(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درې لیکنې

[22.Feb.2021 - 15:38]

حضرت بایزید علیه رحمه

لیک: سید عبیدالله نادر

یو روښان ضمیره لاروی چی زړه یی د معرفت په څراغ روښانه وو،د حضرت بایزید څخه پښتنه وکړه ،چي ای د ټولو مریدانو مراده ؟ دا رښتیا راته ووایه ؟چي دومره د سعادت او معنویاتو ګنج تا له کومه ځایه حاصل کړو ؟ حضرت بایزید علیه الرحمه ووییل : چي زما د مور د یوی قطرې د اوښکو څخه داشاهد د مقصود زما تر څنګه شو ، هره شپه به چي مور می بیده کیدله د هغی خپو ته به زما بسترپروت وو ، مور به می د شپی تر نیمایی پوری   زما سره ، قیصي کولي ، او رازونه آوازونه او سرودونه به مو درلودله ، زمونږ قیصي به له شاتو او شکری هم خوږي وي ، زمونږ نغمی به د سحر د باده څخه هم روح نوازه او روح بخښونکي وي ، نا ببره یوه شپه هوا خړه پړه شوه ، او درنه واوړه زمونږ په کلي او کور پریوته ، یخ دومره زور شو چي وینه به یي په بدن کي سړوله او د یخنۍ د دمه به لمبه مړه کید له ، نیمه شپه شوه او مور می د خوبه راپاڅیده ،او زما څخه یي اوبه وغوښتي ما د یخنۍ د زوره په لرزانو لاسونو د اوبو جام واخیست او د مور سرته راغلم خو مور می دوباره په خوب کې ولاړه او زه د حیا ادب او احترام څخه کلک د مور سرته ودریدم ،څو شیبی وروسته می احساس وکړ چی یخني جام زما په لاس کې ونښلاوه ،زه د مور سر ته سترګي په لاره جام په لاس او ساه تر ستونۍ سپره ولاړ وم ،سهار وختي چی د فیض او رحمت دروازۍ خلاصیږي مور می هم د لمونځ  د پاره پاڅیده او ما ته یي وکتل چی د ولي د ونۍ په شان رپیږم او لرزیږم ،او سر تر پایه سپین اوختۍ یم ، نو مور می ماته ووییل :چی د څه د پاره دي جام کېنښود ؟ او ځان دي دومره په عذاب کړاو کې پریښود . ما ووییلي ای موری دا خطا وه چی ما جام د ځان د هوسایني د پاره ایښی وای ،که تا زه زما نه ،اوبه غوښتی وای او زه دي د ادب نه لیری په خوب لیدلای وای نو دا ماته ښه نه ښکاریده ،مور می زما د وینا څخه ډیره غمجنه او متاثره شوه ،او یو آه یی د زړه نه وایستی او د هغی سره یي یوه قطره اوښکه د سترګو راوڅڅیده نو په دي توګه د مور هره قطره د اوښکي د معنویاتو ګنجونه زیږوی او سړی د هغی قطری څخه سمندر شي

سید عبیدالله نادر

................................................

