(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نورۍ کاسيره - لنډه کيسه

[07.Dec.2015 - 10:42]

ليکوال: شهريار خاور.      ژباړونکى: بارکوال مياخېل

د دسمبر لومړۍ ورځې وې، د مذهبي چارو وزارت زه جبراً د شېخوپورې د شتمنې تپې د جامعې جومات پر ځاى د لاهور د هيرا منډۍ په يوه زاړه جومات کې په امامت و ګومارلم، ځکه چي ما د نيژدې سيمې د ښاروالۍ يوه غړي ته انکار کړى وو، چي زه يې د جومات په لوډسپيکر ستاينه نه شم کولاى. بخت ته و ګوره چي هغه سړى د مذهبي چارو وزارت د يوه لوى آفسر وراره وو. بس نو را پېښه وه چي د لاهور ښار په يوه بدنامه سيمه کې دنده را سپارل شوې وه. بېشکه چي زه خو د مسجد د امام په توګه هلته تلم، خو د سيمې بدنامه کېدل پخپل ځاى، چي هر چا به واورېدل خندل به يې يا به يې افسوس کاوه.
د وزارت د دفتر يوه کارکوونکي خو بېخي ناشوده وکړه. د تنخا په برخه کې د څه ستونځې د حل لپاره چي ورغلم، نو زما د تبديلۍ په اورېدو يې يوه سترګه کښېکښله او ويې ويل:
- قبله مولوي صاحب ستا خو ته وا ټولې ګوتې په غوړيو کې او سر په کړاهي کې دى
زه خو لکه شپږ فټه چي په مځکه ننوتم. زما مېرمنې ته دي خداى خير ورکړي، چي زه يې ډاډه کړم او پوه يې کړم:
- دى خو امامت، په هر جومات کې چي وي، وي دي. او زما څه دي؟ زه خو هسې هم له کوره وتل نه خوښوم، د ستر هيڅ ستونځه به نه وي او بيا موږ څه اولادونه خو نه لرو چي د هغوى د بېلارۍ اندېښنه وکړو
د مېرمنې خبرو مي زړه يو څه ډاډه کړ او د سامان په تړلو مو پيل وکړ. زموږ څه کډه وه، اولادونه مو نه وو، د واده مو دوه ويشت کاله شوي وو، خو د خداى به همدا خوښه وه چي تر اوسه يې له اولاده بې برخې کړي وو، بس اوس خو مېړه او مېرمنې له ګيلو مانو هم لاس اخيستى وو، چي د چا د ماشوم په ليدو به مو زړه درد وکړ، نو ما به زړه د خداى په ياد بوخت کړ او هغې به آرام په يوه کونج کې په پټه خوله اوښکې وڅڅولې.
د سامان تر تړلو وروسته موږ دواړو مېړه او مېرمنې د خداى نوم واخيست او مخ په لاهور په يوه بس کې سپاره شوو. د بادامي باغ په اډه کې کښته شوو او هيرا منډۍ ته د تلو لپاره د سپرلۍ په لټه شوو. يوه ټانګېوال ته مي چي ځاى ور وښوو، له سره تر پښو يې و څارلم او بيا يې په چادري کې ولاړې زما مېرمنې ته وکتل او په څلوېښت روپۍ کرايه ټانګې ته ور وختلو. د ټانګې له روانېدو سره ټانګېوال زما ناقص مالومات زيات کړل:
- صوفي لالا، ته چي کوم ځاى ته ځې، دې ته هيرا منډۍ نه، د کاسيرو کوڅه ورته وايي
په پينځلس- شل مينټه کې ورسېدو، ماسپښين وو، لکه چي د بازار د خلاسېدو وخت نه وو، له ظاهري بڼې خو هسې عامه محله ښکارېده، هغه ماتې ګړوبې کوڅې، د خيرنو کاليو په ناوليو لمنو پوزې پاکوونکي لوڅ لپړ ماشومان، په چريو کې د زرڼو تورې اوبه او د خلپلو (ګند) پر امبارونو بوڼېدونکي بې شمېره مچان. د سبزيو- مېوو رېړۍ چلوونکي او له دوى سره په بحث اخته تر کړکيو نيمې دباندې را ځړېدلې ښځې، که څه توپير وو نو دومره وو، چي د پان، سګرېټ او د ګلونو دوکانونه څه پکې زيات وو. دوکانونه بند وو، خو د دوى نويو- زړو لوحو د اصل کاروبار خبرتيا راکوله.
