(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایکوشي

[04.Mar.2021 - 17:12]

ايـــــکوشــي يا 21 د فبروري د مـــورنــۍ ژبــي نړيواله ورځ :

ليک : اميرمحمد ګران 

د فبروري 21 تمه چي د " فبروري ايکوشي " په نوم هم ياديږي د ملګرو ملتو د علمي او فرهنګي سازمان - يونيسکو Unesco لخوا د مورنۍ ژبي د نړيوالي ورځي په نوم پيږندل شوي او هرکال د ملګرو ملتو د غړو هيوادو ا و د دغه سازمان د مؤســــسو لخوا لمانځــل کيږي ،

ايـــکوشي Ekushey , ékuśa  په بـنــګله يا د بنګله ديش د خلکو په ژبه کي د يوويشت 21 مانا ورکوي او فبروري ايکوشي د فبروري يوويشتمي په مانا ده ، پوښـــــتـنه داده چي ولي ايکوشي او ولي بــنـګله ديش ؟

تــاريخي شاليد ته په کــــتو د هند نيمه وچه يا برصغير د مذهبي ايديولوژۍ له مخي د هند او پاکستان په هيوادونو وويشله شوه چي موجوده بنګله ديش ئي هم د " شرقي پاکستان " په نوم يوه برخه جوړيده ، د يادولو وړ ده ، له انګريزي امپريل ښکيلاک څخه د مذهبي ايديولوژۍ په اساس د سيمي له ويــش يا پارټيشن سره د هند د نيشنل کانگريس ګوند د هغه وخت مشر ( ۱۹۳۹- ۱۹۴۶ ) مولانا ابوالکلام ازاد چي په خټه افغان وو او د خدائي خدمتګارو د غورځنګ رهبر خان عبدالغفارخان چي په باچاخان مشهور وو او ګڼ شمير نورو مسلمانانو او د ازادي بخښوونکو مبارزو مخکښانو کلک او د استدلال په توضيح کولو مخالفت کاوه ، د محمدعلي جناح په مشرۍ د مسلم ليګ ګوند د برتانوي ښکيلاک سره په تفاهم کي د پاکستان په نوم د جلا هيواد په جوړيدو اصرار کاوه ، د مولانا ابوالکلام ازاد په کتاب " India Wins Freedom " ياني هند ازادي وګټله کي په دغه اړوند داسي اشاره شوي ، " يو هيواد د مذهبي مفکوري په اساس نه جوړيږي که داسي واي نو ولي 21 عربي هيوادونه يو هيواد نه ده ، او وړاندوينه کوم چي د پاکستان په نوم کوم هيواد تشکيل کيږي ، ډير ژر به سره وپاشل شي " هغه وو چي 21 کاله وروسته د " شرقي پاکستان " سفر تر بنګله ديشه پاي ته ورسيد او د مصنوعي پاکستان د څلورو شګلنو ستنو يوه ستنه ونړيده ، د نيمي وچي له ويش او پاکستان له جوړيدو وروسته د غربي پاکستان حاکمي طبقي چي برتانوي ښکيلاکګرو روزلي او قدرت ته رسولي وه په " شرقي پاکستان " اوسني بنګله ديش ، صوبه سرحد اوسنۍ خيبرپښتونخوا ، بلوچستان او سيندهـ کي د خپلو ګټو او ظالمانه پاليسيو او مقرراتو د عملي کولو په خاطر د فرهنگي ښکيلاک ناروا هڅي پيل کړي له هغي جملي د پاکستان په دواړو غربي او شرقي برخو کي يواځي د اردو ژبي رسمي کول او په تعليمي ، فرهنگي چارو کي تعميم کول وو، محمدعلي جناح او وروسته د دغه هيواد لومړني صدراعظم لياقت علي خان د بنګالي ژبي له په رسميت پيږندلو څخه په سرټمبه ګۍ انکار وکړ همدا ډول ئي په پښتونخوا او بلوچستان کي په مورنۍ ژبو د تعليم او تدريس ، په دفترونو، او دولتي ادارو کي دا حق ونه مانه ، د موضوع په تړاو د اردو ژبي جسارت اخبار ليکلي ، " په ۱۹۴۸ م کال محمدعلي جناح د " شرقي پاکستان " مرکز ډاکي ته ولاړ هلته ئي په پوهنتون کي محصلانو ته په خطاب کي وويل ، وروسته له دي