(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څارملنه

[10.Feb.2021 - 12:41]

څارملنه

لیک او نوښت د ښاغلي رحمن بونیري.  

د فبرورۍ په ۲۴ زما همکار پیر زبیر شاه صېب تپوس وکړو چې دې کرانټين ته په پښتو کې څه واي؟

د څه بحث پس  یې وویل باید یو نوم ورته جوړ کړو

ما ویل پیر صېب واوړه ترې 

وویل نه.. ته یو کوښش ضرور وکړه

ما ویل ښه جي

یو مینټ پس مې ورته وې څارنمنله به څنګه وي

ویل یې دا ډېر ګران دی

ما ویل څار ملنه به څنګه وي

ویل دا سم ښکاري

ما ویل ښه

بیا مې په دغه ورځ خوا وشا درې بجې دغه نوی زېږېدلې نوری خپل فیسیک او ټویټر ته وخیژوو

که څوک غواړي ګوګل ېی کړئ

څارملنه

د دوه ټکو مرکب دی

څارنه+درملنه

د څارنې نه څار او درملنې نه ملنه

په کوارنټين کې د رنځور څارنه او معاینه دواړه کېږي

نن راته د پښتو ژبې یو ډېر بااستعداده عالم ملګري ټلیفون وکړو ویل یې دغه توری دې څنګه جوړ کړو

ما پوره قیصه تیره کړه

ویل یې ډېر ښه سم او ښکلی ټکی دی

ما ویل مننه خو زه د ټکو د جوړولو په حق کې نه یم او نه دومره په ژبه عالم یم چې دا وکړم

هغه راته ویل نه ټکی دې سم جوړ کړی

ما ویل مننه

حکم یې وکړو دا کیسه ټوله ولیکه

ما ویل ښه..

بېلګې

په خوست کې اته کسان په څار ملنه کې دي...

د اته کسانو څارملنه کیږي

څارملنه یې کېږي

زه په څار ملنه کې یم

هغه په څارملنه کې ؤ

.......

د باچا څار ملنه کېږي

باچا په څارملنه کې دی

په پېښور کې د یو شمیر خلکو څار ملنه روانه ده

باچا په څار ملنه کې ؤ

باچا به سبا څار ملنې ته لاړ شي/بوځي/ وړي

د څار ملنې کله راغلې؟

څارملنه ډېره ستونزمنه وه

...........

quarantine

a period of time during which an animal or person that might have a disease is kept away from other people or animals so that the disease cannot spread:

Rahman Bunerai

-
بېرته شاته