(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په انسان کښې

[12.Mar.2021 - 11:53]

په انسان کې تاوتریخوالی له کومه کیږي؟

ځواب : هر انسان په ژوند کې له ځینو کسانو ځورېدلی وي او یا خامخا ورڅخه بده خاطره لري، له انسانانو څخه بدې خاطرې، کرکې او عقدې په تحت الشعور کې زېرمه کیږي او په اېشنده اور( لاوا) بدلیږي،  دا اور غواړي هرکله سر راپورته کړي. همدغه ځواک ( اېشنده اینرژي) د کسات( انتقام) په غریزه بدلیږي او انسان ته د تاوتریخوالي، تشدد او خشونت تنده و تلوسه وربښي

[] پرمختللو ټولنو د دغې غریزې د خړوبولو (اشباع) لپاره څه کړي؟ 

ځواب: هنر ته یې مخه کړې ده. ناولونه او فیلمونه یې دومره له تشدد و خونړیو پېښو ډک کړي دي، چې هلته په بدو خلکو (بدمعاشانو) باندې د زړه سړولو پرمهال د لیدونکي ګرومونه (عقدې) یو یو چوي او سړيږي، په لاشعورکې د کسات او تاوتریخوالي د غریزې اېشنده اور له جوشه کیني او انساني اروا ته سکون بښي. هالیووډ او بالیووډ ځکه د جګړو، شخړو، اکشن، تاوتریخوالي، وژلو، وینې بهولو او قهرمانیو فیلمونه جوړوي او کتونکي یې هم ډېر دي

ما هم په امریکا کې ژوند کړی او هم په هیندوستان کې، هغه څه چې تاسو یې د دغو هېوادونو په فیلمونو کې ګورئ، د دوی له ټولنیز او ریښتیني ژوند سره زمکه و اسمان توپیر لري

په روسته پاتې ټولنو کې، چې هنر نشته، اېشنده اور عمل ته راوځي او موږ ته چې ټوپک او عقیده هم پردي راکوي، نو خپل  ټول ګرومونه او عقدې پر خپلو ښځو، ماشومانو او بېوسو خلکو سړوو

که بل څه نه وي، د ماشومانو اوښځو موټر ته ماینونه خښوو او کله چې یې د بدنونو د غوښو ټوټې هوا ته پورته شي، زموږ په اروا کې د کسات اېشنده لنبې سړې شي

نړیوال پرموږ تجربې کوي. موږ چې له ګڼو کسانو څخه ځورېدلي یو، ګرومونه لرو، کرکې لرو او د کسات دوزخونه مو په دننه کې په لنبو او غرغنډو دي، تاوتریخوالي و تشدد و خشونت ته ډک او چمتو یو، کله چې زموږ کرکو او عقدو ته د عقیدې په مرسته لاره خلاصه شي، نو دوزخونه بهر راووځي او پایله يې دا شي، چې په چاودنو، ډزو او بمونو کې زرګونه ماشومان، ښځې او بېخبره وګړي لولپه کړو

دا زموږ برخلیک دی، خدای(ج) یې هم په اړه راته ویلي

چې پخپله یې بدل نه کړئ، زه یې  نه دربدلوم.

Abdul Ghafoor Liwalعبداغفور لېوال

-
بېرته شاته