(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

همموخي

[04.Feb.2021 - 16:01]

همزولی، همبڼه، همموخی غورځنګونه.

دریمه برخه

۱۶ م. پیړۍ په دویمه نیمایې کې، د ژان کالوین غورځنګ د ودې لا په ابتدایي پړاو کې ساه کښله چې، ده د شړیدلي کاتولیک دین له څرګندو نیمګړتیاو او بربنډو متضادو اړخونو څخه د پردی په پورته کولو سره، عیسوي نړۍ دعوت کړه چې، « د قبر له عذابه څخه او د دوزخ ابدي اور له کړانو څخه د ژغورلو پاره، پاک پروردګار په خپل مرحمت، مسیحي امت باندې فرض واجب ګڼلي ده چې، د هوګونیټو (کالونیستانو) مقدس کاروان په نیک بخته قافله کې ګډ او په ریښتیني هوډ د نوی مبارک الهي آئين ارونو ته چې د اوسني عصر د غوښتونو او اړتیاو په بڼسټ نازل شوي غاړه کیږدي...؛ ورپسي یې د ملایانو د جدي ګواښونو او ځانګړو امنیتي تدابیرو له پاسه هم، د ده مریدانو د فرانسې هیواد په لویدیځو برخو کې خلکو ته خبرداری ورکړ : «... کوم بدبختان چې محتال شیطان د فیتنو په ریا تیروتلې او د تیر په څیر د پاک رب په بدیل بت لمانځني او د شرک ستایني جهالت ته، په یوه او یا بله پلمه د دغه سپیڅلي دعوت په پرتله ترجیع ورکوی... هغوی ته یې په ټاکل شوي مهلت سره سپارښتنه وکړه، چې د امنیتي ستونځو له کبله غوره ده چې د اړوندو سیمو څخه چیرته په ورایه واټن کې، د دوی د سترګو ځان پناه کړي او بیا یې په ډیر ځیرکتیا سره کروندګرو او نورو ښاري کسبګر  قشرونو ته، په ستوغه ګوته څڼډ وهله چې له نن پس دولت او کلیسا ته د عشر او ذکات له ورکولو ډډه وکړی، دی پریکړې له درکه یې نه یواځې د کلیسا او دولت د لګښتونو تمویلي سر چيني ته ضربه ورکړه، ورسره یې ګڼ شمیر زیارکښي ستومانه پرګنې له دی وجې هم ملګری شول چې د استبدادی حکومت او خیټوری کلیسا د اجباري او درندو مالیاتو له پیټي څخه یې اوږی سپکې شوی، په دی تړاو هوګونیټانو  په ټینګار سره یادونه وکړه چې، دریمه لار یا ناپیلې لار نشته، خو که خدای ناخواسته کوم دوه مخی کم بخته د دواړو په ګوته شوو لارو د تګلوري څخه پښه لږه هم کږه وغځوي، د خون پړه به یې په خپله غاړه وي...په همدا شان دوی په خپلو ویناو کې کاتولیک مولویان د توطئه‌ګرو، مشرکینو او منافقیونو په تور واجب القتل وګڼل.

 بالاخره د مهلت مودی په ختمیدو سره، هوګونیټانو کلیساو باندې په بریدونو لاس پوري کړ، دوی به دننه په کلیساو کې، د مولویانو او متوالیانو د وژلو برسیره، انسان د څهري په بڼه د خدای تصوري تصویرونه، د عیسې(ع) صلیبي مجسمي، هغه د مور مریم بي بي او په دیوالونو باندې د نورو دیني اولیاءو کښل شوی انځورونه، تابلوګاني او مونومټونه، بت لمانځني او د شرک موجبي ابزارو تر نامه لاندې له منځه وړل، دوی اولیاءو ته هر ډول عبادي خوځښت او په ټوله کې سنت لمونځونه ناروا او بدعت ګڼلو. د دوی په باور یو رب تعال د عبادت مستحق ؤ، نه بې روحه انځورونه او مجسمي، هغوی دا ډول عبادت بت پرستي او خرافات ګڼل، په کلیساو کې دوی د مقدسي موسیقۍ (د رباب او سریندی په څیر الات) چې د عیسویانو په عقیده جنتي موسیقي ابزار بلل کیدل، ماتولی.  

 قهریدلې کلیسا چې، اروپایي ولسونو د ټولنیزو چارو په مادي او معنوي هر اړخیز بهیر باندې، د ګڼو پیړوی را په دی خوا د خپل واک او ځواک منګولی بشپړې خښي کړی وی او دین کې یې د هر ډول سمښت یا د ادلون او بدلون سره قطعاً د جوړ جاړی او پخلایني د یوه څاڅکی زغم وړتیا نه لرده، دوی په غبرګون هوګونیټان مرتد، کوڅه ډب یاغیان او الشیاطین ونومول او انجیل د ګڼو ایتونو په بڼسټ یې  وژنه هم مباح اعلام کړه، د دوی په غوښتنه پادشاه دین څخه د حراست  یو ځواکمن لښکر چې د سر شمیر او پوځي تجهیزاتو د سمبالښت له اړخه، د هوګونیټانو په انډول په څو کراته غښتلې او پیاوړی ښکاره کیده د پلازمیني پاریس څخه، د کلونیستي غورځنګ سټولو په موخه فرانسې لویدیځ په لور مارش کړ، څنګه چې  غورځنګیانو ثابته او ټاکلی قرارګاه نه لرده، چې سرتیري یې په وړاندې جبهي جنګ پرانیزي، همدغې تشې هوګونیټانو ته د غلچکو چاپو له پاره ښه لار هواره کړی وه او کله نا کله به یې شاهي لښکر ته پریمانه  مالي او ځاني زیانونه واړول، خو کله به چې دوې پخپله د باالمثل بریدونو یا د کمینونو  په پایله کې، سرتیرو د ښکار قرباني شول، بیا به نو دوي، د لارو په شکولو، دیني او دولتي تاسیساتو په لوټولو او ویجاړولو، د غیر محاربو کاتولیک پیروانو په ډلیزو وژنو او ... نورو وران کړنو، د خپلي ماتې غچ تر لاسه کاوه. څومره به چې په دوی باندې پوځي فشار ډیریده، په همهغه پیمانه دوې د تشدد تریخ والې تاو اضافه کاوه او په همدی طریقه به جګړه لا پسي توده او اوږده وله. په ۱۵۶۷م. یوی پیښې چې ټولی عیسوی نړۍ ته ټکان ورکړ، هغه دا وه چې دوی یو وار مسیحیانو د دیني علماو سرمشریزي شورا په یوی کابو سل کسیزي غونډي برید وکړ او هغوی ټول یې له یوه سره یوې څاه ته سر په سر تخته او سټ کړل... 

لړۍ غځیدلی ده..

-
بېرته شاته