(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خبر نه یې له بېلتونه

[10.Feb.2021 - 12:13]

بهايي جانه خبر نه يې له بېلتونه

عبدالمالک بېکسېار

تر انقلابونو، کډو او مهاجرتونو له تره (کاکا) سره د نیکه او ټر نیکه نه راپاتې زړه کلا کې یو ځای اوسېدو.

 

راغلی مه وای انقلابه

وطن دې وران زلمي دې ورک په وطنونه

 

 د فوټبال د دوه میدانونو په تخمیني اندازه د کلا څلورو دېوالونو ته یو پوړيزې او دوه

پوړیزې خونې وې، چې د عمر په لحاظ په دریوو کتګوریو وېشل کېدای شوای .

یوه دور ته بېخې زړې، تیارې او تر دا نورو یو څه ټيټې خونې وې چې موږ ماشومان به له وېرې هېڅ نه ور ننوتو، دغه خونې تر ډېره ځایه تشې پرتې وې او څه ته نه پکارېدلې، فقط او فقط په کوم کال به چې زموږ د للمو ځمکو(چې موږ  قولونه بلل) غنم دومره زیات وشول چې د کندوانو د خونو له کندوانو به هم اضافه شول، نو بیا به يې ددغو خونو له جملې د یوې غولی ورته جارو کړ او غنم به يې پکې ځای پرځای کړل .

پدا بل دور کې نورې زړې، خو تر هغو نورو یو پښت نوې خونې وې چې د خسو، بوسو او څاروو(غوجلې) د پاره پکارېدې .

د کلا په دوه نورو اړخونو کې بیا نورې زړې خو تر دې دواړو یو بل پښت نوې خونې وې چې زموږ د اوسېدو، د ژمي او اوړي د تنورونو او دالانونو خونې پکې وې، خو پدې ټولو کې یوه چې موږ د تره(کاکا) خونه بلله تر ټولو نوې او دکلا اونورو ټولو خونو خلاف له پخڅو څخه نه، بلکې له خښتو جوړه  وه، دغې خونې د نورو ټولو خونو خلاف یوه لویه ښيښه يي کړکۍ لرله چې اشه داره يې بلله، په اشه داره کې به یوه غټه توره پلپس راډيو له سهاره تر بېګا چالانه وه، د ورځې له مخې به اشه داره پرانیستې او دراډیو مخه به انګړ ته، او دشپې له مخې به اشه داره تړلې او دراډیومخه به د خونې لور ته وه . د خدای بښلي بېلتون، سلام، دوري او ډېرو نورو هنر مندانو له غږ سره زه هماغه د تره دخونې په اشه داره کې د ایښې تورې غټې پلپس راډیو له لارې اشنا شوم، او بیا تر ننه چې دبېلتون او ډېرو نورو هنرمندانو غږونه اورم نو

دا هرڅه هرڅه مې په ذهن کې را تداعي کېږي .

هغه زمانه د هلکتوب زمانه وه، دومره په دې خبرو نه پوهېدم چې په غږونو کې هم فرق وي، خونن سبا د خدای بښلي له وفاته وروسته له فرهاد دریا رانیولې د ډېری نظر خاوندانو همدا رایه ده چې د بېلتون په غږ کې یو نا مرّيي غم پټ و، نو ښايي همدې د غم نالیدلي راښکون زه په هغه مین کړی وم .

د زمانې په تېرېدو سره بیا زه د استاد خیال محمد له غږ سره اشنا شوم او داسې جوټې يې راکړې چې تر ننه مې ساحل ته د وتو ټولې هڅې بې نتیجې راوتې دي، او داستاد د خپلې خولې په استناد چې :

زه د ژوندون د لارې هغه سر ته ورسېدم

ته چېرته پاتې شوې اشنا زه چېرته ورسېدم

 

خو د استاد بېلتون غږ مې لکه لومړنۍ مینه هيڅکله هم هېر نه شو، او چې هرځای او هر کله يې واورم لکه د بوت جامد او ساکت شم، د تره د خونې اشه داره او توره غټه پلپس راډیو مې په سترګو کنګل شي .   

هسې خو د استاد غږ په ټول وطن خور دی، خو زموږ سیمه میدان، غزني، لوګر، خوست، دالنډه شمالي، خلاصه دا چې مرکزي افغانستان يې داسې په ولکه کې دی چې هېڅوک ترې ځان نشي خلاصولی .

یو ځل يې دی او سلام لوګری زموږ په ګاونډ کې یوه واده ته راوستي وو، مخلوق د خدای ورته راټول و، ګیسونه، لوډسپیکرونه او تماشه وه، خو چون زموږ له هغو خلکو سره کورنۍ نالګي وه نو موږ تر سپیده داغه په خپل درمنده کې ورته ناست وو او اورېده مو.  

 

سلامي یا د لوګرۍ موسیقۍ هغه شروع چې نور دغزل او کلاسیک هنرمندان پکې الاپونه کوي، رباعیانې وايي،  مجلس راټولوي او خلک خپل غږته رابولي، ما تر ډېره دا فکر کاوه چې دده او په تېره بیا سلام لوګري کوم کشف دی .

یو ځل مې بیا د پېښور خیبر بازار کې د یو نورسټي بوک سټور په مخکې ولیده، دی بس ته ولاړ و، او زه له یو پنډ کتابونو سره له دوکانه راووتم، سپینې خولو خوړلې افغاني جامې، پلاستیکي شلېدلې چپړې په پښو، تک سپین وېښتان ـ نه کورتۍ، نه لونګۍ، نه واسکټ، نه پټو، نه څادر.

جب مې له پیسو ډک وه، غوښتل مې مرسته ورسره وکړم، جامې، بوټونه او واسکټ ورته واخلم، او ورته ووایم چې زه يې د اواز سره مینه لرم. خو لکه مین چې د خپلې مینې په مخکې ګونګی شي، ماهم دا جرات و نشو کولای، ماوې هسې غوسه شي، هسې نه ځان ورته کم و نه اېسي، هسې نه .  .  . او چې څو زه له خپلو دغو سوچونو را وزګارېدم استاد بېلتون په یوه پښه یوه بس پورې ځړېدلی له سترګو الونیاشو.

دغه کرښې ما پدې ندي تورې کړې چې ګوندې په اصطلاح د یو سف په خریدارانو کې ځان وشمارم، دامې فقط اوفقط مرحوم استاد بېلتون ته دخپل عقیدت د څرکندولو په موخه کړې دي اوبس، او که بیا هم څوک وايي چې نه 

نو زما مخکتاب ته دې مراجعه وکړي، او د تېرو ۶ کالو راهیسې چې زه په مخکتاب یم، جاج دې واخلي، که ما ټولې شل سندرې هم خپرې کړې وي، نو لس به يې خامخا د استاد بېلتون وي .

پاک رب دې استاد بېلتون د جنتونو سردار کا . امین

Abdul Malik Bekasyar

-
بېرته شاته