(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سخات

[22.Feb.2021 - 21:39]

ملګري مې پون راوکړ ویې ویل: پلاني صراف ته ورشه ته مې ورته ښودلی یې، شل لکه روپۍ ترې راواخله خو زر ځان رارسوه!

ماوې خیر دی؟

ویې ویل: خبره لۀ خیر تېره ده، پلار مو پۀ حق رسیدلی.

لۀ غم شریکۍ وروسته مې ورته وویل: شل لکه خو بیخي ډېرې نۀ دي؟

زر یې ځواب راکړ: نه! خلک ډېر راغلي او مونږ هر نفر ته د زر روپیو سکات ورکولو فيصله کړي ده.

پون یې بند کړ

د ملګري مرحوم پلار تجار ؤ

زوی ته مې وويل چې د دوکان خیال ساته، پۀ منډه  موټر ته پورته شوم صراف ته ورغلم د پیسو بکس یې تیار ایښی ؤ راپورته مې کړ، موټر ته مې پښه ورکړه، لۀ ښاره پنځوس شپېته کلیومتره لرې اوسیږي هېڅ پوه نشوم چې څنګه مزل مې وکړ خو چې ورسیدم نو شاباسی یې راکړ.

د جنازې کټ مو هديرې ته راوړ، دومره خلک راغلي وو چې ځایدل نه، جنازه وشوه، خبره چې د سکات راغله ملایانو دایره هم جوړه نۀ کړه بس څو کسانو د روپیو بنډل لاس ته کړل، ملایان چې په لومړي کتار کې وو لاسونه یې اچول ناره به یې کړه: ماته یې راکړه!!!

ـــ: هغه پلانی مولوي صاحب د پرېښود

ـــ: زما مدرسه له یاده ونه باسې!!! 

ځینو ملایانو به ورپسې له کتاره منډه کړه، سکات ویشوونکي ته به مخکې ودرید وبه یې ویل: زۀ دې پرېښودم!!!

ما د ملایانو ماشومانه حرکتونو ته حیران ورکتل

شېبه لا نه وه وتلي چې ملګري مې وویل: بايد د جاینمازونو ویشل هم پیېل کړو!

شاته مې مخ تاو کړ، هینو موټر لۀ جاینمازونو ډک ؤ، ملګری مې لۀ لاس ونیو لږ مې څنګ ته کړ او بیا مې ورته وویل: قسم خورم، دا خیر ستا پلار پسې نۀ رسېږي، سکات دې د دود له مخې ورکړ چې دا لویه ریاکاري ده، زۀ مانع نۀ شوم، ورته ګوره زۀ باوري یم چې دا شل که روپۍ لۀ ملايانو هم نۀ تېرېږي، ته نۀ ګورې چې په هر سکات ویشوونکي لس لس ملايان راتاو دي څوک یې د مدرسو او څوک یې د جوماتونو په نوم ترې وړي.

ږیرې ته مې لاس ور اوږد کړ ومې ویل، پیسې خو لاړې خو دا جاینمازونه مه ورکوه، د دې لپاره د خیر نورې لارې شته!

ترونه یې راغلل شل دقیقې مو ککرۍ سره وخوږولې آخر مې قانع کړل، يؤه ملا ته یې وویل چې په جهر خلکو ته ووایي چې، د جاینمازونو له ويشلو موږ منع کړل دا به جوماتونو او مدرسو ته ورکړي.

ملا همداسې وکړل

زۀ د جاینمازونو موټر تر شا روان شوم او بیرته مې همغه دوکاندار ته ور وګرځول که څۀ هم دوکاندار غوسه شو خو ماته یې وویل: سبا راشه چې پیسې درکړم

سبا چې ورغلم څۀ باندې شپږ لکه روپۍ یې راوګڼلې

پۀ څلورمه ورځ مې ملګری راغی، ما پۀ همغه ورځ پوه کړی ؤ، کتابچه ورسره وه، د خپل کلي پۀ ګډون یې د شاوخوا کلیو څخه د غریبو کورنیو لیستونو را جوړ وو، لۀ خپل دوکان ورسره ووتم ومې ویل، زما لۀ دوکان سودا نه درکوم، چې دا فکر ونه کړې چې ما د ځان لپاره ګټه را وهله، بس بازار کې ورسره سر شوم د جاینمازونو په پیسو مو په لسګونو بې وزله کورنیو ته خوراکي او اړین توکي واخیستل، دا کار مې کړی چې ښۀ مې کړی او که بد دا ته ووایه!.

 

ما له پيالې سرپ پورته کړ او دغه دوکاندار ملګري ته مې ایله وویل: انسانیت ته هر ښۀ تعریف عاجز دی.

 

حیدرخیل

-
بېرته شاته