(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صدقه فطر

[14.Jun.2017 - 10:31]

صدقه فطر (سرسايه )

ليک : سيف الله  ساعي 

سرسايه واجب ده او له زکات مخکې د هجرت په دويم کال د شعبان  په مياشت کې کله چې روژه فرض شوه، سرسايه  هم واجب شوه (۱)

د سرسايې وجوب له يو شمېر احاديثو څخه ثابت دی چې ځينې يې په لاندې ډول دي : 

۱- عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : صَدَقَةُ الْفِطْرِ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ صَغِيرٍ أَوْ كَبِيرٍ ، حُرٍّ أَوْ عَبْدٍ ، ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى صَاعٌ مِنْ تَمْرٍ أَوْ صَاعٌ مِنْ شَعِيرٍ (۲)

ژباړه : له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: له خرما او وربشو څخه يو صاع سرسايه پر هر مسلمان کوچني ، لوی ، ازاد، مرېيه، نارينه او ښځينه، واجب ده .

په پورتني حديث کې د " على " توري راغلي چې د وجوب او لزوم لپاره کارول کېږي او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم سرسايې ته واجب او حق ويلي دي  چې دا د وجوب او لزوم يو بشپړ څرګند دليل دی، ابن عباس رضی الله عنهما وايي:

۲- أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أمر صارخا ببطن مكة ينادي أن صدقة الفطر حق واجب على كل مسلم صغير أو كبير ذكر أو أنثى حر أو مملوك حاضر أو باد صاع من شعير أو تمر(۳)  

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم په مکه کې يو آواز کوونکي ته د آواز کولو امر وکړ چې  له وربشو او خرماوو يو صاع سرسايه پر هر کوچني ،لوی ،نارينه ، ښځينه ، آزاد، مرېيه، ښاري او سارايي مسلمان حق او واجب ده .

۳- عن الحسن أن بن عباس خطب بالبصرة فقال أدوا زكاة صومكم فجعل الناس ينظر بعضهم إلى بعض فقال من ها هنا من أهل المدينة قوموا إلى إخوانكم فعلموهم فإنهم لا يعلمون أن رسول الله صلى الله عليه و سلم فرض صدقة الفطر على الصغير والكبير والحر والعبد والذكر والأنثى نصف صاع من بر أو صاعا من تمر أو شعير(۴)

ژباړه: له حسن رحمه الله څخه روايت دی چې ابن عباس رضی الله عنهما په بصره کې د وينا په ترڅ کې وويل: د خپلو روژو زکات اداکړئ؛ نو خلکو يوبل ته وکتل، بيا يې وويل : دلته د مدينې له خلکو څوک شته ؟ولاړ شئ خپلو وروڼو ته وروښياست ځکه هغوی نه دي خبر، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  له غنمو څخه نيم صاع او له خرما او وربشو څخه يو صاع سرسايه پر هر کوچني، لوی، آزاد، مرېيه، نارينه او ښځينه، فرض کړې ده .

د سرسايې شرطونه: 

۱- د سرسايې لومړی شرط اسلام دی په کافر سرسايه نشته ځکه دا يو ډول عبادت دی،له همدې امله، له نيت پرته نه اداکيږي او کافر د عبادت وړتيا نه لري .(۵)

۲- دويم شرط يې ازادي ده، په مريي سرسايه واجبه نه ده، ځکه مرېيی له ازادۍ مخکې د څه شي څښتن نه وي، هر څه چې ورسره وي هغه يې د بادار وي.(۶)

۳- د سرسايې لپاره نصاب هم شرط دی، ځکه د ابو هريرة رضی الله عنه په حديث کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي: لاَ صَدَقَةَ إِلاَّ عَنْ ظَهْرِ غِنًى ، وَالْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى ، وَابْدَأْ بِمَنْ تَعُولُ. (۷)

ژباړه: (وجوبي) صدقه يوازې د شتمنۍ په حالت کې لازمه ده ،ورکوونکی لاس تر اخيستونکي لاس  غوره دی او له خپلوانو يې پيل کړه .