د جومات مخته د ټانګې درېدل څه وو، تا به ويل چي د محلې پر خلکو اختر شو. ګوره چي له کومو- کومو کونجانو ماشومان او ښځې را غونډ شول او شور و زوږ يې اسمان په سر واخيست:
- وۍ وۍ نوى ملا دى
- ښځه هم ورسره ده، تر هغه بل خو به نو ښه وي
- څه مالومه ده خورې، پر نر څه باور؟
- هو هو ته ښه وايې، چي ږيره يې وي هغه نر خو لا په بلا لړلى وي
يو عجيبه د بدخويۍ توپان راباندې جوړ وو. له دې خبرو او مکالمو داسې ښکارېده لکه د کاسيرو محلې ته چي ملا نه، لکه د غټانو محلې ته چي يوه کاسيره راغلې وي. ما نور خپل زغم بايللى وو، خو خداى دي غلام شبير خوشاله لري چي د "مولوي صاحب، مولوي صاحب" نارې يې وهلې را ورسېد او خلک يې له هغه ځايه پسې واخيستل. خبر شوم چي د جومات خادم دى او له پينځويشتو کلونو خپله دنده په ډېر زيار او ديانت تر سره کوي. د ده په ليدلو مي زړه ښه شو. نرى ډنګرکى د پاخه عمر سړى، اوږده سپينه ږيره، خواپاکي سپين کورته کالي يې اغوستي، په اوږه يې سره سپينه توليه، پر تندي يې د محراب توره نخښه، سپينه خولۍ پر سر لاندې يې کتل. ساده او نېک سړى وو، په خوله يې د ګيلې يو تورى نه وو. بوډا سړى وو، خو حوصله او همت يې له کماله ډک وو.
د سامان په سمولو او د کور په برابرولو کې اوونۍ- لس ورځې تېرې شوې. څه کور وو، په جومات پورې د دوو کوټو کور وو، يو کوچنى پختنځى يې وو، يوه تر هغه هم کوچنۍ غسلخانه او تشناب او يو کوچنوټى غولى يې وو، خير يواځې ما او مېرمنې تر دې لوى کور څه کاوه، دا زموږ بس وو، خو يواځې د شاوخوا جګو ودانيو له امله تياره پکې ډېره وه. د ورځې په دوولس بجې به هم د ماښام غوندې تياره پکې خپره وه. د کور په سمولو کې غلام شبير ډېره مرسته وکړه، د کور له پاکولو د دېوالونو تر چونه کولو پورې. چي څه مي و ږغاوه نو پوه شوم چي غلام شبير دلته د جومات له هر راغلي امام سره د کور کار هم کاوه. بس د تنخا په نامه غريب يواځې دوه وخته ډوډۍ غوښته او شپه يې په جومات کې تېروله، په همدې ډول به ده د سر لګولو ځاى پيدا کاوه او د جومات پالنه به هم وشوه. يوه خبره مي- له کله راهيسې چي زه راغلى وم- په ماغزو کې ګرځېده، بس يوه ورځ مي يې له غلام شبيره پوښتنه وکړه:
- شبير اکا دا راته ووايه چي د مسجد له پخواني امام سره څه پېښه شوې وه؟
غلام شبير لږ زړه نا زړه شو او بيا يې زه يوې څنډې ته بوتلم چي زما مېرمنه يې وا نه وري:
- مولوي صاحب څه به درته ووايم، ځوان سړى وو او څړه وو. په محله کې نو د ښايست څه کمى دى، بس پر يوې نجلۍ مين شو، د نجلۍ دلال نو هغه د سرو زرو مرغۍ چېرې له لاسه ورکوله، لومړى خو هغه هڅه وکړه چي ملا پوه کړي، بيا يې څه و وېراوه، خو ملا په هيڅ بند نه وو، يوه شپه يې د نجلۍ د تښتولو هڅه وکړه، خو ژر د بادامي باغ پر اډه و نيول شو، ظالمانو دومره وواهه چي له اخ و ټوخه يې واچاوه او مړ شو.
غلام شبير په ډېر افسوس د پخواني ملا ټوله کيسه راته وکړه. ما په وارخطايۍ ځنې وپوښتل:
- نو پوليسو څه وکړل؟ قاتلان يې ونيول شول که نه؟
غلام شبير و خندل:
- مولوي صاحب ته هم کمال کوې، پوليس د داسې خلکو په کارونو کله غرض لري. بس خپلې پيسې يې واخيستې او ولاړل او هسې هم کوټوال صاحب پخپله هم د دغې نجلۍ له مينانو څخه وو
- لاحول ولا قوت الابالله، چېرې په دې دوزخ کې ونښتم.... زه د دې هر څه په اورېدو سخت اندېښمن شوم.
