کې کړي دي ' منځۍ زده کړې یې تر دولسم ټولګې په حربي ښوونځي کې په کابل کې کړي دي او په کال ۱۳۴۴ هه ش کې د حربي پوهنتون نه فارغ شوی دی.

لومړنی رسمي مأموریت یې د ننګرهار په یولسمه فرقه کې پیل کړ

په ۱۳۵۶ کې د کورنیو چارو وزیر فیض محمد د شخصي ملګرتیا له مخې د دفاع وزارت یو څو تنه تکړه صاحبمنصبان له ملي دفاع وزارت نه د کورنیو چارو وزارت ته راتبدیل کړل چې یو په کې زما د شهید پلار جګړن غلام صدیق اټک په ګډون ارواښاد جګړن شمس صیب و.

ارواښاد شمس صیب د کورنیو چارو په وزارت کې د جګړنۍ په رتبه د روغنیاتو امر وټاکل شو. خو څو میاشتې وروسته په ۱۳۵۷ هه ش د غوایي پر اومه نېټه د خلق دیموکراتیک ګوند غړو په سردار محمد داود خان کودتأ وکړه او سیاسي واک د خلق دیموکراتیک ګوند ونیوه او د هېواد سیاسي حالات چورلټ بدل شول د ثور تر کودتأ وروسته ارواښاد شمس هم د زرګونو نورو دولتي مأمورینو او منصبدارانو په شان له دندې ګوښه کړای شو ډېر فکري ملګري ( افغان ملتیې ونیول شول او د شمس صیب د نیولو په پار هم د نوموړي په کور دوه ځلې چاپې واچولې شولې خو ارواښاد شمس د تصادف له مخې دواړه ځلې په کور کې نه و.

کله چې د ۱۳۵۷ کال د مرغومي پر ۲۲ نېټه د وروستي ځل له پاره د ارواښاد شمس کور محاصره او د ارواښاد شمس د نیولو په پار تالاشي شو نو تر دې نېټې وروسته ارواښاد شمس اړ وت چې د خپل ژوند د ژغورلو او همدا ډول د افغان ملت ګوند د منسجم او راټولو په پار د کونړ او باجوړ له لارې محکومې پښتونخوا ته هجرت وکړي.

دا چې ارواښاد شمس هغه وخت د افغان ملت ګوند ځوان کدر او د لومړنیو پېژندل شویو غړو له جملې څخه و نو د روسانو تر تجاوز وروسته یې په محکومې پښتونخوا کې د افغان ملت ګوند مرکزي دفتر پرانیست او د وخت د غوښتنو سره سم په قلمي او عملي مبارزه او مجاهده بوخت شو د افغان ملت ګوند اخبار یې خپراوه د وخت په چاپي او غږیزو رسنیو کې یې د روسانو د تیري او تجاوز په اړه لیکنې ' مرکې او شننې کولې او په دې ډول یې د وطن او افغان ولس ملي ننګه او دفاع کوله.

ملي او دیني ارزښتونو ته ژمن او متهعد افغان و.

که څه هم افغان ملت ګوند یو لوی او په ولس کې پېژندل شوی ګوند و او د وخت ډېر منورین ' عالمان ' صاحبمنصبان ' سیاسیون او د پښتو ژبې او ادب مخکښان یې د سر غړي وو خو دا چې ددغه ګوند ارمان ' غایه او سیاسي کړنلاره د لوی افغانستان جوړول او ټول افغان ملت په یو واحد مرکز راټولول او د خپلو تاریخي ' مذهبي ' دیني او ملي میراثونو ساتل وو نو ددغو ژورو نظریاتي ' ایډیالوژیکي او عقیدوي ټکرونو د لاملونو له مخې نه د خلق ګوند ( افغان ملت) زغملای شول او نه هم د پاکستان حکومت د نورو جوړو کړای شویو جهادي تنظیمونو په څېر ورته پام کولو.

د افغان ملت ګوند او غړي یې د دواړو غاړو سره د ژورو نظریاتي اختلافاتو له مخې حالاتو د پړانګ او پاړ تر منځ را ایسار کړل خو ارواښاد شمس صیب په سیاسي زیرکتیا د حالاتو د ټولو نزاکتونو او ترینګلتیاوو سره سره خپله ملي او دیني فریضه اداء کړه او په اصطلاح د ښامار په ستوني کې یې د ښامار سره مبارزه وکړه.

د محکومې پښتونخوا د پښتنو سیاسي مشرانو او ځوانانو سره یې ښې اړیکې درلودې او تل یې د لر بر یو افعان روحیه په غیرې مستقیمه توګه په ډېرو سختو شرایطو کې پیاوړې کړې ده.

که هم څه د افغان ملت ګوند څه د خودغرضو غړو او څه هم د دښمنانو د پټو او ښکاره دسیسو له امله په څو برخو ووېشل شو خو ارواښاد شمس په کال ۱۳۶۶ هه ش د وري په میاشت کې په پېښور کې د افغان ملت ګوند د یو شمېر غړو او عمومي کنګرې له خوا د " افغان ټولنپال ولسواک ګوند " د مشر په توګه وټاکل شو او تر ۱۳۸۴ هه ش کال د ګوند مشر و.

ارواښاد شمس افغان ملت ګوند ته ژمن و او تر پایه یې د هیچا سره په ګوندي ادرس ناروا معاملې او جوړجاړی ونه کړ.

د ژوند تر پایه یې په یو سر د افغان ملت ګوند اخبار وچلوه او د خدای ' وطن او ملت تر سرلیک لاندې یې په زرګونو لیکنې او شننې وکړې

ارواښاد شمس تر ۲۷ کلني مهاجرت وروسته په کال ۱۳۸۴ هه ش کې بېرته خپل کلي او خپل بر وطن ته راستون شو او غوښنل یې چې پاتې مبارزه د خپل کلي او ولس په اسنازيتوب د لوی وطن افغانستان په پارلمان کې وکړي په وطن کې د نوي سیاسي بدلون او د کرزي په واکمنۍ کې د سمون او اصلاح په نیت یې غوښتل چې د خپل ولس رښتینی وکیل او استازی شي خو تقدیر ته د منلو نه وه او په(۲۰۰۵/ اکتوبر/ ۹عیسوي کال کې ناڅاپه د زړه د ودرېدا له امله ومړ او د خپل کلي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د ارواښاد شمس په مبارزه او سیاسي هلو ځلو ډېر څه لیکل کېدلای شي خو دلته د وخت د لږوالي له کبله سمدستي په همدې لنډې لیکنې بسیا کوم.

اروښاد شمس خوله ور او زړه ور مبارز و او د حق په ویلو کې یې د هیچا او هیڅ نزاکت پروا نه ساتله' غوڅ او قاطع دریځ یې درلود

که د افغان ملت د اخبار نه د نوموړي لیکنې راټولې کړای شي نو باور لرم چې ډېر لوی او ارزښتمند کتابونه به ورنه جوړ کړای شي.

اروا یې ښاده او فکر یې روښانه اوسه

Ajmal Attock Yousafzai 

-
بېرته شاته