د سرسايې د وجوب لپاره نصاب شرط دی خو بلوغ او عقل نه دي شرط؛ نو ځکه پرهر ازاد مسلمان کوچنی وي اوکه لوی ،نارينه وي او که ښځينه ،هوښيار وي او که ليونی  سرسايه واجب ده په دې شرط چې دنصاب په اندازه مال ولري او له هر ډول اړتياوو لکه ځای، جامې، د کور سامانونه، سپرلۍ، سلاح او اولاد څخه  زيات وي.(۸)

د کومو کسانو لخواچې سرسايه ورکول اړين دي :

کله چې يو تن د نصاب په اندازه د مال څښتن شي نو د لاندېنيو کسانو سرسايه پرې لازميږي :

الف : د خپل ځان او نابالغو اولادونو سرسايه .

ب :  د داسې بالغ ليوني اولاد  چې هغه د نصاب په اندازه مال ونه لري .

ج : پر نيکه د هغو نابالغو يتيمانو سرسايه چې د نصاب په اندازه مال ونه لري .

د : همدارنګه  د بې وزله لېوني پلار سرسايه پر شتمن اولاد لازمه ده .(۹)

د کومو کسانو سرسايه چې پرې لازمه نه وي :

سره له دې چې يو تن د نصاب په اندازه د مال څښتن دی خو د لاندېنيو خلکو سرسايه پرې لازمه نه ده :

الف : پر شتمن تن د روغ مور او پلار سرسايه نه ده لازمه که څه هم د هغوی لګښت يې پرغاړه وي 

ب : د بالغو اولادونو سرسايه پر پلار نه ده لازمه  .

ج : پرتره د ورېرو او نورو خپلوانو سرسايه  نه ده لازمه، که څه هم هغوی بېوزله او نابالغه وي 

د : پر مېړه د خپلې مېرمنې سرسايه نه ده لازمه .

که چېرې نوموړي کسان شتمن وو خپله سرسايه به په خپله ورکوي او که بېوزله وو نو له سره سرسايه پرې نشته خو که د دې هر څه سره بياهم يو شتمن تن د نوموړو کسانو له امر پرته له خپله ځانه د هغوی سرسايه اداکړه، اداکيږي .(۱۰)

د سرسايې او زکات تر منځ توپير : 

 سرسايه په نصاب کې د زکات غوندې ده چې يو تن به له کور، د کور له سامانونو، جامو، سپرلۍ، سلاح او نورو اړتياوو څخه زيات د نصاب په اندازه مال لري بيا سرسايه  پرې لازميږي خو په ځينو حکمونو کې بيا توپير ورسره لري :

۱- د زکات د نصاب لپاره نغدې پيسې يا بل تجارتي مال چې په سوداګرۍ سره زياتوالی ( نما) پکښې راشي اړين دی او په سرسايه کې ضروري نه دي چې د نصاب په اندازه له اړتيا زيات مال دې د سوداګرۍ لپاره وي او په هغه کې دې د سوداګرۍ له لارې زياتوالی راشي. 

۲- د زکات پر نصاب د کال تېرېدل ( حولان حول ) هم ضروري دي د کال له تېرېدو مخکې زکات نه واجبېږي او په سرسايه کې د کال تېرېدل اړين نه دي بلکې که د کوچني اختر له سهار راختو لږ مخکې يوڅوک د ټاکلي نصاب څښتن شي، سرسايه پرې لازمه ده .(۱۱)

۳- کله چې يو څوک د نصاب په اندازه د مال څښتن شي زکات پرې واجب شو بيا که د زکات له ورکولومخکې هغه مال له منځه ولاړشي زکات يې هم له غاړې ساقطېږي خو سرسايه د يو ځل واجبېدو روسته نه ساقطېږي ځکه هغه تر انسان پورې تړاو لري او هغه شته دی .(۱۲)