به په غربي او شرقي پاکستان کي اردو رسمي ژبه وي " د محصيلينو له منځ څخه يوه ځوان محصل چي هغه شيخ مجيب الرحمن وو پورته شو او په لوړ اواز ئي چيغه کړه چي نهي ، نهي ، نهي " ياني دا د منلو نه ده ، د بنګله ژبي د رسميت پيژندلو او خپلواک هيواد لپاره د بنګال د خلکو مبارزه له همدغي ورځي د شيخ مجيب الرحمن ، مولانا بهاشاني او نورو لخوا په ټينګ عزم او سرښندونکي اراده پيل شوه ، همدا ډول د ډاکه په ښار کي د محصلانو لخوا د بنګله ژبي د رسميت پيږندلو مظاهري د يادولو وړ دي له هغي جملي په 1952 کال د فبروري د مياشتي 21 نيټه تاريخ جوړنکي مظاهره وه چي د ډاکي د ښار خلک ئي کلک ملاتړ او همغږۍ ته راووتل ، د فبروري ۲۱ پراخه مظاهره د پوليسو او محصلانو ترمنځ په قهرجن تاوتريخوالي او خشونت واوښته چي د امنيتي ځواکونو لخوا 3 نفره محصلان ووژل شول ، د دريو نفرو شهادت او د ايــــکوشي يا ۲۱ تم فبروري حادثي خلک سخت په قهر کړل او له محصلانو او استادانو سره په همغږۍ کي د بنګله ژبي د رسميت پيژندلو لپاره راووتل ، د بنګله ديش خلکو د مورنۍ ژبي او خپلو قانوني حقونو د حاصلولو لپاره چي تصميم نيولي وو په اسانۍ سره برياليتوب ته نه دي رسيدلي بلکه وروسته د فبروري له 21 نيټي ، 1952 مظاهري او قهرجن تاوتريخوالي به هرکال ، هره مياشت او هره هفته مظاهرو او لاريونونو ته راوتل د بنګله ديش او سيمي د ډله ايزو رسنيو د رپوټونو په استناد د غربي پاکستان پوځي استبلشمنټ او استخباراتي کړيو د جنرال ټـــکاخان او نورو جنرالانو په مشرۍ داسي وژني ، جنايت او جينوسايد کړي چي ابعاد ئي د هټلري او نازيانو له جنايتونو څخه کم نه وو ، د بنکله ديش ولس دغه جنايت ته په خپل هيواد کي هــــلوکاسټ او جنرال ټکاخان ته د بنګال قصاب وائي او هم د پاکستان له مسلط اشرافيت څخه د عفوي مطالبه کوي ، د پوځيانو ، استخباراتي کړيو او د دوي د البدر ، الشمس د قتل د ډلکيو چي په جماعت اسلامي پوري تړلي وي غيرانساني کړنو او وژنو ، د مورنۍ ژبي د رسميت پيژندلو او خپلواکۍ لپاره د بنکله ديش د خلکو تصميم او ټينګ عزم ونه لړزاوه ، او لکه څنګه چي د افغانستان لومړني جمهور رئيس مرحوم محمد داود خان په ۱۳۵۲ هـ ش کال د سرطان په ۲۶ نيټه وروسته د کودتا له کاميابۍ څخه پخپله لومړنۍ راديوئي پيغام کي وويل ( ... تصميم شرط اول موفقيت است ) د بنګله ديش خلک هم وروسته له نه ستړي کيدونکو مظاهرو ، جګړو ، سرشندنو او اتلوليو د ۲۱ فبروري يا ايکوشي تصميم چي نيولي وو  د بنګله ديش د عوامي ليګ ګوند په مشرۍ په 16 د دسمبر د مياشتي ، 1971 م کال حاصل او په دغه نيټه د " شرقي پاکستان " لنډ سفر تر بنګله ديش پوري پاي ته ورسيد ، په پورتنۍ نيټه د پاکستان 93000 پوځي پرسونل له خپلو وسلو او تجهيزاتو سره د شرقي زون د قوماندان تورنجنرال اميرعبدالله خان نيازي په مشرۍ د بنګله ديش د مکتي بهاني ازادي غوښتونکو مبارزينو او د هندي قواوو قوناندان تورنجنرال جګحيت سنګهـ. اروړا ته په شرمندګۍ تسليم شول په دغه برياليتوب نه يواځي بنګالي ژبه رسمي شوه بلکه د نړۍ په نقشه کي بنګله ديش يو خپلواک هيواد شو ،

