(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رند

[10.Feb.2021 - 12:27]

رند چا ته وایي ؟

--------------------

درند ویی دپار سي ژبو شاعرانوپه څیر پښتنو شاعرانوهم په خپلو په شعرونو کې  ډیر کارولی دی. په پارسي ژبو شاعرانو کې دغه ویی دخافظ شیرازي ، سعدی ، نظامي ګنجوي ، سنایی غزنوي ،شیخ فریدالدین عطار ، بیدل ، حضرت امیر خسرو دهلوي او نوروډیرو مشهورو شاعرانو په شعرونو کې راغلی دی .همداراز دپښتو ژبوشاعرانو لکه خوشال بابا ، رحمان بابا ، حمزه بابا ،غني خان اونورو معاصرو شا عرانو هم دغه ویي په خپلوشعرونو کې کارولی دی

اوس به راشو چې رند څه  ته وایي ؟ قاموسونو درند ویی دتیز او چالاکه ، مکار.ځیرک اوبې پروا په معناګانو رااخیستی دی ، خو په تصوف کې بیا  رند هغه چاته ویل کیږي چې با طن یې تر ظاهر غوره وي یاپه بل عبارت هغه انسان چې دښوکړو وړو څښتن وي او یارښتیني او کامل انسان وي او دخدای په مینه مست وي او دمعرفت په شرابو خړوبه شوی وي.

عطار نیشاپوری بیا رندمفلس ،  قلندر ، عاشق مزاجه  ، دټولنې له رواجونو او دودونو  سر غړوونکی   او شرابي ګڼلی دی.

 

زه دلته دهغو پښتو شاعرانو شعرونه هم راوړم چې دغه ویی پکې کارول شوی دی

خوشال بابا وایی

درندانو په رندۍ 

دشیخانو په تقوا ږو

--------------------

دپښتو غزلبول شاعر حمزه بابا بیا وايي

ای شیخه دتسبو او دستار دې غواړه خیر 

رندانو سره تار دیارانې مه جوړوه

-----------------------------------

فلسفي شاعر غني خان بیا وایي:

راشه راشه لیوني له

جام اوچت کړه مسلمان شه 

درندانو په مذهب شه 

 او جنتي په دې جهان شه 

--------------------------------

دپښتو ژبې یو بل شاعروایی

بیازموږ رندانو الستي جامونه پورته کړل 

بیا یې په شپیلۍ اسرافیلي غږونه پورته کړل

----------------------------------------------

ملګرتیا کۀ څو رندان راسره وکړي!

دا حرم به یوه لویه میکده کړم 

(سپرلی یو سفزی)

---------------------------------

(رندان دې مست ګرځي خمار دې کوي

شيخ ورته دغسې حيران ښه دے

((سیف الرحمان سلیم)

-------------------------------

مونږ  رندان ورته د عشق په نظر ګورو

تا ته ښکاري جهنم په ميخانه کې 

(باچاخان درویش)

--------------------------------------------------

په هره میخانه کې درندانو غوبل جوړ دی

بې ځایه ویشل کیږي شرابونه دي ارزانه

(رفیع الله ستانکزی)

------------------------------------

کوم غدار راووست محتسب دخرابات حرم ته

چې درندانوله غضبه میخانه چوویږي 

(اسد زمری)

-------------------------------------

درندانو خماریانو به تل سره وي محفلونه

ددوی جوړې به میلې وي موږ به نه یو

(نا معلوم شاعر)

-------------------------------------------

د رند ګریوان ته رسي د ملا ګریوان ته رسي

زما د جنون لاس خو د هر چا ګریوان ته رسي

(راشد خټک )

---------------------------------------------

ته ساقي يې او زه رند يم دوه په دوه يو

پروا مه کوه خو جام دے ډکـــــــوه يې

(سیف الله ساروان)

------------------------------

شپه پخه شوه واده کړي کورته لاړل

د رندانو خو بس ځای ده په حجره کې

(شاعر ؟)

------------------------------------

د میکدې په کونج کي ناست دی او تسبیح اړوي

خدایه چي دغه د رندانو پیر په چا مین  دی

(حکمت الله سالار)

-
بېرته شاته