- مولوي صاحب ته فکر مه کوه، بس په پټه خوله خپل لمونځ ورکوه. د ورځې به څه ماشومان درته راځي قرآن ورته وايه، نور له خپل کار سره کار لره نو هيڅوک به دي نه تنګوي، بلکې د جومات امام چي ښه وي نو د ګناهونو په دې کلي کې يې خلک يواځې عزت کوي
غلام شبير چي زه د دې ځاى له دستوره خبر کړم زما سترګې خلاسې شوې او ساه راپکې و غوړېده. په همدغو لومړيو ورځو کې يوه پېښه را وشوه، لومړۍ ورځ چي د غرمې د ډوډۍ وخت شو، د کور ور مو وټکېد، غلام شبير ورغى ور يې ور خلاس کړ او له ډک کټوري کتغ سره را ننووت. زما د پوښتونکي نظر په ځواب کې يې وويل:
- نورۍ کتغ را لېږلى دى، په څنګلوري کور کې اوسي
ما هيڅ ونه ويل او نه څه شک را ولوېد، فکر مي وکړ چي يوه د خداى بندګۍ به وي نو او بيا د جومات د ملا د کور په نغري کې خو هسې هم اور لږ بلېږي. چي دوې ورځې نور هم له هماغه څنګلوري کاله ډوډۍ را ولېږل شوه، نو ما چورت وواهه چي دا څوک ده چي بې ښېګړې راسره هره ورځ ښېګړه کوي. د ماخوستن تر لمانځه وروسته لا په جومات کې وم، چي پر غلام شبير مي ږغ وکړ، را و مي غوښت او پوښتنه مي ځنې وکړه:
- شبير اکا دا نورۍ چېرې اوسي؟ زه غواړم مېرمن مي ورشي کورودانى يې ووايي
غلام شبير د دې خبرې په اورېدو ټکان و خوړ:
- مولوي صاحب مورا هلته نه شي ورتلاى
ما په اريانۍ سره بيا پوښتنه وکړه، غلام شبير لکه زما پر سر چي غر مات کړي:
- مولوي صاحب د دې ښځې پوره نوم خدايزده څه دى خو ټول يې د نورۍ کاسيرې په نوم پېژني. دا بل کار کوي
- دا بل کار کوي؟ يانې بدلمنې ده؟ او ته په موږ د دې د لاس خواړه خورې؟ استغفرالله! استغفرالله!
غلام شبير زما په غوسه کېدو يو څه خړ شو، لږ ګړۍ وروسته يې همت وکړ او خبرو ته يې ځان جوړ کړ:
- مولوي صاحب دلته خو ټول همداسې خلک اوسي، که د دوى د لاس ونه خورې نو نغرى به دي تل بل ساتې، خو ستا په تنخا کې دا کار کېداى نه شي
د دې خبرې په اورېدو نور هم غوسه شوم:
- غلام شبيره موږ شريف خلک يو، له لوږې به مړه شو، خو د کاسيرو د کور خواړه به ونه خورو
زما د کاوړ په ليدو غلام شبير هيڅ ونه ويل، خو له هغې ورځې وروسته بيا د نورۍ کاسيرې له کوره خواړه رانغلل. زه چي د کوم جومات امام وم، عجيبه خبره دا وه چي هغه هيڅ نوم نه درلود، بس هسې د کاسيرو د جومات په نامه مشهور وو، يوه ورځ مي له غلام شبيره وپوښتل:
- شبير کاکا د دې جومات نوم څه دى؟
هغه په خندا ځواب راکړ:
- مولوي صاحب د خداى پر کور نو څه نوم ږدې؟
ما يو څه په شرمېدونکي ډول ورته وويل:
- بيا هم، څه نوم خو به يې وي؟ ټول جوماتونه نومونه لري.
هغه د سر په ګرولو ځواب راکړ:
- بس مولوي صاحب ډېر نومونه يې پر کښېښوول، چي د کومې فرقې مولوي راځي، زوړ نوم بدل کړي نوى پر کښېږدي. ته هم يو ښه نوم پر کښېږده
زه چورت يووړم. د ګناهونو په دې ابادۍ کې پر دې يواځيني جومات بايد څه نوم کښېښوول شي؟ "دا مسجد څه ونومول شي؟ هو، مرغلره جومات به سم وي، د ګناهونو په ډنډ کې ځلېدونکې پاکه روڼه مرغلره". ما په زړه- زړه کې د جومات د نامه پرېکړه وکړه او د خپلې خوښې په ستايلو سره کور ته ننوتم، چي مېرمنې مي ډوډۍ تياره کړې زما په تمه ناسته وه.
