(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غلام دستګیر

[05.Mar.2021 - 15:32]

ارواښاد استاد غلام دستګیر ړنګ 

 

ارواښاد استاد ړنګ د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو د لوې ولسوالۍ د کږې په ښار روښانکوټ ( زاړه ښارکې د ارواښاد محمد سرور خان په کور کې زېږېدلی دی چې د زېږېدو نېته یې ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا د هغه پېر د " اوسني لیکوال " په تذکره کې ۱۳۰۷ لمریز ښودلې شوې ده خو ارواښاد ړنګ ویل چې په تذکره کې یې ۱۳۰۰ لمریز کال لیکل شوی دی او وایي چې کله امیر حبیب الله خان ووژل شو نو ما د کلي په جومات کې د ملا امام سره د فقهې او نظم کتابونه ( قدرې ' مونیه ' پنج ګنج ' ګلستان  ) لوستل.

ارواښاد استاد ړنګ په خټه ابراهیم خېل خوږیاڼی و.

ارواښاد استاد ړنګ خپلې لومړنۍ زده کړې تر څلورم ټولګي د کږې د شیر احمد خان کلا په ښوونځي کې پای ته رسولي دي او بیا په کال ۱۳۱۸ لمریز کې د کابل په دارالمعلمین کې داخل شو.

د دارالمعلمین تر فراغت وروسته په کال ۱۳۲۷ لمریز کې په دارالمعلمین کې ښوونکی شو دوه کاله وروسته یعنې په کال ۱۳۲۹ لمریز کې د جلال اباد د منځني ښوونځي مدیر وټاکل شو چې کال وروسته (۱۳۳۰یې په خپلو هلو ځلو او د پښتو ادب د دریو ستوریو ارواښاد استاد الفت ' استاد خادم او استاد رښتین په ملاتړ او د وخت د نائب الحکمة عبدالله جان وردګ په مرسته یې د جلال اباد نومي منځنی ښوونځی د ننګرهار لویه لېسه کړه.

د ننګرهار د لېسې تر جوړېدو وروسته یې د " پوهنه رڼا ده " غږ او شعار په رڼا او غیز کې یو بل ښوونیز کمپاین هم پیل کړ او په دې ترڅ کې یې په لغمان او کونړ کې هم ډېر نوي ښوونځي او ښوونیز مرکزونه جوړ کړل.

په کال ۱۳۳۱ لمریز کې د ننګرهار ولایت د پوهنې لوی مدیر وټاکل شو چې په دې موده کې یې طبي زده کړو ته هم د پام وړ خدمت وکړ طبي بنسټونه یې هم ورغول او بې شماره ښوونکي یې هم ورزول.

ددغو رسمي کړنو او خدمت تر څنګ یې د خوږیاڼیو ولسوالۍ په کږه کې د شاعرانو یوه ټولنه هم جوړه کړه او د ادبي غونډو منظم دور پیل شو د نارنج ګل دودیزه کلنۍ میله او مشاعره چې تر ننه هر کال په شور او زوږ سره تر سره کیږي ویل کیږي چې ددغې دودیزې مشاعرې او میلې د بنستګرو له ډلې یو بنسټګر استاد ړنګ هم دی

په کال ۱۳۳۸ لمریز کې د پکتیا د پوهنې ( معارفمدیر وټاکل شو چې پکتیا ته په ورتګ یې هلته د نجونو ښوونځي هم پرانیستل.

وروسته د لغمان ولایت د پوهنې مدیر وټاکل شو او په کال ۱۳۴۰ لمریز کې د کابل د ابن سینا د لېسې مدیر وټاکل چې په دغه وخت کې یې یو بل نوښت او تاریخي خدمت هم د پوهنې د وزارت په ملاتړ وکړ او د لېسې تدریسي پاړسي کتابونه یې پښتو ته راوژباړل او نصاب یې پښتو کړ

په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د پوهنې وزارت له خوا د ملګرو ملتونو ښوونیزې او روزنیزې مؤسسې ته وروپېژندل شو چې ښوونیز کتابونه ولیکي او همدا ډول ښوونکي وروزي. په کال ۱۳۴۲ لمریز کې چاپان کې د ریاضیاتو نړۍ والې غونډې ته وبلل شو او د علمي غونډې ( کانفرانسپه پای کې د ارواښاد استاد ړنګ د ریاضیاتو تعلمي نصاب د اسیایي هېوادونو دپاره منل شو.

تر دې وروسته په کال ۱۳۴۳ لمریز کې د بېروت امریکایي پوهنتون ته ورلېږل شو او د ریاضیاتو په برخه کې یې لوړې زده کړې پیل کړې 

 خو په اساسي قانون د نيوکو له امله د وخت لومړي وزیر محمد يوسف خان بېرته هېواد ته راوغوښت.

په ۱۳۴۹ لمریز کال کې امریکا ته ولېږل شو او د فریدونیا په پوهنتون کې یې په ریاضي او فزیک کې خپله ماسټري وکړه او په همدې کال کې یې په جرمني کې د ریاضي په یوه نړۍ واله غونډه کې هم برخه واخیسته. تر ماسټرۍ وروسته د کابل پوهنتون د سائینس په پوهنځي کې استاد شو.

په ۱۳۷۸ لمریز کال کې د تنظیمي جنګونو له امله محکومې پښتونخوا ته کډه شو او په پېښور کې د افغان سید جمال الدین پوهنتون علمي مرستیال شو او څه وخت وروسته د افغان پوهنتون د ریاضیاتو استاد وټاکل شو.

