(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بخارا امارت له ړنګېدو

[03.Nov.2017 - 10:49]

د بخارا امارت له ړنګېدو نه وروسته څه پېښ شول ؟ 

لیک: نورالحق ن. څلی 

د بخارا اشغال د بلشویکانو لپاره په ایدیالوژیکيډګر کې د نوي څپرکۍ د پرانیستلو مانا درلوده . د بخارا شوروي جمهوریت تر یوه کم وخته د نورو شوروي اداري واحدونو سره له هر اړخه توپېر درلود ، په بخارا کې شخصي شتمنۍ پر ځای پاتې وې ، پرته د امیر له خپلوانو ، د پوځ لوړ رتبه افسرانو ، بېک کانو او ځینو نورو څخه ، نورو ټولو په دولت کې ونډه درلودله ، پر مذهبي فعالتونو باندې هیڅ ډول حد ټاکنه نه وه آن د دولت له خوا د نوو جوماتونو او دیني مدرسو د جوړولو لپاره ځمکې ورکول کېدلې . د بخارا بازارونو د پخوا په شان آزاد وو او ډیر داسې ورته کارونه سرته رسېدل چې د شوروي اتحاد په بل ځای کې چا په خوب کې هم نه لیدل . بلشویکانو دغې مرحلې ته له فیودالیزم څخه سوسیالیزم ته د اوښتو پړاو ویلې

    د شوروي اتحاد له خوا په نورو ګاونډیو هېوادونو کې د بخارا په شان سیاسي بدلونونه راوستل ، د کمونست ګوند ، د شوروي دولت او د کمنترن له خوا د یوه ایدیالوژیکي اصل په توګه ومنل شو . که چېرې د بخارا له اشغال نه وروسته د کمنترن او د «ختیځ د خلکو د تبلیغاتو او عمل شورا » چاپي آثارو ته ځیر شو نو عملأ په هر هېواد کې د دغه شان سیاسي بدلون لپاره ذهنیتونه آماده کېږي . د ختیځ انقلاب لپاره د کمنترن د تاشکند څانګه په هند کې د کمونستانو په لټه کې وه خو په افغانستان او ایران کې د افغاني او ایراني بلشویکان په پیدا کولو پسې سرګر دانه وه . د کمنترن په اند د شوروي اتحاد په ګاونډیو هېوادونو کې بلشویک هغه څوک دی چې هیڅ ملي او فرهنګي هویت ته وفاداري ونلري خو ماسکو خپله قبله او کمنترن خپل امام وګڼي‌ . د دغه شان سیمه ییزو بلشویکانو ښه بېلګه د ایران په شمال کې د ګیلان په شوروي جمهوریت کې خپل مخ وښوده

       د ایران شوروي سوسیالیستي جمهوریت چې تر ډېره د « ګیلان شوروي جمهوریت » په نوم پېژندل شوی دی د ۱۹۲۰ کال د جون په میاشت کې د شوروي روسیې د سره اردو په مرسته د ایران په شمالي ولایت ګیلان کې جوړ شو . د دغه جمهوریت لمړنی مشر میرزا کوچک خان جنګلي و .

   د ۱۹۲۰ کال د مې په میاشت کې د شوروي روسیې د کسپین سمندرګي سمندري ځواکونو د ایران په انزالي بندر باندې له دې امله حمله وکړه تر څو هغه روسي بېړۍ چې د سپینې روسیې جنرال دینیکن له ځان سره دغه ځای ته تښتولې وې او په دغه بندر کې د مېشتو انګلیسي ځواکونو له خوا ورته پناه ورکړ شوي وه بیرته لاس ته راوړي . د دغې پېښې لمړۍ پایله دا کېږي چې د انزالي بندر په بشپړه توګه د شوروي ځواکونه په لاس کې لوېږي ، انګلیسي او د جنرال دینیکن ځواکونه له سیمې تښتي . دوهمه پایله یې یعنی یوه میاشت وروسته د ګیلان شوروي جمهوریت جوړیدل دي . دغه جمهوریت په جنوبي آسیا کې د بلشویکي سیاسي نظام کاپي وه