ما به د ورځې ماشومانو ته قرآن پاک ور ښوو، چي يوولس وو او ټول هلکان وو، يوه بل ته د نيژدې عمرونو له پينځه کلنۍ تر يوولس دوولس کلنۍ پورې هلکان. يو څه شوخ ضرور وو خو ښه هلکان وو. ښه خواپاکي او په پاکو جامو کې به راتلل. دوې ګېنټې به يې سيپاره وويله او بيا به يې په کوڅه کې لوبې کولې. دوى څوک او د چا اولادونه وو؟ نه ما پوښتنه ځنې وکړه نه چا را وپېژندل، خو يوه ورځ يو غم جوړ شو، سبق ته په راتلونکيو هلکانو کې يو ماشوم- چي نبيل نومېده- تر نورو زيات شوخ وو، پر سبق يې زړه نه کښېنوست، بس هسې به مخته شاته ځنګېدۀ او د لوبو په تمه به يې سترګې د جومات دروازې ته نيولې وې. ما به هم سر نه پسې ګرځاوه چي ځه خير ماشوم دى، خو يوه ورځ مي زغم ورته تمام شو، په دې ورځ مي له ګهيځه سر عجيبه درد کاوه، غلام شبير را مالش کړ، دوې پېناډول ګولۍ مي هم و خوړلې خو درد مي په سر کې د زورور غويي په رنګه رامبوړې وهلې. د سر د زيات درد او د غلام شبير پر زيات ټينګار برسېره مي هم د ماشومانو سبق ناغه نه کړ، نبيل هم په دې ورځ تر نورو ورځو زياته شيطاني کوله، کله به يې يوه ته خوله ور واچوله، کله به يې بل ته چونډۍ (نوکاره) ور ولګوله، چي د ده شوخي تر حد زياته شوه، زما پر ماغزو هم ناببره د غوسې پېرى کښېنوست او څنګ ته پروت د لرګي رحل مي را واخيست او نبيل مي په وويشت. ما يې رحل ملا ته ور خطا کړ، خو هغه پر تندي ولګېد. د وينو په را بهېدو يې له ما د خپل سر درد هېر شو او په وارخطايۍ مي غلام شبير ته ور ږغ کړل. هغه غريبګى په منډه راغى او هلک يې د نيژدې ډاکټر درملتون ته بووت، د خداى فضل وو کاري نه وو لګېدلى، زخم يې ژور نه وو، ګنډلو ته يې اړتيا پېښه نه شوه، يواځې پټۍ يې پر ور وتړله. خير نور هلکان مي رخصت کړل، لا د جومات وره ته نه وم را رسېدلى، چي په پړوني کې پټې يوې ښځې ږغ راباندې وکړ، ما ور وکتل، ښځه د جومات په وره پورې نښتې ولاړه ده ژاړي. څلوېښت- پينځه څلوېښت کلنه به وه، عادي بڼه او ونه يې وه، توربخون رنګ يې وو او پر مخ يې د پخوانيو دانو ژور داغونه وو. له اوښکو ډکې سترګې او پر بغورو يې را څڅېدلي رانجه، په غوږو يې د سرو زرو سپکې غوږوالۍ او په پوزه يې د ځلېدونکي سره غمي ارزانه مېخکى. پړونى يې هم ارزانبيه خو ښه پاک او په پښو يې جګ چپل وو. ما په اريانۍ وپوښتله:
- بي بي څوک يې؟ څه خبره ده؟
هغې د پړوني په پلو پر پوزه را څڅېدلې اوښکې وچې کړې او ويې ويل:
- زه نورۍ يم مولوي صاحب
- نورۍ؟ کاسيره نورۍ؟. زما خو ته وا له پښو مځکه وختله، ما يوې بلې خواته په غلام شبير پسې وکتل، مګر هغه خو نبيل ته د پټۍ ور تړلو او کور ته رسولو په پلمه خدايزده چېرې ترى تم وو.
ښځې خپلې سترګې ټيټې واچولې او د خپل نامه اقرار يې وکړ:
- هو مولوي صاحب، نورۍ کاسيره!
