(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ېوه شپه ځواني

[10.Feb.2021 - 12:43]

يوه شپه ځواني!

تلفون ته مې زنګ راغی، ومې کوت (Private number) و، پوه شوم هماغه دی، لومړی مې په زړه کې دعا وکړه چې کوم سخت کار راته و نه سپاري.

تلفون مې اوکې کړ:

- په لوړ غږ يې وويل: "لالا څنګه يې؟

- شکر استاد محترم، تاسې ښه ياست!

پوه شوم چې مهم کار نه دی، ځکه کله چې مهم کار راته سپاري نو په ټيټ غږ هاشمي صيب راته وايي نه لالا

له روغبړ او زما د ناروغۍ له پوښتنې وروسته يې راغبرګه کړه:

- د فرياد صيب پوښتنه دې کله کړې که نه؟

- هو ولا استاده، له کومې ورځې چې له عمرې راغلی څو ځل مې ورته زنګونه وهلي چې احترام ته يې ورشم، خو کله به غونډو او شوراګانو کې و او کله به يې ټلفون نه ځوابوه.

- ښه نو بيا نه ورځو؟

- ولې نه استاد محترم، هر ډول چې تاسې هدايت کوئ!

- ته چېرته يې؟

- ده دانا کې!

- ښه نو بيا ته همالته اوسه، دلته يو څوک راځي، کار يې راسره دی، درې - څلورو بجو کې درته زنګ وهم، په ښار کې سره يوځای کېږو ورځو!

- سمه ده قدرمن استاد!

مازيګر يې زنګ راووهه، وی دادی زه حرکت کوم، ته هم فروشګاه ته راشه!

ما وی سمه ده استاده، دادی حرکت مې وکړ!

په لاره کې يې دوه ځل زنګونه راغلل، وی زه رارسېدلی يم او تاته منتظر يم.

لاره بنده وه، نږدې نيم ساعت وروسته ورسېدم؛ تلفون مې له خېبه وويست چې د ځای پوښتنه ترې وکړم، چې زنګ يې راغی، په بيړه مې وويل چې بېخي درنږدې يم، تاسې چېرته ياست استاد محترم؟

وی دلته د سيند خواته ولاړ يم!

ورتاو شوم؛ يو څوک د خلکو، مېوو او ترکاريو کراچيو په منځ کې ولاړ، ځان يې په سپين پټو کې راتاو کړی، نيم مخ يې هم پټ دی، لاس يې راپورته کړ، اشاره يې راته وکړه.

پوه شوم هماغه دی، (په علمي او ټولنيزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار، د کابل پوهنتون استاد، پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون)

ورغلم، روغبړ مو سره وکړ، سمدستي يې وويل: څنګه کوو؟

دواړه شَکَر لرو، پياده نه ځو؟

- ولې استاده موټر مو نه دی راوړی؟

- نه، جمعه ده، زه په غير رسمي ورځو کې دولتي موټر نه ګرځوم!

- پياده خو به ولاړ شو، خو پر تاسې وېرېږم قدرمن استاد!

- نه، راځه ما څوک څه کوي!

حرکت مو وکړ، خدای شته ما به په ټوله لاره کې هر کس او هر موټر څاره، خو دی ډېر بې پروا روان و.

 په خبرو خبرو کې يکه توت ته ورسېدو، دی د فرياد صيب د کور کوڅې ته ورننوت او زه کوڅې ته پناه ودرېدم، ده راپسې ډېر غږونه وکړل، خو ما وی استاده ته لاړ شه زه لږ کار لرم، يوه کس باندې مشکوک وم چې له ډېره وخته راپسې و، خو درک يې و نه شو.

په همدې وخت کې مې کتل چې د وياړلي او پتمن وتلي ملي شاعر، د اوبو او برښنا پخواني وزارت د يوې څانګې پخواني رييس، د پښتو ادبياتو کادر، ښاغلي استاد عاشق الله فرياد په دواړو لاسونو کې د سودا خلطې راځوړندې دي او دواړه لاسونه يې بند دي راورسېد او په موسکو شونډو يې راسره روغبړ وکړ.

پوښتنه يې وکړه چې استاد دې څه کړ؟

ما وی هغه ستاسې کور ته ولاړ، وی ته نو ته ولې ولاړ يې، ما وی هسې!

سره جوړه ولاړو، دی کور ته ننوت او زه پاس حجرې ته وختم.

څو شېبې وروسته راغی، کلک روغبړ يې وکړ، کېناست، له کېناستو سره سم استاد ازمون ورته وويل چې موږ يو ساعت درسره کېنو نور ځو چې زه لږ کارونه لرم.

خو په داسې ماښام کې د فرياد صيب له کوره تګ داسې مانا لري چې څوک د پلچرخي له بندخونو وتښتي.

خير! لمونځونه مو وکړل او مجلس پيل شو، په پيل کې فرياد صيب زما او اما د ښاغلي فرياد صيب د ناروغيو پوښتنې مو سره وکړې، بيا مو د استاد ازمون په علمي او ادبي هڅو لنډې خبرې وکړې او بيا د عادت او معمول له مخې خبره سياسي مسائلو ته ولاړه.

په دې وخت کې استاد ازمون نېغ کېناست او په جدي غږ يې وويل:

بس!

بس!

بس!