د ژوند په وروستیو کې یې په کال ۱۳۸۳ لمریز کې د سترګو عملیات وکړ خو عملیات کومه ګټه ونه کړه او استاد نور هم په سترګو معذوره شو او په دې ډول د تدریس او استادۍ له سلسلې نه واوت.

اوس به راشم د ارواښاد هنري او ادبي ژوند ته :

ارواښاد ړنګ د علمي او سایئنسي شخصیت تر څنګ یو لوی ادیب یعنې لیکوال او شاعر هم و. هغه وخت یعنې د دیارلسمې پېړۍ په لومړیو دوه دریو لسیزو کې چې د هېواد په کچه د ګوتو په شمېر چاپي دولتي خپرونې وې نو د ارواښاد لیکنې په ټولو کې خپرې شوي دي د بېلګې په توګه لکه د هېواد خپرونه ' اتحاد مشرقي ' اصلاح ' زیری ' وړانګه او د وخت نورې چاپي خپرونې د لیکنو بڼه یې ' ادبي ' انتقادي او اصلاحي وه همدارنګه ارواښاد استاد ړنګ د پښتو ډرامې د ادب د لومړنیو لیکوالانو په لړ لیک کې هم راځي هغه وخت چې انځوریزې رسنۍ ( تلویزیون ) نه وې نو ډرامې به په ښوونځیو ' غونډو او لویو اجتماعګانو کې تمثیل کېدلې او استاد ړنګ دغه شان ډېرې تمثلي ډرامې د وخت د غوښتنو سره سمې لیکلي دي او د ټولنې په سمون او اصلاح کې یې اغیزمن رول لوبولی دي.

همد ډول استاد ړنګ ښه او قوي شاعرانه قریحه هم درلوده او ډېره ښه او خوږه شاعري یې هم کړې ده چې ډېر شعرونه او غزلې یې د وخت ولسي ( محلېاو سیمیزو سندغاړو ویلي دي او همدا ډول ځینې غزلې یې د هېواد مشهورو سندرغاړو هم په راډیو افغانستان کې ویلي او ثبت کړي دي:

وګوره ته ماته ستا نظر کې څنګه ښکارم 

زه مجنون د مینې دې منظر کې څنګه ښکارم

خو له بده مرغه د دغه خوږ ژبي شاعر او تکړه کیسه لیکوال دغه خورې ورې مرغلرې لا په منظم ډول د یوې ټولګې په بڼه نه دي راټولې شوي ویل کیږي چې د لنډو کیسه یوه بشپړه سلسله یې د پکتیا ولایت د وړانګې په اخبار کې خپره شوې ده خو لا راټولې او چاپ شوې نه ده

په وړانګه کې یې هغه وخت دغه سلسله پیل کړې وه کله چې په پکتیا کې د پوهنې مدیر و او د وړانګې خپرونې ( اخبارد مسؤل مدیر ارواښاد نور محمد پوونده په غیابت کې به ارواښاد ړنګ د مجلې سرپرستي کوله.

د ارواښاد نور تألیفات او اثار په لاندې ډول دي:  

چاپ شوي آثار

لومړیپه کال ۱۳۸۰ لمریز کې د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز 

له خوا  د طب ' زراعت او د انجنيرۍ پوهنځيو د کيميا او بيالوژي څانګو ته (د عمومي رياضياتو اساسات) چاپ او خپور شوی دی.

۲  :  د ۱۲ ټولګيو رياضيات

۳  : د نهمو ټولگيو کيميا

۴  : د پوهنتون د لومړيو او دویمو سمسټرونو  لپاره خطي الجبر او د دې سيټ نظريه يې هغه کتابونه دي ، چې پخوا چاپ او خپاره شوي دي.

د " جمعې شپه " او " وزیر " دا دوه یې د لنډو کیسو او داستانونو ټولګې دي چې د کورنۍ سره یې خوندي دي خو لا چاپ شوي نه دي او شاعري هم تر اوسه نه ده راټوله شوې.

یوه یادونه بله هم اړینه بولم چې د ارواښاد استاد ړنګ ټوله کورنۍ لکه د خوشال خان بابا د ادبي او لوی کورنۍ په شان ډېر ادیبان او لوی علمي شخصیتونه لري د ارواښاد استاد ړنګ کشران وروڼه لکه استاد ارواښاد عبدالروف قتیل خوږیاڼی ' ارواښاد عبدالطیف منتبار ' استاد ښاغلی متین او استاد ښاغلی اقا محمد ګړندی دا ټول یاد او پېژندل شوي ادیبان ' لیکوالان ' شاعران او د پښتو ژبې استاد وو او دي او همدارنګه ددې کورنۍ ځوانان هم ټول د قلم او فکر خاوندان دي او هر یو په خپل ځای بېل بېل د ستایلو او یادولو وړ دي.

دا هم د ارواښاد استاد ړنګ د کلام یوه بېلګه

وګــــــــوره تــــــه مــاتــــه ستا نظر کې څنګه ښــــــکارم

زه مجـــنــون د مـــينـــې دې مـنظر کې څنګه ښـــکارم

زه پــــه تـــــــصور کــــې تصـويرونه جوړومـــــــه ســـــــتا

دا زمــــا هــــــــنر دى دې هـــــــنر کې څنګه ښـــــکارم

زه مــــنــم دريـــاب کـې ډیـر لعـــلونه ځلېدلی شـــــــي

زه د خــــپــلو اوښـــــکو سمــــندر کې څنـــګه ښـکارم

بـــاغ کې بلبلان اوسي شاهين په د نــګو غرونـــــو کې

يـــــــاره رښــــتيا وايـــه وچت غر کــې څنــګه ښـــکار

لیکنه: اجمل اټک یوسفزی

 

-
بېرته شاته