زه څه شېبه له خپلې خولې د هغې پر ښکنځاډوله نوم خړ غوندې شوم، خو بيا مي فکر وکړ چي هغه خو کاسيره ده او پخپله يې دا خوړجن نوم ګټلى دى، دا بايد و شرمېږي زه ولې خړ شم. بيا مي ناببره پام شو چي زما په دې مرغلره غوندې جومات کې د دې کاسيرې ناولى وجود تر ګندګۍ کم نه دى، سمدستي مي په کرکجن ډول د کوڅې خواته اشاره ورته وکړه:
- بي بي دباندې و درېږه، جومات مه بې لمانځه کوه
هغې په داسې اريانۍ سترګې را پورته کړې لکه له ما چي يې د داسې کرکجن چلند هيله نه وه. له اوښکو په ډکو سترګو کې يې د يوې شېبې لپاره د ناويلي فرياد توښ را پورته شو، خو بيا لکه چي زړه ته څه ور ولوېدل، د احتجاج هوډ يې د اوښکو په اوبو کې لاهو کړ او په پټه خوله روانه شوه. ما هم را تم نه کړه چي ګوره په څه نمت راغلې وه. تر دې منځ غلام شبير هم را ورسېد.
- څوک وه مولوي صاحب؟ څه يې ويل؟. هغه ښځه ليدلې وه خو له لرې يې لکه چي نه وه پېژندلې.
- نورۍ کاسيره وه، خداى خبر څه ته راغلې وه، خو ما هم داسې ايمان په لاس ورکړ چي بله ورځ به دې پاک ځاى ته مخ را وا نه ړوي.
ما په دې هيله غلام شبير ته وکتل، چي اوس به راته ووايي ډېر ښه کار دي کړى، خو د هغه پر څېره د ستاينې پر ځاى د افسوس پرده خپره وه. په ګيله من ډول يې د نورۍ په وکالت خوله پورې کړه:
- هغه بېچارګۍ غموځپلې د خپل زوى په ګيله درته راغلې وه مولوي صاحب!، د نبيل مور ده، د زوى زخم يې ونه زغامه او تا هغه غريبه سپکه سپانده کړه
ما پر خپله پښېماني د بدخويۍ د پردې اچولو هڅه وکړه: 
- ښه نو نبيل د نورۍ زوى دى، چي داسې خويونه کوي ضرور به وهل کېږي. څنګه مور هغسې زوى
يوه شېبه مي زړه ته راغلل چي هلک خو ماشوم دى او بيا ما زياتوب هم وکړ، خو بيا مي فکر وکړ چي زه خو استاد يم او هلک چي مي وواهه نو څه وشول، په دې کې خو د هغه ګټه ده او بيا يوه کاسيره څه حق لري چي د جومات له امامه ګيله وکړي. وروسته مي د خبرې د بدلولو هڅه وکړه:
- د نورۍ څو زامن دي؟
غلام شبير چي بيا خوله په خبرو پورې کړه، په ږغ کې يې د نورۍ وکالت محسوسېده:
- مولوي صاحب په جومات کې سبق ويونکي ټول د نورۍ زامن دي. له دوى پرته يو په تي پورې ماشوم هم لري، په دې محله کې بس يواځې نورۍ خپل زامن جومات ته لېږي، د نورو خلکو زامن خو خوشي ګرځي
د نبيل تر وهلو څو ورځې وروسته ماخوستن چي مي لمونځ ورکړ، نو له غلام شبير سره پر يوه شرعي مسئله په بحث کښېوتم او ډېر ناوخته له جوماته د کور پر خوا روان شوم. له جوماته چي را ووتو په بازار کې ګڼه ګوڼه وه، پر دالانونو ځلېدونکې پردې رپېدلې او له بالاخانو د هارمونيم د سور او د طبلو د درزا ږغ هر لور ته ازانګه کوله. د پان، سګرېټو او د ګلونو پر دوکانونو هم سوکه- سوکه ګڼه ګوڼه زياتېده، ناڅاپه مي سترګې د نورۍ د کور وره ته ور واوښتې، هغه دباندې ولاړه وه او له هر تلونکي راتلونکي نارينه سره يې په ټوکو او خندا خبرې کولې، نن خو يې بېخي بڼه بدله وه، ګلابي رنګ تنګې جامې، سرې کلوشې په پښو، پر لوڅ سر اوبدلې کوڅۍ، په کوڅيو کې پېيلي د مرغلرو ګلونه، په سينګار سپينه اړولې څېره، ژورې ځلېدونکې شونډې، په سترګو کې موسکا او د موسکا تر شا غلې لوڅه بلنه. ما په طنزيه نظر غلام شبير ته وکتل، اخير هغه خو د نورۍ وکيل وو:
- لاحول ولا قوت الله بالله
- پرېږده يې مولوي صاحب، ښځه غريبه ده او دونيا ډېره ظالمه.
