(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دتکل ژوندلیک

[10.Feb.2021 - 12:11]

دکنړپه دنگوغرونوکي راټوکېدلی مشهور اوپېژندل سوی شاعردنظيف الله تکل ژوندليک.

لیک : حبیب الله غمخور، سویډن - مالمو

دبلا هېر شې تکل صاحب! داچي تل په فيسبوک پاڼه کي موږ په خپلو ښکلو شعرونو نازوې موږ داسي فکر کوو چي تکل صاحب همداسي لکه چي درته گورودنياته راغلی اوتل په تکل کښي دي ، ترڅوخپلي انساني اوملی موخی ته ورسېږي.

خودادکنړ په دنگو دنگوغرونوکي رازېږېدلی او راټوکېدلی خپل دژوند يوځا نگړی داستان لري ،چې  دژوندداستان يوه عامه برخه یې زه ستاسو دوستانو اودهيواد ځوان نسل سره شريکوم  .کنه نور نودتکل صاحب دژوند هره ورځ يوداستان دي.

راسی اوس دهيواد ددې غښتلی شاعر په هکله  هغه څه  درسره شريک کړم کوم چې دنوی نسل دهڅوني لامل گرځي اوددې سره چې دا شخصيت ډير مشهور دی خوډاډه يم چي ډيروبه یې  ژوند ليک نه وی لوستی .

داهم تاسو اوداهم دتکل صاحب ژوند ليک!

دهيواد وتلی اوپېژندل سوی شاعر اوملت ژمن شخصيت  ښاغلی نظيف الله تکل د ۱۳۴۰ ل،ل کال د مرغومي په شلمه د کونړدڅوکۍ ولسولی په مربوطاتوکې په يوه غريبه کورنۍ کي سترگي دنياته پرانستي اوپه خپله لمړنۍ ژړا یې خپلې درنې مور اوبياپلارته دخوښې پيغام رسولی.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د څوکۍ د جمعيت په لېسه کې ترسره کړي دي.په ۱۳۸۵ ل،ل کې دکانکور له ازموينې وروسته دکابل پولیتخنیک پوهنتون ته بريالی شو،او په ۱۳۶۴ ل،ل کال له ياد پوهنتونه د ديپلوم انجنير ( ماستر انجنير) په توگه فارغ شو.

د همدې کال د چنگاښ  په مياشت کې په پما (د پروژو جوړولو په مرکزي انستیتوت )کې په دنده وگومارل شو.نېږدې اته کاله په دغه انستیتوت کې په دنده بوخت و چې کورنۍ جګړې پيل شوې او د نظام اډانه ړنگه شوه‌،تکل لومړی پېښور او بيا مسکو ته مهاجر شو.

نظيف الله  تکل د زده کړو په دوران کې له ادبياتو سره بېکچه مينه پيدا کړه،او ان په ښوونځی کې يې لا د شعر په ليکلو پيل وکړ،د هيواد په ورځپاڼو او مجلو کې يې شعرونه او مقالې چاپ او خپاره شول،د هيواد په کچه يې په مشاعرو فرهنگي غونډو،کنفرانسونو او سيمنارونو کې برخه واخيستې ده.

تکل صاحب دمهاجرت په دوران کې هم دخپل هيواد دکلتوراو فرهنگ غوړېدا ته مټې را بډ وهلې او په مسکو کې د دې تر څنگ چې دافغانانو د فرهنگ د ټولنې د ادبياته مسؤل و، په ۱۹۹۶ م کال کې يې د يو شمير فرهنگي ملگرو په گډون دلېمه ادبي او فرهنګي مجلې لومړۍ گڼه چاپ کړه ،چې دروسې په فيدراتيف جمهوريت کې د مېشتو افغانانو د پراخ هرکلي سره مخامخ شوه.

د تکل صاحب په مسؤل مديريت ياده ادبي فرهنګي مجله تر ۱۹۹۷ م کاله درې گڼې له چاپه راووته او بيا ترې تکل صاحب  د نيدرلنډ  (هالنډ) په لور د مهاجرت کډه بار کړه .

د ۱۹۹۷ م کال په جولای کې نظيف تکل د خپلې کورنۍ سره هالنډ ته ورسېد.د هالنډي ژبې د زده کړې سره هم مهال يې د نورو ملگرو په ملتيا کلتوري کارته اوږه ورکړه او په ۲۰۰۱ م کال کې يې په هالنډ کې دنور ډېرو افغانانو په گډون او فعاله ونډه د افغاني کلتوري ټولنې بنسټ کېښود .

وروسته له لږې مودې يې دازادو انتخاباتو له لارې د ټولنې مشرتوب ترلاسه کړ،د تکل صاحب د مشرۍ لاندې ټولنې ښه پرمختگ وکړ فرهنگي غونډې ،مشاعرې او سيمېنارونه يې جوړکړل او ځينې علمي ادبي آثار يې چاپ کړل .  

په ۲۰۰۶ م کال کې تکل له هالنډه نه انگلستان لندن ښار ته کډه وکړ ه.په همدې کال کې افغانستان ته ولاړ او هلته يې خپلې درې شعري ټولگې په خپل شخصي لگښت چاپ او خپرې کړې ، چې هر لورد افغانانودتاوده  هرکلي سره مخامخ شوې.

