(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهند اسمبلۍ ته

[17.Mar.2021 - 15:49]

په 1946 کښې د هندوستان په اسمبلۍ کښې د غني خان په بجټ باندې تقریر.....

 

زۀ د هندوستان د ټولو نه د وړې، غريبي او پسمانده صوبې نمائندګي کوم، خو دا بيا هم زما د پاره وياړ دے؛ زمونږ صوبه چرته چې دومره سکولونه نۀ دي لکه څومره چې پۀ وينو ککړ لاسونه، يواځینے صنعت چې هلته پۀ پرمختګ دے د وسلې جوړول ديزمونږ صوبه اوس هم هغه صوبه ده چرته چې خلق لس پينځلس ميله پۀ خرو او اوښانو يواځې د دې د پاره سفر کوي چې د څښکلو اوبۀ پېدا کړيزمونږ صوبه يواځینۍ د هندوستان هغه صوبه ده چې پوهنتون نۀ لري او زمونږ د خلقو د تعليم يافته کولو دلته بس هم دومره معقول بندوبست شوے دے چې انګرېزي ورته پۀ اردو کښې او اردو ورته پۀ پښتو کښې ښودلې کېږيمونږ پښتنو چې د کابل نه کلکتې پورې روډ غزولے ؤ، نن د لوېشتو پۀ حساب روډ لروزۀ د ستاسو توجه يوې بلې سنجيده مسئلې خوا ته را ګرځوم چې دا وخت زمونږ صوبه ورسره مخ دهزمونږ صوبه چې يو څو واړۀ ښارګوټي لري او هلته تر څۀ حده روزګار ته لار هواره ده خو ولې د دې وړې ابادې ټوټې نه بره پوليټيکل ايجنسيانې دي چرته چې د هغې زمکې زامنو ته دا ښودلے کېږي چې د پېرنګي بندګي به کوئ، د هغوي خبره قانون ده او د هغوي رضا جنت او غضب ئې دوزخ دےپۀ کاغذنو کښې دا خلق خپلواکه ګڼلے کېږي خو پۀ حقيقت کښې د دوي نه بد ترينه غلامان پۀ ټول هندوستان کښې چرته بل ځاے نشتهکۀ څۀ هم مونږ دا سيمه د صوبې نه بهر ګڼو خو د دوي زياتره مسئلې صوبې سره تړل شوې ديد افغانستان او زمونږ د ښارګوټو تر منځ دا سيمه چې قبائلي سيمه ورته وئيلې شي، څۀ افسانوي سیمه دهد پيرنګي د راتلو سره دا خلق زمونږ ښارګوټي لوټي، شوکې کوي؛ ګنې دا خلق پۀ خوا داسې نۀ وواوس مسئله دا ده چې څنګه دا حکومت کولے شي د دې ښار ګوټو د اولس چې د دوي د قانون د لاندې اوسي، حفاظت وکړي؟ يو ساده باده سړے ئې د حل درې لارې راويستې شي؛ اوله دا چې د دې قبائيلي سيمو نه دې هم وسله واخستې شي لکه چې د ښارګوټو نه اخستې شوې ده، دوېمه دا چې يا دې دوي ته هم وسله ورکړې شي چې خپله ساتنه پرې وکړي او درېمه دا چې ورسره جرګه دې وکړې شيخو چې حکومت بيا هم کومه لار خپلوي نو به هم هغه خپله د زور زبردستۍ او د بډې رشوتونو لار خپلوي چې سرکار ورته مهذب نوم سبسډيز او فاروډ پاليسي ايښے دےزۀ به درېم تجويز ته راشم چې وخت به غواړي، کړاو به غواړي خو نتيجې به مثبتې راوړي ـــ پۀ وړومبي ځل زمونږ د صوبې خلقو د دې مسئلې د هوارولو د پاره پۀ نولس سوه دېرشم کښې هڅه کړې وه؛ هغه وخت چې ګورنر هم د خپلې ناکامۍ اعتراف کړے ؤ خو زمونږ مشر باچا خان يو وړانديز دا ورکړے ؤ چې دلته دې سکولونه او ډسپنسريانې جوړې شي او داسې به دا خلق مونږ سره وتړلے شي چې د دې نه پس ګورنر ډيلي ته د وائسراے سره د ليدو د پاره راغلو خو ولې چې هغه راستون شو نو وړومبے کار ئې دا وکړو چې باچاخان ئې د نامعلومې مودې د پاره بندي کړومونږ حکومت ته رسائي وکړه خو دوي هېڅ ونۀ کړے شو ځکه چې دوي مونږ نه زيات د ځان غم وړي ووزۀ دا د تاريخ درته د دې د پاره نه وړاندې کوم چې ګنې زۀ د خپلو خدائي خدمتګارو ستائينه کوم خو ولې خپله عجبه تجربه درسره شريکوم چې پۀ دې لړ کښې څۀ څۀ شوي ـــ اوس هم حکومت کۀ پۀ مونږ باور کوي او دوي سره خبرو ته مو پرېږدي نو زۀ باوري يم چې هغه کار چې دوي پۀ سلو کالو کښې ونۀ کړو مونږ به ئې د کال پۀ دورانيه کښې وکړو ـــ خو اٰيا حکومت به زمونږ ملاتړ وکړي؟ اٰيا حکومت زمونږ مرستې قبلوي؟ اٰيا دوي د دې قبائلي سيمو د مسئلې هوارولو ته سنجيده دي؟ زۀ به پۀ طمع يم کۀ چا راته ځواب راکړومننه!".

 

حوالہ : «پښتون مجله» کښې چهاپ د طلال بیدار اصیلزے مضمون "سیاستمدار غنی خان" نه‌اقتباس 

Iftikhar Ali 

#celebratingghanikhan

-
بېرته شاته