21 فبروري نيټه د مورنۍ ژبي د نړيوالي ورځي نوښت او پړاوونه :

د مورنۍ ژبي د نړيوالي ورځي نوښت او ابتکار د بنګله ديش وو ، د کاناډا د وانکوور د ښار بنکله ديشي اوسيدونکو ، رفيق الاسلام او عبدالسلام د 1998 م کال د جنوري د مياشتي په 9 نيټه د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي ښاغلي کوفي انان ته په يوه ليک کي وليکل چي د نړۍ ټولو مورنيو ژبو ته د درناوي او خدمت په خاطر دي په نړيواله کچه يوه ورځ معلومه او هرکال دي ولمانځل شي دوي په خپل ليک کي 21 فبروري 1952 د ډاکي د ښار د مظاهرو او تاوتريخوالي په نتيجه کي د وژلو او زخمي کيدو حادثي ته په اشاري سره همدغه نيټه چي په بنګالي ژبه کي ايکوشي ورته وائي وړانديز کړي وه ، همدارنګه پورتني وړانديز د بنګله ديش پارلمان ته هم معرفي او د حکومت لخوا د يونيسکو سازمان ته د ارزوني لپاره وړاندي شو په پاي کي د يونيسکو د سازمان په 30 عمومي اسمبلۍ کي د رايو په اتفاق د 1999م کال د نوامبر د مياشتي په 17 نيټه ، ۲۱ د فبروري د مورنۍ ژبي د نړيوالي ورځي په نوم تصويب او بيا د ملګرو ملتو په کلني اجلاس کي هم ومنل شوه او اوس هرکال په نړيواله کچه ۲۱ د فبروري د مورنۍ ژبي د نړيوالي ورځي په نوم په ټولو هيوادو کي تجليل کيږي ،

ژبه د انساني پرګنو په سرلوړۍ ، پرمختيا او سوکالۍ کي مهمه ونډه لري ، د زماني په تيريدو بشري ټولنو د خپلو خپلو ځمکنيو ، خو ځواکمنو بريدونو په ترڅ کي د ژبي د خپراوي او کره والي هلي ځلي کړي دي ، چي پښتون ولس هم په وار وار له ډيرو ستونزو سره سره په دي هکله يو څو ګامونه اخيستي خو ارواښاد پوهاند علامه عبدالشکور رشاد صاحب ويلي چي ( پښتو له دربارونو څخه شړل شوي او د پاچاهانو له حرم سرايونو څخه راويستل شوي ژبه وه او خلکو هم د دي ژبي په زده کړه کي منصبونه ، دندي ، درباري رتبي او رسمي قبولونه نه ليدل ، نو ځکه ئي دي ژبي ته توجه نه ده کړي ، پوهاند رشاد صاحب ادامه ورکي چي د ژبي او ادب د پرمختګ لپاره يوه د خلکو او بله د دولتونو پاملرنه ده ، که دولتونه پاملرنه  ونه کړي هلته د ژبي ، کلتور او ادب د خپراوي ، پراختيا او ودي امکانات شنډيږي ، د ولس په قوت ، زور او همت به ژبه څه نا څه پراختيا وکړي ، خو هغه به داسي منظم پروګرامونه ونه لري لکه له دولت سره چي وي ، زه داسي فکر کوم که د افغانستان دولت د پښتو ژبي د شتمنۍ لپاره مؤثر قدمونه واخلي نو هغه وخت به پښتو له سيالانو سره سياله ژبه شيخپله ليکنه د جهاني صاحب په دي شعر پاي ته رسوم

( بيا شملي شولي زيندۍ د شمله ورو <> بيا د پيغلو په لمنو کي لمبي دي /

پښتنو بيړۍ ډوبيږي ږغ مي اورئ <> ږغ مي اورئ پښتنو بيړۍ ډوبيږي

ټــــــــــولو هـــيـــوادوالو ته د مورنۍ ژبي د نړيوالي ورځي مبارکي وايم ، اميرګران .

-
بېرته شاته