(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېريان

[08.Aug.2017 - 13:13]

پېريان

لیک:  فرمان على تنها يوسفزی کراچى 

 تعويذ مې  پرېږده  ماما پکې پيريان  دي

زمونږ  په  کلى کښې  يو  پيريانی هلک  وۀ  چې هغه  ډېر  ورانکاری  او  شرارتى  وۀ  غاړې  ته  به  يې  بلها  تغويذونه  زوړند  وو کۀ  هر  څومره ورانې  به  يې  د چا  وکړۀ  خو  غږ  به  يې  پرې  نۀ  کوو  ځکه  چې  په  هغۀ  به   د پيريانو  غوټه  راتلله. يوه  ورځ  يې  يو  مشر سړى  سره  چېړ وکړۀ  نو  هغه  چورلټ  د ګرېوان  نه  را ونيولو  او  چې څپېړه  يې  ورکوله  نو  هغه  چغه  کړله  چې  تعويذ مې  پرېږده  ماما پکښې  پېريان  دى .وئيل کېږى  چې  د پيريانو ديوانو  او ښاپېرو  هم  په  دې  دنيا  يو دور د سلطنت  تېر  شوی  دی  خو چې  کله  انسان  په  زمکه  باندې  آباد  شو نو پېريانو  دېوانو  د غرونو ،ځنګلونو او مېرو مخه ونيوله. مونږ  چې  کله  واړۀ  وو  او  څۀ  د لوبو څيز به  رانه  ورک  شو  نو  په  زمکه   به  کښېناستو او دواړه لاسونه  به  مو  په  خاورو  کښې  ځائی  په  ځائی  ګرځول  او  ګوټ  په  ګوټ  به  مو خاورې لټولې  او دا اواز  به  مو کولو چې  پېريانو ماماګانو  تاسو خپله  کډه  واخلئ  مونږ له  خپله  کډه راکړئ .نو ظاهره  خبره  ده  چې  هغه  بې درکه  شوی  څيز  به  هم  هلته  چرته  پروت  وۀ  چې  د لټون  سره  به  مونږ  له  په  لاس  راغلو. نو مونږ  به  ډېر خوشحاله  شو  چې  پېريانو  ماماګانو مونږ  له  خپل  امانت  راکړو  او  چې  د اوړى  په  سره  غرمه  کښې  به  د نمر  وړانګو د لؤ  په  شکل  د زمکې  نه  بړاس  راپورته  کولو  نو مونږ  به  وئيل  چې  دا پېريانو تنور  اچولی  دی  او چې  کله  به زل  زول راغی  او  د زمکې  نه  به  يې  خسڼى او کاغذونه  د يوې غولۍ  په  شکل  کښې  پورته کؤل او  تاوهل  به  يې  نو مونږ  به  وئيل  چې  دا د پېريانو  ډولۍ  ده. پخوا به  په  خلقو  پيريان  ډېر راتلل چې  په چا به  هم  راغلل  نو  خلقو  به  ورته  وې  چې  کلمه  اووائى چا به کلمه  اووې او  چا به  ورته  وئيل  چې مونږ هندوان يو  او  يا سيکان  يو وغېره  نو  بيا  به  يې  ورته  وې  چې  تاسو  دې  ړوند  نه  څۀ غواړئ .په  دې  ډول  به  دا پېريان   تلل  او  راتلل.  زمونږ  په  ګاونډ  کښې  يو  مشر  سړی  وۀ  چې په  هغۀ  به  کله  پيريان  راغلل  نو غاښونه به  يې  چيچل  او اکثر به يې  دا اواز  کولو  چې  مونږ  له د ايرو شربت راکړئ نو هله به ځو، نو د کور خلقو به  ورله ز ر زر په يو کنډول کښې  يو دوه لپې ايرې  د انغرى  نه  واچولې او د ايرو  شربت  به  يې  ورله  ورکړو. چې  هغۀ  به  په  يو ساه  په  غړپه سره  وڅښۀ  او دوه  مېنټه   پس به  جک  جوړ  شه  او  پېريان  به  ترېنه  لاړل. دې  نه  علاوه  چې پخوا  به  په  چا باندې  پېريان  راغلل  نو ملا  به  يې  ورله راوستۀ  هغۀ  به  پرې  دم  درود  چُف  کړل. تعويذ به  يې  ورله  په  شنه  يا  توره کپړه  کښې  بند  کړۀ  او  ورپه  غاړه  به  يې  کړو . نو  څۀ ګزاره  به  يې  وشوله  او ځنې  ملايانو  خو به  پيريان  په  کوزۀ کښې  بندول  او  سوزول  به  يې. خو د اوسنى  جديد دور پېريان   خو لا  په  بل  ډول  دى  دا په څو څو قسمه  وى ځنې  د سياست د کرسۍ پېريان وى  ځنې  د دولت  او شهرت  وى  ځنې  د تروو انګورو پېريان  وى  هغه تريخ  شربت غواړى ،ځنې  د مظلومو د سرونو  د سوداګانو  پېريان  وى  او  شپه  او ورځ   يې په  سرونو  سوارۀ ګرځى  نو  اوس  د دغې  پېريانو  دم  درود  او  تعويذونه   د يو ملا  سره   هم  نشته .نن  صبا  جديد دور دی ،نوې  نوې  فارمولې  او اجازې  ايجاد  شوى دى  چې  فائدې  ترېنه  دا سپين  روبى ډېر په  اسانه  اخستی  شى  او  دا داسې  طبقه  پېريان  د قابو کولو او د خوشحالولو  هنر  لرى. خواره خوارى  خو د  هغه  لرغونى  پيريانى کاکا  وه  چې  پېريان  به  يې  د ايرو  په  شربت  تلل  او دا پېريانى طبقه  کۀ  څوک  د ګرېوان  نه  راونيسى  اول  خو  د چا مجال  دی  خو  بيا  هم  کۀ  داسې څوک  پېدا  شى  او  لاس  يې  ګرېوان  ته  ور واچوى  نو  هغه  به  داسې  اواز  کوى  چې 

 ملګرى ما سره  هر  ګام  کښې  شرمخان  دي 

 تعويذ  مې  پرېږده  ماما  پکښې  پېريان  دي. پاڅون / مردان

 

-
 بېرته شاته