(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرمني : د نړیوال علمي سیمینار خبرتیا او بلنه

[03.Dec.2015 - 11:32]

د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه په پام کې لري ،چې په جرمني کې د روان 2015 ع کال د ډسمبر په میاشت کې یو نړیوال پوهنیز ( علمي) سیمینار د ( افغانستان او سیمه کې نوي بدلونه او اندیښنې ) تر سرلیک لاندې جوړ کړي .


د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه ټولو هیوادوالو او د ټولنې غړو ته په ډیر درناوي بلنه ورکوي، چې په خپل ګډون سره دا غونډه لا درنه او ګټوره کړي .
د سیمینار نوم : افغانستان او سیمي کې نوي بدلونونه او اندیښنې .
موضوعات :
۱- په سیمه کې نوي اقتصادي بدلونونه ، سیالۍ ، اړیکې او د افغانستان لپاره غوره دریځ .
۲- افغانستان او په سیمه کې نوي سیاسي معادلې ( پوځي ، سیاسي او مذهبي) .
۳- د سیمي هیوادونو سره د اړیکو څرنګوالی او نوی تعریف .
په سیمینار کې به افغان کارپوهان له بېلابېلو هیوادونه څخه ګډون وکړي او خپلې مقالې به وړاندې کړي.
د دی تر څنګ ټول ګډونوال کولای شي ، چې د موضوعاتو په هکله خپل نظرونه او پوښتنې وړاندې کړي .

په درنښت
د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګه


نېټه : د یوه نۍ (اتوار / یکشنبې) ورځ 13.12.2015  وخت : دوه بجې (14:00)

ځای :

EVENT PALAST
Max-Plank - Strasse 9a
50354 Hürth
Germany
E-Mail :info@event palast .com
اړینې شمیرې :
00492235717980

004917678688902

 

-
بېرته شاته