هغه لکه د خبرې د بدلولو هڅه چي کوي، خو ما دومره په اسانۍ چېرې پرېښوو:
- ښه شبير اکا دا راته ووايه، چي ګيراکان ورته راشي نو د اولادونو په مخ کې........؟. ما په مانادار انداز خپله پوښتنه نيمګړې پرېښوه
غلام شبير په مړاوي انداز په نه زړه ځواب راکړ:
- مولوي صاحب يو خو د دې بچي ګهيځ ښوونځي ته ځي ځکه د شپې وختي ويده شي، بل دا چي مېلمنو ته يې په غولي کې کوټه جلا کړې ده
- استغفرالله! استغفرالله. ما غوره وګڼله چي خبرې په همدې ځاى بس کړو، ځکه زه پوهېدم چي د غلام شبير په خبرو کې مړاويتوب د نورۍ په خاطر نه وو
له هغه وروسته نورۍ زما په مخ کې هله ياده شوه، چي ما د حج لپاره د ځان او مېرمنې کاغذونه جوړول. مېرمنه مي ډېره ارمانجنه وه چي موږ دواړه د خداى او د هغه د پاک نبي په خدمت کې حاضر شو او د اولاد دوعا وکړو. ما هم غوښتل چي په څه پلمه د مکې او مدينې زيارت وکړو، له نامه سره د حاجي په زياتېدو مي کېداى شي يو ښه ځاى ته بدل کړي. د مېرمنې يو وراره مي په همدغو ورځو کې د مذهبي چارو په وزارت کې مامور وو، د ده په خاطر مي بشپړه هيله وه چي د حج غوښتنليک به مي و منل شي. کاغذونه مي په يوه فايل کې را يو ځاى کړي وو، چي همدغه شېبه غلام شبير په لاس کې څه نور کاغذونه را اخيستي را ورسېد. زړه نازړه يې راته وويل:
- مولوي صاحب! څه کار مي وو، که اجازه وي درته وبه وايم؟
- هو هو شبير اکا ولې نه، څه خبره ده؟. 
ما په ږيره کې ګوتې وهلې او ده ته مي د کښېنستلو اشاره وکړه. ده په لاس کې نيولي کاغذونه ماته را مخته کړل:
- مولوي صاحب! ستا خو په وزارت کې شناختګان شته، يو بل د حج درخواست هم جمع که
ما يو څه ماڼېجن غوندې ځواب ورکړ:
- ګوره غلام شبير اکا! ته ښه پوهېږې چي زه کور اور ستا په هيله پرېږدم او تا بيا د حج پيسې له کومه کړې؟
ده په ډار او پوړېدونکي ږغ راته وويل:
- نه نه مولوي صاحب ته پوه نه شوې، دا زما درخواست نه دى، د نورۍ دى
زما خو د دې چټي خبرې په اورېدو پر بدن اور بل شو:
- څه؟ شبير اکا پر سد خو به يې؟ نورۍ کاسيره به اوس مکې او مدينې ته ځي؟ او هغه هم د خپلې ناولې دندې په پيسو؟ توبه توبه.
غلام شبير ډېره ژوره خبره وکړه:
- مولوي صاحب که کاسيره ده مسلمانه خو هم ده او هغه خو د خداى کور دى، هغه چي هر څوک ور غواړي ور و دې غواړي، هغه ته ټول برابر دي
- ښه، خداى چي څوک ور غواړي ور و دې غواړي؟ واه شبير اکا واه، نو بيا يې زه درخواست ولې جمع کړم؟ نورۍ ته ووايه سيخ دي يې الله تعالى ته ور واستوي.... ما په غوسه ځواب ورکړ او کوټې ته ځنې ننوتم. 
د مېرمنې وراره مي بريالى وخوت او د خداى په فضل زموږ دواړو غوښتنليکونه ومنل شول. د ټکټونو پيسې را کمې شوې، بس د مېرمنې د واده ګېڼه په ښه راغله. د خداى نوم مو واخيست روان شوو. چي احرام مو وتاړه لکه د ټول ژوند ګناوې مو چي يوې څنډې ته ايښې وي. د خداى کور مو وليد او ښې مو سترګې په سړې کړې. د فرايضو په تر سره کولو- تر سره کولو د شيطان ويشتلو ورځ راغله، ډېره ګڼه ګوڼه وه، په ميلينونو خلک وو، د انسانانو يو سپين څپاند سمندر وو، ګرمي هم زياته وه، زما خو سالنډي پيل شوه، مېرمنې مي هم بېچارګۍ سېک بايللى وو، په همدې ګڼه ګوڼه کې د دې لاس زما له لاسه و ووت. د لاس خلاسېده به څه وو، د خلکو يوې درنې څپې زه په پورې وهلو- پورې وهلو خدايزده تر کومه ځايه و رسولم، عجيبه بد حالت وو، هيچا د نورو غم نه کاوه، تکړه هغه وو چي ځان يې ژغورلى واى، ما هم ډېر د ځان د تم کولو هڅه وکړه، خو پښه مي وښويېده او ولوېدم، له لوېدو سره يو عذاب راباندې را نازل شو. يوه مي پر خېټه پښه را ږدوله، بل مي پر سر د ډبرې ګومان کاوه او په پښه يې واهه. مرګ مي د سترګو په وړاندې راته نڅا کوله. ما کليمه وويله او چي څنګه مي سترګې پټې کړې کوم د خداى بنده مي ښى لاس ونيو کش يې کړ او په تم کولو سره يې ولاړ کړم.