۴- که يو څوک تر اوسه دنصاب څښتن نه وي او سرسايه ورکړي بيا ورورسته د نصاب څښتن شو نو همغه ورکړې سرسايه يې صحيح ده بيا يې ورکول پرې لازم نه دي ځکه سبب د سرسايې چې انسان و هغه  شتون لرلو(۱۳) خو  زکات له نصاب مخکې نه صحيح کېږي ځکه د زکات لپاره  سبب د نصاب په اندازه مال دی او هغه د ورکړې په وخت کې شتون نه لرلو (۱۴)

۵- زکات هندو يا بل کافر ته ورکول روا نه دي خو سرسايه ( ذمي ) هندو يا بل هر هغه کافر ته چې د اسلامي هېواد قوانين يې منلي وي ورکولی شو .(۱۵)

۶- د زکات د وجوب لپاره عقل او بلوغ شرط دي خو د صدقې فطر د وجوب لپاره  دا دواړه شرط نه دي؛ نو که يو کوچنی يا ليونی د نصاب په اندازه مال ولري سرسايه پرې لازمه ده د هغوی له ماله به ورکول کيږي .(۱۶)

د سرسايې اړوند مسئلې : 

مسئله : د سرسايې د وجوب وخت دکوچني اختر له سهار را ختو پيل کېږي نوکه  له سهار را ختو مخکې د چا بچی پيداشو، يابې وزله و شتمن شو، يا کافر و مسلمان شو، سرسايه پرې لازمه ده اوکه يوڅوک له سهار مخکې مړشي او يا له سهار راختو وروسته يې بچی پيدا شي يا څوک شتمن يا مسلمان شي بيا سرسايه پرې لازمه نه ده .(۱۷)

مسئله : سرسايه د کوچني اختر له سهار را ختو سره واجبېږي خو که يې څوک د کوچني اختر له سهار راختو مخکې بلکې له روژې مخکې ورکړي هم اداکېږي .(۱۸)

مسئله : غوره دا ده چې سرسايه د کوچني اختر له سهار راختو وروسته اود اختر له لمانځه مخکې وايستل شي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم به داسې کول او بل رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي ( اغنوهم عن المسئلة فی مثل هذ اليوم ) ژباړه بې وزله پدې ډول ورځ کې له غوښتلو بې پروا کړئ . خو که چا د کوچني اختر تر لمانځه پورې ونه ايستله بيا يې هم له غاړې نه ساقطېږي لدې وروسته به يې هم وباسي ټول عمر يې د ادکولو وخت دی .(۱۹)

مسئله : که يو شتمن تن د کوم شرعي عذر له مخې لکه د ډېر عمر وي يا ناروغه وي روژه ونشي نيولی سرسايه بيا هم پرې لازمه ده ځکه روژه، زکات، لمونځ او سرسايه هر يو ځان ځانته عبادتونه دي .(۲۰)

مسئله :په سرسايه کې د زکات غوندې تمليک اړين دی چې يو څوک به يې څښتن جوړوې نو د جومات په جوړولو، د مړي په کفن، يا يې پور خلاصولواو يا هم د مرېيه په ازادولو کې د سرسايې ورکول صحيح نه دي خو که يو مسکين ته ورکړل شي بيا امر ورته وشي چې  له نوموړو څلورو شيانو څخه يې په يوه کې ولګوي دا رواده .(۲۱) همدا رنګه په هر خيريه کار کې چې تمليک نه وي د سرسايې ورکول روا نه دي لکه د لارې، پول، ويالې، څاه او داسې نوروشيانو جوړول يا په چا روژه ماتی خوړل.(۲۲)

مسئله : په زکات، سرسايه او نذرونوکې تر ټولو غوره داده چې لومړی يې خپلو بې وسه وروڼو خويندو ته ورکړې، بيا د هغوی اولادونو ته، بيا کاکاګانواوعمه ګانو ته، بيا د هغوی اولادونو ته، بيا ماماګانواو خاله ګانوته، بيا د هغوی اولادونو ته، بيا نورو خپلوانو ته، بيا ګاونډيانوته، بيا خپل هم مسلکوته لدې وروسته د خپل کلي يا ښارخلکوته .(۲۳)

