(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما پلار

[04.Mar.2021 - 17:09]

زما دردمند پلار

لیک: سید عبیدالله نادر                                     

د سرطان په رنځ اخته وو ، د مخه لدې چې تشخیص یې وشی ،ده د خپل ژوند څخه لاس مینخلی وو ، او ټولو ته به یې وئیل : چې زما مرګ نژدی دی ، کشران مشران به چې د ده په حضور کې ناست ول ، په دې خبره به ډیر ځوریدل ،هر چا به په خپل وار ده ته تسل ورکاوه ، چې نه لا لا داسي نه ده ته روغیږي ،د هغوي د جملي نه (داکټر سید احسان الله هیر) چې د ده د تره ځوی ، او وروسته ده ده مرګ څخه بیا تکړه لیکوال او ادیب هم وو ، ده به ډیر ده ته تسل ورکاوه ، ځکه زما پلار د همیش د پاره د دوی د مجلس ګل وو ، د ده په ټوکو ټکالو به د دوي خولي په خندا سټړي شوي ، او دوی ته به یې ښی مشوری هم ورکولي ،نو ټول د کورنۍ ځلمیان چې ده ده څخه کشران ول ، ده ته به یې ډیر تسل ورکاوه ،خو هغه په زړه خوړلي وه ، کشرانو به په دې خبره پټ پټ ژړل ،ده به ټولو هغه کشرانو ته چې د ده د ترور زامن ، تره زامن او لري او نژدي او لیري خپلوان ول ،او بی ساری مینه یې د دې ټولو سره دولودله ،هغوي ته به یې ووئیل : زما بدن نیم اوبه شوي ، زه په دې پوهیږم چې زما د رنځ علاج نشته ، خپلي کډی یانی زما مور ته یې  نارې کړې ، چې زما هغه عسکري د ژمی کوټ راوړه ،زما مور کوټ راوړ او ده په زحمت واغوست ،مونږه ټولو په حیرت سره وکتل چې د کوټ اوږې د ده په مټو راوغورزیدی ، یانی ډیر زیات یې په ځان کې یې لوی شوی وو ،نو ټولو کشرانو ته یې مخ واړاوه ، او وی وئیل : ما نه وئیل ، ټول غلي او متحیره ناست ول ، ده په خپله د یو نا علاجه رنځ چې په نوم یې نه پوهیده په خپل ځان کې احساس کړی وو ،ځکه په هغه وخت کې د سرطان تشخیص په افغانستان کې دومره نه کیده ، زه په دي وخت کې د اَ تو کالو به وم ، زه چې ماشوم وم ، د مشرانو د خبرو څخه به می لږ تر لږه ، برداشت کولو ، زما او زما ورور او دوه خویندو ته هم پریشانه او سترګي په لاره ښکاریده ،یو څو موده وروسته یې موټر  ونیو او خپل لري او نژدې دوستانو د لیدولو د پاره لمړی لغمان او ورپسي پروان ته ورغی ، ځیني دوستان یې چې په دي ولایتونو کې او بیا په تیره کابل ته نژدې ولایتونو کې پراته ول ، هغوي ته ورغی ، چې په دولتي دندو بخت ول ، هغوي یې ولیدل ، او دا په غیر مستقیم د ده خدای پامانی وه ،څو موده پس ناروغی یې زور واخیست ، او د کابل په قوای مرکز روغتون کې بستر شو ، ډیره خپلوان او دوستان به ورتلل،تر څو چې تره می مرحوم سید عباس پاچا د ځان سره مزارشریف ته بوته ، هلته زما د مرحوم تره سید عباس پاچا کور وو ، تره می په دولتی دنده بخت وو ، د وخت لوی طبیبان به ورته راتلل ،مرحوم تره می د ده د تداوی په هکله ډیر کوششونه وکړل ، خو  وروسته د څو میاشتو د مرض سره د مقابلي څخه  دردمند پلار می وفات شو ،روح دې ښاد وي ،او جنازه یې په ډیر درنښت پورته شوه ، چې زما مرحوم تره(سید عباس پاچا) به ووئیل : چې دومره لویه او شانداره جنازه ما نه وه لیدلي

-
بېرته شاته