(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

میراثي سېاست

[22.Feb.2021 - 15:32]

میراثي سیاست

کله چې په اروپا کښې قبېلوي پېژند (شناخت) په قامي پېژند او قامي پېژند په کور دننه دصنعتي انقلاب په وجه په ګوندي پېژند بدل شو؛ نو لدې سره بېلابېل ګوندونه هم  رامنځ ته شول، چې ددې ګوندونو په ذریعه به خلکو د خپلو ګټو ژغورنه او پېژندګلوي کولی شوه او دګډو گټو پر بنسټ به ګوندونه جوړېدل.

مونږ په ختېځ ( مشرق) کښې د قدرتي پروسیس لاندې راغټ شوی ګوندي کړکېښ/ پېښلیک (تارېخ) نه لرو. همدا وجه ده، چې په افرېقا،اسېا او په ځانګړي توګه په هند او پښتونخوا کښې خلک د ګوندي مشرۍ او موروثي ګډۍ ناستي  (ګدۍ نشینۍ) تر منځ توپیر نه شي کولی، ځکه چې زمونږ په ټولنه کښې قبېلوي او قامي پېژند په صنعتي ټولنه بدل شوی نه دی.

هندوان له پښتنو څخه د پوهې په ډګر او اقتصاد کښې وړاندې دي او د ګانګرس غوندې ګوند یې لرلو. له جواهر نهرو نه وروسته دده لور اندراګاندهي او له میرمن ګاندهي نه روسته یې ځوې راجیو ګاندي واک تر لاسه کړیدی، چې د ګوندي سېاست نه زېات د هندوستاني دود له مخې د ګدۍ ناستې په وجه کامېاب شویدي. په کانګرس کښې له راجیو ګاندهي نه نور ډېر هوښېار، پوهه، بډاېه ( دولتمند) او وطن خوښوونکي خلک وو، خو دوۍ د نهرو د کورنۍ پورې تړلي نه وو، نو ځکه  یې دا چانس نه لره.

دپښتنو دګدۍ کښېناستو تارېخ ته که وګورو، نو د پیر پر ګدۍ زه او ته نه شو کښېناستلی ، څوک مو نه مني. ددوۍ کوم وارث به گدۍ باندې کښېني. دملک زوي به ملک جوړېږي. د پیر بابا او کاکا صیب په زېارت مېاګان د خپل نېکه خواږه پخپله خوري، بل څوک ورته نه پرېږدي، ځکه چې دمیراث مسله ده. همدا د میراث ستونزه په سېاسي کورنیو کښې هم ده، ځکه چې په نوم ساسي ګوند وي، خو ټولنه غیر صنعتي او قبایلي وي، نو ځکه د سېاسي مشر ځوی دبل سېاسي ورکر نه د ټولنې په سترګو کښې غوره وي او بېا په ځانګړي توګه پښتانه هغه څوک خپل مشر ګڼي، چې له یو لړ ازمایښتونو او مقابلو څخه وتلی وي. د ټر نیکه او نیا نه رانېولي تر ده پورې یې د کورنۍ ریکارډ دپښتونولۍ سره سم وي. او تر هغه وخته یې ملاتړ کوي، ترڅو، چې دا کورنۍ د قدرتي پروسس په وجه مړه شوي نه وي. د قدرتي پروسس مطلب دادي، چې په کورنۍ کښې نور کوم  وړ وګړي پاتې نه شي

دمیراثي مشرۍ تور باید په چا ونه لګول شي، ځکه چې د ګدۍ ناستې دا ستونزه ېا ناروغي په وړه او غټه سېاسي اومذهبي کورنۍ کښې شته دی. دمولانا مفتي محمود پر ګدۍ مولانا فضل الرحمن، د خان عبدالولي خان پر ګدۍ اسنفندېار ولي خان، د عبدالصمد خان بابا پر ګدي محمود خان اڅکزی، د حېات محمدخان شیرپاو پر ګدۍافتاب احمد خان شیرپاو او د افضل بنګش پر ګدۍ یې زوي ناست دي.

زمونږ ټولنه د اوسنۍ اروپا په بڼه  ګوندي سېسټم ته لا چمتو نه ده، كه څه هم په نوم او پروګرام کښې بشپړ  ګوند ښکاري، خو په عمل کښې د خپلې ټولنې د تضادونو سره مخامخ کېږي. کله چې زمونږ ټولنه صنعتي شي، نو د مذهبي او سېاسي میراث دا دود به هم پایې ومومي.

(سرچېنه: داجمل خټک سېاسي هلې ځلې ۶۲۲مخ)

لیکوال: ایډوکېټ علي خان مسېد

-
بېرته شاته