(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارمیرخان مندوخیل

[10.Feb.2021 - 12:20]

ملی مبارز شهید غازی ازمیرخان مندوخیل

--------------------------------------

مندو خیلو دانګریزي تیري کوونکو پر خلاف له ویاړه ډکې مبار زې کړي دي اوډیر تاریخي شخصیتونه یې په خپله غیږه کې روزلي دي چې کولای شو ددغې قبیلې دکاریزي دښاخ دسیدال خیلو له څانګې نه دلاندنیو تاریخي شخصیتونو نومونه و اخلو:

سیدرحمت، ظریف خان ، خانان، اختر خان ، اکرم خان ، شیرخان او ازمیر خان. په دغو پورتنیو تاریخي شخصیتونو کې یو هم غازي ازمیر خان و چې دمندوخیلو دسیدال خیلو څانګې ته منسوب و.نوموړی په ۱۸۹۳ زیږدیز کال کې داخترخان په کور کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې .د ازمیر خان پلار ته دخان لقب دافغانستان دهغه وخت د واکمن سرا ج الملة والدین امیر حبیب الله خان له خوا ورکړل شوی و. هغه وخت و چې ده په کابل کې دامیر حبیب الله خان سره ولیدل نو هغه ده ته یو جرمنی ټوپک هم دسوغات په توګه ورکړ او ده ته یې دخان خطاب وکړ.

سردار اختر خان بو زړور او بهادر انسان و. ده دانګریزي ښکیلاکګرو نه ژوره کرکه درلودله.دامیر حبیب الله خان تر مړینې وروسته هغه د غا زي امان الله خان دلیدلو لپاره کابل ته لاړ څو دامیر امان الله خان سره دانګریزانو پر خلاف مشورې وکړي ، خو دبیرته راتګ په وخت کې دمکاویر په سیمه کې دخپل آسه راولوید او وفات شو. دده داتلوالۍ کیسې نه یوازې په ژوب کې مشهورې وې ، بلکې دده داتلوالیو او میړنتوب دکیسو نه د افغانستان او پښتونخوا پښتنۍ قومونه لکه سلیمان خیل ، خروټي ، مسید او وزیر هم خبر وو.

خان اختر خان اوپه تیره بیا دده زوی ازمیر خان دانګریزانو پر خلاف دویاړه ډکې مبارزې وکړې ، خوازمیر خان د۱۹۱۹ زیږدیز کال د اکتوبر دمیاشتې په یو لسمه نیټه دخپلو نورودریو ورونو هریو ه شاه مرادخان ، وزیر خان او سردار خان په ګډون دانګریزانو سره په جګړه کې دشهادت جامونه وڅښل. همداراز ددوی سره په دغه جګړه کې دده دولس تنه نور خپلوان هم شهیدان شول.

همداراز دژوب دسیمې په چاکوند نومي سیمې کې دافغانانګریز په دریمه جګړه کې چې دافغانستان دخپلواکۍ داتل غازي امان الله خان په وخت کې وشوه دژوب ډیر شمیرنور پښتانه هم شهیدان شول چې قبرونه او ادیره یې اوس هم هلته شته دي.

تاسو په لاندې انځور کې دخپلواکۍ دلارې دملي مبارز شهید ازمیرخان دمزار شناخته اولوحه لیدلی شئ!

ډاکتر ېاد

Dr.Latif Yad

-
بېرته شاته