په ایران کې لا پخوا د عدالت ګوند په نوم یو سیاسي سازمان و چې رهبري یې د باکو په ښار کې فعالیت کاوه . د « ګیلان شوروي جمهوریت » له جوړېدو سره سم د دغه ګوند غونډه رابلل کېږي او رسمأ د ایران د کمونست ګوند په نوم خپل موجودیت اعلانوي . د ګیلان شوروي جمهوریت په سیاسي او نظامي ژوند کې د بلشویکي روسیی د استخباراتو یوه مامور چې بلومکین یاکو نومېده ټاکونکی رول درلود . نوموړی آن د ایران د کمونست ګوند د مرکزي کمیټې غړی او په حکومت کې د دفاع وزیر و . مجبوریتونو د ګیلان په شوروي جمهوریت کې له ارماني پلوه دوې مخالفي ډلې تر یوه چت لاندې راغونډې کړي وې . یوه ډله د « ځنګلي غورځنګ » په نوم مشهوره وه چې مشر یې میرزا کوچک خان جنګلي و. د دغې ډلې غړي او پلویان دموکراتان ، لیبرالان او ناسیونالیستان وو او هیڅ ډول کمونستي عقاید یې نه درلودل ، خو له انګلیسانو سره یې کلکه دښمني درلوده . همدا شان دغې ډلې له کلونو راهیسې د انګلیسانو او په هغوی پورې تړلې د ایراني واکمنۍ پر ضد وسله وال پاڅون فعال ساتلی و ، غلا او لوټمارۍ ته یې اجازه نه ورکوله نو ځکه د خلکو ملاتړ یې له ځان سره درلود . دویمه ډله کمونستان وو . له دې چې د شوروي روسیی ځواکونه په ګیلان کې ځای پر ځای وو نو مالومداره خبره ده چې پرته له کمونستانو او هغه هم داسې کمونیستان چې همدوی پخپله زېږولي وو ، بل څوک باید د سیاسي واک په سر کې نه وای . د شوروي جاسوسي سازمان مامور بلومکین یاکو د ګیلان شوروي جمهوریت د مشر ، میرزا کوچک خان پر ضد کودتا سازماندهي کړه او د هغه مرستیال احسان الله خان یې د واک ګدۍ ته ورساوه . له دې چې میرزا کوچک خان تل د وینې تویدنې مخالف و نو پخپله د « رشت » له ښاره څخه ووت او خلکو ته یې د یوې وینا په ترڅ کې وویل :   تر هغو چې د خلکو مذهبي مقدساتو ته سپکاوی ، د خلکو پر شخصي شتمنیو تېری ، او . . . له منځه نه وي تللي زه بېرته نه راځم . نوموړی د روسیې مشر لینن ته هم یو تلګرام واستاوه . اساسي ستونزه دا وه چې ایراني کمونستانو ځانونه یواځې د دریم کمونستي انترناسیونال ( کمنترن ) د اجرایئه کمیټې په وړاندې مسئول ګڼل او بس ، او له ټولو څخه یې غوښتنه دا وه « چې د کمنترن مرجعیت باید د یوه ایمان په توګه ومني » . د ګیلان شوروي جمهوریت وروسته تر هغې له منځه لاړ ، کله چې د لندن او ماسکو تر منځ د ۱۹۲۱ کال تړون لاسلیک شو . دغه تړون  پر بنیاد د شوروي روسیي نظامي ځواکونه د ایران له خاورې څخه ووتل .   دا هم باید هېر نه کړو چې د ګیلان او بخارا پېښې په یوه وخت او یوې سیمه کې تر سره کېږي نو ځکه د یوه لوی پلان د بندونو په توګه یو د بل سره تړلي ، یو د بل مرستندویه او بشپړ کوونکې دي

د لندن او ماسکو تر منځ د ۱۹۲۱ کال لاسلیک شوی تړون په جنوبي آسیا کې د بلشویکي کمونیزم روی توب له منځه یوړ . د کمنترن د تاشکند څانګې تړل کېدل او د ایران له شمال څخه د سره اردو قطعات وتل د سیمې د امنیت لپاره ځکه مهم ګڼل کېږي چې د لندن او ماسکو ګټې د جګړې له ډګر نه وځياو د جوړ جاړي خواته درومي .

-
 بېرته شاته