۱_او پاڼې مړې وې شعري ټولگه چې لومړی په ۱۳۷۰ ل،ل کال کې د افغانستان دليکوالو ټولنې له خوا چاپ شوې وه،دويم ځل شاعر په خپل لگښت بيا چاپ او خپره کړه .

۲_پاڼې د لونگو شعري ټولگه 

۳_شبنم پر پاڼه شعري ټولگه

تکل صاحب  په لندن کې يې هم  بيا دخپلو فرهنگي ملگروسره په لندن کې د افغان ليکوالو او شاعرانو ټولنه جوړه او تر اوسه د دې ټولنې فعال غړی دی .

په ۲۰۱۷ م کال يې د شعر بله ټولگه (راڅڅېدلې چوپتيا) په خپل شخصي لگښت له چاپه راووته چې دا هم د افغانانو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوه .او دا دی په نېږدې راتلونکې کې به يې بله شعري ټولگه د (دخوب سيوری) چاپ شي.

نظيف اله تکل په پښتو ،دري،روسي،هالنډي او انگرېزي ژبو خبرې کولای شي.

زموږ دا مشهور شاعر همدا اوس دلندن په ښارکي دخپلي درنې کورنۍ سره اوسېږي.

تکل صاحب څلور بچي لري مشره يې لورده واده يې کړی او د خپلو گلاليو بچيو ډيوه ،هيله او مينه جاني سره په ډنمارک کې ژوند کوي . دډنمارکي ژبې ترڅنگ په اردو فارسي روسي او انگرېزي ژبو خبرې کولای شي .

بل زوي يې زغرد نومېږي په لندن کې دخپل پلار سره ژوندکوي واده يې کړی او يو زوي لري نوم يې خاطر دی .

زغرددماسترۍ ترکچې د سرطاني امراضو په څيړنه کې د لندن په کوين ميري يونورسټي کې زده کړې کړې دي،په پښتو فارسي( دري) هالنډي انگرېزي او روسي ژبو پوهېږي ‌.

دريم زوي يې ساحل نومېږي واده يې کړی په لندن کې دخپل پلار سره ژوند کوي زده کړې يې دسينمايې فلمونو دډايرکټ،ايډيټ او مونتاژ په برخه کې کړېدې او اوس يې يو بل انلاين پوهنځی هم مخ په ختمېدو دهپه پښتو، دري، هالنډي ،روسي انگرېزي ژبو پوهېږي رسمي کار نه لري .

دريم زوي یې فريدجان پوهنتون يې په پاکستان کې لوستی په پښتو،دري، اردو او انگرېزي ژبو پوهېږي. همدا اوس په پېښورکې اوسېږي،رسمي کارنه لري او واده يې هم نه دی کړی .

 تکل صاحب هم بايد لکه بل هر افغان دقلم څښتن په ژوندنې ونازول سی اودهغه له پوهاوي نه دافغان زلمو دپوهاوي ،ژبې،ادب اوکلتوري غښتلتيا لپاره په هيوادکي دننه  اوبهر استفاده وسي.

په وياړ سره ليکم چې په ۲۰۱۴ ز کال داگست په ۳۰ دمالموپښارکي دعلمي او ادبی شخصيتونوپه وياړ غونډه کي مو داوتلی شاعر تکل صاحب هم ددرانه مېلمه په توگه ددې غونډي گډونوال و اوپه دې لويه غونډه کي دده علمی او ادبی هڅي دستايلنليک په ډالی کولوسره وستايل سوې

تکل صاحب!

 زه اوپدې داډه يم  چې زموږ ادب پروره ولس اوشاه زلمی ستاسو ادبي هڅو ارزونه کولاي سي اودقدرپه سترگه درته گورو اوتل مودادبی هڅوستاينه اودقدرپه سترگه ورته گورو .

څو ورځي وړاندي يوه گران دوست په ټوکه کي راته ليکلی وه ،دا تکل صاحب لکه چې ډير درباندي گران دی چي هره ورځ یې شعرونه او ادبي پنځونې  پخپله فيسبوک پاڼه کي نشروې ؟ماورته وويل نه پوهيږم چي تکل صاحب به پرچانه وي گران.

 زه له خپل دې ډيردرانه اوراته گران وتلی شاعرنظيف الله تکل صاحب   ددنگي ځوانۍ له وخته دهغه له انقلابي اوملی شعرونو او وطنپرستانه هڅو سره اشنايم اوپه رښتيا راباندي گران دي.خوتاسوهريوليکوال همدومره راباندي گران ياست .

زه هيڅ داسي ټکی نسم پيداکولاي چې دخپل دې ووتلی شاعر درناوی پرې وکولاي شم . ديوانسان لپاره چې نېک اخلاق اونېک صفتونه چاليکلی هغه ددي په وجود کي موږ ليدلی دي .که یې په تفصيل وليکم نو ژوند ليک به رانه ستاينليک شي  اوبيابه دوستان وايي ليکنې لنډي کوه .

اوس چې تاسودتکل صاحب ژوند ليک ولوست وواياست  چې په گرانښت ارځی اوکنه ؟

زه دې منلی او وتلی شاعر ته چې دشعر هربيت یې دافغان  زورېدلی اوکړېدلی ولس دزړه اواز دی

دروغتيا اوقلمی برياوسره مل دخوښيو اوښېرازيونه ډک اوږد ژوند غواړم . چي په دوستی یې وياړي  حبيب الله غمخور

-
بېرته شاته