(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

این ایډ ارډینینس

[10.Feb.2021 - 12:39]

مشال راډیو :په پېښور کې د پښتنو قامي جرګې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې د حساب کتاب کولو لپاره دې د حقیقت موندنې يو کمېشن جوړ شي. دوی په يوه اعلاميه کې ۲۱ غوښتنې کړې دي.

نن (د2020 مارچ په لسمه) د عوامي نېشنل ګوند لخوا رابلل شوې دې جرګې په يوه اعلاميه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټولو تجارتي لارو خلاصولو غوښتنه هم کړې ده.

په باچا خان مرکز کې راغونډ شوي دې جرګه کې پر کوربه عوامې نېشنل ګوند سربېره، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل پارټۍ، جماعت اسلامي، قامي وطن ګوند، جمعيت علمای اسلام، مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټۍ مشرانو غړو ګډون وکړ.

د پاکستان رياست دې د خلکو سره د اړيکو په حواله يوه نوې عمراني معاهده وکړي. پوځ ته ډېر واک اختيار ورکوونکی ایکشن اين اېډ ارډيننس دې هم ختم کړل شي.

اسفنديار ولي خان

 

تر دې جرګې وروسته د عوامي نېشنل ګوند مشر، اسفنديار ولي خان خبريالانو ته وويل چې د پاکستان رياست دې د خلکو سره يوه نوي عمراني معاهده يا سوشل کنټريکټ وکړي. همدغه غوښتنه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين هم لري.

اسفنديار ولي خان د غېب کړل شوو کسانو په اړه وويل چې خلکو ته دا نه ده معلومه چې لادرکه کسان، غېب کړل شوي خلک او که غېب کړل شوي مړي دي؟

د پښتون قامي جرګې په اعلاميه کې ځينې نورې دا غوښتنې شوې:

  •     پوځ ته ډېر واک ورکوونکی ايکشن این ايډ آرډيننس دې واپس واخیستل شي
  •     د افغانستان د خپلواکۍ او خودمختارۍ احترام دې وشي
  •     د پاکستان بهرنۍ پاليسي ناکامه ده. بايد نوې جوړه کړي
  •     د خېبر پښتونخوا پر اوبو د جوړې بجلۍ د استعمال له کبله بايد وفاقي حکومت صوبې ته هغې پېسې ورکړي چې قرض پرې پاتې دي
  •     غېب کړل شوي خلک دې عدالتونو ته حاضر کړل شي
  •     د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوي خلک دې خپلو کورونو ته ستانه کړل شي
  •     د ورانو شوو کورونو جوړولو لپاره دې معاوضه ورکړل شي
  •     د پښتنو په زمکه د راپورته کېدونکې ترهګرۍ مخنيوې دې وشي
  •     د بند کړل شوو شناختي کارډونو مسله دې ژر حل کړل شي
  •     د قبايلو اصلاحات دې عملي شي
  •     په قبايلي سيمو کې ښخ کړل شوي ماينونه دې پاک او د ولسي وګړو ژوند دې خوندي کړل شي
  •     د ایین اتلسم ترميم چې صوبو ته ډېر واک ورکوي دې په سمه توګه عملي شي او په اين ايف سي ايوارډ کې دې د پښتنو حق ورکړل شي
  •     د چين او پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې (CPEC) کې دې د پښتنو او بلوڅو برخه واضحه کړل شي.
  •     په مطبوعاتو کې دې د پښتنو سپکاوی بند شي

د جرګې په اعلاميه کې د ۲۰۱۷ کال سرشمېرنه د پښتنو پر ضد سازش بلل شوی او د بېا کېدو غوښتنه يې شوې ده.

جرګې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين هم ورغلی دی. هغه نن مشال راډيو ته وويل چې د هرې هغې جرګې احترام او ملاتړ کوي چې د پښتنو خبره پکې کېږي.

 

په دې جرګه کې ځينو پښتنو مېرمنو هم برخه درلوده. دوی ويلي ټولو هغو پوښتنو ته انصاف غواړي چې د کورنۍ غړي يې يا په جګړو کې غېب کړل شوي او يا هم وژل شوي دي.

تر اوسه پورې د پاکستان تحريک انصاف حکومت په دې اړه څه نه دې ويلي. خو د پښتنو د قامي جرګې په ننئ اعلاميه کې ويل شوي چې دوی به د دې غوښتنه د عملي کېدو د بهیر څارلو لپاره يوه کمېټي جوړوي.

-
بېرته شاته