مسئله : د سرسايې اندازه په وربشو اوخرماوو اومميزو يو صاع، په غنمو، اوړو، نيم صاع ده يا د نوموړو شيانو د ټاکلې اندازې قيمت ورکول دي .(۲۴)

مسئله :کوم شيان چې په احاديثو کې نه دي راغلي لکه : جوار، وريژې او داسې نور په هغو کې د غنمو، وربشو يا خرماوو قيمت د اعتبار وړ دی چې دومره اندازه به ورکوي چې د يوصاع وربشو ياخرماوو قيمت ته ورسيږي اويا  د نيم صاع غنمو يا اوړو د قيمت برابر وي .(۲۵)

مسئله : که څوک د پورته نوموړو شيانو قيمت ورکوي نو  د ورکړې د ورځو د هغه ښار قيمت د اعتبار وړ دی په کوم ښار کې چې سرسايه ورکوي که صحرا وه بيا هغې ته د څېرمه ښار قيمت د اعتبار وړ دی .(۲۶)

مسئله : د صاع په اندازه کې علماء په يوه خوله نه دي ځينو څلورکيلو، ځينو زيات او ځينو کم ښودلی دی رشيد احمد رحمه الله په احسن الفتاوی کې نصف صاع دوه کيلو پنځه ويشت ګېرامه  او د احتياط لپاره دوه کيلودوه دېرش ګېرامه ښوولی دی چې يو صاع څلور کيلو څلور شپېته ګېرامه کېږي او غوره دا ده چې په احتياط عمل وشي تر ټولو لوړ وزن ورکړل شي تر څو د بې وزلو هم چاره پکې وشي .(۲۷)

مسئله : په سرسايه کې ترنوموړو شيانو يې قيمت ورکول غوره دي ځکه په دې سره بې وزله د خپلې اړتيا سره سم خپلې موخې ته ژر رسېدلی شي .(۲۸)

مسئله : د يوتن سرسايه يوه مسکين او څو مسکينانو ته ورکول روا دي همدا رنګه د څو تنو سرسايه يوه مسکين ته ورکول روا دي .(۲۹)

مسئله : سرسايه همدا رنګه ټولې واجبي صدقې خپلو اصولو ( مور، پلار، انا، نيکه  ( دمور له لوري وي او که د پلار له لوري که څه هم لوړ وي ) اوفروعو ( زامنو، لورانو، لمسيانوته که څه هم ښکته وي )  نشي ورکولی او نه يې مېړه او ښځه يو بل ته ورکولی شي.(۳۰)

مسئله : سرسايه لېوني او داسې نابالغ ته چې نه پوهيږي ورکول روا نه دي خو که د هغوی کوم سرپرست يې د هغوی لپاره واخلي بيا روا ده (۳۱)

مسئله :  د معادنو او خزانو له پنځمې پرته  نورې ټولې واجبې صدقې لکه سرسايه، نذر، کفاره او داسې نورې صدقې سيد ته ورکول روا نه دي . 

مسئله : سرسايه، عشر، زکات، نذر، کفاره، د روژې يا لمانځه فديه او داسې نورې وجوبي صدقې بايد مسکين او بې وزله ته پرته له کومې بدلې څخه ورکړل شي که چېرې مسکين نه وي يا مسکين وي خو د کوم کار په بدل کې ورکړل شي؛ نو نوموړې صدقې نه اداکيږي بيا يې ورکول پرې لازم دي .(۳۲)

مسئله : سرسايه هر بې وزله ته ورکولای شې خو د مدرسې طالب علمانو ته يې ورکول دوه اجرونه لري د سرسايې ثواب او له دين سره د مرستې ثواب .

