(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حجره

[04.Jul.2017 - 09:54]

حجره

دارواښاد ریټایرډ بریګیډیر صادق الله خان د حجرې په باب یو لڼډ تمهید ، او بیا دوه بیلابیل نظمونه:؛

انتخاب او راټولونه: داکتر حمیدالله زړه ور ساپی

"دې مضمون کښې د حجرې د انسټچیوشن اهمیت باندې زور ورکړل شوی دی.

پښتون ته حجره هر څه ده. د پښتون د کردار مرکز او تربیتګاه ده.دا زمونږ مهمانخانه ده.دا زمونږ د لوبو میدان او زمونږ د پښتونوالۍ د قدرونو درسګاه ده، او زمونږ د ښه او بد دفیصلو کچهری ده.

دلته هغه قانون چلیدلو چې هغې باندې هر یو پوهیدو،نه د درواغو ګواهانو ضرورت وو او نه دوکیل، نه پکښې خرچونه او نه سردردۍ وې..

دې کښې کردار یو معصوم دی چې د کور کلي نه باهر پاتې شوی او پلار ېې ورته د کلي د پښتونخوا لار ګودر ښايي." بالا ماڼۍ/پیښور ۱۸/۹/۱۹۷۵

 

   حجره:             

I-  (د پلار او وړکوټي زوی مکالمه)

تمهید؛: یو معصوم سکول نه راغلی

ډیر ورکوټی سکول ته تللی

پینځه کاله د تیر کړي

نهو کالو اوس دا شوی

دادکلي واقف نه دی

نوی کلي ته راغلی

ډیر په مينې پلار زوی ناست دي

ډیر په مينې کيي خبرې

ډیر سوالونه ېې پلار نه اوکړو

اوس یو بل سوال ېې نیولی

په حجرې کښې پلار زوی ناست دي

د حجرې قصه یی چېړلې:

 

د زوی سوال:ای بابا!زه نه پوهیږم

چې دا کور دی که بنګله ده؟

ښځه یوه هم پکښې نشته

د سړو واړه دیره ده

 

د پلار ځواب:نهء دا کور نهء دا بنګله ده

ای بچیه دا حجره ده!

ستا د پلار نیکه ورثه ده

دا حجره ده

دا حجره ده

 

زوی: ابا جانه، پوه پرې نه شوم

دا خبره لا عقده ده

دا حجره څه کارخانه ده؟

که جمات که مدرسه ده؟

چې نه کور او نه بنګله ده

 

پلار: ای بچیه دا حجره ده

دپښتون د ژوند حصه ده

هم دا کور هم دا بنګله ده

هم جمات هم مدرسه ده

معصومان پکښې لوېيږي

ماشومان پکښې لوبېږي

ښه ځوانان پکښې پیدا شي

ښه زمریان پکښې جوړېږي

کوږ لرګی پکښې سمېږي

انسانان پکښې جوړېږي

دا جمات هم مدرسه ده

د ژوندون دا کارخانه ده

ښهء او بد پکښې چڼیږي

تور او سپین پکښې پیليږي

جنګ جدل پکښې سړيږي

جنګ جدل پکښې ختمېږي

کچهرۍ هم، هم تهاڼه ده

د ژوندون یو کارخانه ده

شاه ځلمي پکښې اوسېږي

میلمانه پکښې تېريږي

هر غریب پکښې مَړېږي

هر مریض پکښې روغېږي

ای بچیه! دا حجره ده

هم دا کور ،هم دا بنګله ده

دا زمونږ د ژوند ورثه ده

دپښتون دعزت نخښه

دپښتون د سر سهره ده

دپښتون دغیرت ستنې

دپښتون د نڼګ پرده ده

دا حجره ده،دا حجره ده

ستا د غور نیکهء تحفه ده

 

زوی: ای ابا! زه ډیر ښهء پوه شوم

داحجره زمونږ حجره ده

د ټول کلي وسیله ده

د هر چا پکښې حصه ده

دا زمونږ د ژوندون ليکه 

دا زمونږ د ژوند عقده ده

دا حجره زمونږ حجره ده

دا دپلار نیکه ورثه ده

 

پلار: ای بچیه! چې څه وایم

د ژوند لاره درته ښایم

بې پښتو نه پښتون چیرته؟

بې حجرې نه پښتو چیرته 

تهء پښتون ،پښتون حجره ده

د پښتون د ژوند عقده ده

هم جمات هم مدرسه ده

دا هم کور داهم بنګله ده

ستا د پلار نیکه تحفه ده

ستا د غورنیکء دېره ده

دا تحفه ده ستا ورثه ده

 

زوی: ای بابا! اوس دې ښه پوی کړم

دا حجره زما حجره ده

دا زما د ژوندون برخه

دا زما د ژوند عقده ده

دا زما د غیرت نخښه

دا زما د ڼنګ سهره ده

دا مې کور دا مې بنګله ده

زه پښتون دا مې ورثه ده.

