(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځیني تبلیغات

[09.Mar.2021 - 16:59]

ځیني تبلیغات

لیک: سید عبید الله نادر

ځینو خلکو داسي د نیمچه او مشکوکو ملایانو څخه اوریدلي دي ،چې کافرو ته صرف همدا دنیا ده او بس یعني کافران چې دومره تلاش او هڅي د دنیا د رنګیني د پاره کوی ، یعنی د هغوی په نزد(ملایانو) یا په تصور سره نو مسلمانان باید لاس تر زني کښیني او هیڅ هم و نه نکړي ،صرف د هغي دنیا په طمع کښیني .چې په غیر مستقیم د هر راز پر مختګ مخه دوی په دي عمل ډب کوي ، او د تعجب خبره خو دا ده چې هغه بیکاره ملایان خو یی وایي ځو ځیني یی مني ، ځیني ملایان خپله د ګټي او کار نه دي نو په دي اساس دا تبلیغونه کوي ، په کار ده چې دوی خلک د کار کوشش او کسب د پاره و هڅوي ، تر څو خلک د پرمختګ استعدادونه په ځان کې وروزي په دي نړۍ کې څو میلیارده ،انسانان ژوند کوي ، نو دا ټول زحمت وباسي او کار کوی وانسان د سعی او کوشش د پاره خلق شوی ،(لیس للانسان الا ما سعی ) یعني انسان د سعی او کوشش د پاره خلق شوی ، دوی دا خبری ساده انسانانو په تیره هغه کسبه کارانو ته کوی ، لکه ډریوران ، دکان داران ،او په بازار کې کسبه کارانو ته په ذهن کې دا تلقین ورکوی ،ځکه دغه طبقه یی ښه مني او د دوی د تبلغ د ذوق د پاره برابر خلک دي ،او ماهم د ډیرو کسبه کارانو په تیره ډیره ډریوران څخه دا اوریدلي ده ، چې فلانی ملا داسي په تبلیغ کې مونږ ته وویل : چې دا دنیا صرف د کفارو د پاره جوړه شوي ، او د مسلمانانو د پاره بله دنیا ده ،په کار ده چې دوي جد و جهد ته خلک و هڅوي

.................

 

د قدرمن خالق عزیز دپست څخه کاپی د اجمل ستانکزۍ لیکنه:

سید عبید الله نادر

وايي عبدالله ویلي چې د ټالیب ۵۰۰۰ بندیان دې خوشې کړای شي. ډیری دغه بندیان پاکستانیان او د ای ایس ای فعال غړي دي خو چوکۍ دومره بد شی ده چې یو شمیر به د خپلې مور جامې هم ورته خرڅې کړي.

همدا له شروع نه د جمیعت یا شمالي ټلوالې پالیسي ده چې ګټه یې وي خپله د پاکستان سپي له ځانه جوړ کړي بیا چې د تاوان وخت وي پښتانه پاکستان پلوه ګڼي او د پاکستان په ملاتړ یې ملامتوي. خو برعکس د دوی ان هغه رباني د ای ایس ای مشر ته د مشاورت پیشنهاد کړی وو او د افغانستان د خاد د مامورینو لیستونه یې ورکړي وو چې ای ایس ای دغه مامورین بیا یو یو ترور کړل.

په وار وار مو ولیدل چې که د عبدالله ډله ده، که د محقق، که د ګلبدین او که د کوم بل جنګسالار کله هم چې دولت له پاکستان سره په کومه موضوع کې مخامخ شوی دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره د خپل دولت په ځای په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د پاکستان د دریز ملاتړ کړی. نن هم دوی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د دریز دفاع کوي. خو تندر دې په داسې چوکۍ ولګیږي چې یو انسان یې د ګټلو لپاره د هیواد دلالي کوي.

دولت باید تر هغه د وحشي ټالیب بندیان خوشې نکړي تر څو چې لږ تر لږه ټالیب د اوږمهاله اوربند اعلان نه وي کړی او دولت ته یې د دې اوربند د ساتلو ضمانت نه وي ورکړی. دا به د دولت حماقت وي چې ټالیبي بندیان په داسې حالت کې خوشې کړي چې دوی بیرته د ټالیب کرښو ته لاړشي او په افغان ځواکونو حملې وکړي. که بیا هم دولت د کورنیو او بهرنیو سیاستوالو تر فشار لاندې راځي نو هغه ټیټه کچه افغان ټالیبان چې له ټالیب سره په همکارۍ نیول شي او اوس پيښیمانه دي او سپین ږیري بندیان دې ورخوشې کړي. خو هیڅ پاکستانی یا لوړ رتبه ټالیب دې نه خوشې کوي.

دا زمونږ بدبختي ده چې په لویو ملي مسایلو کې هم یو ملي دریز نلرو او هر سیاستوال مو د هیواد په ځای لدې نازکو حالاتو د ځان په ګټه کار اخیستل غواړي.

ملته! نن هغه سیاستوال چې د دښمن ملاتړ کوي و پيژنئ. کرزی، عبدالله، اتمر، نبیل، ګلبدین، دوستم، محقق او نور ښه وڅارئ. که یې د ملي ګټو په ضد څه ویل سبا یې تاسې په هیڅ صورت هم ملاتړ مه کوئ.

Ajmal Stanikzai

-
بېرته شاته