یوه خاطره چې انتباهی او اصلاحی اړخونه لري

د ۲۰۲۰ کال د آګست په ۱۸ نیټه مونږ ته احوال راورسید ، چې چې د پراخي اورلګیدنۍ له کبله چې په احتمال سره زمونږ کورونو خواته نژدي کیده ، نو مونږ ته ووئیل شول : چې خپل کورونه پریږدو ، او د ګارنیویل د علاقی نه سونامه کونتی خواته چې د سانفرانسسکو مربوط او بیا د آمریکا دکلفرنیا ایالت پوری تړلي بلل کيږي ولاړ شو ، او ځانونه د احتمالي خطراتو څخه په امان کړو ، نو زمونږ د کورونو د ادارې چارو مدیرۍ د اعلان په اساس مو، ټولو په عسکری شکل ټول ځایونه تخلیه کړل او ( سو نامه کونټي ) خواته لاړو ، چا چې لیري او نېږدې خپلوان درلودل ټوله د خپلوانو کره ولاړل ،مونږ په داسي حال کې کورونه پریښودل چې د کرونا د قرنطین شپږمه میاشت مو وه ،نو لاړو ښار ته دوه ورځي مو په هوټلولنو کې ژوند وکړ ، مونږ زمونږ ته د کورنو مسئولي له خوا ډاډ راکړ شو ، چې هر څومره مصارف مونږ وکړو ، هغه به مونږ ته د دولت له خوا راکول کیږي . په دریمه ورځ د کورونو د تنظیم د مدیری له خوا ځواب راغی ، چې تاسي کولای شئ ، په سونامه کونتی کې د آی سی آر سی دفترته مراجعه وکړئ ، هغوي به تاسي ته یو اَمن ځای کې ، په یو ښه هوټل  کې ځای ونیسی ، که څه هم ډیر قیمتی و ي ، په سبا یې همداسي هم وشول ، د دولت خوا په یو ډیر ماډرن او قیمتی هوتل کې مونږ ته ځای راکړل شو، او وروسته د لسو ورځو څخه په دي هوټل کې د اوسیدنې نه، مونږ ته امر وشو چې خپل ښارونو او کورونو ته بیرته راوګر ځو ، د خطراتو احتمالات کم شو ي ،مونږه ټولو چې دا خبر واوریده ، خپلو کورونو خواته دوباره راوګرځیدو ، خو مونږه ټولو دا فکر کاوه چې زمونږ په ښارګوټي کې ډیری خلک نه وو آیا چې دا کورونو ورنو به غلو نه وي خلاص کړي؟ یا ښیښي به یې نه وي ورماتي کړي ؟، آیا دا کورونه به په اَ من کې پاتي وي ؟ خو عجیبه ده چې خپلو کورونو ته راغلو و مو لیدل چې د هیڅ چا دروازه هم نه ده خلاصه شوي ، او ټولو خلکو او ګاونډی کورونو په شمول زمونږ کورونه  صحیح او سالم ول ،لنډه کیسه چې هر څه صحیح او سالم ول ، او د هیڅ چا غلا نه وه شوي ،په هر صورت د دي باوجود چې د ډوډۍ مصارف هم دوي په غاړه اخیستي وو ، یو لړ اضافه مرستي د خرڅ او خوراک په برخه کې مونږ سره وشوي ، په داسي حال کې چې بی ځایه شوي خلک ۷۷ زره کورونو ته رسیده ، او دا ډیره لویه کچه خلک وو ، خو دولت د آمریکا دومره توانائی په ځان کې لیده ، چې د ټولو د تحفظ ضمه واری یې اخیستی وه ، او دا ډیر ګران کار وو ، خو د دوی د وړاندلیدنۍ قدرت یې هم ښوده ، د بلي خوا ټوله کورونه په امنیت کې پاتي کیدل ،دا هم ددوی د امنیتی قوت او ښه والی یې ښود ه،

نو خپل وطن د پاره می هم داسي یو نظام چې دهر انسان سر او مال په کې خوندي وي ،او په هره مصیبتونو کې ،ډیر ژر ، په موقع او په بیړه ،د خپلو آفت زپلو او مصیبت زپلو خلکوخدمت ته په خپل وخت او زمان

ورسیږي ،او د خلکو په خدمت کې وي ، دامی خپلو خلکو ته آرزو ده ،      

.......................................

د قرنطین موده او زمونږ خاطرې

د کرونا وبا د پیل څخه دومره ډیر مونږ ته وویل شول ،چې د دې مرض څخه د ځان ساتنې د پاره دغه توکی وخورئ او دا مه خورئ ،او هر ځای ته چې ځئ ، په تیره که بهر وځئ نو ماسک واچوئ ،د ډیرو توصیه دا وه چې د مالګي او ګرمو اوبو سره خپل ستونی غر غره کړئ ، شلغم زیاد وخورئ ،لیمو ، مالټه ، او د مالټه بابو له کورنۍ څخه چکوتره او داسي نور په کافی اندازی سره وخورئ، چې د مرض دفع کوي ، چای او کافی خو ډیره توصیه کیده ، او زما خو بی له هغی هم عادت وو ، او دا هم وئیل شوي وو ، چې څوک چې پړنجی یا ټوخي و لری نو د کرونا د مرض احتمال به کې شته ، نو کله به می چې کور کې پړنجی وکړو ، نو د کور ټول غړي به و ایریدل او متوحشه به شول،  ټولو ته به دا اندیښنه پیدا شوه ، چې خدای مه که کرونا ونه اوسم ،نو ژر ژر به یې آش او د ترکاری ګرمه شوروا راته جوړوله، نو کله به چې زما هم لږ ښوروا او آش ته زړه وشو ، نو لږ به وټوخیدلم ،نو کور کې به ډیر ژر د ترکاری ښوروا او ګرم آش راته برابر شول ، بهر به چې بل چا هم پرنجی یا ټوخی وکړ نو مونږ به ایریدو چې نه چې، دی کرونا وهلی وي ،شلغم لیمو او چکوترې خو مو،دومره وخوړی چې د حد نه زیات د بلی خوا یو خو په کور کې کښیناستو کې هم لږ سټړي کړو ، نو د سودا او عمومی خرید په بهانه به  ډیرو مارکیټوتنو ته لاړو، او دومره به په  کې وګرځیدو ، چې زیاتی به سټړي شو ،او خپله سودا به مو واخیستله ،او زړه به مو خوشحاله کړچې سودا اخیستو د پاره راغلي یو،او په دې بهانه به په ډیرو مارکیټونو کې ګرځیدو ،په دې پلمه چې سودا پسي راغلي یو ، لنډ دا چې   ،  یوه  ورځي د زړه تنګۍ نه د کور نژدی،یو خوراکۍ مغازی ته وننوتم ،لمړی خو تر، ډیره  نه عادت کیدم، چې خپل ماسک وتړم ، چې یعنی خپل ماسک واغوندم ماسک می له یاده هر ځلی  یا

