(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روغاني لاړو

[04.Mar.2021 - 16:41]

آه عبدالرحيم  روغانے لاړو

نن د فرورۍ په 24، نيټه کال 2021 د شورو په ورځ سحر مهال په فيس بک  د غم او درد نه ډک دا خبر مې له سترګو تير شو چې د پښتو ژبې صاحب طرز و اسلوب شاعر ، اديب او دانشور محترم عبدالرحيم روغاني د څه مودې د ناروغتيا روستو ددې فاني دنيا سترګې پټې کړے او د خپل اصل سره وصل شو اناللّه وانااليه راجغون

 

يوه ورځ به دې غږ وشي علي خانه 

چې هغه هم لکه ګرد و غبار تير شو

 

يقينناً چې په مرګ به هر څوک مري خو د ځنې خلقو وفات د يو کور ، چم محلت ،کلي ښار يا سيمې، وطن غم نه وي د کلهم انسانيت دپاره  لوے غم وي . ولے چې داسې خلقو مثال په قول د ليوني فلسفي غني خان د هغه څاروي وي چې په وجود څرمن نه لري . يا د هغه ليت وي چې په رڼا يې قافلې د ژوند په تورتم لارو پرمخ ځي . د محترم عبدالرحيم روغاني مثال هم ددغې ليت وو او دے .

پښتانه وائي چې سل دې ومره يو دې مه مره . دا يو سر په سؤنو زرګونو او لکونو سرونو د چتر کار کوي  د داسې سرونو د سيوري  شخصيتونو په وفات قلندر مومند صاحب چرته پخوا يو شعر وئيلې وو ‌چې وس يې هم خپل ارزښت د لاسه نه دې ورکړې. ولے چې پښتون قام ته ددغسې خلقو ضرورت پرون هم وو ، نن هم دے او سبا به هم وي.

 

د پښتون د نوي کول دې خداې حافظ شي 

چې  ترې  هره  ورځې  داسې  مشران مري 

 

په داسې موقعو  ماته اکثر  د محترم اجمل خټک بابا دا شعر راياد شي.

 

اې  پښتنو  هير نه کړې دا ستاسو  ملنګې خټک 

وخت به درنه داسې ليونے ګورې بيا هم غواړي 

 

په دې شعر کښې اجمل خټک بابا د پښتنو د هر دور ځوانانو ته دا پيغام ورکوي . چې په هر دور کښې هر قوم ته ددغسې  منورينو ، دانشورانو ضرورت وي . ځکه نو خپل دغسې منورين په ژوند هم نازه وئ او پس د مرګه هم هغه يې مه هيره وئ . د هغوي فکري، تخليقي ليکونو نه  رڼا اخلئ. د يو بدقسمتي او بدنصيبي  له دې بله نه وي چې ورکښې عبدالرحيم روغاني  څير خلق  نه وي . محترم عبدالرحيم روغاني صاحب پخپله يو شعر کښې وائي:

 

علم  د  قومونو  سر   لوړي   ده  روغانيه   بس  

سر ځي ترې قلم چې کومه خونه بې قلمه شوه

 

عبدالرحيم روغاني صاحب د سوات مټه کښې په کال 1950 کښې زيږدلے وو . اعلي تعليم يافته وو ماسټر يې په پښتو ادبياتو کښې کړې وو . د پيشه ليحاظه  استاد  وه . هم ددې پيشې نه  څه موده وړاندې  ريټائر شوې وو . روغانې صاحب د رسا او پارسا فکر شاعر، اديب او دانشور وو . هغه نه چې په يو مرکه کښې  د وائس آف آمريکه ډيوه ريډيو تپوس وکړو چې ژوند دې څنګ تيريږي؟ نو هغه د جواب وو چې شکر دے پينشن هم اخلم ځوے مې هم کاروبار کوي او نور خپلوان مې هم مرسته ملاتړ کوي . دې ته وئيلې شي قناعت . دغسې هغه نه  چې د پښتنو په بابله تپوس وشو نو هغه د پښتنو د خپل ځان سره پښتنه مينه وستائيله.

 

د روغاني خفه کيدل څه دومره ګران خو نه دي 

ته ترې خفه شه  روغاني  غريب خفه ، خفه دے

 

عبدالرحيم روغانے د مينې پيکر وو د وړو سره وړوکې د لويو  سره لوے . ډير درويش او غريب طبع انسان وو

 

په نرم خوي به معزز شے داسې 

لکه  دعا  چې  د  يو  مور  ولږي 

که ته لمبه شوې ځان به مړ کړې په چا

خلق  يې وژني  چې   اور  ولګي

 

اکثر لوے تخليقکار د ځنې علامتونو په وسيله د قوم د بدو خصلتونو او عاداتونو اصلاح سره د لارښودنې هڅه هم کوي . ښاغلي عبدالرحيم روغاني صاحب هم  خپل يو نظم" ټريکټر " کښې خپل قام ته يو مثبت پيغام ورکوي . اصلاح او لارښودنه يې کوي.

 

ټريکټره زراعت ايښې په تاوړاندې قدم دے 

پټې په تا آباد دے که د غر دے که د سم دے

ته خپله رضا نه کړې ځې هميش د بل په  خوښه

هم هغه کار کوے  چې يې بل کړي درته په نخښه

 

خو  په  منډه  کښې  د  نورو  ګاډو  کم  يې دادے  غم  دے

مثال دې د " پښتون " دے زور دې ډير او سپيډ دې کم دے

 

عبدالرحيم روغاني صاحب ړومبې شعري مجموعه د " نوے نغمه " په نوم چاپ شوې وه او پنځه کاله روستو په 1997 کښې يې بله مجموعه "زورلي احساساتپه نوم چاپ شوې ده او پښتو نثري ادب ته يې "سندريز احساس" په نوم يو کتاب راپيرزو کړې دے . او څلورم کتاب يې د "د کوربانه خيالونه په نوم چاپ دے.

 

د سوات د سر درو  د پښتو ژبې دغه ښاغلے او سپيځلے شاعر په يو داسې وخت په سرکاري روغتون کښې وفات شو چې د خيبر پښتونخوا وزير اعلي هم ددغې سيمې سره تعلق لرونکې يو پښتون دے خو متاسفانه خداې پاک هغه له د پښتنو ددې قامي شاعر سره په دې سخته کښې د لاس ، وس توفيق ورنکړو امکان لري چې پس د مرګې د هغه لاس وينې پخپله راشي يا د خپل استازي په وسيله د هغه د کورنۍ سره غمرازي وکړي.

 

که   سر   بچ   کول   غواړے   سرمايه به ورکوے

که د بل په سيوري ژوند کړې سرسايه به ورکوے 

د   مينې    دور    نه   دے   زمانه  د    کاروبار ده 

چې  د  چا  په  زړه  کښې وسې  کرايه به ورکوے

 

عبدالرحيم روغاني د پښتنو د مينې په بدل  څلورو کتابونو کرايه ادا او لاړو . اللّه دغه ژوند پراخه کړي اروادې ښاده کړي .

په درناوي : اقبال حسين افکار

د ګران ملګري امجد علي خادم مننه چې زما دا ليک د پرون 26, فرورۍ کال 2021 په ورځ پاڼه " وحدت" کښې لګولې دے.

-
بېرته شاته