ما ساه سمه کړه او د دې خواخوږي انسان د مننې لپاره مي چي څنګه مخ ور واړاوه، ټکان مي و خوړ، د يوې شېبې لپاره ګنګس غوندې شوم، څه ګورم چي نورۍ کاسيرې مي لاس ټينګ نيولى خاندي. 'دا ناولې ښځه دلته څنګه راغله؟ د دې د حج درخواست چا او کله منظور کړ؟'، ما ډېره هڅه وکړه چي لاس ځنې خلاس کړم خو ډېره زوروره خپړه يې وه، خلاس مي نه کړ. هغې زه تر لاس نيولى يوې څنډې ته يې په ځان پسې بوتلم، دې اړخ ته څه ښځې را غونډې وې، ناڅاپه مي خپله مېرمن وليده چي سترګې يې له اوښکو ډکې وې او په تږيو لېمو يې د خلکو ګڼې ګوڼې ته کتل. چي سترګې مو سره مخامخ شوې نو ټول زحمت يې هېر شو. زه په منډه ورغلم او اوښکې مي يې وچې کړې.
- ته چېرې تللى وې؟ که څه شوي واى بيا؟. له پرېشانۍ يې حلق وچ وو او خبرې يې نه شواى کولاى
ما په ډاډمنه لهجه ورته وويل:
- بس څه درته ووايم نن له مرګه بچ شوم، ګوره چي کومه نېکي په ښه راغله، زه خو به تر پښو لاندې چخاڼي شوى واى که نورۍ نه واى ژغورلى
هغې په اريانۍ وويل:
- نورۍ؟ زموږ څنګلورې نورۍ؟ هغه دلته چېرې راغله؟ بل څوک به دي ليدلي وي
- نه نه کنه، بل څوک نه وه نورۍ وه. ما يوې بلې خواته په نورۍ پسې وکتل خو نه پوهېږم هغه لا کله تللې وه. وروسته هم ډېر پسې وګرځېدم خو په دې ګڼه ګوڼه کې کله څوک پيدا کېږي
سوکه- سوکه مو د حج مراسم پوره شول او موږ دواړه بيرته وطن ته را ستانه شو. غلام شبير د ګلونو له هارونو سره لاهور هوايي ډګر ته هرکلي ته راغلى وو، زموږ په ليدو را مخته شو او په خندا- خندا يې موږ دواړو ته مبارکي راکړه:
- ورېندارې حج دي مبارک، مولوي صاحب حج دي مبارک، بلکې اوس خو به زه تاته حاجي صاحب وايم.