سياسي بحثونه به نه کوئ، چې ټنشن نور هم زياتېږي

فرياد صيب خو بيا په دې کارونو کې پروفيسر دی، دستي يې خبره شعر، موسيقۍ او ټوکو ټکالو ته راواړوله!

په څو شېبو کې ما داسې احساس وکړ چې هماغسې ځوان يم او په جلال اباد کې زموږ يا د کوم بل ملګري په حجره کې ناست يو، مشاعره او ټوکې ټکالې سره کوو....

د استاد ازمون او فرياد صيب اختلاف تل په دې باندې وي چې فرياد صيب خپل عمر کم ښيي او ازمون صيب يې ورسره نه مني.

فرياد صيب خو هسې هم د تاريخي کيسو او خاطرو ټولګه څه چې کليات دی؛ د فرياد صيب په خبرو کې به داسې کيسې هم راغلې چې ازمون صيب به دستي له ستوني ونيوه او د کيسې مطابق به يې د عمر محاسبه ورسره کوله، فرياد صيب به بې ځوابه پاتې شو، موږ او نورو (د فرياد صيب دوه کورني مېلمانه) له خندا بډوډې نيولې.

فرياد صيب په خپلو خبرو کې دوه ځايه سخت ګير راغی.

يوه کيسه يې وکړه چې په ننګرهار کې د ګل اغا شېرزي د ولايت پرمهال شاهي ماڼۍ کې يوې غونډې ته ورغلو، له ما نه لږ ليرې يو جنرال - چې د شېرزي امنيتي مسوول دی - ناست و، زه ورته د سترګو لاندې متوجه وم، يوه چا ته يې زه وښودلم، چې دی پېژنې؟ دا عاشق الله فرياد دی، زه ماشوم وم چې د لغمان له سندرغاړو مې دده شعرونه اورېدل....

په دې ځای کې يې ازمون صيب خبره پرې کړه او ويې ویل: "زه هغه جنرال له نږدې پېژنم، هغه اوس 70 کلن دی، نو چې هغه په ماشومتوب کې دده شعرونه اورېدلي وي، تاسې په خپله حساب وکړئ، دی به څو کلن وي؟

فرياد صيب ځواب نه درلود او موږ هم په مړه خېټه وخندل.

د خدای حکمت ته ګوره چې په کيسو کيسو، ټوکو ټکالواو خبرو کې بيا فرياد صيب د يوه مشر ليکوال - چې د پخواني ولسمشر سلاکار هم پاتې شوی - نوم واخست او په کومه کيسه کې يې وويل چې دی هغه وخت ماشوم و... دلته نو بيا ازمون صيب نېغ شو، نور يې فرياد صيب د کيسې دوام ته پرېنښود او له جګې خندا وروسته يې بيا وويل: "ښه نو اوس تاسې فکر وکړئ، د هغه استاد عمر تر 70 پورته دی، نور نو تاسې سنجش وکړئ!" 

بيا هم فرياد صيب بې ځوابه پاتې شو او موږ ټولو ډېر وخندل....

خبره داده چې د ښاغلي فرياد صيب عمر ډېر دی، خو دا چې دی ماشاالله تر خپل عمر ډېر ځوان او تکړه پاتې دی، ځکه نو هڅه کوي چې خپل عمر کم وښيي چې خدای مه کړه نظر نه شي.

په هر حال! شپه مو تر ټک سهاره په همدغو خوږو کيسو، خاطرو، علمي او فرهنګي بحثونو، ټوکو او ټکالو تېره کړه، سهار لمونځونه مو وکړل، فرياد صيب کور ته ولاړ، موږ لږ سرونه کېښودل، لا ويده شوي نه وو چې د پيالو ټنګهار او ورسره د فرياد صيب دا غږ مو چې، "پاڅېږئ، وظيفې درباندې ناوخته نه شي!" تر غوږو شو، پاڅېدو، مخ لاس مو تازه کړ، چای مو وڅښه او ترې روان شو.

 

ښايي دوستان به دا پوښتنه وکړي چې ددې کيسې ليکلو ته څه اړتيا وه؟

زه يې په دوو ټکو کې ځوابوم:

لومړی دا چې زموږ ډېری ليکوال او نور علمي او فرهنګي شخصيتونه چې لوړو چوکيو ته ورسېږي او يا د شتمنۍ خاوندان شي، نو هم د غرور پر نيلي سپاره شي، هم اړيکې نه پالي او هم بل چا ته په درد نه خوري.

خو دا دواړه استادان داسې نه دي، په يادو برخو کې تر پخوا لا ډېر جدي او پياوړي دي.

د ولسمشر يو ستر سلاکار چې لُکس دولتي موټر او وسله وال ساتونکي ولري، ايا له فروشګاه تر يکه توته پورې د خپل یوه دوست ليدلو ته په خپلو پښو ورځي او بيا بې له ساتونکو په هغسې ځای کې شپه کوي؟ 

دويم دا چې د دندې د ستړيا له منځه وړلو لپاره هم داسې مثبتې تفرېح ته اړتيا شته چي: "هم لعل بدست ايد و هم دل يار نرنجد!"

دوی او دوی ته ورته استادانو ته د لا ډېر عزت، سرلوړيو، سترو برياوو او لوړو خدمتونو هيله کوم!

درنښت او ادب

(غني خان هاشمي)

Ghanikhan Hashami, 10.02.2021

-
بېرته شاته