(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان سوله

[17.Mar.2021 - 15:44]

په افغانستان کې د سولې لپاره  د مارچ په اتلسمه د مسکو د مشورتي غونډې  د جوړېدو په درشل کې څو ضروري يادونې!

  سره له دې چې د فساد او بې کفايتۍ له وجې د افغانستان په اوسني حاکم مشرتابه کې په سل ګونو ګڼ شمېر نيمګړتياوې او کمزورتياوې وينم  او په کلکه يې غندم، خو د خلکو له رايو پرته  د بهرنيو او کورنيو فشارونو له لارې په زور استعفا ته د اشرف غني مجبورول او ددغه مجبوريت تعميل د ټول افغان ولس لپاره دريمه تاريخي ماتې بولم:

لومړی: په ۱۹۲۹ کال کې د انګريزانو او د هغوي د کورنيو مزدورانو(ګوډ مُلا، حضرتانو او سقاويانو) له خوا استعفا ته د د غازي امان الله خان مجبورول او د افغان ولس تاريخي شاتګ

دوهم: په ۱۹۹۲ کال کې د يوې نړيوالې توطيې په پايله کې د پاکستان او د هغه د افغان ملاتړو له خوا استعفا ته د ډاکتر نجيب الله مجبورول او د افغانستان د نظام، اردو او ټولې مادي او معنوي هستۍ لوټول او له منځه وړل

دريم: د (امريکا - پاکستان- ايران) مثلث او يا کيدي شي په څو ضلعي  سازش کې د طالبانو او افغان - زور واکو سياسيونو په فشار استعفا ته د ډاکتر اشرف غني مجبورول او ددغه مجبوريت عملي کول.   

په روسيه کې د زرګونو مېشتو افغانانو د مطلق اکثريت په همفکرۍ کولای شم ووايم چې:

موږ سولې ته د رسيدو لپاره ژر تر ژره د اور بند ټينګېدل او په ملي، سيمه اييزه او نړيواله همغږۍ کې د ملګرو ملتو تر نظارت لاندې د خبرو ميز ته د افغانستان د دولت او طالبانو د استازو ستنېدل او د دواړو خواوو د مخامخ خبرو پيل غواړو

 موږ  د پرديو د ويجاړوونکي پلان او فرمايش په وړاندې د افغانستان د ملي حاکميت په څنګ کې کلک ولاړ يو

 موږ د افغانستان  د ملي اردو او ملي امنيتي ارګانونو، ساتل، عصري تجهيز اوباعزته پالنه غواړو.  

موږ د افغانستان د راتلونکي نظام او زعامت  ټاکل د افغانستان د خلکوحق بولواو په دې برخه کې هره بهرنۍ پرېکړه مردوده ګڼو

 په زور د طالبانو تسليمي او يا استعفا ته  د دولت د اوسني مشرتابه مجبورول  له ټول افغان ولس سره ظلم ګڼو او په کلکه يې مخالفت کوو.

  موږ سياسي او ټولنيزه ازادي د خلکو حق بولو،د طالبانو په شمول ټول افغان ولس د سياسي ازادۍ او د خپل سياسي نظر د تبليغ او تعميم حق لري. هر څوک حق لري  چې په خپل منطق د خپل نظر د څرګندولو له لارې د خلکو زړونو ته لار پيدا کړي او د خلکو د رايو له لارې سياسي قدرت ته درسيدو هڅه وکړي

 سياسي قدرت  ته د رسېدو او د قدرت د ساتلو لپاره د خلکو د وينو تويول  مطلق ناروا بولو او د مخيوي لپاره يې په ټولو افغانانو د يووالي غږ کوو

د سولې لپاره د افغانانو او نړيوالو ادرسونو ته ددغه اوازد رسېدو په هيله!

شېرحسن حسن

مسکو-روسيه

17.03.2021

-
بېرته شاته