وته  ، ،نو مغازی ته تر ننوتلو د مخه راته اشاره وشوه ، چې ماسک واغوندم ،یعنی د مسوولینو له خوا اشاره وشوه ، چې ماسک وتړم ،که رښتیا راباندی وایئ ، د ماسک د اغوستو سره خو بیخي تر ننه هیڅ عادت نشوم ، هرکله چې  د کور څخه وځم ،د کور د غړو نه یو تن یې را په یادوي ،  چې ماسک وتړم ،نو مارکیټ ته ننوتم ګوندی پام می غلط شي ،د ننوتو سره سم می چې آئینه کې وکتل نو مخ می لکه شلغم راته ښکاره شو ، او یوه جګه خولي می لکه د مرزا غالب د خولي په شان خولي په  سر وه ، چې دا خولي هم لکه چکوتره راته ښکاره شوه ،از بس چې دا دوه شیان مو زیات خوړل ،یو څو قدمه چې مارکیټ کې د ننه شوم ،نو ناڅاپه وپړنجیدم ، ډیری مشتریان متوحشه شول ،او ټول می له خوا لیری شول ، نه چې دا سړی کرونا نه وي ، لنډه داچې په کور کې به چې کله و ټوخیدلم ، سم لاسی به راته توصیه وشوه چې یو پارسیتامول وخورم ، که به می پړنجی وکړ یا ټوخی نو یو پارسیتامول به می وخوړ ، کله به می چې د خپل کور د سالونه په آئینه کې ځان ته وکتل نودا سر به می هم راته لکه د پاراسیتامولو بوتل  ښکاره شو ، د لاس مینځلو توصیه خو هم دومر کیدله چې د ډیرو مینځلو راته په چپ لاس کې د روماتیز م درد پیدا شو ، ډیری خلک چې د کرونا د مرض څخه صحت یاب شوي وو ، نو هغوي به وئیل : چې سړی وروسته د کرونا مرض څخه د روغیدوڅځه، په لاره کې ډیر ستړی کیږي ، او خولي کیږي ، زه خو د عمر له لحاظ هم چې تر اویاوو رسید لی یم ، نو ستړی کیدم ، نو کور ته به چې راننوتم ، نو ټولو به راته ووئیل : چې کرونا شوي یې ، زه به هم د بیرون د سټریا څخه په کوچ کې اوږود وغزیدلم ، او د شهادت کلمه به می په ځان ووئیلي

،د الکولیکو موادو څخه چې سینتایزر ورته وئیل کیږي ، د دي خو په هره کوټ او پطلون په جیبونو کې به می له ډیره ډاره  یوه دانه د احتیاط د پاره ایښي وو ،چې هر شي ته به می لاس وروړ، نو سمدستی به می په سیناتایزرو لاس مینځه ،دوستانو کره خو د تګ او راتګ خو هسی هم بندیز وو ، چیرته تګ نه کیده او نه کیږي ، ځکه که ته وغواړې چې د چا کره ورشی ، نو کیدای شی ، که ته کرکه نه کوي نو مقابل لوري کرکه وکړي ،او هر څوک اوس د ځان د ویری هم میلمه نه قبلوي ،دوستانو چې به مو ټیلیفون وکړو ،له یوه اړخه خو به هغوي هم ډیره د قرنطین له وجهي ډیر خفه ول ،نو د هر چا به زړه کیده چې سره وویني او کښیني ،نو مونږ هم یو دوست ته ټیلیفون وکړو ، چې هغوي هم د نه تګ راتګ له وجهي ډیر زړه تنګي ول ، پس له ډیرو خبرو موافقی ته سره ورسیدو چې هغوي راشي او ووینو ، نو د خبرو په وخت کې د ټیلیفون پر مهال، زه وپرنجیدم ، او کلک و ټو خیدم ،نو سم دستی د مقابل لوري څخه راته ووئیل شول چې ته ودریږه چې شنبه په ورځ یو ډیر مهم کار مونږ درلود ، پس لږ درنګه یې وویل چې ګرانه شنبه که خیر وي مونږ ځو سکر منتو ته ، او د هغی نه پس یو ځل لاس انجلس او ساندیاګو ته ځو ، بیا به بل وخت که خیر وو سره وعده کیږدو ،

-
بېرته شاته