يادونه : که د جومات امام صاحب مسکين نه وي يا مسکين وي خو سرسايه د اجرت په توګه ورکول کيږي نو نه د خلکو سرسايه اداکيږي او نه يې امام ته اخيستل روا دي .

يادونه : که چاته الله جل جلاله ښه شتمني ورکړې وي هغه لره پکار دي چې په سرسايه کې ترټولو د لوړ قيمت شی يا د هغه د قيمت برابرې پيسې ورکړي ترڅو د مسکينانو چاره هم وشي اودی هم ډېر ثواب تر لاسه کړي.

د پورته يادو مسائلو حوالې:

   الفقه الاسلامی وادلته ۳- ۵۳.

   مسند احمد رقم حدیث ۵۹۴۲ .

   المستدرک الهنديه الجزء الرابع بحواله شامله.

   سنن النسائي رقم حديث ۱۵۸۰ .

   بدائع الصنائع ۲- ۵۳۲-.

   پورتنی حواله 

   مسند احمد رقم حديث ۷۱۵۵.

   الفقه الاسلامی وادلته ۳- ۵۴.

    پورتنی حواله او البحرالرائق ۲- ۴۴۰ ط:مکتبه رشیدیه .

   الفقه الاسلامی وادلته ط: دارالفکربیروت ۳- ۵۵.

   حاشية الطحطاوي ۷۲۳ط: دارالکتب العلمية بیروت. 

   بدائع الصنائع ۲- ۵۴۴ط: دارالکتب العلمية بيروت . البحرالرائق ۲-۴۳۹مکتبه رشیدیه .

   البحرالرائق ۲- ۴۴۰ ط: مکتبه رشیدیه .

   فقه الاسلامی وادلته ۲- ۶۶۵ط: دارالفکر بيروت .

   فتوای محمودیه ۹- ۶۳۹( وَصَحَّ غَيْرُهَا ) أَيْ صَحَّ دَفْعُ غَيْرِ الزَّكَاةِ من الصَّدَقَاتِ إلَى الذِّمِّيِّ كَصَدَقَةِ الْفِطْرِ وَالْكَفَّارَاتِ تبيين الحقائق-باب المصرف

   جامع الفتاوی ۵- ۳۱۳ط: اداره تاليفات اشرفيه .

   بدائع الصنائع ۲- ۵۳۹- ۵۴۰ط: دارکتب العلمية بيروت . البحرالرائق مکتبه رشیديه ۲- ۴۴۴.

   حاشیة الطحطاوی ۷۲۵. دارالکتب العلمیة بیروت .

  بدائع الصنائع ۲- ۵۴۳ ط: دارالکتب العلمية بيروت.  

   الفتاوی الهندیه ۱-۲۱۰ ط: دارالکتب العلمیه بیروت .

   البحرالرائق ۲- ۴۲۴ط: مکتبه رشیدیه .

   الفتاوی التاتارخانیة ۲- ۱۴۳ط: دارالکتب العلمیة بيروت .

   الفتاوی الهنديه ۱- ۲۰۹ط: دارالکتب العلمية بيروت .

   الفتاوی الهندية ۱- ۲۱۰-۲۱۱دارالکتب العلمیة بيروت .

   ردالمحتارعلی الدرالمختار۳- ۳۷۳ط: دالمعرفة بيروت .

   البحرالرائق ۲- ۴۰۰ط:مکتبهرشیديه.

   احسن الفتاوی ۴- ۴۱۶ط: ايچ ايم سعيد کمنی .

   ردالمحتار علی الدرالمختار۳- ۳۷۶.

   بدائع الصنائع ۲- ۵۴۴ط:دارالکتب العلمیة بيروت.

   تبيين الحقائق ۲- ۱۲۲ط: دارالکتب العلمية بيروت .

   الدرالمختار ۲- ۳۶۹،باب صدقة الفطر،ط:سعيد.   البحرالرائق ۲- ۳۵۲ ط: مکتبه رشیديه .

-
 بېرته شاته