د حاجي صاحب په اورېدو زما غاړه لکه شوه، ما د خوشالۍ په حالت کې هغه په اوږه و ټکاوه او د سامان اخيستلو اشاره مي ورته وکړه. په ټېکسي کې کښېنستو، د جومات او کور په اړه مي پوښتنه ځنې وکړه، نورۍ را ياده شوه:
- غلام شبير اکا له نورۍ مي خبر که
زما اشاره د هغې د حج غوښتنليک ته وه، خو هغه په اريانۍ سره ماته وکتل:
- مولوي صاحب د هغې بېچارګۍ به څه درته ووايم، مګر ته څنګه خبر شوې؟
ما د هغه په لهجه کې پټ خفګان خپله غلط فهمي وګڼله:
- بس په مکه شريفه کې مو سره وليدل
- په مکه شريفه کې مو سره وليدل؟ ټوکې مه کوئ مولوي صاحب، نورۍ خواره خو ستاسې د تګ په دويمه ورځ و وژل شوه
ټکان مي وخوړ، لکه پر سر چي مي بم چاودلى وي، په اريانۍ سره مي وپوښتل:
- و وژل شوه؟
د غلام شبير ږغ اوښکو ژړغونى غوندې کړ:
- هو مولوي صاحب، خوارکۍ حج ته پيسې ايښې وې، په هغه شپه يو ګيراک ورته راغلى او پر پيسو يې غريبه وژلې وه. موږ خو ګهيځ خبر شو چي زامنو يې مړى وليد، چيغې بوغارې شوې او ټول خلک ورته را غونډ شول. پوليس هم را ورسېدل او د دې مړى يې د پوسټ مارټم لپاره يووړ، پرون- پرون مي يې مړى له مرده خانې راووړ او نن سهار مو ښخه کړه
زه لا هماغسې اريان دريان وم:
- د قاتل څه درک ولګېد؟
هغه په افسوس لاسونه و مروړل او ويې ويل:
- پوليس کله دومره وخت لري مولوي صاحب چي د کاسيرو په قاتلينو پسې و ګرځي، د هغې خوارې خو په جنازه کې هم يواځې درې کسان وو، زه او دوه ګورکيندونکي
ما پخپلو سترګو کې د را برسېره کېدونکيو اوښکو په وچولو سره پوښتنه ځنې وکړه:
- نو د دې اولادونه؟ هغه څنګه شول؟
- د نورۍ اولادونه نه شته مولوي صاحب. 'غلام شبير زما پر غوږ را پرېووت'. د بدلمنو په محله کې چي کله کوم هلک و زېږي نو اکثر هغه په شپه- شپه کې د خلپلو (ګند) پر انبار و غورځوي، هغه ټول همداسې اولادونه وو، نورۍ له ټولو خبره وه چي د چا- چا په کور کې ماشوم زېږېدونکى دى، بس چي هلک به وو خپل کور ته به يې راووړ. هسې په نامه خو کاسيره وه مولوي صاحب مګر زه شاهد يم غريبې چي به څومره ګټلې پر همدغو ماشومانو يې ګارولې، بس لږ و ډېرې يې حج ته د تلو لپاره جمع کړې وې، هغه هم قاتل ځنې يووړې
پر ما سوکه- سوکه د حقيقتونو دريڅې را خلاسې شوې:
- شبير اکا دا راته ووايه، چي ما د هغې درخواست جمع نه کړ نو هغې څه ويل؟
- بس خوارکۍ به څه ويل مولوي صاحب. سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، اسمان ته يې لاسونه پورته کړل او ويې ويل چي بس ته که دغه کاسيره در غواړې در ويې غواړه
پر ما خو لکه ډک منګى سړې اوبه چي توى شي، د پښېمانۍ سړه سيلۍ راباندې راغله، زما تېروتنې د باد په اوږو الوتلې، د ګناهونو خاورې بادېدې او زما پر سترګو تياره خپرېده. غلام شبير زما په اوښکو لنده ږيره وليده او په اريانۍ يې وپوښتل:
- مولوي صاحب ته ولې ژاړې؟ تا خو هغه ناولې ګڼله!
- څه ووايم غلام شبير اکا چي ولې ژاړم، هغه ناولې نه وه، ناولي خو موږ يو چي ناخبره د نورو انسانانو د ناولتيا پرېکړې کوو، نورۍ خو د خداى بندګۍ وه، خداى خپل کور ته ور وبلله
زما له پښېمانۍ ډکې سلګۍ د تم کېدو نه وې او غلام شبير د اريانۍ په حالت کې ماته ډاډ راکاوه. ټېکسي چي په کوڅه ننووت او د جومات مخې ته و درېد، له څوړېدو سره سم مي د نورۍ د کور وره ته وکتل، ډله خلک يې د کور مخته را ټول وو:
- دا څه دي غلام شبيره؟ خلک اوس ولې سره غونډ دي؟
غلام شبير تر څه چورت وهلو وروسته ځواب راکړ:
- مولوي صاحب لکه چي پوليسو د اېدي سنټر خلک راوستي دي، هغوى به همدا ماشومان ورسره بيايي، د دې بېکسو د ساتنې خو څوک نه شته
ما خپله مېرمن تر لاس ونيوله، غلام شبير ته مي اشاره وکړه چي په ما پسې راشي او د نورۍ د وره پر خوا روان شوو. غلام شبير په اريانۍ وپوښتل:
- چېرې ځې مولوي صاحب؟
- ځم د نورۍ اولادونه راولم، له ننه وروسته هغوى زما بچيان دي او هو ما د جومات پر نامه هم فکر وکړ. له ننه وروسته به د دې جومات نوم نور مسجد وي.
***

ژباړه: ٠٦ دسمبر ٢٠١٥م کال
سمنګلۍ سړک- کوټه

-
بېرته شاته