(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سعادت جلبل

[10.Feb.2021 - 12:15]

سعادت خان جلبل 

لیک: شبير دراني

سعادت خان جلبل  د تحریک اذادئ هغه پتنګ دې چاته چې پيرنګي سرکار په قامي مينه درې ځله په کور اور اچولې وو کور او د کور قيمتي سامان يې ورته سېزلې وو 

دا هم هغه جلبل دې کوم ته چې به انګريز سرکار هر کال په تيارو فصلونو اور اچولو او فصلونه به يې ورته سيزل

څوک چې د شپاړس کالو په عمر کښې په رومني ځل په کال 1930 کې د فخرافغان باچا خان بابا سره بندي شوې وو 

د چا سلسله واره کالم چې به د افغانستان ريډيو نه د سپين سهار په نوم نشر کیدو

سعادت خان جلبل په کال 1914 کښې د هشنغر په زرخيزه کلي ترنګزې څلورخيل محله کښې د حکمت خان بابا کره سترګې غړولې وې تعليم ئې تر لسم جماعت کړې وو ځکه چې نور تعليم ته قامي مينې اجازت نه وو ورکړې

په 1930 کښې چې د تحقئ پوليسو باچاخان بابا ګرفتار کړو او د  پښتونخوا ولس پشمول د  قبایلي سیمو د خلکو د فخر افغان باچاخان بابا د ګرفتارۍ خلاف مزاحمت شروع کړو نو په دغه زمانه شپاړس کلن سعادت خان جلبل د هشنغر نه د سوات سيمې ته لارو او په سوات سيمه ئې د باچا خان بابا د ګرفتارۍ خلاف د جلسو جلوسونو مشري کوله 

پيرنګي سرکار ته چې کله د شپاړس کلن سعادت خان د جلسو جلوسونو کښې د ويناګانو رپورټ راغلو نو هغوي په دا خبره پوهه شول چې دا ځوان پيرنګي سرکار لپاره خطره ده او هم دغه وجه وه چې پيرنګي سرکار په هشنغر ترنګزې څلورخيل کښې نه يوازې دا  چې سعادت خان جلبل ته کور اوسيزلو بلکې د سعادت خان جلبل پلار حکمت خان بابا ئې هم بندي کړو چې دغه وخت د حکمت خان بابا عمر يو سل او پنځه کاله وو 

په دغه زمانه ګرځيدل خو غټه خبره وه حکمت خان بابا به لمونځ هم کور کولو ځکه چې جومات ته د راتلو طاقت ئې نه لرو 

د پيرنګي سرکار دا خيال وو چې د کور په سيزلو او بوډا پلار بابا په بندي کولو به سعادت خان جلبل د پيرنګي سرکار په ښپو کښې سر ټيټ کړي ولې سعادت خان لکه د غر په خپله نظريه قائم پاتې شو څه وخت وروسته پيرنګي سرکار بوډا حکمت خان بابا خو د بند نه اذاد کړو ولې د حکمت خان بابا ټول تيار فصلونه ئې وسیزل

په 1931 کښې سعادت خان جلبل صوبائي ستر سيکتر وټاکلې شو او 

په کال 1932 کښې پيرنګي سرکار د شاه ډنډ سمې نه هغه وخت سعادت خان جلبل ګرفتار کړو څهٔ وخت چې سعادت خان جلبل د پيرنګي سرکار  د غلامۍ نه د اذادئ لپاره خلک پارولو او د اذادئ سندرې ئې ورته ويلې

پيرنګي د څو ورځو بندي ساتلو وروسته سعادت خان جلبل چارسده کښې عبدالغفور خان مجستريټ ته پيش کړو مجسټرټ چې د سعادت خان جلبل عمر ښائست او ننکئ ځوانئ ته وکتل نو ورته ئې ويل زه تا  پريګدم خو که زما سره يوه وعده کوې 

 سعادت خان جلبل ورته ويل څه وعده 

مجسټريت ورته ويل چې  ته به د خداي خدمتګار تحريک سره  رابطه ختمه کړې او د سبق لپاره به کالج کښی داخله واخلې 

سعادت خان جلبل مجسټريت ته د دې خبرې جواب کښې  دا ټپه وکړه چې

تعليم به هله بيا کوومه

چې د وطن په اذادئ مشرف شمه

د دې ټپې په اوريدلو مجسټريت له غصې سور شو  قلم ئې راوچت کړو او نه يوازی دا چې سعادت خان جلبل ئې دری کاله قيد کړو بلکې د جيل په ځائې ئې د بنو پوځي کيمپ ته وليږو صرف په دې خاطر چې کيدې شي د سعادت خان جلبل سره په جيل کښې نرمي وشي ولې پوځي کيمپ کښې خو ټول په ټوله د پيرنګي ځناور ديره دي څوک چې په پښتنو زړونه نه سيزي

د بنو پوځي کيمپ کښې د څو کلونو بندي ساتلو وروسته ئې د هري پور بندي خانې ته منتقل کړو او تر 1935 ښغلته بندي وو

  په 1935 کښې  سعادت خان جلبل د عبدالطيف  او نورو ملګرو سره د ملاکنډ پولیټکل ايجنټ د اذادې مدرسې پرانستلو په تور بيا ګرفتار  کړل عبدالطيف او نور ملګري ئې ورته هم په ملاکنډ کښې بندي کړل او سعادت خان جلبل ئې د هري چند په ډاګ بنګله زنداني کړو په دې خاطر چې که چرې دې په جيل کښې وي نو نورو قيديانو ته به د پيرنګي سرکار د غلامۍ نه د اذادئ تبليغ کوي هم د دغه قيد دوران کښې پيرنګي سرکار په دويم ځل د سعادت خان جلبل په کور اور واچوه او د کور سره ئې ورته د کور قيمتي سامان وسيزلو 

د تقسيم هند روسته چې د نور اولس په رنګ خداي خدمتګارو هم دا سوچ کولو چې وس به زمونږ ژوند هم په سکون شي ولې په کال 1961 کښې د هغه وخت حکومت د باچاخان بابا سعادت خان جلبل او نورو خداي خدمتګارو د ګرفتارۍ ورنټ جاري کړو پولیس چې د سعادت خان جلبل په کور چاپه واچوله نو سعادت خان جلبل موجود نه او په دريم ځل د اذادئ روسته پوليس د سعادت خان جلبل په کور اور واچوه او کور ئې ورته په دريم ځل ايره ايره کړو ولې له کور سيزلو څو مياشتې وروسته سعادت خان جلبل ګرفتار شو او درې کاله تر 1963  بندي وو

سعادت خان جلبل خپل ړومبنې کتاب ( د مزدور دنيا ) په کال 1942 کښې چاپ کړې وو

دويم کتاب ئې په کال 1943  کښې د ( پاک زړګې ) په نوم چاپ شوې وو

په کال 1947 کښې ئې د (ورستې پار ) په نوم کتاب چاپ شوې وو

دې علاوه به د سعادت خان جلبل سلسله واره کالم د (سپین سهار) په نوم د ريډيو افغانستان نشر کیدو

سعادت خان جلبل زمونږ سره د وجود رشته په 17 دسمبر 1979 کښې ختمه کړه او  د ترنکزو په لويه هديره کښې خاورو ته وسپارل شو ارواح دې ښاد وی

(شبير دراني)

-
بېرته شاته