(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دحال سوچونه

[07.Feb.2021 - 17:45]

د حال سوچونه

څرنګه چې د سوچ او تخیل د زغلولو اراده ،د انسان په واک کې نه ده ،نو کله کله انسان د سوچونو سمندر کې لاهو کیږي .د سوچ او فکر لمنه د انسان دپاره پراخه ده ،هر چاته دا اجازت شته چې په آزادانه توګه طناب د فکر و غزوی او سوچ وکړي . نو زه هم د ماحول د نا خوالو په سوچونو کې ډوب د کنړ د اسعد آباد په بازار کې ،د کنړ د سیند د پله څخه د تیریدو په حال کې وم ،چې ناڅاپه مي په خپلو خپو کې د بی دَ مۍ او بی حرکتۍ احساس وکړ ،ڼو وار د واره په دي سوچ کې شوم که دا خپی می کار ونه کړي ،یا خدای مه که ګوډ شم ، څوک به مې ساتي ،له یوه خوا بچیان می واړه دي ، او د بلي خوا په درس او تعلیم بخت دي ،د درس او تعلیم څخه خو یی هیڅکله بی برخې نه ساتم ،څکه زمونږ ډیری ستونزی د بی تعلیمۍ او نادانۍ څخه دي ، او دا هغه حقیقت دی ، چې ټول دردمن او د هوش خاوندان پری متفق دي ،نو په همدې سوچ کې وم ، چې د پله ښي لاسته می په یو ګوډ سترګي ولګیدی ،چې د پله په کټاره یی ډډه لګولي وه ،او په اصطلاح خیرات یی غوښت ،نو زما سترګي په داسي حال کې په ګوډ ولګیدلي ،چې په ژوره اندیښنه کې د خپل ځان په حال وم ،تر ګوډ تیر شوم څو قدمه وړاندی ولاړم .د ضمیر غږ می د عبرت غوږونوته راورسیده ، چې که ته ګوډ شې او دخپو څخه معذوره شې نو ته به د همدې ګوډ په شان د کوم پله تر غاړي ناست وي ، او نور خلک به له تانه په داسي تغافل تیریږي ، لکه ته چې تر دي ګوډ تیر شوی نو بیرته راوګرځیدم ، او ګوډ ته مې څه پیسي په لاس کې ورکړي ، د دي نظارې حکمت ته په ژور سوچ کې شوم ،په رښتیا چې په ژوندانه کې ډیری صحني لکه د سینما پردي ،د انسان د سترګو وړاندي تیریږي ،چې د عبرت او لټون پرانیستلی سترګي ، د معنی د اخیستو د پاره غواړي ،

د عبرت نښي ، به ډیری ورښکاره شي

چا چې سترګي وي ، پرانیستی ، د لټون

کال ۱۳۷۸پیښاور

.........

حسادت

زړونه مو یو بل ته د حسادت او کیني څخه ډک دي .او په زړوڼو باندی مو د ملالت غبار ناست دی . دا ځکه چي په خپل نفس اعتماد نه لرو . په هغه آییني کې چی خپل ځان ګورو. نور هم په هغه آیينه کې ګورو . او دکیني د ساتلو له وجهي څخه په سینه کې مونږ ته یو راز تشویش او لنډه دا چي د لیونتوب مرض پیدا شوی . دا نه غواړو چي د مسولیتونو واګې بل ته په لاس ورشي .هرڅه د ځان دپاره غواړو . او ّهیڅ هم صحیح او سالم مصلحت په دي لاره کې نه منو .او په خپله باطله عقیده کلک ولاړ یو . په دي هم نه پو هیږو چي د ریا د پو ستیني لاندی، که هر څومره ځان پټوو نه پټیږو، او ځان مو ښکاري . ولي ددي دومره مصلحینو مشورې ته سر نه ایښودل ، دا روښانه کوی چي قدرت د شخصی غرض د پاره غواړو . که نه په حقیقت کې که دا درانه بارونه ، او دردونه د با احساسو خلکو په اوږو پریوزي .نو هغوی به په احسنه ټوګه دا بار تر منزله ورسوی . نو په دي کې ځای د بي اعتمادۍ یو بل ته نشته .مونږ هسي خپل زړونه او ضمیرونه په دي کې ستومانه کړي .ددي یواځینۍ علاج دا دی چي د خپل نفس اختیار او واګي په خپل لاس کړو . او یو وار د صمیمیت او اعتماد په دنیا کې یو تر بله غاړه غړۍ ورشو .او د خود ګذرۍ او ایثار څخه چي د بشر د ابتدا نه د پیغمبرانو ،اومصلحینو د تعلیم جز دی ، د هغي څخه کار واخلو او یو بل د لطف او مهربانۍ په غیږ کې ونیسو. دا به عین حال کې چي د اتحاد او اتفاق سبب او وسیله وګرځي نو د اغیارو د لاسوهني مخنیوۍ به هم وشي ،          

سید عبیدالله نادر

-
بېرته شاته