(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنوي کال

[31.Dec.2015 - 21:09]

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د نوي کال درارسیدو له امله ټولو هيوادوالو ته د زړه له کومي مبارکۍ وائی
په دې امید چې ۲۰۱۶ ع کال به جګړه ځپلی اوغم ځپلې پښتون ولس او هيواد ته د سولې ، امن ، قامي وحدت (ملي یووالي ) او ورورولئ زیری راوړی .
دپښتنو ټولنیزولسولیز ګوند په دې پوره یقین اوباورلري چې ترڅوپوري پښتنوخپل قامي پیژند (تشخص) او قامي وحدت (ملي یووالی) لاس ته نه وي راوړی، ترهغې پورې د دوۍ ټولنیزي(اجتماعي) ربړي او ستونزې نه شي حل کیدلی او هیڅ یو پښتون دپت،عزت، درناوي او سرلوړۍ مقام نه شي موندلی.
د پښتون ولس او په ځانګړې ډول د پښتنو ځوان کول (نسل) درابیداریدو په هیله ترڅو دا تار په تار وجود بیرته سره راټول او د پښتون ستر ملت بدمرغیو ته د پای ټکی کیښودل شي.
په درناوی

-
بېرته شاته