(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه د

[12.Mar.2021 - 12:04]

پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې له ساکي مخينې سره 

پوهاند ډاکتر مجاور احمد زېار

زرتشتېزم Zoroatrism, Zoroatrianism، مزدايېزم Mazdaism يا پارسيېزم Parsiism

دا له آره يوگروهى يا يوڅښتنى (monotheistic) زباد شوى آريانى دين دی چې زرتشت يې د اومې په پاى او د شپږمې مز. پېړۍ په سرکې د آرياني پېغمبر په توگه بنسټ ايښى دى،د سپېڅلي کتاب (اوېستا) تازه برخه يې د اړوندو دينښووانو (موبدانو) له خوا ويل شوې ده. د ټولې اوېستا پهلوي ليک آړه او ژباړه "زند Zend" نومېږي او شننه سپړنه يې (شرح او تفسير) يې پازند(- Pa zend)، له همدې کبله له آريانپوهانو او بيااوېستاپوهانو پرته عام خلک اوېستا ته (زند) يا (زند- اوېستا) هم وايي. زرتشتېزم د يوه پنځباندې (مېتافزيکي) لوى خداى آهورامزدا او آهريمن Ahriman (شيطان) ترمنځ دتلپاتې جنگ جگړې پراندتوگه ټيکاو لري.آهورا د پنځون (خلقت)، رڼا او ښېگڼې خداى دى او اهريمن د تورتم او بدگڼې استازی.دا دين د يوه خورا لوړ لوښغونډ (اخلاقي کود) لرونکى دى او د ختيځپوهانو پر اند و واند د نړۍ تر ټولو لومړى يوگروهي (اسماني دين؟ ) دی او پرسامي دينونو يې پوره پدل واغېز ښندلى دى. لومړى ښاري ژوند  په باکتريا (بخد يانا) کې له دغه دين سره پيل موندلى او تر ساکانو پورې يې ټول آرياني  او زموږ ساکي کوچاني ټبرونه ورهڅولي دي. مزدايېزم له آره يوسېکولر دين وو. زرتشت خپل لاروي په دودونو جالونوکې کې ازاد پرې اېښي او کوم (سيده) بندېز يې پر.ې نه دى لگولى .که څه هم د زاړه مهال اورپښتۍ (آتش پرستۍ) ته يې هم پايښت وربښلى دى (برېتانيکا، اړونده سکالو).

د گاثاوو له مخې وگړي ازاد دي چې ځانته غوره لار وپلټي، بې له دې چې په وړاندې يې کوم امرونهي ټيکاو ولري. زرتشت يوازې له هغو بېزاري ښوولې چې زاړه ناوړه دودونه، کږني او انگېر نې پالي. لکه راروسته چې زر تشتيانو د پخواني ميترا mitra دين تراغېز لاندې د څارويوو بلها ري کول او د ښېرازۍ او سمسورۍ په انگېرنه يې وينه پر ځمکه پاشل دود کړي ول او داسې نور. (زياته څرگندتيا: ساسانفر ١٥٨ مخ). (نېک پندار، نېک گړهار او نېک کردار) د مزدايي دين له بنسټيزو لوښيو(اخلاقو) او لارښوونو څخه گڼل کېږي. پر مېتراييزم سربېره زوروانېزم او مانېزم يا مانېکېزم manichaism هم راروسته د ساسانيانو له خوا په زر تشتېزم کې راگډ شوي او له دې سره يې هغه پخواني مزدايي دين له راز راز گروهو، کږنو اوانگېرنو سره اخښلى رااخښلى دى. (هماغه اثر ٦٦ او ٧٢ مخونه، همدا رنگه آريا همايون ٢٥٣-٢٥٨ مخونه، خانک عشقي ٢٣١-٢٣٥ مخ). دا چې براندنشتاين (١٥٤) ويشتاسپه vistaspa- د داريوش پلار ښوولى او ايرانيانو ترې د خپل ړومبي واکمن  کوروش پلار(گشتاسب) جوړ کړى، ښايي له هغه ويشتاسپه سره توپير ولري چې د باختر په گاونډه يا اړونده سيمه "خوارزم" کې (٥٨٨م ز) د زرتشت ملاتړى پاچا ښوول شوى دى، ځکه اسپه شاهي کورنۍ د کهزاد (٢٤٥) له مخې په باختر ي ټولواکمنۍاړه در لوده او بر يتانيکا (١٢ ټوک ٩٣٤ مخ) هم دغه ويشتاسپه د خوارزم واکمن ښوولى دى. مزدايي دين  سوېل- لوېديځ خواتهته لومړي داريوش رسمي کړى وو او او زموږ سکه نيکونه يې بېخدايه (اپگه) بلل چې راروسته ترې (اوگان، افغانجوړ شو. ورپسې يې ځايناستو ساسانيانو دغه دين تر پايه (٣٣٠-٥٥٩م ز) راټينگ کړ او دخپل رسمي دين په توگه يې ورته وده او پراختيا ورکړه. تر څو  د اسلام له راتگ  سره له رسميته ولوېد، ډېری لارويان يې هند ته ولېږدېدل او يوه لږکۍ ډله

يې په ايران کې تر اوسه  پاتې ده او تلبلاند اور يې هغسې ټينگ او ترينگ ساتلی دی.

-
بېرته شاته