 

II- یوه حجره

وران کهنډر ورانه حجره وران دیوالونه

مات چیلم ماته چاټۍ مات کڼډولونه

د پښتون دتمدن وران بنیادونه

د پښتون د تېر عظمت سوي یادونه

په سیندونو لاهو شي امیدونه

پاڼې پاڼې رژیدلي څو ګلونه

د پښتون زاړهء وقار ته رژیدلي

د پښتون نوي کردار نه شرميدلي

 

وران کڼدرونه

وران دیوالونه

مات چوکاټونه

سخا دیوالونه

دا یوه حجره ده

که یوه حجره وه!

 

مات ګډ کټونه

مات دوه مېزونه

کټ پښې چاودلې

په پلو ېې تړلې

بڼ ېې شکیدلی

کوز ځنګیدلی

بازو ېې مات شو

اړخ ېې وتلی

لنګه ېې شکیدلې

ځای ځای تړلې

دا یو حجره ده ،دا یوه حجره وه

 

اوچه چاټۍ یو

مات کڼدولونه

دغم به یادو

خړ پړ مخونه

ماتې ټوپۍ څو

مات چیلمونه

اوچې ډیډۍ څو

اوچ چیلمونه

د پښتونوالي

زاړه یادونه

خزان وهلي

یوڅو ګلونه

دا په یوځای کښې

ټول راغوڼډ شوي

د ښو وختونو

یو څو بندونه

په دې حجره کښې

په دې دیره کښې

دا یو حجره ده، که یو حجره وه

 

د پیازو غووټې

په خاورو پټې

یو څو شيتیان اوچ

یو څو مورپاڼ اوچ

نیازبو شبو څو

اوچ شوي بوټي

د کښمالو څو

کلک شوي ډءکي

ماتو کټووو

په غېږ نیولي

ژوند ترېنه تلی

خس پاتې شوي

د چا یادونو

دا سوځولي

د چا غمونو

دا رژولي

په دې حجره کښې

په دې دېره کښې

دا یو حجره ده 

که دا یو حجره وه

 

په دې حجره کښې 

په دې دېره کې

د پښتونوالي 

یو څو یادونه

د پښتونوالي

یو څو شناختونه

د پښتونوالي

یو څو قبرونه

په غم لړلي

پښتون هېر کړي

د عظمت غرونه

خړ پړ پراته دي

ګردو وهلي

په دې حجره کې

په دې دیره کې

دا یو حجره ده 

دا یو دیره ده

هر څه بدل اوس

هر څه بدلیږي

سیرت ورک شوی

صورت پاييږي

اصلیت تللی

سیوری ګرځېږي

روح ېې مړ شوی

تنې پاېیږي

پښتون ورک ښوی

پښتو ژړیږي

پښتون اوس چیرته 

خیرې پاییږي

په دې حجره کې، په دې دیره کې

دا یو حجره ده،دا یو دیره ده

 

خیرن مخونه

خیچن ېې زړونه

کیړۍ خولې وازې

پیلمې شکیدلې

جامې چیړانګې

اوږې ختلې

تک زیړ مخونه

خېټې پوکلې

نسوار په خُله کښې

لېړې توکلې

ټوپکې ماتې

تورې زنګ شوې

ډکې په لاس کې

خاورې کتلې

 

خپل رور تربور ته

بدئ کرءلې

په دې حجره کې،په دې دیره کښې

دا یو حجره ده، دایو دیره ده

 

خیچنې سترګې

بدرنګ مخونه

تک تور چتونه

تک تور ېې زړونه

کاږه تيرونه

کاږه ېې چلونه

ایمان هیر شوی

ګنده ېې نیتونه

عزت بایللی

ورک غیرتونه

د پښتونخوا دا لوی امیدونه

د پښتونخوا دا

د ژوند تارونه

په دې حالت کې

په دې صورت کې

په خپلو سترګو

ډیر ښه مې ولید

په دې حجره کښې

په دې دیره کښې

دا یو حجره ده

که یو حجره وه؟

 

ډیر څه مېولید

ډیر ښه مې ولید

څه شرمناکه

یوه قصه ده         

څه عبرتناکه 

یوه تماشه ده

د پشښتونخوا دا 

لوی امیدونه

د پښتونخوا دا 

دژوند تارونه

ډیر ه مې ولید

ډیر څه مې وليد

د پښتونوالي 

په یودیره کښې

د ډیر یو لوی خان 

لوېې حجره کښې

دا یوه حجره وه 

که مقبره وه!!

صادق الله خان اورکزيي 

۱۲/۱۰/۱۹۷۵

بالا ماڼۍ/پیښور

انتخاب او ایډیټ د ډاکټر زړهءور ساپي / ۴/۰۷/۲۰۱۷؛ بروکسل

 

-
 بېرته شاته