(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بیابه دکلي په مینځ نه ځم

[13.Jan.2016 - 14:59]

شاهین بونیری
نن زه د یو عجیبه احساس سره مخ یم ـــــــــ دا احساس ما د مالاکنډ په غرونو پورې باسي او د سوات ښایستونو ته مې ورسوي … زه په لاره د پښتنو د یوسفزو قبیلې د مشر ملک احمد په مزار راتیر شم … د بریکوټ نه بره د شنکردار سټوپې مخې ته ودریږم … زه د دغو کنډرونو او قبرونو په ړنګو شوو دیوالونو او خړو خاورو کې د خپل ورک شوي تاریخ نښې نښانې ګورم ……. په ځان پسې ګرزم!

زه په جهان اباد کې د بدها (بودا) وران شوي مخ ته وګورم او ماته په کې د یو خوا د ملالې وران شوی مخ ښکاره شي او بل خوا د خپلې ټولنې.. د ریاست پاکستان د ستراتیجیکي ګټو جنګ یوازې تعمیرونه نه دي ړنګ کړي، ښوونځي يي نه دي برباد کړی … زمونږ د ولسي او کلتوري ژوند بنیادونه يي هم نړولي دي … یوازې خلک يي نه دي وژلي د ولس جذبه او وجدان يي هم وژلی دی.

په سوات کې د Awakening په نوم د یوې مدني ټولنې څیړنه وايي چې په دغه سیمه کې په ۲۰۱۵ م کال کې یو شپیته ښځې د غیرت په نوم وژل شوي دي ، یو سل یو شپیته ښځو/جینکو د ځان د وژلو هڅه کړې ده، پینځه ښځې تښتول شوي دي په دوه سوه پنځوس ښځو په کور کې د خاوند او خپلو خپلوانو له خوا تشدد شوی دی ، او د پنځلسو ښځو عزتونو ته لاس وراچول شوی دی. په سوره کې د ښځو ورکول او یا د ښځو خرڅول ځان له یوه دردونکې موضوع ده.

په سوات کې د ښځو د حقونو فعالین وايي جنګ د خلکو اقتصاد ټوټې ټوټې کړی دی ، او ډیر غریب خلک مجبوره دي چې خپلې خویندې – لوڼه د پیسو په بدل کې د نورو صوبو داسې خلکو له ورکړي چې نه يي پیژني ، وروستو یا خو دا ښځې ورکې شي او یا ډیر د بېوسۍ او زړه چاؤدون سره ژوند تیروي.

پرون دا ښځه ملا د مذهب په نوم د زده کړو نه بې برخې کړه، په کور کې يې زنداني کړه او د جنت په نوم يي ترې کالي پتري واخستل او نن د خپل ورور ، پلار او خاوند د لاسه په وینو ولمبیده… دا ښځه چې د پښتون د ننګ او غیرت شمله وه … نن د روایت په دار وزنګیده … دا ښځه څومره بدبخته ده؟

کیدی شي وران شوي کورونه او ګودرونه بیا جوړ شي خو فکر نه کوم چې وران شوي زړونه بیا جوړ شي.

بیا به د کلي په مینځ نه ځم

د مامونۍ د سر قاتل به په کې وينه

-
بېرته شاته